دخپریدو نیټه : 2009-02-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې و پيژ نئ ! ٣٧ بر خه جدون ( ګدون)
دکتور لطيف ياد- استر اليا
جدون چې دګدون په نا مه سره هم يا
ديږي د پښتنوپه غرغښتي ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري چې د پښتو نخوا په جنوب صوابۍ، ايبټ اباد،هزاره او هر
يپور کې کې چې د مها بڼ دغرونو جنو بي لړۍ ده استو ګنه لري ٠ د تا ريخي رواياتو سره سم دا خلک له پيل نه
د خا ښي خيلو په ګو ندۍ کې شا مل شوي او دقبايلي ليږد په زما نه کې د يو سفز يو مندړو سره دې سېمې ته را غلي دي٠ (١)
د مغولي واکمن نو ر الد ين جهانګير ددربار مؤ رخ خوا جه نعمت الله هروي په خپل مشهور اثر تا ريخ
خانجها ني و مخزن افغا ني کې چې په ١٦١٢ ميلا دي کال يې کښلی دی جدون غر غښتي پښتا نه او په غر غښتيو کې د پني او
اده بولي٠
سر اولف کيرو په خپل مشهور اثر The Pathan کې جدون غر غښتي پښتانه او د پڼي پښتنو يو ښاخ ګڼلی
دی٠ (٢)
د تا ريخ حيات افغا ني ليکوال ډپټي محمد حيات خان ١٤٤ کلونه وړاندې د جدون قبيلې په اړوند داسې ليکلي
دي :
( دا څر ګنده خبره ده چې دغه خلک خپله قبيله دکا کړو يو ښا خ بو لي، دوی په پيل کې په دوو لو يو ښا خو نو چې د
منصور او سا لار په نا مه يا ديږي ويشل شوي دي چې بيا د غه ښا خو نه په نورو څا نګو ويشلي شوي دي٠
١- د سا
ار ښا خ څا نګې په دې ډول دي : مست خوازي، اتو زي ،سليمان زي ، عيسی خيل، عبد الر حيم زي، محمد خيل ، عليشير خيل،
قلندر خيل، علي خيل، دولت خيل ا وادو خيل٠
٢-د منصور د ښاخ څا نګې دادي : متي زي، دوله زي، خدرزي، عمرزي،
ګو ا خيل، يعقوب خيل، عيسی خيل، کرم خيل، قمبر خيل، باره خيل ، ولي خيل، قا سم خيل، شا هي خيل، الهداد خيل،
خوا جه رستم کور، اديزي، شا ئب زي،مامازي،خليل زي،امرازي، يعقوب زي، شا مان زي،حسن زي، بهلول زي،عيدو خيل،
توره خيل، زکريا خيل او عباس خيل٠ )
تاريخ حيات افغا ني زيا توي :
(ز ياتره جدون په ځا نګري ډول سالار د
هزاره غرونو د دوړ په نا مه ويالې په دواړو غاړو د اورش تر سيمې پورې ميشته دي ٠دهزاره سيمې د جدو نو ښکتنۍ بر
خه ډېره ښه شنه او زر خيزه سيمه ده٠ د مغولي واکمن جها نګير په و خت کې کله چې د دلا زاک قبيله لوټ او تباه شوه ،
نو دغه سيمه په تد ريجي تو ګه د جدونو لاس ته ور غله، خو دلته هغه جدون تر زيا ته حده د يا دونې وړ دي چې دابا
سين په لو يد يز او د مها بڼ غره په سهيلي بر خو کې ميشته دي٠ مها بڼ يوه لر غو ني هندي کلمه ده چې ريښه يې سنسک
يټ ته ر سيږي ٠ په سنسکر يټ کې مها= لوی او بڼ= ځنګل دی يعني لوی ځنګل او ددې غره د تسميې وجه
بيخي صحيح ده٠ د جدون د قبيلې دواړه ښا خونه يعني منصور او سا لار ددې غره له څو کې نه تر کښتنيو بر خو پورې قبضه
لري ٠ که څه هم ددوی د کو چنيو با نډو شمير تقر يبا شلو ته رسيږي، خو درې لوی کلي لري٠ په ګندپ کې تقر يبا له شپږ
سوو زيات کو رونه دي چې دغه ځای د سالار ښاخ لوی او مشهور کلی دی او د اتو زيو تقر يبا ټو لې څا نګې پکې ميشته
دي٠ دغه ښاخ په دوو لو يو کليو ګندپ او دالوړې باندې واک لري، چې اوس مير باز عيسی خيل، جها نګير عليشير
خيل ،نواب قلندر خيل، خانی محمد خيل او طو طي علي خيل ددغه ځای مشران او ملکان دي٠
د سالار د ښاخ دمست
خوازي څا نګه په با بيني نو مي ځای کې چې دانګر يزي سر کار په سيمه کې مؤ قعيت لري او سيږي٠ د سالار ښاخ د سليما ن
زيو څا نګې خلک په پاده، شني،،کو لا کر او پو لا اچپلي کې چې کو چني کلي دي او د مها بڼ په سيمه کې پر تې دي
استو ګنه لري٠
د منصور د ښاخ لوی کلی بيسک دی چې تقر يبا درې سوه کوره خلک پکې ميشته دي٠ د بيسک مشهور ملک
عيسی خان ولي خيل دی چې جر ګو او نورو معا ملو ته خلک له هغه نه مر سته غواړي او د جر ګو او مر کو په کا رو نو کې
ير مها رت لري٠ همداراز ها شم علي قا سم خيل ، قا بل خان شا هي خيل،مير خان الله داد خيل،غلام شاه او صحبت ددغې
څا نګې ملکان دي٠ فتح خان دوله زی هم يو معتبر ملک دی ٠ خدرزي په ملکا ګړۍ کې او سيږي چې زنګی او هوس ددې څا
نګې ملکان دي٠
دګندپ او بيسک زياتره د کر نې وړ ځمکې د انګر يزي سر کار دميدان په سيمه کې پرتې دي ٠ ګندپ،
بيسک او ملکا ګړۍ د غره په لمنه کې د ميدان د علا قې تر څنګ مؤ قعيت لري٠ ددغو کليو زياتره ځمکي للمي دي ، خو هغه
ځمکې چې د غرونو په دننه کې پر تې دي هغه زيا تره شنې، ابي او حا صلخيزه دي٠
په مها بڼ کې غنم، جوار او وريجي
ډيرې پيدا کيږي٠ دجدون قبيلې زيا تره خلک د کر نې او ما لدارۍ په چا رو بو خت دي٠ دمهابڼ ميښې مشهورې او پييورې دي
٠ ددوی د وسله والو کسانو شمير اتلس زره تنه ښودل شوي دي٠ )(٣)
پټه دې نه وي چې يو شميرجدون په کشمير او د
کيمبل پور په سيمه کې هم ميشته دي٠
جدون په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠ د ميلمنو عزت او در ناوی کوي٠ هم
داراز دوی په خپلواکۍ مين خلک دي٠ کله چې په ١٨عيسوي پيړۍ کې سکهانو دوی پر سيمه بر يد وکړ نو دوی په ډير م
يړانه ور سره و جنګيدل، په دغه وخت کې د جدونو مشر سخي جان جدون و چې د خپلې سيمې نه يې په ميړ انه دفاع وکړه او
بيا د سکها نو له لا سه شهيد شو ٠ همدارا د انګر يزي ښکيلاکګرو په وړاندې هم ددوی مبا رزې د پښتنو د تا ريخ ويا
ړلي او دقدر وړ بابونه دي٠
په او سني وخت کې د جدون د قبيلي مشهور کسان عنا يت الله خان جدون ، ا ما ن الله
خان جدون او سلطان خان جدون دی٠ سلطان خان جدون په ٢٠٠١ کال کې د جدون قبيلې په اړوند يو کتاب هم په انګر
يزي ژبې کښلی دی٠
پا يليکونه :
١- پښتانه د تاريخ په ر ڼا کې، دسيد بهادر شاه ظفر کا کا خيل ليکنه، يو
نيور سټي بک ايجنسي،١٩٦٢ کال٠
٢- تا ريخ حيات افغا ني، دډپټي محمد حيات خان تاليف، پښتو ژبا ړه، دپيښور
چاپ٠
٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Jadoon
٤- پښتني قبيلي، دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ٠