دخپریدو نیټه : 2005-03-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د نوروز نمانځنه
محمد انور نوميالی - ډنمارک
کانديد اکاډيميسن محمد انور نوميالی - ډنمارک
انساني ژوند له لويه سره اجتماعي دى . ښادۍ او غمونه، جشنونه او ماتمونه ټوله ولسونه په گډه نيسي او په گډه يې نمانځي. غونډې او محفلونه هم د دې خصلت ښكاره نمونې دي..خو د خلكو راټولېده، يو د بل سره يې كاته او ليده، يو د بل سره خندېده يا يو د بل سره ژړېده په هر رنگ او په هره بڼه چې وي د ټولنيز احساس يا بشري ژوندون يوه مبرمه غوښتنه ده چې هم پالنه غواړي او هم پاملرنه..
د خوښۍ بانډارونه او د ښادۍ مجلسونه هم يو خيل نه دي. ځينې مذهبي ريښې لري، ځينې يې تاريخي ريښې لري، ځينې كلتوري ريښې لري او يو شمېر يې بياد ژوند د واقعي احساس يا ضرورت پر بنا منځ ته راغلي او طبيعي ريښې لري، موږ نه يوازې د طبيعت په ورشو كې ژوند كوو، بلكې نمانځويې هم، لاكن كله مخامخ او كله په سمبوليك تمثالو كې. نندارې يې مزه هم راكوي، له هغه څخه ساه اخلو، له هغه څخه ژوند زده كوو او هغه ته هم رنگ وركوواو هغه هم خوند وركوو. زموږ هغه خوندونه او زموږ هغه لذتونه چې مخامخ يې د طبيعت له نړۍڅخه اخلو هم رشتياني دي او هم واقعي . ځكه نو زموږ داسې بانډارونه يا مېلې چې طبيعي منشا لري چې زموږ د مينې او عشق د الهام سرچينې دي.
كه زموږ په چاپريال كې يخه سړه هوا په توده او ملايمه بدله سي، په غرو او دښتو كې شنې مرغې وغوړېږي ، د لالي ګل خپل سره بخملونه پر سپېرو غونډيو هوار كړي، ګل بڼ د ګلو پر موج باندې راسي رنگا رنگ شگوفې هرې خواته وخاندي، د مرغانو سيلونه اتڼونه راته ووهي، د درو له منځه آبشارونه په مستۍ راشېوه سي، د آسمان رنگ تر و تازه واوړي او لمر تر پخوا روښانه وځلېږي نو په داسې حال كې به د اشرف المخلوقات د پاره دا لوى پېټ وي چې د برنجي بت په شانې بې سازه او بې آوازه ، بې نڅا او بې گډا لاس تر زنه سنگوټ كښېني او د طبيعت په دغه رښتياني جشن كې خپله گرانه معشوقه پر سرو شونډو باندې مچ نكړي. خو البته نه د بيل كلينتن د رسوايي په سويه!
كه غواړو كه نه غواړو، موږ په طبيعت كې زېږېدلي يو، په همدې طبيعت كې ښخېږو كه طبيعت ناڅېدى، كه طبيعت غوړېدى، كه طبيعت خندېدى موږ به هم د يو با شعوره او ژوندي موجود په څېر گډ ورسره نڅېږو، ورسره غوړېږو او ورسره خندېږو به. دا كومه پوچه يا خوشې چټي وراشه نه ده بلكې د ژوندي زړه د طبيعي رمز يوه سالمه غوښتنه ده.
په موږ كې كوچني اخترونه ، لوى اخترونه او داسې نور تقريبونه رواج سوي دي چې د خندا يا ژړا لپاره په ديني شعور نمانځل كېږي او زياتره يې مذهبي منشاء لري. لكه څنګه چې موږ په خپل لالهانده ژوند كې گرزو را گرزو او د ټيك ځاى مو نه دى معلوم نو دغه ورځې مو هم يو ټاكلى وخت يا موسم نه لري. خو دا دودونه يا روايتونه موږ ته راغلي دي او موږ منلي دي . ځكه شينواري مولوي به موږ ته ويله چې ( په نقل كې عقل نسته ) د مثال په توگه دا لوى اختر راواخلئ. كله د ټكنده تاوده دوبي په سره آهاړ كې په موږ باندې پسونه وژني او كله مو بيا د ژمي د يخ په سره تڼكار كې د غوايي قربانۍ ته اړ باسي. نكرځې ايږدو، د غېږې روغبړونه سره كوو، اوربزونه سره مږو، پر مخانو سره مچوو، مباركي سره وايو، تلفونونه سره ږغوو، خوږې پكې خورو، كالي پكې نوي كوو، درواغ او رښتيا سره ږغېږو، د حاجي او غازي وړيا دعاوې يو او بل ته په سخاوت ور حواله كوو خو د پوهېدنې طبيعي احساس يې سم يا پوره نسو درك كولاى. ځكه چې دا اخترونه مو نه ټاكلي ټاپې لري او نه هم ټاكلى موسم موږ غوندې سرگردانه دي.
اما زموږ د شمسي كال لومړۍ ورځ چې زموږ په ټولو ژبو كې يې د نو روز په نامه بولي د هغه طبيعي ـ اجتماعي جشن نوم دى چې زموږ له آب وهوا، زموږ له مځكې او آسمانه، زموږ له كلو او ښارو او زموږ له عرو او رغو څخه د طبيعي احساس په مخامخ او رشتينې انگيزه زموږ په لرغونى تاريخ كې منځ ته راغلى دى او زموږ د ټولو خلگو د پاره هم د پوهيدنې اوهم د نمانځنې وړ دى.
ويديزم زموږ په پراخه سيمه كې د گڼو ولسونو د ټولنيز شعور او كلتور يو لرغونى بهير دى چې په هغه كې زموږ د تېر تاريخ ډېرې پديدې انعكاس سوي دي. هغه سرودونه لري او په هر سرود كې يې د ژوند د پايښت او پرورښت تجربې خوندي سوي دي. ويديايي نظام زموږ وگړي د كار د لومړني ټولنيز تقسيم پر اساس چې د رشد يوه څرگنده غوښتنه وه، د كشترا، برهمنا، ويسا او سودرا پر ډلو باندې سره بېل كړي وه. د برهمنا يوه ستره دنده دا وه چې د آسمان ستوري وڅاري ، ټاپي معلوم كړي، د كوچ و بار موسمونه وټاكي، زياركښو ته د رمو او گلو د روزنې ، د كروندو د كرنې ټيك وختونه او طبيعي حسابونه وروښيي. د هغو له تعليماتو څخه يو څه راپاتي نښې تر اوسه لا هم زموږ د ژبې په تاريخي زېرمه كې د فوسيل په بڼه دلته هلته مونده كېداى سي. د مثال د پاره دا متل وگورئ چې د احتمالي خطر په وړاندې دستورو په حساب شپنو ته خبرتيا وركوي: «سپرليه دا هوس دې نيمه خوا دى چې زار خڼ دې لا په خوا دى.» زار خڼ يا زار خنډ په جوى اوضاع كې دستورو په دلالت يو بحرانى ټاپى دى. يا دې شاعرانه ترتيب ته پام وكړئ چې موسمونه او د دوى خاصيتونه يې داسې سره تړلي دي : پسرلى معمور، دوبى تنور، منى رنځور، ژمى ضرور.
نن ورځ كه څه هم زموږ "نوروز" د بطليموس په شمسي حساب د حمل د برج له لومړۍ ورځې سره په هر كال كې برابري لري خو په تاريخي لحاظ د دې نظر د پاره د رڼا مدارك مونده كېداى سي چې زموږ د ويدايي او اوستايي شعور مخكښان ډېر وختي زموږ د ستورو په حسابونو له ضرورته سره سم پوهېدله او د هغو له طبيعي حركت له پړاوونو سره يې د خپل كلتوري او اجتماعي ژوند پلانونه ترتيبوله.
د افغانستان په اقليم كې چې زياتره نجومي تقويمونه، يا زموږ كلتوري تقويمونه له طبيعي موسمونو سره خوله په خوله ځي نو موږ ته داسې احساس راكوي لكه كيهاني طبيعت چې زموږ په خاوره كې له انساني طبيعت سره په خپل ماهيت كې پوره مطابقت لري. زه د خپل ځاني احساس له مخې دا خبره يادولاى سم چې د نوروز په ورځ به ما هېڅ كله داسې نه گڼله چې دا يوه عادي ورځ ده او زه يې د خپلې خوښۍ د پاره نمانځم بلكې له فضا او هوا څخه به داسې راته ښكارېده لكه لمر او سپوږمۍ، كيهان او آسمان، نړۍ او جهان، حيوان او انسان چې ټوله له ما سره په دې موسمي تجليل كې شريكان وي.
تر نورو ټولو خبرو چې راتير سو نود" نوروز" په نامه كې زه هم د يوه څرگند تاريخي اشتراك نښې وينم چې اثبات يې فني كسان پرپخه لگولاى سي. ځكه د فارسي "نو" د پښتو(" نوى"د انگريزي "نيو"او د روسي ژبې "نووي"هغه واحده كلمه ده چې د لفظي او معنوي خپلوۍ سره په څلورو ژبو كې د جزيي تغير په بڼه استعمال لري او د يوې گډې سابقې پر لرغونې مبداء باندي يي دلالت كوي. خو د "روز"كلمه يي بيا د پښتو د"ورځې"د كلمې هغه خورلڼه ده چې د مشتركې مورينې خواته يې زموږ پام اړوي. د جوړښت گرامري تركيب يې چې په هغه كې د "نو" صفت د "روز" تر موصوف دمخه راغلى دى، د مورينې ژبې هغه خصلت معلوميږې چې پښتو تر دا نن ورځې په ځان كې ساتلى دى.
بيا هم د لرغونو مشتركو نوروزو په نوو ميلو كې د انساني دوستيو پر لور!