د يزيد بن معاويه قبائح او پر ده باندي د
لعنت ويلو شرعي حکم :
بسمه تعالی !!
محترمو مسلمانانو ! په دې برخه کښي د يزيد په باب ځيني أهم او ضروري
داسي تفصيلات درته ذکر کوم چي د أهل السنت والجماعت له عقيدې سره موافق او د أهل السنت د علماؤ له معتبرو کتابو
څخه مأخوذ دي .
يزيد په ۲۵هــ او چا ويلي دي چي په ۲۶هــ او چا ويلي دي چي په ۲۸هــ کي پيدا سوئ دئ ، او له
خپل پلار معاويه څخه وروسته يې درې کاله او يو څو مياشتي امارت کړئ دئ ( کذا في جامع الأصول ) .
کوم قبيح او
ناروا کارونه چي يزيد کول هغه په دې شرحه دي :
د شرابو چښل ، ارتکاب د زنا ، استحلال د محارمو ، د الله (جل
جلاله ) د بيتې بې ادبي کول ، د مسجد نبوي بې احترامي کول وغيرها ( کذا في النبراس وحاشيته ) .
خو دغه ټول کا
ونه دده و درو عقل حيرانونکو فسادو ته دده ( العياذ بالله) لکه عبادت داسي ښکاره کيږي :
اول : په ک
بلا کښي د حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) په شمول دده مبارک د کورنۍ او مخلصينو ۷۳ نفره په داسي ډول په
هادت رسول چي د کافر زړه يې هم نسي برداشتولائ ، او بيا د امام حسين سر مبارک پريکول ، بيا دده و حضورته وروړل
، او يا دده مبارک سر د حلقې او مجلس په منځ کي چښل چا و خوا شراب ورته چښل لکه چي تفصيل يې په تيره برخه کښي تير
سوئ دئ .
دوهم : کله چي د مدينې منورې خلګ دده په مقابل کښي ودريدل ، نو ده و خپل فوج او عسکرو ته پر
مدينه باندي د حملې کولو حکم ورکړ ، او دايې ورته وويل چي درې ورځي مدينه و تاسي ته حلاله ده ، هر څه چي په م
دينه کښي کوۍ درته اجازه ده ، چي په نتيجه کښي يې ۱۰۰۰ ښځي د مدينې د اوسيدونکيو ددوۍ له زناکارۍ څخه حملداري
سوې ، سره له دې چي په مدينه منوره کښي د أصحاب کرامو کورونه هم موجود ول .
دريم : د عبد الله
ابن زبير ( رضي الله عنه) په مقابل کښي د الله (جل جلاله) پر حرم او کعبه شريفه باندي و خپل فوج ته حکم ورکول او
بيا هغه تر سره کول ( انظر البداية والنهاية ، تاريخ طبري وغيره ) .
پر يزيد باندي د لعنت ويلو د جواز په
باب د علماوو او امامانو د أهل السنت والجماعت نظرونه :
محترمو ورو ڼو ! په دې باره کښي د أهل السنت والجماعت
د علماؤ نظرونه مختلف دي .
په خلاصه کښي چي په حنفي فقه کښي خورا معتمد کتاب دئ ، او دارنګه په
احيآء العلوم کښي د امام حجة الإسلام ابو حامد غزالي داسي ذکر دي چي پر يزيد باندي او دارنګه پر حجاج بن يوسف
باندي لعنت ويل روا ندي ؛ ځکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) پر هغو خلګو باندي له لعنت ويلو څخه منع کړېده کوم چي
لمونځونه کوي او له أهل قبلې څخه وي .
او ځينو علماوو د أهل السنت ، لکه امام ابن الجوزي ، امام أحمد بن ح
نبل ، قاضي ابو يعلی وغيره بيا په دې نظر دي چي علی الإطلاق پر يزيد « ملعون» باندي لعنت ويل جائز دي .
امام ابن جوزي په دې باره کښي مستقل کتاب جور کړئ دئ او په دې نامه سره يې مسمی کړئ دئ : الرد علی المتعصب ا
عنيد المانع عن ذم يزيد .
او امام أحمد بن حنبل (رح) بيا په دې آيت سره دليل نيولئ دئ چي الله (عز وجل)
فرمايلي دي :
فهل عسيتم إن توليتم أن تُفسدوا في الأرض و تقطعوا أرحامکم الئک الذين لعنهم الله .
او قاضي
ابو يعلی په دې مبارک حديث دليل نيولئ دئ چي ر سول ( عليه الصلوة والسلام) فرمايلي دي :
مَن أخافَ أه
َ المدينةِ أخافَه اللهُ و عليه لعنة الله والملئکة و الناس اجمعين .
( انظر النبراسَ و لمزيد التفصيل
البداية والنهاية ج ۸ ) .
او علامة التفتازاني ( رحمه الله تعالی) په شرح العقايد کښي د « قول فيصل » په
ول داسي فرمايلي دي :
و الحق أن الرضا يزيد بقتل الحسين (رض) و استبشاره بذلک و إهانته أهل بيت النبي (ص
ی الله عليه وسلم) مما تواتر معناه و إن کان تفاصيله احادًا ، فنحن لا نتوقف في شانه بل نتوقف في ايمانه ، لعنة
الله عليه و علی انصاره و علی أعوانه .
البته د أحنافو د علماوو ميلان و دې طرف ته دئ چي پر يزيد باندي
بايد لعنت ونکړ سي ، لکه چي د خلاصې خبر درته ذکر سوه .
په « رشيد بيان » کښي لا هم داسي راځي :
لعنت مکړه
پر يزيد چي له رفضه شې بعيد
صاحب د نبراس په ص۵۵۴ کښي په دې اړه خورا په زړه پوري تح
يق کړئ دئ .
ابن تيمية په خپله فتاوی کښي ذکر کړيدي چي د يزيد په اړه خلګ درې ډلي دي : يوه ډله يې کافر
بولي ، بله ډله يې فاسق او فاجر بولي او بله ډله يې تر حضرت أبوبکر هم بهتر بولي ، خو صحيح خبره داده چي د م
ابين په قول عمل وکړ سي .
( والسلام و من الله التوفيق ، و هذا اخير ما اردناه بمناسبة المحرم الح
ام و شهدآء کربلا ، ونسأل اللهَ أجره و ثوابه وبرکاته )