مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-28   مخپرونکئ : کوچۍ

دميوند ولسوالۍ تاريخي ډبرينې دروازې وموندل شوې

د وري ٨ مه، پژواک خبري آژانس

کندهار ولايت دميوند ولسوالۍ تاريخي ډبرينې دروازې چې، دوه مياشتې وړاندې ورکې شوې وې او بيا وروسته دهلمند ولايت موسى کلا ولسوالۍ کې پيدا شوې ، دوري په اتمه نېټه دکندهار د اطلاعاتو اوکلتوررياست په موزيم کي ځاى پرځاى شوې

د کندهارداطلاعاتو اوکلتور رئيس عبدالمجيد بابي پژواک خبري آژانس ته وويل : ((داتاريخي ٩٠٠ کلنې دراوزې داصلاحي لويې جرګې له پرله پسې پلټنو وروسته چې ،په دې اړه يې کولې لاس ته راغلي دي ."

بابي زياته کړه : (( سره له دې چې، دادروازې موږ ته سپارل شوې دي خو اوس هم نيمګړې دي ديو ې دروازې يوه پله ماته او دبلې يې يوه پله لا تر اوسه هم ورکه ده .))

دبابي پروينا، اوس يې دروازې په موزيم کې ځاى پر ځاى کړي دي خو کله چې، په ميوند ولسوالۍ کې امنيت تامين شي بيا به يې هلته ولېږدوي.

د کندهارداصلاحي جرګې مشر احمدولي خان کرزى چې د ولسمشر حامد کرزي ورور هم دى، پژواک ته وويل چې، ددروازو دورکېدلو په هکله يې قومي مشران وهڅول چې، په پيدا کولو کې يې مرسته وکړي.

دده پر وينا له پلټنو وروسته معلومه شوه چې، نوموړې دروازې دهلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍکې په يوه کورکې ځاى پر ځاى شوې دي.

احمدولي کرزى وايي چې، دهلمند دوالي په مرسته يې نوموړى کور محاصره کړ،دوه تنه يې ونيول او دادروازې يې لاس ته راوړې .

خو داحمد ولي کرزي پر وينا : (( هغه دوه تنه چې، په دې تور يې په نوموړي کورکي نيولي دي ددوى ترتحقيق لاندي دي ترڅو ترې ددروازې ورکه پله لاس ته راوړي خوده له دې وروسته ددې دورازودساتلولپاره دکندهار موزيم وړ ځاى وباله .))

دميوند ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٧ کلن فضل احمد وايي چې ،نوموړې دروازې بايد ميوند ولسوالۍ ته ونه لېږل شي.
ده زياته کړه : ((دميوند په هديره کي يې ساتنه نه شي کېدلى ځکه چې، اوس ورته دخلکوپام شوى دى بيا به يې غلا کړي .))

په کندهارکې دبېنوافرهنګي ټولنې مشر عبدالاحد محمديار پژواک ته وويل چې، دولت اوس داسې کارونو ته مخه کړې چې، دخلکو دخوښۍ سبب ګرځي.
ده زياته کړه : (( له ماشوم تښتوونکو څخه نيولې بيادتاريخي دروازودغلاکوونکو ترنيولوپه دې فعاليتونوباندې يې دکندهاريانو زړونه ګټلي دي.))

دا تاريخي دروازې د ١٣٨٣ کال د دلوې پر ١٢ نېټه دکندهار دميوند ولسوالۍ له تاريخي هديرې څخه دشيخ حسن ميوندي له زيارته غلا کړل شوې وې
پر دې تاريخي دورازودشيخ حسن ميوندي ژوند ليک ليکل شوى و او ٩٠٠ کلن تاريخي قدامت يې در لود .
شيخ حسن ميوندي دسلطان محمودغزنوي دوخت لومړى وزير و چې ، له سلطان سره يې دهندپرخاوره واکمني کړې وه خودورپېښې ناروغۍ له امله په هرات کې چې هلته تدواۍ ته بوو ل شوى و ومړ اوبيا خپلو زامنوخپلې پلرنۍ هديرې ميوند ته راوړ ، دلته يې ښخ کړ او بيا دده دزيارت پر دروازو چې، له ډبرو څخه جوړې شوې وې دده ژوند ليک و ليکل شو

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery