مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول (پنځلسمه برخه )

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

مېرزا علم حميدي - هالنډغورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ

باندنی سياست

 

لکه څنګه چې اقبال لاهوري ویلي دي چې :

 

له   اوبــــــو‌ او خـــــاورو جــــوړه  اسیا ده

چې افغان ملت يې روح او هـــــم يې سا ده

ابـــــــادي يې ابــــــادۍ  د ټـــــــــولې خاورې

له زوال ســـــــــــره يې خــــــــــــتمه هم  بقه ده

 

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی او سمندري لاره نه لري . دغه غرنی هیواد د سهیلي  اسیا او په ځانګړي توګه د منځنۍ اسیا په څلور لارې کې پروت دی او د ډول، ډول ګاونډیو له خوا چې هر یو یې ځانګړي نظرونه او بیلا بیلې ګټې لري راچاپیر شوی دی . افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې په بیلو، بیلو ډولونو د سترو نړیوالو او سیمه ییزوځواکونو تر منځ د ټېنګ او نېغ ساتونکی دیوال په توګه پروت دی چې د خپل ستراتیژیګ حالت او څرنګوالي له کبله یې د ناچارۍ له مخې په خپله سینه باندې د ډال او منځګړیتوب لوبه تر سره کړی ده . 

 

ددغه اوږده تپل شوي موقعیت او سیاست له امله په جبرې توګه د پرمختګ او عصري تمدن له کاروان څخه وروسته پاتې ساتل شوی دی .

ددغه ډول حساس موقعیت په پام کې نیولو سره په افغانستان کې  د خپلو ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره خارجي سیاست ډیر مهم او په ژوند پورې تړلی و  او دی چې باید په ډیره هوښیارۍ وتلل شي او د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره يې تول او بیلانس په ژوره توګه مالوم کړای شي . غواړم بیا خپله خبره غبرګه کړم چې په افغانستان کې د باندني سیاست برابرول او ساتل د خپل ستراتیژیک او حساس موقعیت له مخې له زښت ډیر او په ژوند پورې له تړلي ارزښت څخه برخمن و او دی . که چیرې د افغانستان له باندني سیاست سره پاروونکی، سرټمبه او په زور بدلوونکی چلند وشي او یایې په ډیر ژور پام سره تول او بیلانس په پام کې ونه نیول شي؛ ارومرو د سترو نړیوالو ځواکونو او ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې لامل کیږي، ډیرې غملړلي ستونزې رامنځ ته کوي او د ګران هیواد افغانستان ملي ګټو ته نه جبران کیدونکي زیانونه را اړوي .

 

له خپلواکۍ  ګټلو را وروسته تاریخي تجربې ددغه حقیقت ښکارندوی دي چې هر مهال په افغانستان کې باندنی سیاست ښه پر تله شوی دی؛ په هیواد کې په پرتلیزه توګه ډاډمن امنیت او کراري ټېنګه شوي ده او د افغانستان خلکو دا موکه پیدا کړي ده چې خپل ملي ژوند برابر او خپل ګامونه د قانونیت، مدنیت او پرمختګ په لوري اوچت کړي . خو کله چې  په خارجي سیاست کې تېروتنه شوي ده او یا باندنی سیاست د سرټمبګۍ، ځانګړو غوښتنو او یا د کوم ځانګړي هیواد د پلوۍ په لوري روان شوی دی سمدستي باندنۍ لاسوهنې پیل او زموږ ګران هیواد افغانستان د غمجنو جنجالمنوستونزو او د بې امنیتیو په کرغېړنو منګولو کې کښېوتی دی .

 

د باندني سیاست برابرول په ټولو هیوادونو کې مهم او ارزښتمن دي خو په ولسواکۍ ولاړوهیوادونو کې  چې پخوانی دودیز دموکراتیک نظام لري دا کار دومره ستونزمن نه دی ځکه چې دوی هم پریمان کدرونه لري، هم مواد، هم تجربه او هم یې سیاست په ټولنیزه توګه د وتلو مسلکي کارپوهانوله خوا برابریږي .خو په ځینو هغه هیوادونو کې چې واک د یوه ظالم سړي  په لاس کې وي او د کارپوهانو سلا ته غوږ نه نیسي په هغه هیواد کې ټولې چارې د باندني سیاست په ګډون له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ او ملي ګټې یې زیانمنې کیږي .

 

که چیرې دګران هیواد افغانستان تاریخ له خپلواکۍ په راوروسته مهال کې له سياسي پلوه په ژوره توګه وڅېړو  او همدا رنګه د هغه وخت باندنی سیاست تر ژورې کتنې لاندې ونیسو ، دې پایلې ته به ورسیږوچې زموږ هیواد هغه مهال زیانمن شو چې د باندني سیاست په تول او برابرۍ کې تېروتنې  رامنځ ته شوې ؛دا خو نو ښکاره خبره ده چې ددغو تېروتنو بنسټیز لامل هم د مسلکي تجربه لرونکو کار پوهانو کمښت او ځانګړي پریکړي وي  . ددغه پیېلي او نا سم باندني سیاست له کبله داسې حالت رامنځ ته شوی دی چې سملاسي ځنو هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره خپلې لاسوهنې پیل کړي دي  چې په دې ډول د افغانستان پر سر د باندنیو هیوادونو لاسوهنې، سیالۍ او وز لوبې ګړندۍ او هر یو د سیال ځواک د کمزوري کولو لپاره بډي رانغښتي اوله ډول ډول  خچنو لارو یې د خپلو اغېزو په شیندنو اوکشمکشونو لاس پورې کړی دی .

 

له بده مرغه چې په اویایمه میلادي لسیزه او په را وروسته لسیزو کې په افغانستان کې باندی سیاست ګډوډ شو چې له دې امله زموږ  په ګران هیواد کې د تودې او سړې جګړې ډګر تود او د افغانستان ډیر پتمن خلک یې د خپلو سیالیو د اور په لمبو کې لولپه کړل .

 

له دې کبله باندنی سیاست  باید داسې تنظیم شي چې هېڅ یوه باندني هیواد ته د لاسوهنې پلمه  ورنه ګړي تر څو د ډاډمن امنیت په څپو کې د خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپله خپلواکي خوندي وساتي اوله د ې لارې د ولسواکۍ اوپرمختګ په لوري کړندي ګامونه واخلي .

 

 د داسې وړ باندني سیاست  دبرابرولو لپاره  چې د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي هوښیارو، مسلکي او تجربه لرونکو کارپوهانو ته  اړتیا ده خو له بده مرغه په افغانستان کې د څو لسیزو بې امنیتیو،خپل منځي جنګونو او پرله پسې حکومتي بدلونونو. باندنیو لاسوهنو،چلبازیو او دسیسو افغانستان له دغه ستر ملي نعمت او شتمنۍ څخه بې برخې کړی دی ؛ د افغانستان د باندنیو چارو وزارت له مسلکي او تجربه لرونکو کارپوهانو څخه تش شوی دی، دهیواد تکړه سیاستوال  او تجربه لرونکي کارپوهان یا وژل شوي دي یا له خپل ګران هیواد څخه تښتې ته مجبور شوي دي او یا د چا په وینا د سیاسي ډګر د شغالي کولو لپاره وچ په وچه د بدنامولو تورونه پرې تپل شوي دي ، دا ځکه ډیر ځله افغانستان مجبور شوی دی چې هرڅه له سره پیل کړي  .

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery