مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژ نئ ! ٣٩ برخه (جلواڼي )

دکتور لطيف ياد- استر اليا


که چيري د جلو ا ڼيو د نسب ونه يا شجره په غور سره  و څيړو نو څر ګنده به شي چې دوی سړ بني پښتانه او د شير ا ڼيو پښتنو له نسله دي٠ جلواڼی د شيرا ڼي زوی  د شر خبون لمسی او د سړبن کړ وسی دی٠ که څه هم دغه قبيله د شير اڼيو او لا ده ده ،خو نن   د يوې جلا بيلې په نا مه سره يا ديږي٠

جلواڼي په افغا نستان،  پښتو نخوا او هندوستان کې ميشته دي٠ په افغا نستان کې که څه هم ددوی شمير زيات نه دی،خو ددوی يو شمير د کند هار  ،غزني ، زابل او پکتيکا په و لا يتو نو کې  م يشته دي٠ جلواڼي د شير اڼيو په غر نيو سيمو کې پر اته د ي ، د سليمان غرد دوی په سيمه کې مؤ قعيت لري٠ ددوی د سيمې شمال ته  د ګو مل دره او دوزيرو او مسيدو سيمې، جنوب ته يې ستور ياني او زمري قبيلې او لو يديز ته يې هر يپال، کاکړا و د مند وخيلو پښتني قبيلې پر تې دي٠
جلواڼي منځنۍ ونې، ډنګر، غښتلي غير تمن، سخت سرې اوتکړه او فعا له خلک دي٠ که څه هم کر وندې يې لږې دي، خو ددوی په ځمکو کې غنم، جوار،اوربشي، وريجي او تماکو کرل کيږي٠ هغه جلواڼي چې په غرونو کې استو ګنه لري د غو ايانو نه سر بيره د پسو نو او وزو رمې ساتي٠
ددوی رواجو نه او دودونه کټ مټ د شير ا ڼيو په څير دي٠جلو اڼي د نورو پښتنو په څير د خپلو کليو مشر ته په درنه ستر ګه ګوري او د کلي مشر ددوی خړي او لا نجي په ښه ډول حل او فصل کوي، چې ددغو مشرانو فيصلې دواړو خواووته د منلو وړوي او د احترام او درناوي په ستر ګه ور ته ګوري٠ جلواڼيان په خپلو منځو کې دو مره شخړې او لا نجې سر ه نه کوي٠

جلواڼي مذهبي لار ښودونکو، ديني عا لمانو او ملا يا نو ته په درنه ستر ګه ګوري، دهغوی عزت او درنا وی کوي او هم د خپلوکر نيزو م حصو لا تو عشر يا لسمه بر خه دغو ملا يا نو ته ور کوي٠ ملا يان د جو مات د اما مت نه پر ته نکا ح ګانې تړي، هلکانو ته لمو نځ او نور مذ هبي فر ايض ور ښيي او مړو ته غسل ور کول د ملا او دهغه د مير منې دنده شمير له کيږي٠
جلواڼي د شير ا ڼيو په څير د قر ان کر يم تلاوت کوي، خو ملا يان يې په پښتو ژبه خلکو ته هغه کتا بو نه ور زده کوي چې په مذ هبي مسا يلو پورې اړه لري٠ خلک يې په عمومي ډول لمو نځ او روژه نه قضا کوي او په مذ هبي چارو کې ډير ټينګ خلک دي٠
يو شمير جلواڼي د لودي او سوري  پښتني واکمنانو په وخت کې چې په هندو ستان يې واکمني چلو له له افغا نستان او پښتو نخوا نه هندو ستان ته تللي او ددوی يو زيات شمير دلودي او سوري پښتني واکمنا نو په در با رونو کې لوړ پو ځي منصبونه او دندې در لودې٠
با يد وويل شي چې هند وستان ته د ليږد په وخت کې دوی د شير اڼيو سره يو ځای ه ته ليړ ديدلي چې تر او سه هم د هند په بنګال، بيهار، اترپراديش ،راجستهان او ګجرات کې ډير شمير جلو اڼي د شير ا ڼيو سره يو ځای استو ګنه لري، چې موږ  يې د لته  په ځينو ايا لتو نو کې د استو ګنې سيمې در پيژ نو :
1- د اجستهان د ناګور په سيمه کې  د بر نيل،بهينياد،دانته، حميد پور  او دو نګاری  په کليو کې د نورو شير ا ڼيو سره ميشته دي٠

2-- د هند دګجرات دواد نګر او شيمبير وادا په سيمه کې٠
همداراز ويل کيږي چې د هند مغو ي واکمن  نصير الدين هما يون او جلا الد ين محمد اکبر د جلو ا ڼيو او شير ا ڼيو پښتنودتو ر زنو په زور  او مټو  دوديا  را جپو تو ته د راجستهان او ګو جرات پو لو ته نږدې سخته ما تې ور کړې وه٠

د جلو اڼيو د بيلې ښا خو نه :
هغه جلو اڼي چې د شير ا ڼيو د سيمې په غر نيو بر خو کې استو ګنه لري نو ددوی مشهورې څا نګې او خيلو نه په لا ندې ډول دي :
سالار خيل، مروت خيل، سپندزي، کو نکړي،نيکي خيل  او مهار .

 پا يليکو نه :
1- http://en.wikipedia.org/wiki/Shirani
2-پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد،٩٧ مخ، دپيښور چاپ٠
3- تا ريخ حيات افغانې،١٧٧ مخ، دپيښور چاپ٠
4-http://encyclopedia.jrank.org/SHA_SIV/SHERANI_or_SHIRANI.html

(نوربيا  )                                &nb sp;            

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery