مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-23   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د ثبات لپاره یواځنی د حل لاره

حمـــــید الـــکــو‌زی

 

په داسی حال کی چي د افغانستان مظلوم اولس د مختلفوظالمانو د زور او ظلم قربانی شو،او هیوادوال دی ته مجبورشول چي په مختلفو ملکونو کی د پناهنده ګي غوښتني وکړی.  د ظلم په دوران کي څوک ټپیان شول، او څوک شیهدان شول او ماشومان یی یتیمان شول خوندی او میرمنی یی بی سرپرسته پاتی شوی. د بعضو بانکونه ډک شول او د مظلوم ملت په وینویی  تجارت وکړچي دا ټول هغه واقیعتونه دی چي هیڅوک په دغه عینی واقیعتونه باندی سترګی نشی پټه ولای. خو په دي ټول پوهیږو چي له تیر تاریخ باید د عبرت درسونه واخلو او دګران افغانستان لپاره یو داسی داخلي پالیسی جوړه کړو، چي د افغانانو امن، د ښه اقتصاد، پوهني او روزني د پیاوړتیا لپاره تري  واقیعي کار واخیستل شي.  اوپه عین حال کي  د ټولي نړي له هیوادونه څخه د افغانستان د داخلی پالیسې د ملاتړ په اړوند مرسته وغاړو.

په افغانستان کي اوسني ستونزي:

د کرزی صاحب په  اداره کي رشوت بی ساری دی، اداری فساد او بی عدالتي هغه سرحد ته       رسیدلی ده چي مظلوم هیوادوال بی حده ترینه په تنګ راغلي دي. له دي سر بیره په کابل کي د عامو وګړیو موټرونه د امنیتی ځواکونو په سا حه کي غلا کیږی،  د ټولي نړي کار پوهان د افغانستان اوسنې حالت هیران کړی دی چي دا  اوسني ګډ وډی به تر کومه وخته دوام مومی.  د افغانستان په اوسنی اداره کي مافیا دموره قدرت میندلی دي، چي د  افغانستان قْضایه، مقنینه، او تنفذیه اورګانونه یی ټول د خپل تاثیر لاندی راوستلي دي . د دولت ځیني چارواکي په ظاهیره توګه د قانون او عدالت ناري وهي خو په عمل کي فقط د خپلو جوبونو د ډکولو په فکرونوکي مصروف دي ، چي څرنګه روپي لاس ته رواړي که دهری لاري څخه وي. په ښکاره ډول ټول په اداره کي د فساد د تون ناري وهي په شمول د نړیوالي ټولنی . له بده مرغه د څلورو کالونو په اوږدو کي هيڅوک په د ی ونتوانیدل چي د اداری فساد لپاره د علاج وړ دارو او درمل پیداکړي، او د افغانستان په دولت کي سالیم اصلاحات راولي. په  اوسني دولت کي د قدرت ویش  د رشوت او د شخصی معریفتونو په اساس ویشل شوی دی نه د علمی، کارپوهني، ایماندا ی، او د وطن د وفاداری په اساس. ۸۰ فیصده اوسني سفیران په  دوه ډوله د افغانستان د بهرنیو چارو نمایندګی کوي. ا ول. ځینی سفیران  د خپلی ژبی څخه پرته په نورو ژبو باندی نه پوهیږی اود تعلیم درجه ای خصوصی ده، خو اوس کوښښ کوی چي خارجی ژبی زده کړی او په دی فکر کي غرق دي چي شخصی شتمنې پیدا کړي، ترڅو د لري کیدلو په وخت کي په یوه بل هیواد کي ښه ژوند وکړي. چي دا ډول سفیران د فامیلی نیژدیوالې په سبب سفیران ګمارل شوي دي.دوهم . ځینی سفی ان د خپلو حذبي  اورګانونو لخوا تعیین شوي دي چي په ظاهیره توګه د افغانستان د سفیر په توګه کار کوي ولیکن په باطن کي د خپل سیاسی حزب چاري په نظرکي نیولی دي نه د هیواد. په حقیقت کي د دیپلومات يواځني  وظیفه دا ده چي د خپل هیواد د بریالیتوب لپاره کوښښ وکړي ترځوخپل هیواد ته سوکالی راولي او دهیواد د داخلی پالیسي پرهکله د زکاوت په اساس دفاع وکړی او په عین حال کي  د هیواد  تجارتي، سیاسی، اوفرهنګي اړیکی د بډایو هیوادونو سره مزبوتي کړي. 

د مثال په توګه په پرمخ تللیو هیوادونو کي هر شخص د علمیت، وفاداری،پاکی او د خب و  دشفافیت په وجه په دولتی چوکیوکي  ګمارل کیږی، او بیا همغه شخص له شپږو میاشتو وروسته د هغه  کا نامی او فعالیتونه څیړل کیږی.  بیا لوړ پوړي چارواکي  پر هغه فیصله کوی چي دا شخص د ساتلو وړشخص دی او یا که د بل چا ټاکلو لپاره اړتیا شته.

په کابل کښی اوسني امنیت:
 په کابل کي د عامو وګړو شخصی موټرونه غلا کیږی، د تجارانو  زامن تښتول کیږی او بیا د پیسو په بدل کی راخوشی کیږی او یا بلکل ژوندی ورکیږی.  په هیواد کی پرشپز کلنو نجونو جنسی تعرضونه کیږی، په ملی اوردو او ملی پولیسو کی د رتبی ارتقا او یا په لوړبست کی تقرر د مالی رشوت یا شخصی معرفت په لحاظ اجرا کیږی.  د ملی اوردو او ملی پولیسو د ګاډو څخه د مخدره موادو د انتقال کار آخیستل کیږی. د دولت  قضایه، او تنفیذیه په اورګانونو باندی فقط  یواځی د نوم لپاره لوحي اځړیدلی دي.

د هیوادوالو اجتماعی حالت په کابل کښی:
  د کابل ښاریان برق نه لری، د بازار د دنرخرنو پړی د تجارانو په لاس کی دی چي په خپله خوښه سره د اخستونکو سرونه په پڅه چاړه پری کوی.  په هیواد کی ۱۲۰ سیاسی حزبونه وجود لری او ټول هیوادوالو ته د خدمت ناری وهی، د غریبو هیوادوالو خویندی او میندي سره له خپلو وړو ماشومانو  د سرک په سر ناستی او سوالونه کوی. د بهرنیو چارو په وزارت کي داسي یو بیدار او فعال شخصیت نه لیدل کیږي چي د جمهور رییس په مرسته سره په کابینه باندی فشار راوړی او دهیواد لپاره  د یوي غوره  پالیسي د جوړتیا او دهغه د عملي کولو غوښتنه وکړی تر څو د هیواد ترحه شوی پالیسي جهانی ټولني ته وړاندی کړی او دجهانی ټولنی په مرسته سره د افغانستان اوسنی ضروریاتو ته د حل لاره پیداکړی. دا هغه واقیعیتونه دي چي ټول هیواد وال یی د سرپه سترګو وینی.               
             
د حل لاره:

۱. ځیني کسان چي د کرزی صاحب له شاه او خوا اتاو شوی دي په ظاهیره توګه  د خدمت ناري وهي او په حقیقت کي د خپلو جیبونو په فکر کي غرق دي.  دا ډول کسان باید وشړل شي  او پر ځای صادق او ایمان داره شخصیتونه و ګمارل شي. ترڅو د زړه له کومی په ایمانداری سره د افغانستان مظلوم هیوادوال د روانو ستونزو څخه وزغوری. او د هیواد مختلف اورګانونه د ټولی نړی سره د کارپوهنی په اساس وټــړی او د  هیواد د ښه اقتصاد لپاره د نویو لارو چارو پلټني وکړی. کرزی صاحب په افغانستان کي ټاکل شوی جمهور رییس دي او د کرزی صاحب وظیفه داده  چي  د ظلم، رشوت، غلا، بی قانونی، او بی عدالتی لاس قطعه کړي. او که د ظالمانو مخه ونه نسی نو کرزی صاحب د دا په یاد وساتي چي یوه روځ خو به د الله تعالی په دربارکی و اړیږی او الله تعالی ته به د مظلومو افغانانواو دهغوی د حق د تلف کیدلو ځواب وایی.

