مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-02   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلي و پيژ نئ ! ٣٨ بر خه ( جلا لزي)

دکتور لطيف ياد- استراليا


 که چيري د غلجيو پښتنو د نسب شج ه په غور سره و څيړو ، نو دا به تر ې جو ته شي چې جلا لزي د اندړو يو ښاخ شميرل کيږي٠جلالزي دغزني ولايت د اندړ او شلګر په و لسواليو او واغز نو مي سيمه کې ميشته دي٠  همدا رازد پکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ چې د زر ملې په نا مه سره هم يا ديږي يو شمير جلالزي استو ګنه لري٠ دپکتيکا و لا يت په کټواز سيمه کې هم جلالزي ميشته دي٠
جلالزي ډير غيرتمن او په پښتو او پښتو نولۍ با ندي ټينګ ولاړ خلک دي٠ همداراز دوی د علم او پو هي سره  ډي ه مينه لري٠ ددوی حجرې تل د ميلمنو پر مخ خلاصي وي٠
جلا لز يو تل د خپلو نورو پښتنو په څير په هيواد او خپلو اکۍ مين خلک دي، همدا و جه ده چې د انګر يزي ښکيلا کګرو پر خلاف د افغان- انګر يز په دري ګو نو جګړو کې يې دوی ته خو له ما توو نکي ګو زارونه ور کړي دي. . همداراز د سره ښکيلا کګرو يعني د روسي استعما ر او ددوی د ير غلګر پو ځ په وړاندې ددوی مبا رزي ز موږ دګران هيواد افغا نستان د ويا ړلي تا ريخ زرين با بو نه دي چې موږ تل پري و يا ړو او ددرناوي سر ونه ور ته ټيټوو٠
جلالزي زيا تره د کر کيلي او با غدارۍ په چارو بو خت دي٠ د کر نې محصو لات يې غنم ،جوار او همداراز د بڼوڼو محصو لات يې انګور،مڼي،زردالو او نورې ميوي دي چې زياتره د کا ريزونو د اوبو په ذ يعه خړو بيږي٠

د جلالز يو د قبيلي خيلونه :
لکه د نورو پښتني قبيلو په څير  جلالزي هم په بيلا بيلو ښا خونو، څانګو او خيلو نو ويشل شوي دي چې د ځينو نو مو نه يې په لا ندې ډول وړاند ي کيږي:
سليما نزي، خيرو خي ،امران خيل، شايب خيل،عيدو خيل، حيدر خيل  او،شالي خيل ٠
هغه جلا لزي چې  دغز ني و لا يت په واغز کې مي ته دي ددوی خيلو نه په لا ندې ډول دي :
الله يار، خا ني خيل او مسري خيل٠

  پايليکونه :
١-تاريخ حيات ا فغاني، د پيښور چاپ ، ٢٨٩ مخ٠
٢-پښتني قبيلي، دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ، ٩٧ مخ٠
                                ;                               &n bsp;                   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery