مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار د اصلاحي شورا څخه د زړه له کومي مننه

پوهنوال رسول باوري - هالنډ

 د مودو وروسته مي  د کلتوري خبرونو په لړۍ کي  يوداسي خبر واوريدۍ چي زړه مي خوښ او مړاوي  هيلي مي بيا په غوړيدو شوي .  وامي وريدل چي  د کندهار د اصلا حي شورا په مرسته د خواجه حسن ميوندي د زيارت  تاريخي دروازي بير ته تر لاسه شوې   الا په الا چي  په هيواد کي د ډيرو کالونو پرله پسې چور وروسته دادۍ د کندهار ښار اصلاحي شورا وتوانيدل چي د خپل هيواد دتاريخي وياړنو يوه بيلګه د تالانګرو څخه وژغوري .

 

د تيرو کالونو په ترځ کي د يوه ناولي دود په څير داسي بريښيدل چي افغانستان بي خاونده ملک او اوبو راوړۍ مال دۍ ، دا خبره بيا په تيره د هيواد د فرهنګي او تاريخي توکو د بيساري چور او تښتوونو په باب ، بربنډه او څرګند ه وه ، او تر اوسه لا هم  په هيواد کي د کلتوري  برخي  يوشمير لوړ پوړي چارواکي نه يوازي په دې بريالي نه شول چي د لرغونو او تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيسي ، بلکي داسي رپوټونه هم خپاره شول چي د غلوسره  مله هم دي .

 

 له نيکه مرغه په کندهار کي د اصلاحي شورا برياليو هڅو نه يوازي دا چي د دې هيواد د سپيڅلو ساتندويانو په توګه يې د خپل هيواد دوياړنو يوه بيلګه وساتله بلکي دا يې هم  ثابته کړل چي که چارواکي د دې هيواد د تاريخي وياړنو  د ساتلو او پاللو سره مينه او زړه سوې ولرې ،خامخا به د هيواد کلتوري او تاريخي ثروت د پرديو د ناولو لاسونو څخه ژغورل کيږي .

 

د  سلام فرهنګي ټولني  په استازيتوب او هم د ځان له خواد کندهار د اصلاحي شورا څخه يو ځل بيا د زړه له کومي مننه څرګندوم او په دې لار کي ستاسو د نورو بريو  هيله کوم . د دی سره يوځای غواړم دا هم وليکم چي  رښتينو هيواد پالو ته په کار ده چي د کلتوري هڅو په لار کي د کندهار د اصلاحي شورا پر  پل پل کښيږدي  او زموږ د تالان شوي هيواد د نورچورکيدو  مخه ونيسي .  

 

 په درنښت

 

 پوهنوال رسول باوري

٧ کب ١٣٨٤ لمريز

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery