مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څوسياسي خبري او د .... (٢٤مه برخه) وسله وال پوځ

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

مېرزا علم حميدي - هالنډغورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ 

وسله وال پوځ

په  هر هیواد کې وسله وال پوځ چې ډیر یې له عسکرو او پولیسو څخه جوړ شوی وي مهمه دنده یې د کورني او باندني امنیت ټېنګښت ، د اساسي قانون او نورو قوانینوڅارنه او ساتنه ده. ددغو وطنپالو ملي دندو په سپیڅلي توګه په سر ته رسولو سره وسله وال پوځ د ټولنیز عدالت،د پرمختیا او پراختیا لپاره د سمون او ټېنګښت لار اواروي، دا ځکه ویلی شو چې وسله وال پوځ د هر هیواد ډیره لوړه ملي پانګه ده . خلک د مالیې او نورو ټکسونو په ورکولو سره د وسله وال پوځ لګښت په غاړه لري . هرڅومره چې د یوه هیواد وسله وال پوځ په لوړه ښوونه، روزنه، په عصري وسلو او بشپړ لوژسټیکي اړتیاوو سمبال وي په هماغه اندازه د سوله ییزو او رغنده کارونو لپاره لاره اوارېږي .

څرنګه چې وسله وال پوځ د هیواد د ټولو خلکو(بیت المال ) له پیسو څخه خړوبیږي . داځکه د ټول هیواد په خلکو پورې اړه لري او مهمه دنده یې هم له عمومي ملي ګټو څخه ملاتړ اوخوندي ساتل دي . له دې کبله او د همدغه اصولو او قانون له حکم سره سم وسله وال پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنې نه کوي  . په هیوادکې سیاسي چارې د سیاستوالواو سیاسي غورځنګونو له خوا د اساسي قانون او نورو قوانینو پر اساس پر مخ بیول کیږي . که چیرې پوځیان د سیاسي ګوندونو غړي وي هره ورځ د دوی تر منځ د پلوي ګوندونو د تګ لارې د تبلیغولو او جلب وجذب په سر په پوځي کنډکونو کې داسې پلوي خبرې اترې او ګډوډۍ رامنځ ته کیږي چې د درناوي وړ پوځي انضباط او ډسپلین کمزوري او ان تر پښو لاندې کیږي چې دغه ناوړه کار نه يوازې له پوځي ډسپلینو سره سر نه خوري بلکې په خپل لاس د ملي ګټو او هیواد د بربادۍ په لوري ګام اوچتوي او هر چا ته دا متل ور په یاد وي چې وایې : «کفر که از کبه خیزد کجا ماند مسلماني . » دا ځکه هر یو پوځي او پولیس افسر د زده کړو په پای کې لوړه کوي چې « دخپل هیواد ملي ګټې، د اساسي قانون حکمونه او ارزښتونه به پلي کوي، د خاورې بشپړتیا او د ملي حاکمیت  ساتل به خپله ایماني دنده بولي اوکلک ملا تړ به یې کوي . »

په افغانستان کې تېرې تجربې دا خبره په ډاګه کړه چې ځینو لوړې ماتوونکو پوځي افسرانو چې د پوځي کودتا له لارې یې په سیاسي چارو کې ځانونه او پولیس ورګډ ګړل نه یوازې یې خپل ملي ارزښت او څرنګوالی له لاسه ورکړ بلکې له خپلو اساسي ملي دندو څخه هم لرې پاتې شول چې پایله یې د ملي وسله وال پوځ او پولیسو په له منځه وړلو او د هیواد په بربادۍ تمامه شوه .

د افغانستان او د ټولې نړۍ تجربې ددې رښتیا خبرې څرګندوی دي چې هر مهال وسله وال پوځ د خپلې هوښیارۍ او د خپلې ملي دندې د پېژندلو له مخې سیاسي چارو ته له ورننوتلو اوپه سیاسي چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه کړي ده او سیاست یې سیاستوالو ته ور پرې ایښی دی او خپلې ملي دندې  یې  په سپیڅلتیا سره سرته رسولي دي بې له شکه یې په پوره باور او ډاډګیرنې د ملي ګټو،ټولنیز عدالت، پرمختیا او پراختیا لپاره د ولسواکۍ په اصولو کې لاره پرانیستي ده .

په دې اړه د ملي کسانو، سیاسي ګوندونو او غورځنګونو کړه وړه او دندې هم ډیرې درنې او د پام وړ دي، دوی نه باید د ملي پوځ او پولیسو افسران د سیاست بازۍ ډګر ته راوکاږي خپل ګوند او یا غورځنګ ته یې جذب کړي . ځکه چې دا کار له یوې خوا د قانون، ملي ګټو او ټولنیز عدالت پرخلاف عمل دی او له بلې خوا په ولسواکۍ باندې باور نه درلودل، دکاسې لاندې نیم کاسه او په سیاسي چارو کې د پوځیانو ور ګډول د رښتیني سیاست بې اتباره کول، کمزوري کول او د ولسواکۍ له چوکاټ څخه د ماجراجویۍاو ګډوډۍ لوري ته ورټیله کول او همدارنګه په پوځي ځواکمنو منګولو کې د سیاستوالو لوبېدل او یو ځل بیا د بربادۍ په لوري تلل دي  .

د پخوانۍ ترخې تجربې له مخې غواړم په دې خبره ټینګار وکړم چې که چیرې په کوم ګوند کې پوځیان ګډون لري هغه سیاسي ګوند نا بلکې یو پوځي ګوند دی او پوځي ګوند خو لا څه ان چې هېڅ پوځي هم سیاست ته د ورګډیدو او په سیاسي چارو کې د لاسوهنې قانوني حق نه لري . په کومو هیوادونو کې چې د تجربو له مخې دغه ملي پوهه رامنځ ته شوي ده، دوی توانیدلي دي چې له خپلو حالاتو سره سم په خپل هیواد کې ولسواک ملي نظام ټېنګ او دهرې ورځې په  تېریدو سره خپل ګامونه د پرمختګ په لوري ګړندي کړي .

که له رښتیا څخه سترګې پټې نه کړو او د افغانستان تېرو حالاتو ته د وطنپالنې په نظر وګورو تر هغه مهاله چې وسله وال پوځ د اساسي قانون ارزښتونو ته درناوی کاوه او د سیاست عملي ډګر ته نه وو ورننوتلی او سیاسي چارې د سیاستوالو له خوا تر سره کیدې د ګران هیواد افغانستان ملي ټولنیز ژوند اوناپیېلی سیاست په سوله ییز او ارامه فضاکې په سوکه او سوکاله توګه  پر مخ روان و . خو کله چې د اساسي قانون د غوره ارزښتونو اولوړې پرخلاف پوځیان سیاست ته ورګډ شول رڼا ورځ په تکه توره شپه بدله شوه، د نورمال نا پیېلي سیاست او ملي ژوند ځای د پیېلي سیاست او له غمېزو څخه د ډک ژوند په منګولو کې کېوت چې  ړنګې ویجاړې یې په خپلو سترګو وینو او د ډیرو ويرجنو او غملړلیو پیښوشاهدان يو .

 

افغان   همته   تر غـــــــــرونو غره

                              تـــــــر هــــــره   بــره لا پسې  بــــره                

هر کبرجن  ته د نمرود میاشي

په تشو لاسو، بې زور او زره

                             ( له سپرغکې څخه )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery