دخپریدو نیټه : 2005-03-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - شلمه برخه
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
بې اصوليت
په هېڅ هیواد او په هیڅ ډول انساني ټولنه کې د ملي ژوند د برابرولو او د یوه سیاسي نظام له جوړولو پرته به ونه توانیږې چې د ټول هیواد خلک او یا د یوې ټولنې ټول خلک د یوه نظر خاوندان پیدا کړې . له دې کبله بیل ، بیل نظرونه اوډول ،ډول اندونه منځ ته راځي؛ پرمختیا او پراختیا مومي چې ددغو اندونو اونظرونو پربنسټ بیلابیلې ډلې اوسیاسي ګوندونه رامنځ ته اوسازمان پیدا کوي اود خپلو نظرونو د پراختیا لپاره د خلکو په منځ کې کار کوي چې په نتېجه کې ددغو ډول، ډول اندونو او رنګا رنګ نظرونو پراساس ټولنه په بیلابیلو ډلو ویشل کیږي او خپلې هڅې دډیروالي لپاره ګړندۍکوي؛لنډه داچې د ډیرو رایو ګټونکي حکومت جوړ وي اود لږو رایو تر لاسه کوونکي له قانون سره سم د دوی په وړاندې مخالف رول لوبوي خو د هغو سیاسي ګوندونو چې د ملي ګټو د خوندیتوب،د ملي ژوند د اوچتولو، د قانون پلي کولو او د ټولنیز عدالت د ټېنګولو لپاره د زړه له کومې هلې ځلې کوي،ګرانښت او پلویان یې ورځ په ورځ زیاتیږي .
له دې لنډې یادونې مې مطلب دادی چې دیوه انداونظریې وګړي او سیاسي ګوندونه سره یو لاس کیږي خو په افغانستان کې زموږ ستونزه داده چې د یوې نظریې او اند په درلودلو سربیره هم نه یوازې سره بیل دي بلکې د یوه بل په وړاندې یې مورچلونه هم نیولي دي . پداسې حال کې چې باید ټول د اصولو له مخې په یوه ګوند او یا متحده جبهه کې وای ؛ډیرځلې لیدل شوي دي چې سیاستوال او سیاست بازان وایې یو څه او کوې بل څه . هغه څه چې د خپل باور برخه بولي او په خبرو کې له هغه څخه د خپلو اصولو له مخې ملاتړ کوي، په عمل کې ورته سپیڅلي نه دي اود هغه په وړاندې دریږي . د بیلګې په توګه که چیرې له هر چا څخه د سولې، امنیت، خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت، ملي یووالي، د بیا رغاونې او ټولنیز عدالت په هکله وپوښتل شي، ټول د هو! او منلو سر ښوروي چې په دې ډول باید ټول یولاس او یوه خوله ددغه ملي او وطنپال هدف په لوري ګام واخلي؛ دغه ګډې ملي او عملي هڅې هغه مهال د عمل کالي اغوستی شي چې د هیواد ټول خلک په تېره خو سیاستوال او لوستي کسان ددغه ملي هدف او ارمان تر سره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي او يوبل وزغمي. خو له بده مرغه چې ددغه ملي هدف او ملي ګټو لپاره هم سره یو لاس او یوه خوله نه دي، د بې اصولۍ، بې اتفاقیو او مخالفتونو له کبله د خپلو ملي ګټو ولي راباسي او په بې ګټو جګړوسره یې خپل هیواد له هره پلوه برباد کړی دی او بربادوي یې . همدارنګه د اصولو له مخې یولاستوب او یووالی د تګ لارې پر اساس منځ ته راځي ؛ د بیلګې په توګه د یوه سیاسي غورځنګ تګلاره له سیاست څخه د دین بیلول اودبشري حقونوپه هکله له نړیوالې اعلامیې څخه ملاتړ دی . خوبل سیاسي غورځنګ ددې خبرې مخالف دی . دغه دواړه غورځنګونه خپل غړي او پلویان د خپلې خپرې شوي تګلارې له مخې تر لاسه کوي، د دوی په منځ کې ډیر داسې کسان شته چې په ځانګړي ډول د بیلا بیلو خوښوونو او سلیقو له مخې له یوه، بل سره جوړ نه دي خو څرنګه چې د سیاسي تګ لارې له امله د یوه نظر او اند پلویان دي د سیاسي مبارزې په یوه مورچل کې سره یو ځای کیږي؛ دا په دې مانا چې سیاسي او ټولنیزو چارو ته خپل ځانګړي موضوعات نه ورننه باسي او عمومي ګټې تر ځانګړو ګټو اوچتې ګڼي . خو زموږ په ټولنه کې همیشه د سیاسي نظریې او اند پر ځای خپلې ځانګړي غوښتنې غوره ګڼي . ډیر لږ کسان دي چې په خپل نظر او اند باندې ټېنګ ودریږي او ددې توان ولري چې په خپله تګ لاره او اصولو باندې ټېنګار وکړي . همدا خبره ده چې د سیاسي لارې د انډیوال پېژندل ډیر ستونزمن کار دی ځکه چې په افغانستان کې د ورځې په نرخ ډوډۍ خوړل، د اصولو ماتول، د ژمنو او خواوو بدلول د سیاست او سیاستوالۍ په بازار کې ورځنی رواج دی . په تېره خو هغه ځانګړي ورځ چاري او سیاسي سوداګره ډله چې کسب یې چوغلګري، تورتپنې، غیبت او درواغ او کړه وړه یې د سیاستوالو د ځواک پر تله دي چې که چیرې سیاستوال د واک پر چوکۍ ناست وي تر دوی ښه غوړه مالان او ستایونکي نه شي پیدا کولی خو که له واک پریوتل نو دوی لومړي کسان دي چې سمدلاسه یې په ډول، ډول ناوړه کړو وړو تورن کوي، د دوی اصول او پرنسیپ له هرې واکمنې ډلې سره همغاړې کیدل دي . څه شی چې په ښکاره توګه په سترګو کیږي هغه دا چې د سیاستوالو، چارواکو او لوستوکسانو تر منځ د روغې جوړې او یووالي روحیه ډیره کمزوري ده او په پرله پسې ډول د ورانو، ویجاړو، بې اتفاقۍ او ګډودۍ . غوسې او غچ اخیستنې په لوري روان دي او هر یوله ځان پرته بل څوک نه مني . د خپل ځان په هکله ستاینه، ځان مننه او غورې پرې . په نورو باندې تورتپنې، ناروا درواغ او ناوړه انګازې خپرونې په ځنډنه ناروغۍ بدلې شوي دي چې د سیاستوالو او روڼاندو په مرۍ کې یې منګولې ښخې کړي دي .
همدا بې اصوله کړه وړه دي چې په افغانستان کې یې سیاسي کار ډیرستونزمن کړی اودډیروپه خوله کې دا خبره ناسته ده چې «سیاست مور او پلار نه پېژني . » او یا د خوستوالو په وینا : « سیاست ډیره خور غودي ، مور غودي لوبه ده . »