( طبي لکچرنوټ : پینځمه برخه )
لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد س
طانزی ځدران
دجرمني هیواد، نیټه
: دجنوري میاشتې شپاړسم ۱۶ / ۱/٢٠٠۹
دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو سرچینه Hematopoietic
stem cells Source :
دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرې HSCs دسترسړي د پلنوهډوکوپه مغزکې لکه د پښتۍ ribs
هډوکي ،دملاتیر Spine ، حوصله Pelvis ، دسرکوپړۍ Skull اودسټرنوم sternum په هډوکوکې
تون لري .
دهډوکي دمغزیوه برخه ښوول شوې ده چې دوینې دحجروهراړخیزوده کوونکي پړاونه پکې
یدل کیږي (2) . دبدن هغه پلن هډوکې ښوول شوي دې چې دوینې حجرې پکې جوړیږي .
په ۱–شکل کې دوینې هغه حجرې ښوول شوې دې چې ده
وکي په مغزکې پیداکیږي . دبیلګې په توګه میلوسایتMyelocyte ، وازده Fat ،میلوپلاکسMyeloplaxe ، سره کرویات
Erythrocyte ،نورموبلاست Normoblast،اییزینوفیل Eosinophil cell،
سړی کولای شي چې بنسټیز حجرې دحوصله Pelvis
هډوکي څخه دیوې ځانګړې ستنې په مرسته ترلاسه کړي . همدارنګه دکلینیکي اوساینسي څیړنوپه موخه کیدای شی چې
HSCs بنسټیزحجرې دنامه په غوټی پورې اړوندبرخې اویا دبلاربښت هډیانې پلاسنتا Placenta څخه راویستل شي
. په بدن کې بهیدونکې وینه هم کیدای شي چې د بنسټیزحجرودسرچینې په توګه وکارول شي . دنوموړې موخې لپاره
اړین ده چې مخکې له دې د یوډول پروتین Cytokines په مرسته وپارول شي . په دغه ډول چلنلاره کې د (granulocyte
colony-stimulating factors), فکټورپه کارولوسره دهډوکوپه مغزکې دوینې پرتې حجرې هڅول کیږی چې دمغزڅخه ووځی اودبدن د وینې
جریان ته ورننوځي . دتجربوپه موخه دمورپه رحم کې دودې په حال کې دجنین ینه Fetus liver او طحالSpleen دوینې
ا ړین سرچینې تشکیلوي .
انتي باډي Antibodies :
انتي باډي یوپ
وتین دی چې دبدن معافیتي سیستم له خوا دانتیجین دشته والي په وړاندې دځواب په توګه تولیدکیږي . په ۲–
کل کې دیوه اریتروسایت (سره کرویات) په سطحه باندې ګڼ شمیر انتيجن شتون لري اوپه وړاندې یې انتي باډي
تولیدشوي دي . په پایله کې انتي باډي دانتیجن سره یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راولي Antigen-antibody reaction .
۲-شکل
۲-شکل : دانتيجن
اوانتي باډی ترمنځ یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راغلی دی
. .
انتي باډي دایمونوګلوبولین
immunoglobulins په نامه هم یادیږي او لنډیز یې په Ig سره کیږي . انتي باډی دګاماګلوبولین پروتینود ډلې څخه
میرل کیږي اودشمزی لرونکوژووپه وینه اودبدن په مایعاتوکې پیداکیږي . انتی باډي دبدن ایمون سیستم څخه دپ
دیوشیانو اواورګانیزمو لکه باکټریاوو bacteria اووایروسونو viruses دخنثی کولواو پيژندلوپه موخه کارول کیږي .
انتي باډي یوبنسټیزجوړښت لري چې ددوواوږدودرندو ځنځیرونو heavy chains اودوولنډوسپکوځنځیرونو light chains څخه
جوړدي . په ۳–شکل کې انتي باډي دکارکولواوجوړښت بڼه ښوول شوې ده . دایمونوګلوبولینوIg درندوځنځیرونوڅخه
پینځه ډوله پيژندل شوي دي اوپه یونانې ټکولکه ګاما،دیلتا،الفا،میو اوایپسیلون ښوول کیږي (γ, δ, α, μ and ε
).
• دایمونوګلوبولین دسپکو ځنځیرونوڅخه دوه ډولونه شتون لري چې دکاپا ( kappa (κ) اولم
بدا ( lambda (λ) په نامه سره
یادیږي . انتي باډي دسپینوکرویاتویوډول ځانګړوحجروڅخه تولیدکیږي چې د B cells په نامه سره یادیږي . وروستۍ ح
جرې لمفوسایتونه دي چې دانتیجینوپه وړاندې انتي باډي جوړوي
• انتیجین داسې موادوته ویل کیږي چې دیوه او
ګانیزم څخه لکه دخپل ځان مواداویا دپرديو موادوپه ډول پيژندل کیږي اوپه وړاندې يې دایمون ځانګړی ځواب ( لکه
دانتي باډي اویا ځانګړوټي لمفوسایت T-Lymphocyte)) اویادایمون زغم منل (لکه دخپل ځان انتيجین) دانتي باډي تو
یدراپاروي . دبیلګې په توګه لکه ویروسونه،باکټریااونورمایکرواورګانیزم . هریوانتي باډي دمخصوصوجینو Antibody
genes په مرسته داسې تولیدکیږي چې دانتيجین ټاکلې برخې سره خوله په خوله تړون وکړای شي ، په بله م
انا لکه یوه کیلي چې دیوه قلف په منځ کې ورننوځي .
په ۵-شکل کې دانتي باډي اوانتیجن ترمنځ دغبرګون کړنلاره ښوول
شوې ده کله چې دبدن ایمون سیستم دیوه اورګانیزم سره په تماس کې راشي . په دې ترځ کې دانتي جین په وړاندې دټي
لموسایتونو اوپلازما حجروڅخه ایمونوګلوبولین تولیدکیږي اودبدن مایعاتوته وربهیږي . په پایله کې دانتیجن
انتی باډي دغبرګون یوځانګړی غبرکون منځ ته راځي . څرنګه چې انتي باډي د وینې په جریان کې ازادګرځي
نوویل کیږي چې هغوی دبدن په هومورل معافیتي سیستم humoral immune system پورې اړه لري . داځکه چې دغه
ډول انتي باډی دبدن مایع ته داسې توکسیک موادافرازکوی چې پتوګین مایکرواورګانیزم خنثی کوي، ویلې کوی
اودپرڼ کولوله لارې یې بیخي دمنځه وړي .
د سکین الکترون مایکروسکوپ په مرسته دسړي دوینې شکل
ښوول شوی دی . په شکل کې سره کرویات، سپین کرویات اوترومبوسایتونه لیدل کیږي . هریوانتي باډي دیوه
ځانګړي انتيجین سره داسې تړون منځ ته راولي لکه یوه کیلې چې د یوه قلف سوري سره دقیق برابره وي اوپه اسانی سره و
ننوتلای شي (4).
۳-شکل : په وینه کې دهراړخیزوحجروبڼه ښوول شوې ده . په کیڼ شکل کې دانتيجن –انتي باډی کیمیاوي تعامل antigen-antibody reaction ښوول شوی دی.
انتي باډي دځینوناروغیولکه الرژي (حساسیت) او autoimmune diseases په اړوند ډیراړین رول لوبوي . په وروستی ناروغۍ کې دبدن معافیتي سیستم د خپل ځان انتیجین موادواونسجونوپه وړاندې غبرګون ښيي. په پایله کې دبدن معافیتي سیستم اوتوانتی باډيautoantibody اوټي لمفوسایت جوړوی . نوموړي دخپل ځان غړوځانګړوانتیجینو،دخپل بدن نسجونواړوند اوتوانتیجینو اودخپل ځان په حجرويرغل کوي . داسې اټکل کیږي چې نوموړې یوه ارثي ناروغۍ ده اود HLA-System سیستم نیمګړتیا سره تړاولري . HLA دپیوند کولو یوځانګړی انتیجین دی چې دبدن هرې یوې حجرې په سطحه پیداکیږي . دانتیجین نوموړی مالیکول دټي لمفوسایت څخه پيژندل کیږي اوله دې کبله دنسجونود پيوندکولوپه کړنلاره کې دغبرګون ښکاره کولویانې ردکولو اویا زغملو په هکله بنسټیزرول لوبوي . دمعافیتي سیستم دډیرحساسیت دکمښت په موخه د ځینودرملنو immunosuppressives که Cyclophosphamid, Azathioprin ، Glucocorticoide ، 1-Anti-CD3 (OKT3), Anti-TCR ، Corticosteroids څخه ګټه پورته کیږي .
سره کرویات Erythrocytes:
سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنګ
ري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموګلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموګلوبین پروتین
دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په ګروپ باندې یې دوه قیمته اوسپنه Fe +
+دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنګ بښلی دی . دسروکرویاتودنده
داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي .
همدارنګه سره کرویات د هېموګلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره ک
ویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، ګردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توګه ورننوتلې
بڼه لري ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون
وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاو
وسته دوینې ټاکلوحجرو یانې Phagocytes له خوا په ینه اوتوري کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروک
ویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ (scanning electron microscope (SEM کې شوول
وې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دما
وم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په طح
ال یانې توري کې ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي . ا
یتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې Erythropoetin نومیږ ي لمڅول کیږی اوپه دې توګه پیاوړی
کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمګړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي .
د سکین الکترون مایکروسکوپ
په مرسته سره کرویات، سپین کرویات اوترومبوسایت عکس اخیستل شوی دی . دشکل په ښي اړخ کې لمفوسایت ،منځ کې ت
ومبوسایت اوکیڼ اړخ ته سره کرویات لیدل کیږي .
A اوb نارمل سره کرویات دي
.
C او D پتولوژیکي سره کرویات دی چې په رنګ اوبڼه کې دسالموسروکرویاتوسره توپي
ښيي .
Erythropoiesis :
د اریتروپویسیس په کړنلاره کې دبنسټیزحجرودویش په
پایله کې سره کرویات، سپین کرویات اوترومبوسایت منځ ته راځي (1) .
۴-شکل : دبنسټیز حجرې څخه دسروکرویاتو،سپینوک ویاتواوترومبوسایتونوتولید او دهغوی هیستولوژیکي بڼه ښوول شوې ده (1) .
سره کرویات دهډوکي په م
غزکې دبنسټیزحجروڅخه منځ ته راځي چې په لومړي پړاوکې یوهسته لرونکی ایروتروبلاست Erythroblast تولیدکیږي
اوورپسې دځانه څخه هسته بهرته شړي اوپه ریتیکولوسایتونواوپه اخیر پړاوکې په ایروتروسایتونواوړي . سره
کرویات هسته نه لري اوددې وړتیا لري چې پروتین پخپله جوړکړي . سره کرویات دپلازماڅخه دسنتریفوګ تخنیک په م
سته ترلاسه کیدای شي .
(په ۲۰۰۸ ز کال کې داسې خپرونې وشوې چې درشیم (جنین ) بنسټیزحجرو Embryonic stem cells څخه
په لابراتوارکې په مصنوعي توګه سره کرویات ترلاسه شوه . ترټوله ستونځمنه کړنلاره داوه چې حجرې ودې ته
وهڅوي ترڅو هسته دځان څخه وشړي . بریالیتوب هغه مهال ترلاسه شه کله چې بنسټیزحجروته دهډوکودماغزوپه stromal
cells حجروکې وده ورکړه شوه . اوس ددې هیله کیږی چې دغه ډول مصنوعی سره کرویات به دپیوندکولوپه کړنلاره کې ډی
ګټورتمام شي .)
دهیمګلوبین Hemoglobin پروتین په سوررنګ ، دپروتین کوچنۍ برخې په ابي رنګ اودهیم ګ
وپ Hemegroup په شین رنګ سره ښوول شوي دي. دهېموګلوبین پروتین دڅلورو هیم ګروپونوڅخه جوړدی چې ده
یوه ګروپ په منځ کې دوه قیمته اوسپنه Fe++ شتون لري (2).
۵-شکل : هیموګلوبین دسروکرویاتوپه سایتوپلازماکې پ
وت دی اوپه چاپیره یې څلورهیم ګروپونه تړل شوي دي .
دوینې لاندې ناروغۍ دسروکرویاتوسره تړاولري :
Anemia : دوینې کمښت : لامل یې دسروکرویاتودشمیرکمښت ، دسروکرویاتوغیرنارمل جوړښت ، دهیموګلوبین غیرنا
مل جوړښت
• Iron deficiency anemia : داوسپنې کمښت : لاملونه يې لکه لږاوسپنه رانیول ، د بدن څخه په ټیټه
کچه داوسپنې جزب کیدنه ،له دی کبله هیموګلوبین هم په کافی اندازه نه جوړیږي
• Thalassemia : یوه جېنیتیکي
ناروغي ده چې دهیموګلوبین دیوه ځنخیرجوړښت پوره صورت نه نیسي . په پایله کی یوغیرنارمل هیموګلوبین منځ ته
راځي
• Polycythemia : یوه داسې ناروغي ده چې په لوړه کچه دوینې حجرې خوپه تیره بیا سره کرویات تولیدکیږي . له دې
کبله کیدای شي چې دوینې لزوجیت ډیرشی اونورې ستونځې منځ ته راشي . په همدې ډول یوه بله ناروغۍ یانې Polycythaemia
vera کې په لوړه کچه سره کرویات ، ترامبوسایت اوګرانولوسایت تولیدکیږی داځکه چې دهډوکي دمغز په بنسټییزحجرو
اویا په پښتورګوکې یوه ارثي نیمګړتیاشتون لري . دوینې لزوجیت اوهیماتوکریت قیمت یې ډیر لوړوي . دغه
ډول ناروغان په لوړه کچه اوسپنه جزب کوي hemochromatosis اودبدن په غړوکې یې زخیره کيږي . ددرملنې پخوانۍ لاره یې
دوریدپه پرې کولوسره دوینې ټاکلې اندازه (ca. 500–800 ml) بهیدل phlebotomy اویالیرې کول دي ترڅوپه وینه کې داوسپنې
کچه راټیټه شي .
• Pernicious anemia : نوموړې ناروغي ځکه منځ ته راځي چې دیوه انترینزیک فکټور Intrinsic
factor دنشتوالي له کبله په کولموکې دویټامین بې دولس Vitamin B-12 کمښت شتون لري کوم چې دهډوکوپه ماغزوکې دوینې
دتولیدلپاره پکاردی .
وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې حجرواودوینې پلازما څخه جوړه شوې ده .
(پای)
پوهنوال
اکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
اخذلیک :
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Blood
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Heme_group
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Hematopoiesis
4. http://en.wikipedia.org/wiki/Antibody
5. http://en.wikipedia.org/wiki/Apheresis
6. http://en.wikipedia.org/wiki/Bone_marrow
7. http://www.health.gov.mt/nbts/leukocytes.htm
8. http://www.health.uab.edu/15524/