مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژنئ! ٣٦ مه بر خه( جبار خيل)

دکتور لطيف ياد - استر اليا

جبار خيل په غلجيو پښتنو کې يوه مشهوره قبيله ده چې د ننګر هار ولايت د سره روداو حصا رک غلجا يي په ولسواليو ، دلغمان ولايت دکڅ عزيز خان په سيمه، لو ګر او دکابل او جلال اباد تر مينځ سيمو لکه ګند مک، جګدلک، تيزين او دکابل ولايت په خاک جبار کې چې د جګدلک او خورد کا بل تر مينځ مو قعيت لري ميشته دي٠

که د جبار خيلو دنسب شجره په غور سره وګورو نو دوی د احمد زيو غلجيو يوه پښه ده ،چې د خپل نيکه جبار بابا د نا مه په وجه  په جبار خيلو يا ديږي٠ د جبار بابا مزار دکا بل د خاک جبار په و لسوالۍ کې دی،له همدې کبله دغه ولسوالي د خاک جبار په نا مه سره يا ديږي چې د جګد لک او خورد کا بل تر مينځ مو قعيت لري٠

د لوی احمد شاه با با د واکمنۍ په وخت کې د حصارک غلجا يي د جبار خيلو مشر لنګر خان نو ميد چې نو موړی د جبار خيلو د قبيلې نا متو مشر تير شوی دی٠ د امير دوست محمد خان دواکمنۍ په وخت کې د جبار خيلو د قبيلې مشران د احمد خان زوی عزيز خان و چې د جبار خيلو د مر يم خيلو په څا نګې پورې يې اړه در لوده٠ د عزيز خان پ� �ار احمد خان د ډيرې مودې له پاره د امير دو ست محمد خان د مشر ورور فتح خان د نږدې مقر بينو نه و چې هغه ور ته د � �غمان د کڅ په سيمه کې ډير جا ګيرونه ور کړل چې بيا ورو سته نو موړې سيمه د هغه دزوی عزيز خان د نا مه له کبله  تراو سه پورې د عز يز خان دکڅ په نا مه سره يا ديږي چې د ننګر هار ددرونټې سيمې ته نږدي پر ته ده او د پښتو د ژبي د مشهور ليکوال او شا عر ارواښاد استاد ګل پا چا الفت مزار هم د کڅ عز يز خان په سيمه کې دی٠

له بلې خوا د ام ير دو ست محمد خان او عز يز خان جبار خيل تر مينځ خپلوي هم مو جو ده وه، هغه دا چې د عزيز خان خور د امير دو ست مح مد خان مير من وه٠ دافغان- انګر يز په لو مړۍ جګړه کې عز يز خان ، امير دوست محمد خان ته وفا داره پاتې شو ،خو ورو سته په ١٨٤٠ او ١٨٤١ ميلادي کلو نو کې نو موړی د محمد شاه خان با بکر خيل سره چې هغه هم د انګر يزي ښکيلاکګرو سر سخته د ښمن و و يو ځای شو او د انګرېزانو پر خلاف د هغه په ملګر تيا په ډيرې زړورتيا او ميړانې و جنګيد٠ کله چې ام ير دو ست محمد خان د دويم ځل له پاره د افغا نستان واکمن شو نو عزيز خان د حج د مبا رکې فر يضې د ادا کو لو له پاره مکې معظمې ته لاړ او د حج تر مر اسمو ورو سته د هغې نا رو غۍ له کبله چې ور پيښه شوې وه په ١٨٥٥ ميلادي کال کې هورې وفات او ښخ شو٠

د عزيز خان تر مړ يني ورو سته د هغه ورور کريم خان جبا رخيل د امير دو ست محمد خان پر خلاف پو رته شو،نو موړي د غازي محمد شاه خا ن با بکر خيل په ملګر تيا پر چا ر باغ بر يد وکړ او د کابل- جلال اباد  � �اره يې بنده کړه٠ په دغه وخت کې ددوی د مبارزې مر کز اوزبين و٠

