دخپریدو نیټه : 2009-01-05 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی
( طبي لکچرنوټ : څلورمه
برخه )
لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
دجرمني هیواد، دجنوري میاشتې درېیمه نیټه ۳ / ۱/٢٠٠۹
وینه ( Blood)
:
وینه د بدن یوه ځانګړې مایع ده چې په یونانې ژبه کې ورته هیما haima یانې وینه ویل کیږي
. یوسړی چې وزن يې اویاکیلوګرام 70 kg وي ، په بدن کې یې لږڅه دپینځونه ترشپږ لیتره (5-6 l )وینه
بهیږي . وینه دبدن حجروته غذايي اړین موادرسوي اودهغه ځایه بې ګټې یانې فضله مواددځانه سره بیرته
انتقال کوي . دوینې دنده په لاندې ډول او لنډه توګه بیان کولای شو:
• دبدن ټولوحجروته اکسیجن رسوي اودهغه
ځایه کاربون دای اکسایدرااخلي . لومړی اکسیجن دهېموګلوبین په پروتین باندې تړل کیږي اوورپسې د سروکرویاتو په
مرسته انتقال کیږي .
• دبدن ددفاعي سیستم دنده ترسره کوي . په وینه کې سپین کرویات بهیږي اودانتي
باډيAntibody په مرسته پردي موادتشخیص کوي اوله منځه يې وړي .
• وینه داسی ځانګړتیاوې لري چې دوینوحجرولکه
Platelets اودفیبرین پروتین په مرسته Fibrin پرڼ کیږي Coagulation ترڅودبدن څخه دوینې دضایع کیدنې مخنیوی شوی وي .
• دهارمونونولیږدول اودټپي شووحجروڅخه دزیګنالونورانیول
• دبدن د PH یانې تیزابي اوالکالي
خواصوکنترول اوبرابرونه چې نارمل قیمت یې 7.35 - 7.45= PH
• وینه دبدن دننه غړوحرارت
ثابت ساتي Core temperature اوهم یې کنترول کوي ترڅوکیماوي تعاملات په سمه توګه ترسره شي .
• هم
دارنګه وینه دبدن په میتابالیزم کې تولیدشوي مواد چې بدن ته کومه ګټه نه رسوي لکه کاربون دای اکساید CO2 ،
یوریا Urea ((NH2)2CO اودشدواسید Lactic acid بهرته انتقال کوي .
وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې دح
جرواودیوې مایع څخه جوړه ده . په دغه مایع کې دوینې حجرې لمبووهي اودوینې پلازما Blood plasma په
نامه سره یادیږي . پلازما دوینې دحجم په سل کې پینځه پنځوس برخه جوړوي 55 % اولږڅه په سل
کې نوي 90 % اوبه دې .
دوینې په پلازما کې لاندې مواد دیادلووړدي .
دپلازماپروتین لکه البومین اوګلوبولین (α1-, α2-, β- and γ-Globuline) . دپلازماپروتینودنده عبارت ده له : دم
وادوانتقال ، دایمون دفاع ، دوینې ټینګیدل ، داوزموتیک فشار ثابت ساتل
• په پلازماکې ایونونه لکه سوډیم
Na-، کلورایدCl-،مګنیزیوم Mg-،فوسفاټ PO43− ،کلسیمCa- اونور ایونونه شتون لري .
دوینې په پلازما کې ،
امینواسید amino acid، ليپید، پروتین ، ګلوکوز،مالګه ،مینرالي ایونونه ، هارمونونه ، ویټامینونه
دمیتابالیزم په کړنلاره کې پیداشوي مواد ،کاربون دای اکساید ،اکسیجن اونورمهم مواد شتون لري اودهغوی د انت
ال دنده هم په غاړه لري . په پلازما کې داکسیجن دانتقال ضرفیت دسروکرویاتودهېموګلوبین د کیفیتي
جوړښت اودلوړفشارسره تړاولري . هېموګلوبین دڅلوروپیپتید peptides ځنځیرونوڅخه جوړدی چې هریویې یوهیم ګروپ heme
groups لري .هیم کمپلکس مرکبات د ي چې په مرکزکې يې داوسپنې ایون اوپه شاوخواکې یې د Porphyrine مالیکول تړلې
دی . دوینې رنګ ځکه سوردی چې دهیمګلوبین مالکیول یوه برخه اوسپنه جوړوی . دهېموګلوبین پروتین په هیم ګ
وپ باندی داکسیجن اتوم تړلی دی .
په ۱-شکل کې دوینې یوه هیستولوژيکي نمونه ښوول شوې ده. د
اناتومي له مخې وينه يو تړونکی نسج يا connective tissue، بلل کېږي .
۱-شکل
۱ -شکل : دسړي دوینې په یوه هیستولوژیکي نمونه کې
ترمایکروسکوپ لاندې سره کرویات a) Erythrocytes) ،نیوټروفیل b) Neutrophil ،اېیوزینوفی
Eosinophil c) ، اولمفوسایت d) Lymphocyte لیدل
کیږي .
دوینې جوړښت کړنلاره Haematopoiesis :
دوینې جوړښت یا هیماتوپویزیس یویونانی ویی دی . هیما
haima په مانادوینه اوپویزیس poiesis په ماناد جوړیدنه . کله کله دوینې حجروجوړیدلولپاره دهېم
وپویزیس انډول ویی لکه haemopoiesis اویا hemopoiesis هم کارول کیږي . دزیږیدنې څخه و
وسته دبدن ټولې حجرې دهډوکي په مغزاولمفاتیک سیستم کې دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو Hematopoietic stem cells څخه مشتق
کیږي . دنوموړوحجرولنډیز په HSCs سره کیږي . HSCs داسې ځانګړې بنسټیزحجرې دي چې د هرډول ملټیپل هراړخیزح
جرو دتولیدکولووړتیالري (multipotency) . برسیره پردې همدغه بنسټیزحجرې کولای شي چې دخپل ځان یوه کاپې وکړي
یانې دخپل ځان په شان نوې self-renew حجرې منځ ته راولي . څیړنوښوولې ده چې :
• لږشمیر HSCs بنسټیزحجرې کو
ای شي چې په لوړه کچه نورې نوې دخپل ځان ورته بنسټیزحجرې HSCs تولید اوکاپي کړي . دنوموړې کړنلارې څخه ده
وکودمغزپه پيوندکولوکې ګټه پورته کیږي bone marrow transplantation) . هغه څوک چې دوینې سرطان ،دوینې ناروغۍ اویادمغز
په ناروغۍ اخته وي نود درملنې په موخه د بنسټیزحجرودپيوندکولوڅخه کاراخیستل کیږي . کلینیکي تج
بووښووله چې که یوچاته درګونوله لاری دهډوکودمغزحجرې داینفیزیون په توګه ورکړل شي نو هغوی ددې وړتیالري چې
دهډوکي دمغزحجرې بیرته ډیرې کړي اوپه پایله کې دوینې نوې حجرې تولیدکړي .
• همدارنګه HSCs
بنسټیزحجرې ددې وړتیا لري چې پخپله دحجرو په نوروډولونوځان واړوي چې ځانګړې مورفولوژي بڼه لرې او ځانګړې
دنده ترسره کولای شي . په نوموړې کړنلاره کې لومړۍ HSCs بنسټیزحجره په یوه منځنۍ حجره اوړی progenitor cell اوکله چې پخه
ي نوبیا وروسته خپل ځان ویشي اوتفریق شوې نورې حجرې منځ ته ځي .
• „ دوینې حجرې کوم چې په وینه کې شتون ل
ي په بنسټیزتوګه عبارت دی له : سره کرویات erythrocytes ، سپین کرویا ت leukocytes اوتروم
بوسایت thrombocytes چې په platelets سره هم نومول کیږي .سره کرویات دوینې حجروعمده برخه جوړوی .
دوینې دټول حجم څخه دوینې حجرې یانې (سره کرویات ،سپین کرویات اوترومبوسایت ) په سل کې لږڅه پینځه څ
ویښت 45 % برخه جوړوي اودهیماتوکریت hematocrit په نامه سره یادیږي .
دهډوکوپه مغزوکې دری ډوله
بنسټیزحجرې لکه : لومړی ، hematopoietic stem cells ،دویم : stromal cells ، دریم : endothelial progenitor cells شتون لري چې داړتیا په وخت کې
دبدن دغړوهرډول حجرې ورڅخه تولیدکیدلای شي .
سټرومل حجرې stromal cells دیوه غړي تړونکې اونښلوونکې حجرې دي چې
په سست تړل شوي نسج کې شتون لري . هغوی دهډوکودمغزړومبی حجرې ګڼل کیږي . بلخوادسټرومل حجرې دپوستکي پورتني
پټ Epidermis لاندې هم شتون لري اویوډول ستروونکي طبیعي پروتین افرازکوي growth factor چې دحجروویشنه ګړندی کوي . که
چېرې دپوستکي سرطان منځ ته راشي دبیلګې په توګه لکه Basal cell carcinomas نو سټرومل حجرې دومره ډیریږي چې یوپنډپټ
دپوستکي اوبدن ترمنځ جوړیږي . په پایله کې نوموړې حجرې بدن ته دسرطان ناروغې مخنیوی کولای شي .
۲-شکل
۲-شکل : په پورتني دیاګرام diagram کې دوینې
هراړاخیزتوپيرلرونکو حجرو،وده اودپخیدلو کړنلاره ښوول شوې ده چې د هیماتوپویتیک بنسټیزحجرو( Hematopoietic stem cells
(HSCs څخه منځ ته راځي .
وینه یوداسي فزیکي کیمیاوي مرکب دی چې دمایع ،سروکرویاتوحجرواواوبوڅخه جوړه شوې ده .
څرنګه چې په وینه کې سره کرویات شتون لري نودپلازما په پرتله یې لزوجیت ډیرلوړدی .
(پاتې په پینځمه مه
برخه کې )
(پای)
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټ
صالح محمد سلطانزی ځدران
اخذلیک :
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma.
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Blood .
3. http://www.myelomaonline.org.uk.
4. http://www.myeloma-euronet.org/.
5. .http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet .
6. http://de.wikipedia.org/wiki/Blut