سپينه مې پښتو ده په پښتو مې دا بيان دى
ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انـــــــــــسان دى
دوئ سره جوړه د تكامل لارې وهـــــــــــــلې دي
يو ځاى د يوه زوڼي له غېږې راوتلــــــــــــي دي
نوعه بې له دواړو په سل كاله كې له منځه ځي
دغه حقيقت بې له بيانه څه عيـــــــــــــــــــــــان دى
نر او ښځه دواړه د يوه وجود دوه غړي دي
بې د خپلو دندو له كولو څخه مـــــړي دي
هر يو كه ها بل له خپله كاره څخه واچـــوي
دغسې وجود د ورستېدو پر خوا روان دى
سر كه د چا لوى او پښې نرۍ وچې بې واكه سي
نظم د وجود په تناسته كې تاك له تاكه ســــــــــــي
هر غړى د بل غړي په كارو بار پـــــــــــــــياوړى وي
ژوند بې د خلقت له توازنه څـــــــــــــــخه گران دى
سترگې په كله كې دوې اوبلنې مـــــرغټانې دي
زور د گوتې نه لري په تــــــــــــشه ډكه ورانې دي
ستره وظيفه يې په بدن كې منــــــــــــــــــكر نه لري
بې له بينايي څخه جهان يو تـــــــــــــور زندان دى
نر دى او كه ښځه يو له بله څه بېلېـــــــــــــــږي نه
فرق سره لري پر دوو واحدو تقســـــــــــيميږي نه
يو لا نه پاتيږي كه يې يوسي گرد ســــــــــره فاني
گډ سره تړلي هست ونيست يې دغه شــــــان دى
هر نيمى انسان په خپل سرشت كې وظيفه لري
ځانته، ځانته خپله پر له پورې شبـــــــــــــكه لري
گډ خو بيلا بيلو وظايفو ته ټاكلــــــــــــــــــــــــي دي
خوښ وي كه ناخوښه د خلقت دغه فرمــــان دى
يو كه وي آزاد دا آزادي د انــــــــــسان مه بــــــــــــــــــولئ
يو كه يې وي ښاد دا به ښـــــــــادي د د انســــان نه بولئ
دواړه يوځايي په گډ حـــــــــــــساب انسان كېدلاى سي
نيم انسان غالب نيمى مغلوب ژوندون يې وران دى
دغه انساني واحد كه هر چيري مـــــــــــــــــــــــــــعيار سي
لاندې باندې چارې له هغه سره عـــــــــــــــــــــــــــــيار سي
وبه وزو په ژوند كې له كږو وږو پېــــــــــــــــــــچومو څه
وبه وينو هلته كوزه مځكه پاس آســــــــــــــــــــــمان دى