د امير شير علي خان دواکمنۍ په وخت کې د عزيز خان جبار خيل زوی غازي عصمت الله خان جبار خيل د جبار خيلو غلجيو مشر و٠ هغه ته د امير شير علي خان له خوا د ح� �مت الملک لقب ور کړل شو او په دربار کې يې د وزير معادل صلا حيتونه در لودل او دکابل او دکابل د شا او خوا د سيم و د امنيت مسئول و٠ په د غه وخت کې  ا مير شير علي خان د جبار خيلو د قبيلې يو بل تن مشر د محبت خان زوی ار سلا خان جبا ر خيل خپل سلا کار او دبهر نيو چارو وزير وټا که او د زرمت، خو ست او کټواز د سيمو د چارو مسئو ليت يې دهغه زوی معز الله خان ته و سپاره٠ د عصمت الله خان جبا ر خيل په څير ار سلا خان د امير شير علي خان په در بار کې د ډير ځواک او نفوذ خا وندو، له همدې کبله وه چې امير شير علي خان د حصارک غلجا يي سيمه د ما ليې دور کو لو نه معا فه کړه٠

جبار خيل په پښتني ننګ او غيرت ټينګ، زړور، ميلمه پاله، هيوا دپا لو نکي او په علم او پو هې مين خلک دي٠ هما غسې چې د انګريزي استعمار او ښکيلاک پر خلاف يې زړورې مبا رزې کړي او توري يې وهلي دي او د بر ايډن � �ښکرې يې ما تې کړي دي، دروسي سور استبدادي ښا مار پر خلاف هم په ميړ انه جنګيدلي دي٠
په حصارک غلجا يي کې د جبا رخيلو مشهور کلي دادي: اب زنګياني، غوږيزه،نادر، ګلا خيل،حليم خيل، ظر يف خيل،سياب، چار توت،سروند، بر جنه، خنجر او کڅي ٠ مشهور خيلو نه يې مر يم خيل،نو ګيا ڼي خيل او نور دي٠

جبار خيل زيا تره دکر کيلي په چا رو بو خت دي، غنم، جوار او نور حبو بات پکې کر ل کيږي. د حصارک غلجايي د جبار خيلو شمير د ٢٠ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠


د جبار خيلو نا متو مشران :
١-جبار خان با با چې د جبار خيلو مشر نيکه و او مزار يې دکا بل د خا ک جبار په ولسوالۍ کې دی او ده د نا مه له کبله دغه ولسوالي په خاک جبار سره يا ديږي٠
٢-لنګر خان چې د احمد شا ه با با د واکمنۍ په وخت کې د حصارک غلجا يي د جبار خيلو مشر تير شوی دی٠
٣- احمد خا ن جبار خيل د جبار خيلو مشر او د عزيز خان جبا ر خيل پلارو٠
٤-عزيز خان جبار خيل چې د لغمان د کڅ سيمه دده په نا مه سره مشهوره ده٠
� �-کريم خان جبار خيل چې د خپل ورور عزيز خان جبار خيل تر مړ ينې ورو سته د جبار خيلو مشر و٠
٦- ملي مبارز او دانګر يزي استعمار پياوړی د ښمن غازي عصمت ا لله خان جبار خيل چې د غازي محمد شاه خان با بکر خيل په ملګر تيا يې د انګر يزانو سره ډيرې جګړې کړي دي او دملي مبا رزينو مشر و٠
٧- محبت خان جبار خيل چې د حصارک غلجا يي د جبار خيلو غلجيو مشرو٠
٨- ارسلا خان جبار خيل چې د امير شير علي خان په در بار کې دلوړ مو قف خا وند او د انګر ېزانو سر سخته دښمن و٠
٩- معزالله خان جبار خيل چې دار سلا خان زوی او امير شير علي خان د زرمت، خوست او کټواز د سيمو مسئول ټا کلی و٠
١٠- ارواښاد عبدالمجيد خان حکمران چې داعليحضرت محمد ظا هر شاه په وخت کې دکا پيسا حکم ران و٠
١١- اروا ښاد وکيل عبد الو هاب خان چې د ملي شورا وکيل و٠
١٢- ارواښاد عبدالله مشهور په لعل اغا چې په سره رود کې او سيد او حاکم او ورو سته د سره رود دخلکو وکيل و٠
١٣-شيرين جان اغا چې د لعل اغا ورور و٠
١٤- دکا بل پو هنتون پخوانی رئيس او استاد پو هاند طا هر عنا يت٠
١٥- ارواښاد وکيل شير علي خان جبارخيل ٠

پايليکو نه :
١- پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد، د پيښور چاپ٠
٢- دارو ا ښاد لعل اغا سره زما( ددې مقالې ليکوال) هغه مر که چې په ١٣٦٧ لمرېزکا ل کې مې په کابل کې کړې وه٠

٣-
State and Tribe in Nineteenth-century Afghanistan
 By Christine Noelle, Christine Noelle-Karimi

 
پرت - استرا� �يا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery