مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-02   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ربیع الاول اودميلادالنبي لړئ . (اوله برخه)

علامه محمد معين الدين ابوالفضل

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
امابعد: فأعوذبالله من الشيطان الرجيم      بسم الله الرحمن الرحيم .
(وماارسلناک الارحمة لعالمين) وايضاً قال الله تعالي( انک ميت وانهم ميِّتون) وايضاً قال الله تعالی (لقد جاء کم رسول من انفسکم عزیز عليه ماعنتم حریص علیکم باالمومنین رءوف رحیم )
محترمومسلمانانو! څرنګه چی دربیع الاول مبارکه میا شت رابره سویده اوپه دغه میاشت کښی داسلام پیغمبرامام الانبیاء رحمة للعالمین رسول حضرت محمدصلی الله علیه وسلم زیږیدلئ دئ  اوپه همدغه میاشت کښی وفات سوئ دئ په همدغه مناسبت زه غواړم چي ومحترمو مسلمانانوته  داسلام دپيغمبر دولادت اوله دنيا څخه دده مبارک درحلت اووفات بيان اوتفصيل په هغه ډول وکړم چي په شرعي لحاظ زيات مستند اومثبت وي اودمسلمانانو دزړونودپاره ډيرجالب اورقت  وربخښونکئ وي  اوهمدارنګه غواړم داس ام دپيغمبردميلاد اودو فات دورځي دلمانځني په باب واقعي اوسوچه  شرعي معلومات عرض کړم اوپه دي اړه دافراط کونکو  اودتفريط کونکو  چهره څرګنده کړم .

محترمو وروڼو!يوځل بيادرته ذکرکوم چي په دغه لړئ کښي به وتاسي محترموته  څلورقسمه  مطالب  په تفصيل سره  بيان کړه سي.

اول داسلام دپيغمبر دولادت  واقعه  اودده مبارک  دتولد په وخت کښي  نااشنااونادره  خارق العادته  پيښي  .
دوهم دده مبا ک دوفات اوله دنيا څخه  دده درحلت واقعه. 
 دريم دده مبارک دولادت اودوفات دورځي  دلمانځني شرعي ح کم  اوپه دي اړه دافراط اودتفريط په باب  شرعي حکم.
اوڅلورم  داسلام دپيغمبر دعظمت دشان په باب  ځني  بيخي نادراومثبت  اوصحيح معلوماتونه  .
محترم وروڼه دي له دي څخه  هم باخبره وي چي دغه بيانونه  له ډيروعمده  اومعتبروکتابوڅخه مأخوذدي لکه (البداية والنهاية ، سيرت ابن هشام ،تاريخ طب ي    ،   محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم  [تاليف،محمدرضا،    روضة الشهداء [للواعظ الکاشفي]  ، سخاوي   ، مدارج النبوة  [للمحدث  دهلوي ]  ، الحاوي [للامام السيوطي]    ،وغيره )
له محترمو مسلمانانوڅخه هيله کوم چي دخپل  محبوب پيغمبر په باره کښي  دغه بيانونه  په ډير غور سره مطالعه کړي اودشوق اوذوق اودمينی اومحبت  اودجوش اوخروش په کتنه سره ددغو بيانو دخپل پيغمبر  دولادت  اودرحلت دورځي حق وراداء کړئ  دااوله برخه  تمهيدي بيان وو مقصودي بيانونه به انشاءالله  پرلپسي ستاسي وحضورته تقديم کړه سي

والسلام ومن الله التوفیق
نوربیا.........

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery