دخپریدو نیټه : 2005-03-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٣مه برخه
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
جنګ
ترڅوچې یو هیواد په بشپړ ډول جنګ ته مجبور نه شي باید په ټېنګه سره له جنګ اودجنګ سیاست ته له ورننوتلو څخه ډډه وکړي .
خو که چیرې د هیواد خپلواکي، د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت له تېري سره مخامخ شي او یا هیواد د بل تېري کوونکي هیواد له خوا ښکیل کیږي؛ مالومه ده چې خپلواکۍ غوښتونکي جګړې دخلکو ایماني او وجداني دنده ګرځي، باید چې ارومرودهیواد ټول خلک په یوه خوله او یو لاس د تېري کوونکي هیواد په وړاندې ټوپک ته لاس کړي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې په وړاندې وجنګیږي .
له دې پرته دې ټولې کورنۍ او باندنۍ ستونزې او جنجالونه د خبرو اترو له لارې اوار شي . په تېره خو باید افغانستان ډیر زیار وباسي چې پښه یې په جنګ کې ور ګډه نه شي ځکه چې دغه هیواد ته د جنګي اقتصاد د نه درلودلو له کبله جنګي سیاست ډیر په زیان تمامیږي .جنګي سیاست جنګي وسایلو، جنګي لګښت او جنګي کارپوهانو ته اړتیا لري .
څرنګه چې زموږ په ګران هیواد کې د وسلو جوړول،په وسلوسمبالول، لوژسټکي توان، د جنګي اقتصاد او د جنګي کارپوهانو امکان نه شته؛ ناچار دی چې ددغو ټولو شیانو لپاره باندني هیواد ته د مرستې لاس ور وغزوي، کله چې جنګي اړتیاوې له باندني هیواد څخه تر لاسه کړي که وغواړي او یا ونه غواړي په هغه هیواد پورې تړلی بلل کیږي او دغه تړلتوب د بل سیال هیواد داسې لاسوهنې راپاروي چې په نتېجه کې په دومره چټکۍ سره د جنګ ډګر ته ور ننوځي چې وتل یې د لېوه د لکۍ کیسه شي .څوک چې سیاسي لوست او تجربې لري دوی هیڅکله داسې نه کوي چې خپل ګران هیواد د وینو بهوونکي جنګ په سمندر کې لاهو کړي ځکه چې د جنګ پیل اسان او پای یې ګران دی .