۲.  د افغانستان دو ت  با ید خپل مشروعیت تر لاسه کړي هغه د دی په مانا د دولت هغه کارمند چي د هیواد قانون ته سپکاوی کوي او د نوروهیوادوالو ژوند ته ګواښ کرځي باید هغوي د قانون منګلو ته را کش کړاي شي. ترڅو د اولس عام وګړي او د دولت کارکوونکی  پر دي وپوهیژي چي په ملک کي یوه داسي اداره وجود لري چي په هغه کي حساب او کتاب شته.

۳.  ولس مشرکرزی باید د افغانستان د معدن وزارت ته وظیفه ورکړي چي د ۶ میاشتو په دوران کي د افغانستان د مهیمو م عدنونو د یستلو لپاره یو پیشنهاد جوړکړي او د نړي بډایه هیوادونو  ته یی وراندي ترڅو د دغو معدنیاتو په یستلوکي برخه واخلي. چي دا کارپه هیواد کی سبب د دریو ګټو ګرځي  ۱-  له یوه طرفه به مو هیواد والو ته د کار لاره برابره کړی وي. ترڅو دولت وکولای شي  هیوادوال  په مختلیفو پروژو کي په کار وګماري . ۲- د هیواد ا تصاد به قوی شي اوکومي ګټی چي د معدنونو له لاري لاس ته راوړل کیږی هغه به بیرته د هیواد د بیا رغوني لپاره په کار اچول کیږې او زیاته برخه به یی په نړیواله پانګونه کي په کار اچول کیږی تر څو افغانستان با ثباته اقتصادی بنسټ تر لاسه کړی. ۴- افغانستان به د یوه خپلواکه اقتصاد خاوند شي او هرګاونډي هیواد به د افغانستان په اړوند د یوه با ثباته هیواد په سترګه ګوري نه د یوه ضعیف او بی کسه هیواد په سترګه لکه د اوس په شان (په اندیښنو می ځان پاچاه کړ چي سر می پورته کړ ملنګ د دنیا ومه).  

۴. د سولي لپاره د صادقو او با ایمانو  افرادو څخه د یوه کمیسیون جړول د کمیسیون غړي باید  د پاکو نظریاتو خاوندان وي او یواځي فقط د الله (ج) د رضا په خاطر او د وطن د واقعي خدمت لپاره نیک  قدمونه واخلي او د حق اواز راپورته کړي او په هیواد کي په واقعیت سره سولی ته لاره برابره کړي.  نه د شخصي ګټو لپاره او یا د شهرت په خاطراو یا داسي کسان چي معاش یی په میاشت کي ۱۰۰۰۰ امریکایی ډالره وي  او د نړي د بدایو هیوادونو څخه د سولی په نامه مالی مرستی ټولی وی.  او یا د سولی په نامه  نندارتونونو جوړوی  لکه د پخوا په شان چي ګرانو هیوادوالو  په تکراري توګه په خپلو سترګو د سو ی تش په نامه غونډی د تلویزونونو د پردی له لوری  څخه ولیدلي.

۵. د افغانستان د لوړو تحصیلاتو د وزارت په مرسته د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کي باید د سیاسي علومو پوهنځیوته دعوت ورکړل شي تر ځو د داسي پروګرام په پرانیستلو کي کوښښ وکړی چي د دریم او څلورم کال شاګردانو ته په هفته کي ۲ روځی د بهرنیو چارو د وزارت  په مقر کي په مختلیفو شعباتوکي په کاروګماري ترڅو شاګردان عملی او نظری کارپوهني لاسته راوړي. او د بهرنیوچارو د وزارت د بیا پیاوړه کولو په خاطرپه د تدریجي شکل د خپل قابلیت اوایمانداری په اساس په مختلیفو وظیفو باندی په هیواد کي د ننه اوله هیواد څخه بهر وګمارل شي تر څو وکولای شی د خپل هیواد لپاره د لاسته راوړي پوهني په اساس خدمت وکړي.

۶.   د افغانستان اقتصادی سیستم، ښوونه او روزنه، سیاسی او فرهنګی چاری د نړی د نو و هیوادونو سره پوره اړیکي وتړي ترڅو د هیواد د ځوانانو د لوړو تعلیماتو لپاره دیر امکانات برابر شي. او په عین حال کي د ټولي نړي اجتماعي او فرهنګي اورګانونو ته موقه ورکړل شي تر څو خپل خیریه پروګرامونه په هیواد کي پراخه کړی.

د تاریخ په اوږدو کي د نړي په هر هیواد کي ستنزي رامینځ ته شوې خو روشنفکرانو او عالمانو د ستونزو اسباب پیداکړي دی او د خپلوتجربو په اساس د ستونزو څخه عبرت آخستي او د هیواد د پرمختیا لپاره یی یو داسی نظام برابر کړي دي چي د هیواد هر غړي  کولای شي د ښه خدمت لپاره د زعامت تقاضا وکړي خو د زعامت تقاضا هلته قبلیږی چي د هیواد د قانون په چوکات کي یی د هیواد خلکو ته عملی خدمت کړي وي. مونږ افغانان باید د خپل تا یخ په اوږدو کي له خپلو اشتباهاتو څخه عبرت واخلو . له بده مرغه زموږه ځني  روشنفکراونو د همیشه په توګه د خپل قلم څوکه او خپل دماغ په تیرو شویو حالاتو مصروف ساتلی دی.  خو دهیواد د بیا رغوني، صداقت، ایمان داری او محبت پر باب هیچا کار ندی کړی، له دي کبله افغانستان د ټولی نړی د هیوادونوڅخه وروسته پاتی هیواد دی. د زعیمتوب هوا د هر افغان په فکر کي راتاویږي په حقیقت کښی بریالی او محبوب زعیم هغه دي چي د زړه پاکي ولري اود ښه عدالت لپاره عمل په کار واچوي  او د ملت لپاره د زړه له کومی خدمت وکړي. کله چي زمونږ په ګران هیواد کي ف ر بی تعلیمي  بی اتفاقي او نوري اجتماعی او اقتصادي ستونزي بي حده زیاتی لیدل کیزي.  زه فکر کوم  چي دا بهترین چانس دی د هیواد د سیاست د عاشقانو لپاره چي همت وکړي او په صداقت او ایمانداري سره  د افغانستان م ظلومو خلکو ته خدمت وکړی او هیواد کی هیواد والو ته د ښه  امنیت او سوکالی لپاره یوه نوي تګ لاره غوره او عملي کړي . خداي مکړه که داچانس مو له لاسه ورکړل  نو ستونزی به مو روځ پرروځ زیاتیږی او د نړی د قافلی څخه به نورهم وروسته پاتی شو. د ګران هیواد د تاریخ په اوږدو کی با هیمته او با ایمانه هیوادوالو د تل په شان د خپل هامت او غیرت شمله پورته کړی ده،  خو له بدی مرغی  دا قهرمان اولس د نا سالمی رهبری قربانی ګرځیدلی دی.

ومن الله التوفیق 

په درنــــــــاوی 

حمـــــید الـــکــو زی 

           په کاناډا کی د واټرلو د پوهنتـــون د سیاســــــی علومــو ماســتر                 
 د آسیا او میډ لیست د سیاسی چارو کار پوه         

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery