ژباړه : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
څو خپل منځي خبرې
دلته غواړم چې په افغانستان کې د سیاستوالو او روڼاندو په هکله څو خپل منځي خبرې وکړم .
لومړی د سیاستوالو په هکله :
ښایې په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هیواد وي چې د یوویشتمې پیړۍ تر درې نیمو کالو پورې داسې قانوني سیاسي ګوندونه؛ نه درلودل چې د قانون له مخې یې د سیاسي هلو، ځلو حق تر لاسه کړی وي دا ځکه وتلي مسلکي سیاستوال نه لرو. مسلکی سیاستوال هغه کسان دي چې په سیاسي علومو کې یې زده کړې کړي وي، کسب یې سیاست وي او ددې کار پر مخ بیولو لپاره سیاسي ګوندجوړ وي اویا د یوه سیاسي ګوند غړي کیږي . د هر کار تر سره کول سامانونو ته اړتیا لري، د سیاسي ګوند سامانونه هم زده کړي او تجربه لرونکي مسلکي سیاستوال دي . که څه هم په افغانستان کې داسې سیاستوال وو چې سیاسي ګوندونه او غورځنګونه یې جوړ کړي وو او یا دداسې ګوندونو او غورځنګونو غړي وو خو دغو ګوندونو او غورځنګونو د قانوني سیاسي کار حق نه و تر لاسه کړی . داځګه ددې ډول ګوندونو او غورځنګونو په کار کې د ۲۰۰۳ میلادي کال تر اکتوبر پورې خپل سري او ځنډ رامنځ ته شواو یا یې پر یوه، بل باندې غورځې، پرځې د وسله والو نښتو تر ټکه ورسیدې .
سیاستوال له عادي خلکو سره توپیرلري .عادي وګړي په دودیز ډول دخپل ځانګړي او کورني ژوند په سمون لګیا وي، ټوله هوښیاري او توان په دې لاره کې په کار اچوي چې اقتصادي،فرهنګي او ټولنیز ژوند یې ښه شي . خو سیاستوال لومړی د خپل هیواد دملي ګټو د لاس ته راوړلو او خوندي ساتلو او د ټولنیز ملي ژوند او عدل په فکر کې وي او بیا په نړۍ کې د عادلانه نظم او سوله ییز ژوند .
کله چې څوک وغواړي د سیاست ډګر ته ورننوځي باید د سیاسي کار اصول او تلن لاره په ژوره توګه زده او په پام کې ونیسي . د سیاسي کار تګلاره په ټولنیزه توګه د پرمختیا، پراختیا، عدالت او د خپلو خلکود سوکاله ژوند لپاره نه ستړې کیدونکي خدمتونه دي .
ددغه وطنپال هدف تر سره کولو لپاره دووسرچینو ته اړتیا ده. لومړی یو روښان ملي او دموکراتیک ارمان او تګلاره چې د خلکو د دیني او ملي دودونو ارزښت د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په چوکاټ او د ولسواکۍ له اصولو سره سم پکې خوندي وي . ترڅو دهغه پر بنسټ په هیواد کې د یوه سیاسي نظام او قانوني ټولني جوړول پیل شي . همدارنګه په دې لاره کې د ورته ارمان او باور د ګوندونو یو لاس کیدل او ګډې هڅې ډیرې ګټورې او د درناوي وړ دي .
څرنګه چې د سیاسي کار موخه خپل هیواد او خلکوته خدمت کول دي اوپه دې لاره کې د خپلې خوښې په انساني سرښندنه ولاړ کار دی یانې څوک چې په دغه سپیڅلي خو پیچلي، له ستونزواو خطرونو څخه په ډکه لاره کې ګام ږدي، د خپلې هوښیارۍ اودټولنې پېژندنې له مخې په خپله خوښه دغه له مسولیتونو ډک کار ته ملاتړي، هغه بایددسترې اروا، زغم، لوړ همت او غوره پیرزوینې خاوند هم وي او همیشه دخپل هیواد اوخلکود ښه ژوند،سوکالۍاونیکمرغۍ په فکرکې وي اوپه دې لاره کې له هېڅ ډول سرښندنې ډډه ونه کړي دا ځکه چې رښتینی سیاستوال همیشه دخپلوځانګړو،کورني،ګوندي،ژبني اوتوکمیزوګټوپرتله ملي او ټولنیزو ګټو ته ارزښت ورکوي . د هر هیواد غمیزه هغه مهال پیل کیږي چې سیاستوال یې دا رنګه سپیڅلي ملي اخلاق ونه لري اودا غمیزه هغه مهال د بربادۍ پړاوته رسیږي چې ولسمشر یې ددې رنګه غوره اخلاقو درلودونکی نه وي . د یوه هیواد سیاسي لارښوونکو ته تر دې بل ستر شرم نه شته چې ځانګړي، کورنۍ، ژبنۍ، توکمیزو او ګوندي ګټو ته د ملي عمومي ګټو په پرتله زیات ارزښت ورکړي .
د هیواد سیاسي لارښوونکي یانې هغه دولتي او ګوندي لارښوونکي چې د ټولنې د رهبرۍ دعوا لري باید د نیک خیال، نیک عمل او نیکې وینا خاوندان وي، په خپلوخبرواوژمنوولاړاود لوړو انساني اخلاقو درلودونکي اودځانګړو، سیاسي اوټولنیزوښېګڼو څښتنان وي، پوست او خاکساري وي، له ناوړه کارونو،سیاسي او ټولنیزو بد اخلاقیو،د خلکو او دولتي شتو له چور او چپاول څخه ډډه وکړي. خپلو ګوندي غړو، مرستندویانو او ټولو خلکو ته ځواب ورکوونکي وي، له غورو پرو، ځان ستاینې او ځان مننې ځان وژغوري، باید داسې اخلاقي زړورتیا ولري چې تر ځان لوړ او له ځان سره په برابرو کسانو باندې مخامخ نیوکې وکړي او نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي؛ نه داسې چې مخامخ غوړه مالي ورته کوي او تر شا یې غیبت کوي . دارنګه اخلاق هغه مهال کرکجن کیږي چې له واک څخه په لویدلو او یا مړو کسانو پسې سپکې، سپورې ووایې .
سیاسي کسان چې د ټولنې د لارښوونې دعوا کوي ؛باید پرنسیپ پلورونکي، ظالم، ځانته غوښتونکي، ورځ چاري، ناځوان، دوه مخي، غوړه مال،بې وفا، تړون ماتوونکي او غچ اخېستونکي نه وي ؛ د اوبو او مالګې قدر و پېژني، د چا سره یې چې په یوه دسترخوان او یوه کاسه کې ډوډۍ خوړلي وي ده او کورنۍ ته یې په درنه سترګه وګوري؛ که څه هم دغه کسان له واک پریوتي او یا مړ شوي هم وي . « دوست ان است که ګیرد دست دوست ؛ در پریشاني خالي و درماندګي . »
باید یاد ونه وکړو چې موږ داسې پرنسیپ لرونکي سیاستوال لږ درلودل . په ځنو سیاستوالو کې ځان ستاینې او ځان مننې، ځورونې او غچ اخیستنې د لمر غوندې ښکاره وې او دي . دغه د واکمنو او زور ورو په وړاندې غوړه ماله او مریې ډله نه یوازې تر لاس لاندې اود بې وزلو کسانو په وړاندې بلکې ان د خپلو کورنیو په وړاندې هم ظالمه او زور واکي ډله لا تر اوسه هم په ډیر ویاړ په دې خبره شخوند وهي چې « سیاست مور او پلار نه پېژني . » په افغانستان کې به ډیر لږ او په مشکل سره داسې سیاستوال پیدا کړو چې خپلې نیمګړتیاوي او ګناهونه ومني . ځنې کسان چې لا تر اوسه هم په سیاست لګیا دي هڅه کوي چې د خپلو ګناهونو پټی د نورو په اوږو ور واچوي او خپل ځان سپین باز وښایې .
په دې خبره پورې څه نا څه اته دېرش کاله پخوانۍ کیسه را په یاد شوه که څه هم کیسه د قلم له پاکۍ سره لږه په ټکر کې ده خو څرنګه چې زه یې له یوې خوا دبیلګې په توګه وړاندې کوم اوله بلې خوا له لوستونکي څخه مخکې له مخکې بښنه غواړم ؛ هیله ده په دې هکله به مې وبښئ : « یوه ورځ مې له خپل دفتر څخه له چا سره ټیلفوني خبرې کولې په همدې مهال د افغانستان یو سپیڅلی او نامتو چارواکی چې څه نا څه هره ورځ یې سبا ناری او غرمنۍ په خیبر رسټورانټ کې خوړله دفتر ته د ټیلفون کولولپاره راپورته شو، پرته له دې چې خپلې ټیلفوني خبرې پرې کړم له چوکۍ پورته شوم لومړی مې د سر په ښورولو درناوی ورته وکړ او بیا مې د لاس په اشاره د کیناستو هیله ترې وکړه .
د ټیلفونی خبرو په پای کې مې هغه بل لوري ته وویل : « هو! هو ! په رښتیا چې ډیره خرکوسي ده ! »
ددې خبرې په اوریدو سپیڅلي چارواکي له موسکا په ډکه خوله راته وویل چې : « له ټیلفون وروسته به په دې هکله یوه کیسه درته وکړم .»
لنډه دا چې دټیلفوني خبرو په پای کې یې خپله کیسه داسې پیل کړه : « له یکي یوه لوړ واکمن سره په رسمي سفر فرانسې ته تللی وم یوه ورځ له غرمې وروسته تر ماښامنۍ پورې وزګار وو . واکمن راته وویل :« په هر ډول چې کیږي پرته له دې چې ساتونکي خبر شي ځان میترو ته ورسوه، زه هم راځم . »
کله چې نوموړی راورسیدو دواړه په میتروکې کیناستو او ځانونه مو دیوه قدرمن سپین ږیري سردارکورته ور ورسول چې له ډیرې مودې په فرانسه کې اوسیده .
څرنګه چې هماغه شپه د هغه هیواد د جمهور رئیس میلمانه وو او هلته سویه د واینو په خوښولو ازمایل کیده ځکه مو لومړی په بړګندي ډول یوه پیله کافي ورسره وڅښله او بیا واکمن صاحب د هغه کال د غوره واینومالومات ترې لاس ته کړ اوپه بیړه خپل هوټل ته راستانه شوو. واکمن صاحب پر کوچ باندې اوږد وغزیده ددې لپاره چې ساتونګي راباندې خبر نه شول لومړی یې له څښتن تعالی څخه مننه وکړه او بیایې ورپسې زیاته کړه : «وګوره چې په افغانستان کې څومره خرکوسي ده، ما له دې ډاره چې څوک به راباندې خبر شي دغه عادي مالومات هلته نه شو بشپړ کولای . »
ددې خبرې په اوریدو سره له یوه پلوه زه اریان شوم او له بله پلوه نوموړي زما په څېره کې د اریانۍ نښې ولیدې ځکه یې په ډیره مهربانۍراڅخه وپوښتل چې :«ولې دومره اریان شوې؟ ووایه چې بیا دې څه شی په زړه کې در وګرځیدل ؟ »
ما له بښنې وروسته ورته وویل :«صاحب! کله مې چې دا خبره له خلکو واوریده په دې اند شوم چې دا نیمګړتیا به په مامورینو کې وي، چې له مامورینومې واوریده ما ویل رئیسان به وي . له رئیسانو مې چې واوریده فکر مې وکړ چې وزیران دي . له وزیرانو مې چې واوریده ماویل ارومرو لومړی وزیر دی؛ یوه ورځ مې کټه مټه خبره له لومړي وزیر هم واوریده. صاحبه ! که رښتیا ووایم په تا باندې شکمن شوم خو اوس چې تا هم داخبره وکړه هک اریان په دې شوم چې نو په افغانستان کې دا خرکوس څوک دی ؟ ! »
زه ژباړن هم دې خبرې ته هک اریان یم چې زموږ ګران هیواد افغانستان دخپل منځي جګړوله کبله په کنډوله بدل شو، ټولې تولیدي اودګټې وټې سرچینې له منځه لاړې، څه ناڅه دوه نیم ملیونه افغانان د هر لوري د القا او تلقین، لمسونو او هڅونوله کبله دتوروخاوروڅلي شول، په لکونو معیوبین، کونډې،رنډې ، بورې او یتیمان د یوې شخوند مړۍ په ارمان دي . دباندنیو بادارانو د خوشالولو لپاره یې ملي پوځ له منځه یوړ او داسې زښتې ډیرې نورې ړنګې ویجاړې اوبېشرمۍ .
خو اوس چې هغه ټول جنګ ته هڅوونکي او لمسوونکي . جنګ پیل کوونکي او د جنګ، جګړې پر مخ بیوونکي مشران او لارښوونکي سپین بازان شول نو دا کار چا وکړ ؟ او څوک ملامت دي ؟
ښایې ځنې له هغو کسانو څخه چې لا تر اوسه د ورور وژنو په لوبه نه دي ستړي شوي او د خپل باندني روزي رسان خبره په ځمکه نه غورځوي او سر نه شي ترې غړولی دغې پوښتنې ته د ملنډو او همیشنۍ بې باکۍ له کبله داسې ځواب ورکړي : « دا ټول هغه په خاوروکې پرته شهیدان ملامت دي،ځکه چې دوی په افغانستان کې په خور غودي او مور غودي سیاست نه پوهیدل، وچ په وچه یې هم ځانونه د تورو خاورو څلي کړل او هم یې افغانستان ړنګ ویجاړ کړ ( ! ) . »
زموږ سیاستوال باید دازړورتیااواخلاق په ځان کې وروزي چې په خپلو تېروتنو، نیمګړتیاوو او ګناهونو اعتراف وکړي . لکه څنګه چې ځان په ټولنیزو ویاړونو کې شریک ګڼي همدارنګه باید ځان په ټولنیزو نیمګړتیاوو، ګناهونو او تېروتنو کې هم شریک وبولي . دا سمه ده چې لارښوونه ټولیزه او مسولیت ځانګړی دی . خو هېڅ یو ددې حق نه لري چې د خپل واک او مقام پر تله د خپل مسولیت پټی په خپلو اوږو یو نه سي . دخپلو ګناهونو، نیمګړتیاوواو تېروتنو په ځان منل او که اړتیا ورته پیدا شي له خلکو څخه د بښنې غوښتنه د مسولیت پټی کموي خو په نه تېروتنو، نه نیمګړتیاوو او بې ګناهیو باندې ټینګار او سرټمبګي اوله خلکو څخه بښنه نه غو ښتل دغه پټی دروند او لا دروند کوي .
په وروستیو کلونوکې ډیرو یادښت لیکونکو، تاریخ لیکونکو، کتاب او سرلیک لیکونکو له کډوالۍ او نه سانسور څخه په ګټې اخیستلو سره د سیاست او سیاستوالو په هکله په ډیرې بې مسولیتۍ او بې پروایۍ سره د خپل زړه بړاسونه ایستلي دي او لا په دې کار لګیا دي . له دغو لیکوالو یې ډیر د پخوانیوواکمنیو او ګوندونو لوړپوړي او واک درلودونکي کسان دي چې په هغه مهال یې له خپلو مقامونو څخه د پریمانو امتیازونو او بې شمېره پانګې تر لاسه کولو لپاره زښتې ډیرې ګټې اوچتې کړي دي خو اوس له هېڅ ډول اخلاقي پرنسیپونو پرته د خپلو واکمنیو ګناهونه ، تېروتنې او نیمګړتیاوې رابرسیره او په نورو یې ور تپي خو خپل ځان د هغه مهال اتل او بې ګناه کټمیره ښیې او دده په اند په هغه پړاو یامهالونو کې چې کومې ښې چارې شوي دي هغه ټولې په خپل ځان پورې تړي . دغه ناوړه هدف ته د رسیدو لپاره په کوټه بازۍ، درواغو، او د رښتیاوو په پټولو لاس پورې کوي چې په دې ډول ټولې رښتیني تاریخي پېښې په درواغجنو لیکنو کې نغښتي ټولنې ته وړاندې او لوستونکي په غلطو لارو بیایي چې دا په خپله ډیره ستره او نه بښونکي ګناه ده .
یو بل شی چې په ځینو سیاستوالو کې ښکاره او ثابت شو هغه له هر ډول مهال نه د ګټې پورته کولو یانې د ورځ چارۍ ناروغي ده . دغې ورځ چارۍ او اپرچونیستۍ داسې بدرنګ او ناوړه حالت رامنځ ته کړچې هېڅوک له هیچا سره نه وو او هر یو د هر چا سره و . پرنسیپ له منځه لاړ او په هیڅ یوه باندې باور نه کیده . هغه کسان چې همیشه یې په بړ، بړ له اصولیت، پرنسیپ او وفادارۍ څخه خبرې کولې پداسې ډول یې د ورځې په نرخ ډوډۍ خوړل پیل او د خپلو ځانګړو، توکمیزو او فرکسیوني ګټولپاره یې په خوا بدلولو او پرنسیپ ماتولو پیل وکړ چې هک اریان به ورته پاتې وای . له هر واکمن څخه یې امتیازونه اخیستل، دده په ستایلوکې یې له هېڅ ډول غوړه مالۍ او مبالغې ډډه نه کوله او خپل ځان یې ورته له ټولو زیات مریې او وفادارګڼلوخوکله چې دهغه د واکمنۍ پښې لړځنده کیدي ده به سمدستي ځان ترې څنګ ته او پس پسی به یې ورپسې پیل کړ او کله چې له واک څخه پریوته دده د ګناهونو، نیمګړتیاوو او تېروتنو اوږد لیست یې له جیب څخه رایوست او هماغه ډول چې د واک پر مهال یې له هېڅ ډول غوړه مالو ستایلو ډډه نه کوله په هماغه توګه یې اوس د هغه د غندلو لپاره له هېڅ ډول درواغو، تورتپنو او چټیاتو څخه دریغ نه کاوه . دغه ناوړه او ځورونکي ناځوانۍ هغه مهال ډیرې کرکجنې کیږي چې پروني مریان او ننني پروپاګنډچیان خپلې درواغجنې لیکنې او تورتپنې په خپلو مړو واکمنو پسې چې له ځانه دفاع نه شي کولای پیل کړي . دا ځکه ځنې کسان وایې چې :« سیاست ډیره چټله لوبه ده، پام چې ورنږدې نه شئ .»
ددغه سیاسي چټلیو چې موږ په خپلو غوږونو اوریدل او په خپلو سترګو یې وینو یوه بیلګه د هغو سیاستوالو ده چې په خوله یې د باندنیوپه ضدخبرې کولې ،ځانو نه یې وطنپال اوملي کسان ښکاره کول اوخپل سیالان یې له دوی سره په اړوند توب تورن کول خو ډیرو لاسوندونو او د خپلو سترګو لیدلي حال دا خبره دلمر په څېر ښکاره ګړه چې دوی په خپله تر ټولو زیات په هماغه باندنیو پورې تړلي وو او تړلي دي چې دوی به خپل سیالان له دوی سره په اړیکو درلودلو تورن کول .
عالمه فکر ورته وکړئ ؛ په هغه چا چې نازیدئ د بل چا ونه .
د روڼاندو په هکله :
روڼاندي په خپل هیواد او نړۍ کې د غوره فکرونو مخکښان دي . همدغه روڼاندي دي چې د نوي مدني ټولنې لارښودونکي اودنوښتګرو نظرونو ډیوه بلوونکي دي .
د روڼاندو بنسټیزه دنده د غوره اندونو رامنځ ته کول او د علومو بډای کول دي . هرڅوک چې د روڼاندۍ دعوا کوي باید د غوره فکرونو په رامنځ ته کولو او د علومو په خپرولو او بډای کولو کې د لیکنو، تالیفونو او ژباړو له مخې خپله ملي او وطني دنده تر سره کړي کوم چې داسې روڼاندي د ټولنې لارښوونکي دي اود مدني ټولنې په پرمختیا، پراختیا اوټېنګښت کې وتلي دنده او رول لري . څرنګه چې په خپله روڼاندي دي نو په همدې ډول یې باید په ټولنه کې د روښان اند خپرول هم ښکاره وي .
ځنې روڼاندي په عملي سیاست کې برخه نه اخلي خو په سیاسي چارو پوهیږي او کولای شي چې نوي ګټور علمي اندونه، نظرونه او سیاسي جوړونکي تیورۍ خپل هیواد ته او ان په نړیواله کچه رامنځ ته کړي چې ددغه روښن اند یوه وتلي بیلګه هماغه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ده . ځنو دا ډول وطنپالو او بشر پالو روڼاندو په عملي سیاست کې هم برخه اخیستي ده او خپل هیواد ته یې ستر خدمتونه کړي دي ، هر هغه هیواد چې دا ډول روڼاندي ولري هغه د ملي ژوند په ټولو چارو کې ډیر زر بریالی کیږي . خو باید داخبره ومنو چې موږ په افغانستان کې دا ډول روڼاندي کم لرو . د افغانستان روڼاندي د افغانستان په کچه روڼاندي دي، د خپلو حالاتو او د افغاني زده کړو په نظر کې نیولو سره یې د ورځنیو نړیوالو علومو په بډایۍ کې لکه څنګه چې ښایې برخه نه ده تر سره کړي . ډیر کسان د روڼاندۍ دعوا کوي خو نه یوازې نووښتګرې لیکنې او تالیفونه؛ نه لري بلکې نووښتګره سرمقاله هم نه لري . ځنې که تالیفونه او اثار هم ولري نه شي کولای چې د نننۍ ورځې په نړیوالو علومو څه شی ور زیات کړي او یا کوم نوی نظر په ملي او نړیواله کچه وړاندې کړي . زموږ په لرغوني هیواد افغانستان کې ځنو روڼاندو ډیر اسان لوست پیدا کړی دی چې هغه سیاست بازي ده په دې مانا چې زموږ ډیر روڼاندي په سیاست لګیا وو او دي او موږ ځنې په سیاست کې داسې ککړ شوي یو؛ پرته له دې چې د خپل هیواد حالات په پام کې ونیسو او ویې څېړو غواړو په خپل هیواد کې د باندنیو نظر وړاندې کوونکو؛ نظر او تیورۍ د ښې پیرزوینې له کبله،له وروسته پاتي والي او ټولنیزې بې عدالتۍ څخه د خلاصون لپاره په کټ مټ ډول پلي کړو چې بالاخره د تاریخي لاسوندونو پر اساس د کار پای مالوم دی .
زموږځنې روڼاندي هم هغه څوک دي چې هېڅکله دمسولیتونوپټی په اوږو نه اخلي او ددوی د ژوند په قاموس کې هېڅ ډول ګناهونه، تېروتنې او نیمګړتیاوې ځای نه لري، څه شی چې د دوی په قاموس کې په پریمانۍ پیدا کیږي هغه ځان ستاینه او ځان مننه، ځان ښکارونه او بې انصافي، نه مننه او کینه، د نورو ملامتول او ځان د زمانې اتل ښودل او په ټولو هغه ګټووټو باندې په رڼا ورځ منکریدل چې له تېرو واکمنیوڅخه یې تر لاسه کړي دي . دا رنګه روڼاندي له هر دولتي نظام سره وو اوله هېڅ دولتي نظام سره نه وو . کله چې یودولتي نظام په واک کې و دوی له هېڅ ډول غوړه مالۍ، ستایونکو ویناوو او د هغه نظام په ګټه له قلم چلولو څخه ډډه نه کوله چې له دې کبله یې پریمانې ګټې تر لاسه کولې . خو کله چې هغه نظام له واک څخه پریوته په هماغه ورځ یې ټول کړه وړه د لویدونکي نظام په وړاندې راڅرخیدل ، ددې رنګه روڼاندو ټول شعارونه او پرنسیپونه په خپلو ځانګړو ګټو راتاویدل او تاویږي، د خپلو ځانګړو مادي او معنوي ګټو لپاره یې له هېڅ ډول پرنسیپ پلورنې ډډه نه کوله، غټې،غټې خبرې یې کولې خو په یوه کوچني امتیاز یې ځان پلورلو. ددغه ډلې یوه بله ځانګړتیا د کوټه او درغلګر شهرت تر لاسه کولو لپاره په څلورو پښو ځغستل وو او دي . ددې ډول روڼاندو یوه بله بې حیایې په خوړلو خواړو منکریدل ، نه مننه او نه ځواني ده .
ددغه ډلې یوه بله ځانګړتیا دا هم ده چې په څرګنده د باندنیو په وړاندې کینه ښکاره کوي، د وطنپالنې غورې، پرې یې دهسک تر څوکو رسیږي خو په عمل کې یې په باندنیو باندې په ډیره لږه بیه ځانونه پلورلي دي .
زه اتل هیواد یم ستا نیکونو د سرونو په بدل ساتلم
په سترګو ړوند شې دا دې څومره په ارزانه بیه و پلورلم
په افغانستان کې ډیره ستره ستونزه له دې ډول روڼاندو سره مخامخ کیدل دي .