مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژنئ ! ٣٣ مه بر خه ( تڼي)

د کتور لطيف ياد- استر اليا


که چيري د تڼيو پښتنو د نسب شجره په غور س ه و څيړل شي نو جو ته به شي چې دوی په اصل کې کر لا ڼي پښتا نه دي٠ تڼی د شيتک زوی دی او دغه قبيله په دريو عمده څ ا نګو و يشلې شوې ده يعني ار يوزي، مر يخيل او سينکي٠

تڼي په عمو مي ډول د افغا نستان د خو ست و لايت د تڼيو په ولسوالۍ کې چې د خو ست جنوب ته مو قعيت لري استو ګنه لري٠ د تڼيو سهيل ته ګوربز او مده خيل وزير پر اته دي چې د ډيو رنډ کر ښه مده خيل او تڼي سره جلا کوي، لو يد يز ته يې ځدراڼ، شمال ته يې د شمل سيند او اسما عيل خيل او ختيزې بر خې ته يې هم ګو ر بز پر اته دي٠

د تڼيو قبيله پر ١١٢ سترو او کو چنيو کليو و يشلې شوې ده٠ ددوی لو يد يز خواته غر ډير اباد او زياتره خلک يې په غر ونو کې او سيږي٠

د حيات افغا ني د تا ريخ مؤ لف ډپټي محمد حيات خان  په خپل دغه مشهور اثر کې چې١٤٤ کلو نه دمخه يې کښلی دی د تڼيو په اړوند داسي ليکلي دي:

{ تڼي د خو ست په لو يديز او جنوب کې ميشته او زيا تره په غر ونو کې او سيږي،  خو ځيني خلک يې د غر ونو په لمنو کې هم استو ګنه لري٠ ددوی لوی کلی د درګي په ميدان کې دی چې ٥٠٠ کوره لري٠ ويل کيږي چې ددوی دوسله والو کسا نو شمير ١٠٠٠ تنو ته رسيږي٠ ددرګي پر ته چې ددوی د سيمې خورا لوی کلی دی دا لا ندې کلي هم مشهور دي٠: حصارک، ګو خه، نر خی او اتمان٠ تڼي په مسقفو يا چت لرونکو کورونو کې ژ وند کوي٠ ددوی لو يديز غر ښه شين دی، ګڼ سيوری لري او دلته ډير ښکاري با زان هم شته٠ د تڼيو ټول شمير ١٢٠٠٠ زره تنه دي، چې له دغه شمير نه يې ٣٠٠٠ تنه و سله وال دي٠ ددوی د ټو پکو شمير ددوی وسله والو کسا نو په پر تله ٤/١ لږ دي٠ ددوی ٣٠٠٠ تنه تورې لري٠ په تڼيو کې هغه  خلک چې ټو پک نه لري، نو تورې او سپر ونه ضرور له ځا نه سره ساتي٠ تڼي ډير زړور او جنګيالي سر تيري دي٠ د خوست د سيمي په ګوند يو کې دوی په سپين ګو ندۍ کې شا مل دي٠ تڼي زياتره د کر کيلې په چا رو بو خت دي، ځمکې يې للمي، خو يوه اندازه يې د اوبو په ذ يعه خړو بيږي٠ ددوی ځيني خلک د بنو تر سيمې پورې د تنبا کو او نورو شيا نو سو داګري کوي، خو له خپلې سيمې نه يې بهر زيا تره تګ راتګ نه خو ښيږي، که څه هم دوی د خو ست د سيمې دحا کم رعيت بلل کيږي او د کال ١٠٠٠ روپۍ ما ليه ور کوي٠ سره له دې چې دومره لږه ما ليه ورکوي، خو بيا هم د خپل غر ور ، زړور تيا او سختو غر ونو د شته والي له کبله کله نا کله د خو ست د حا کم نه يا غي کيږي٠ که څه هم د تڼيو تر مينځ کو رنۍ د ښمنۍ نشته، خود دغې قبيلې ښا خو نه په دوو ګو ندونو ويشل شوي دي چې ار يوزي او سينکي يې په يوه ګو ند او مر يخيل يې په بل ګو ند پورې اړه لري چې د شمير له مخې دمريخيلو او بيا په مر يخيلو کې د اتي خيلو شمير زيات دی٠ په مري خيلو کې درې نا مې په يوه خوا او خيبي خيل، اتما نزي او خبر زي په بله خوا دي٠  ګل خان  او ګل هيبت ددرې نا مې په ښاخ، اسما عيل او داد ګل د خيبي خيلو په څا نګې او خان، فقير، شير احمد او دلواز د تڼيو د قبيلې ملکان دي ٠}

په او سني وخت کې د تڼيو ستر کلي دادي: حصارک ، ګو خه، نر خی، ايتمان، کو چون، ډبر، وريځی، دير ملکه، سنګړای، تور خيل او ور ژله٠

تڼي په عمو مي تو ګه لوړې ونې، غنم رنګه او ښا يسته څيري لري٠ دوی زړور او جنګيالي خلک دي٠ د هيواد د خپلو اکۍ په در يو جګړو کې چې د انګر يزي ښکيلا کګرو پر خلا ف شوې ده د تڼيو ونډه ډيره در نه ده٠ د روسي ير غلګرو په وړاندې هم دوی د مقا ومت سنګر ونه تا وده سا تلي وو٠

د تڼيو د قبيلې ښا خو نه :
لکه چې ددې مقالې په لو مړ نۍ بر خه کې وويل ول چې تڼي کر لا ڼي پښتا نه دي او په در يو عمده ښا خو نو ويشل شوي دي، ددوی د پا تي ښا خو نو نو مو نه په لا ندې ول دي :  درې نومي، ار يو زي،مر يخيل، سينکي، ګد يو خيل، جنګي خيل، تر خيل، عبد الخيل،اتي خيل، نو کو ر خيل، عيس خيل، زنده خيل، شبو خيل، حا جي خيل،سره، بنده خيل،کول کهول،خند ګي، منتګ، رو شا نه، دک خيل،خيدود خي ،پيزن خيل،ميدود، ډبري، وتک خيل، اتو نزي،ميمي خيل، سيټ خيل، ګو يد ا خيل، مينه خيل،خبر زي،تور خيل، ايد ل خيل، بر يم خيل،ار ګند خيل،حصا رکي، سپير کي،چيچکي، کا مل خيل، لجي خيل، ميران، زرک،شهداد خيل، لا جمير خيل، انډي خيل، شارزي خيل، پا يک خيل، ار شه خيل، بکر خيل، خو جي خيل، تر ين خيل، ر شيد خيل، ابر اهيم خيل او نو ٠٠٠ 

د تڼيو د قبيلې شمير :
لکه چې دمخه مو ولو ستل د حيات افغا ني مؤ لف ١٤٤ کلو نه دمخه دتڼيومجمو عي شمير ١٢٠٠٠زره تنه ښو دلي وو، خو د ورو ستيو دسر شمير نو او سر وي ګا نو له مخې ددوی او سنی شمير تر ٣٠ زرو تنو زيات ښو دل شوی دی٠

د تڼيو د قبيلي مشهور کسان :
تڼي په مجمو عي تو ګه د علم او پو هې سره ز يا ته مينه ل ي چې د علم او پو هې  په ډګر کې د يو شمير کسا نو نو مو نه اخيستلای شو٠

١- استاد حکيم تڼيوال:
 چې په يو وخت کې د کا بل پو هنتون ا ستاد و٠ دده د پښتنو او پښتنو د ټو لني په ا ړوند زياتې مقالې ليکلي او يو اثر يې چې د ښا غلي پو هاند ر سول امين په ملګر تيا ليکلی و د" پښتنو ټو لنيز - اقتصادي جو ړښت " نو ميږي چې په ١٣٦٥ لمرېز کا   د افغا نستان د علو مو اکا ډمۍ د پښتو څيړ نو د نړ يوال مر کز له خوا د ښا غلي د سر محقق د مر ستيال جلات خان حکمتي په سر يزې او اډيټ خپور شوی دی چې د پښتنو د قبيلوي جوړښت په اړوند يو ګټور کتاب دی٠ استاد حکيم تڼيوال د پکتيا  دو الي په تو ګه هم دنده سر ته رسوله ، چې بيا ورو سته په شهادت ور سيد٠

٢-  استاد ګ داد:
 په پيل کې د ننګر هار د طب په پو هنځي استادو چې خپلې زده کړې يې په شوروي اتحاد کې سر ته رسولې وي، ور وسته د لوړو زده کړو وزير او بياد افغا نستان د علو مو اکا ډمۍ د ر ئيس په تو ګه يې هم دنده سر ته ر سوله٠

٣- استاد وزېر تڼيوال :
 د هند په عليګړ ه پو هنتون کې يې د ژ بپو هنې په بر خه کې خپله ما ستري ا خيستې وه، د کا بل پو هنتون د ژبو او اد بياتو د پو هنځي د پښتو ډيپار تمنټ  استاد واو ورو سته د افغا نستان د علو مو په ا کا ډمۍ کې د خپر ونو مديرو، څه مو ده يې د المان د بر لين په پو هنتون کې د پښتو ژبې استا دهم پا تې شوی و،چې د ژبپو هنې په بر خه کې يې زيا تې مقا لې ليکلي دي٠

٤- د سر محقق مر ستيال مو لا جان تڼيوال :
د کا بل په پو هنتون  کې يې د ليسا نس او المان کې يې د ما سترۍ تر کچې پورې زده کړې کړي دي٠ دی همدااوس هم د افغاانستان د علو مو اکا ډمۍ د ژبو او اد بياتو په مر کز کې علمي غړی دی او د پښتو دګر امر او ژبپو هنې په اړوند په څيړنو بو خت دی او  په ژبپو هنه کې يې ډيرې مقالې ليکلي دي٠

٥- احمد جان تڼی:
 د کا بل پو هنتون د فلسفې د څا نګې فا رغ دی، وروسته يې د ژو رنا ليزم سره مينه پيد اشوه، د ملي دفاع وزارت په نشر اتي بر خو او هم د با ختر اژانس کې يې خپلې دندې تر سره کړي دي٠ د هيواد په ډيرو ور څپا ڼو او مجلو کې يې ګڼ شمير مقا لې خپرې شوي دي٠

٥- شهنواز تڼی:
  د افغا نستان د اردو صا حب منصب و، په شوروي اتحاد کې يې زده کړې کړې دي ،ورو سته يې د ډ اکټر نجيب الله په و خت کې دافغا نستان د دفاع دوز ير په تو ګه  دنده سر ته رسوله٠

پا يليکو نه :
١- حيات افغا ني ، پښتو ژباړه، د پيښور چاپ،٤٣٣ او ٤٣٤ مخونه٠
٢-پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد،٨٣-٨٤ او ٨٥ مخو نه، د پيښور چاپ٠
٣-پښتانه د تا ريخ په رڼا کې، دسيد بهادر شاه ظفر کا کا خيل تا ليف،پيښور٠١٣٩٦ مخ٠
٤-معلومات مختصر در باره اقوام و قبائل سر ح دي کشور، د شير رحمن دوړ تاليف،٦٧ مخ، کابل٠
 ( نو ر بيا) 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery