عارف خزان - ماسکو ٢٧- ٣- ٢٠٠٥ زېږديز
هغه د خپل عمر ۶۲ كلونه د پښتو ژبي په تحقيق او تدريس تير كړي دي
د نوروز په غوڼده كي ګډون :
په مسكو كې د لرغوني نوروز د جشن د لمانځني په غونډه كې د برخي اخيستو لپاره، د غرمي په ۱۲ بجو ټاكلي تالار ته ورغلم. له ميلمنو سره د روغبړ نه وروسته په دويم كتار كې كيناستم. له ما نه مخكي په لومړي كتار كې دوكتور لطيف بهاند ناست و. د هغه سره په څنګ كې د روسيې غږ راډيو خبرياله آغلي «آيده سوبولووا» هم ناسته وه. زما د څنګ ښي لاس ته په څوكۍ كې ښاغلي فاروق فردا ناست و. او د هغه ښي لاس ته څوكۍ خالي وه. بهاند صاحب را ته وويل، چې دغه څوكۍ وساته، اوس ښاغلي دوكتور علي كريمي راځي او هغه به هلته كيني. د غونډي له پيل كيدو نه څو شيبي تيري شوي وي، چې علي كريمي راغي او زموږ سره له روغبړ نه وروسته، په هماغه خالي څوكۍ كې كيناست.
د لرغوني نوروز غونډه په رسمي ډول د قرآن عظيم الشان د څو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه. بيا ور پسي، د افغانستان د لوي سفارت شارژدافير، ښاغلي غلام سخي غيرت، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر، ښاغلي حامد كرزي، پيغام حاضرينو ته ولوست. له هغه نه وروسته، په مسكو كې د افغان تجارتي مركز رييس، ښاغلي غلام محمد، د نوروز په هكله د مباركي پيغام ولوست. په دغه پيغام كې راغلي و، چې كه څه هم د پرديو پوځي ځواكونو شته والي په اوس وخت كې د سولي او امنيت د ټينګيدو ضمانت دي، خو د يادوني وړ خبره دا ده چې دغه ټول عملي كارونه د خارجي قواوو تر سيوري لاندي تر سره كيږي. موږ په دي هم پوهيږو چې كه د ايتلافي قواوو موجوديت په افغانستان كې له يوه طرفه د سولي او ثبات ګرانتي ده، له بله طرفه د هغوي دايمي موجوديت په افغانستان كې د افغانانو د انساني كرامت پرنسيپونه كمزوري كوي او د ټولني د عزت د كموالي سبب ګرځي. ځكه چې د ټولني كامل عزت د هغه مملكت په اقتصادي او سياسي خپلواكۍ كي نغښتي دي.
د دغه جشني غونډي مشري او سمبالښت د هيواد د تمثيلي هنر نامتو شخصيت، استاد امان اشكريز كوله.
استاد اشكريز، بيا د ستيژ په مخ ښكاره شو، او له ښاغليو غيرت او غلام محمد څخه يې هيله وكړه، چې د افغان سفارت او د افغان تجارتي مركز تر مينځ د همكاريوو لاسليك شوي پروتوكول، په دغه غونډه كې يو بل ته په رسمي ډول وسپاري. د پروتو كول له سپارلو نه وروسته، لومړي ښاغلي غيرت د دغه پروتوكول لومړني ماده او بيا ښاغلي غلام محمد، د هغه دويمه ماده ولوستله، چې د ټولو حاضرينو له خوا يې تود بي ساري هر كلي وشو.
له هغه نه وروسته، د افغاني كډوالو د «پيرووه» په نامه د وړوكتون ماشومانو يوه ښكلي ترانه واوروله. همدارنګه، د دغه ښوونځي يو تن زده كوونكي يوه سندره هم حاضرينو ته واوروله.
ورپسي د افغاني كډوالو د «سيواستوپل» په نامه د ښوونځي د وړوكتون ماشومانو، يوه ښكلي ترانه او بيا د د غه ښوونځي دوه تنو زده كوونكو -جيلاني او احسان- په ګډه يوه پسرلنۍ سندره وويله. له هغي نه وروسته بيا هم د دغي ښوونځي زده كوونكو، د (اي هيواده) په نامه يوه ترانه واوروله، چې دغو ټولو ترانو او سندرو ته، حاضرينو د لاسونو په پړكولو سره خپل ژور احساسات څرګند كړل. همدارنګه، د دغه ښوونځي، د زده كوونكو له خوا يو مست اتڼ هم تر سره شو.
په دي وخت كې استاد اشكريز، له ما نه هم غوښتنه وكړه، چې خپل شعرونه واوروم. زه د ستيژ سر ته لاړم، لومړي مي د خپلي يوي غزلي دوه بيتونه او بيا مي ور پسي، د خوشحال خان خټك، دوه پسرلنۍ غزلي واورلي، چې د حاضرينو ډيري خوښي شوي.
په دي جشني غونډه كې چې د افغان تجارتي مركز په نوښت جوړه شوي وه، له ۱۵۰۰ څخه زياتو كسانو د ښځو او ماشومانو په گډون، برخه اخيسته وه.
زه چې كله د ستيژ له سر نه بيرته خپل ځاي ته راغلم، نو دوكتور لطيف بهاند را ته وويل، موږ اوس بايد يوي بلي غوڼدي ته هم لاړ شو. هغوي هلته زموږ راتګ ته سترګي په لار دي. نن د روسيې د مشر افغان پوه، د ۸۵ كلنۍ جشن دي. بايد په دغه جشن كې هم گډون وكړو.
د غونډي بله برخه د موسيقي برخه وه. ما فردا صاحب ته هم وويل چې راسره لاړ شي، خو هغه و نه منله. ښايې چې د نوروز د غونډي بشپړ راپوتاژ يې په مسكو كې د افغاني ورځپاڼي (نويد روز) لپاره، چې دي مسوول مدير هم دي، برابرولو. او موږ دري واړه، _ بهاند، علي كريمي او خزان- له غرمي نه وروسته په دريو بجو، د موسيقۍ د برخي له پيل كيدو نه مخكې له تالار نه ووتلو.
***
د روسيې مشر افغان پوه، ۸۵ كلن شو:
موږ چې كله له تالار نه ووتلو، نو سمدلاسه، د «پيروه مۍسكايا» د ميترو په لور روان شو. دغه ميترو ته له تالار نه څلور دقيقي لار وه. لږ شيبه وروسته بيا موږ ميترو ته ور ننوتي وو. او د آوږده مزل نه وروسته د «كيفسكايا» له ميترو نه ووتلو. هلته، ډاكټر صاحب بهاند د ګلانو په مغازه ننوت او زه او ډاكټر كريمي، په يوه بله مغازه ور داخل شو. هلته مو د روسيې دود او دستور په توګه، د ميز د لا ښايست په خاطر، يوه سپينه ښيښه او بله سره ښيښه د انګورو اوبه واخيستلي او په پاكټ كې مو واچولي. د فارسي ژبي د ستر شاعر په قول «همچو دانهء انگور، شيشه در بغل داريم»، له مغازي نه راووتلو او د ګلانو د مغازي په مخكي د بهاند صاحب سره يو ځاي شو. بيا دري واړه، په مسكو كې د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت په لور روان شو.
موږ دري واړه، د دغه انستيتوت انګړ ته ورننوتو. له پوړيو نه وختلو او په لومړي پوړ كې له څو دهليزونو نه، چې مستو چټو مسكويچي پيغلو محصلينو پكي په انګريزي اصطلاح (رش) او يا ګڼه ګوڼه جوړ كړي وو، له تيريدلو وروسته، په يوه كوچنۍ كوټه ور برابر شو. هلته نژدي ۱۴-۱۵ تنه د يو كوچني ګردي ميز نه چاپيره ناست وو. زموز په ليدلو د درناوي په دود، ټول له ځايه اوچت شول. د روسي دود په توګه، هر يو خپل ځان يو بل ته د لاس ور كولو په وخت كې ورپيژانده.
په دغه كوټه كې، روسيې مشر افغان پوه، د كوټي د بر سر ښي خوا ته ناست و. ونه يې منځني وه، او سپيني عينكۍ يې په سترګو وي. هغه هم را ولاړ شو. زموږ سره يې روغبړ وكړ او ښه تكړه او په صورت روغ ښكاريده. له ستړي مشي نه وروسته، ټول په خپلو ځايونو كيناستل. بهاند صاحب د ګلانو ګيډي استاد ته ډالي كړه او ما دواړه ښيښي له پاكټ نه را وايستلي او د ميز پر سر مي كيښودلي. له دی نه مخکی د ميز پر سر تازه او وچه ميوه، كيك او كلچي هم پريمانه ايښودل شوي وي.
زه پوه نه شوم، چې د دغي كليزي د نمانځني غونډه څه وخت پيل شوي وه؟ خو هغوي په دغه محفل كې په روسي دود او دستور رنګارنګ ټوكي ټكالي كولي. د استاد ليبيديف، شاګردانو ښځو چې دا مهال د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيايې او افريقايې هيوادونو په انستيتوت كې د پښتو او دري ژبو په تدريس بوختي دي، كله په پښتو او كله هم په دري ژبو خبري او ټوكي كولي. يوي تني خوا په دري ژبه په پخوا وختونو كې په افغانستان كې بيلا بيلو سيمو ته د خپل سفر خاطري بيانولي او د هغه وخت د سفر له خاطرو څخه يې ټوكي هم كولي.
د نورو كسانو د خبرو په ترڅ كې استاد ليبيديف هم كله نا كله په پښتو ژبه يوه نيمه خبره كوله او د پښتنو د دودونو په هكله به يې څه ويل. هغه د خپلو خبرو په ترڅ كې دی ټكي ته ګوته ونيوله، چې زه خو هسي هم په (پښتون ناسيوليزم تورن يم.)
د استاد ليبيديف د زوكړي ۸۵ كليزي ته د افغانستان د پوهانو او د علم او ادب له خاوندانو څخه يوازي د هيواد پياوړي ليكوال او ژورناليست، سر محقق زلمي هيوادمل، د مباركي پيغام راليږلي و، چې زما په غوښتنه، د استاد يو تن شاګرد د هغي يوه كاپي ما ته را كړه. د دغي پيغام متن په لاندي ډول و:
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د علمي او فرهنګي چارو مشاوريت
ډير ګران او پياوړي پروفيسور كنستانتين ليبيديف!
د ۲۰۰۵م كال د مارچ پر شلمي ستاسي د زوكړي پنځه اتيا كاله پوره كيږي. زه ستاسي د پنځه اتيا كلني له امله تاسي، ستاسي درني كورنۍ او شاګردانو ته مباركي وايم، ستاسي د پنځه اتيا كلني جشن دي بختور وي او الله تعالي دي تاسي ته ډير عمر له روغتيا سره در په برخه كړي چې كورنۍ او شاګردان مو په ژوند ستاسي نوري ډيري كاليزي ونمانځي.
افغاني فرهنګ او ادب ته ستاسي خدمتونه، له افغانستان او افغانانو سره ستاسي مينه د ډيری قدرداني او درناوي وړ دي. افغانان ستاسي علمي كار او احساس ته په درنه سترګه ګوري.
ستاسي د روغتيا په هيله
سر محقق زلمي هيوادمل
په علمي او فرهنګي چارو كي د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشاور وزير.»
په دغه محفل كې ټول ګډون كوونكې زما لپاره نا آشنا وو. په محفل كې د بيلا بيلو عمرونو نارينه، ښځي، ځوانو نجونو او هلكانو هم ګډون كړي وو.
په لومړي سر كې د نارينه وو په پرتله، د ښځو ونډه درنه ښكاريده، خو زموږ په ورتګ سره، دغه موازنه لږ څه برابره شوه.
***
د روسيې مشر افغان پوه، څوك دي؟
د ۲۰۰۵م كال د مارچ ۲۰مه نيټه، د روسيې د مشر افغان پوه، پروفيسور دوكتور كنستانتين الكساندروويچ ليبيديف د زوكړي، د ۸۵ كليزي سره برابره ده. خو سږ كال د مارچ ۲۰مه نيټه د يك شنبي ورځ وه، او دا ورځ په مسكو كې د اوونۍ د پاي د رسمي رخصتي ورځ وي. نو ځكه، د هغه دزوكړي د ۸۵مي كليزي په وياړ، د هغه شاګردانو، دوستانو او نورو مينه والو د مارچ په ۲۱مه نيټه د مازيګر له خوا د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيايي او افريقايي هيوادونو په انستيتوت كې غونډه جوړه كړي وه.
پروفيسور دوكتور كنستانتين الكساندروويچ ليبيديف، د ۱۹۲۰م كال د مارچ په ۲۰مه د مسكو د «کولومنا» د سيمي په يوي دولتي ماموري كورنۍ كې زيږيدلي دي. په ۱۹۳۸م كال كې يې منځنۍ زده كړي پاي ته ورسولي او د بيا د مسكو د خيتځ پوهني په انستيتوت كې داخل شو او په ۱۹۴۲م كال كې له دغه انستيتوت نه فارغ شو. پښتو يې په همدي انستيتوت كې زده كړه او په ۱۹۴۳م كال كې په همدغه انستيتوت كې د پښتو ښوونكي شو. هغه، له هماغه وخته بيا تر اوسه پوري د مسكو د دولتي پوهنتون د مسكو د ختيځ پوهني انستيتوت، د مسكو د بين المللي اړيكو په دولتي انستيتوت كې د پښتو استاد، د پښتو څانګې د مشر او د ايراني ژبو د څانګې د مشر په توګه كارونه كړي دي.
د كار په دوران كې يې د فلالوژي علومو د كانديد او د فلالوژې علومو د دوكتورا تحصيلي درجې هم تر لاسه كړي او د دواړو درجو د ګټلو لپاره يې د پښتو ژبي او ګرامر پر موضوعاتو دوه پنډ كتابونه ليكلي دي او په علمي محافلو كې يې تري دفاع كړي ده. له دي بر سيره، هغه د پروفيسور علمي درجې ته هم رسيدلي دي.
پروفيسور ليبيديف، د تدريس تر څنګه، د پښتو ژبي او ادبياتو او د پښتنو د فرهنګ په باب كتابونه، رسالي او مقالي ليكلي دي، چې د ټولو شميره يې تر ۱۱۰ اثارو اوړي. د هغه لومړنې ليكلي اثر چې په كتابي بڼه خپور شوي دي، د پښتو ژبي ګرامر دي، چې په ۱۹۴۵م كال د مسكو د ختيځ پوهني د انستيتوت له خوا خپور شوي او چاپي نسخه يې ۱۸۱ مخونه لري. تر دي وروسته چې ده كوم كارونه كړي دي، هغه په لاندي ډول يادولاي شو:
١ درسي اثار :
د پښتو ژبي د زده كړي لپاره ليكل شوي او ترتيب شوي آثار: دا آثار د مسكو د هغو تحصيلي موسسو له خوا چاپ شوي دي، چې پښتو پكې تدريس كيږي. ده د ځينو داسي آثارو په ليكلو او ترتيب كې هم برخه اخيستي ده، چې پښتانه تري روسي ژبه زده كړي.
٢ د پښتو ژبي په باب علمي څېړني :
استاد د پښتو ژبي د ګرامر او نورو ژبنيو مسايلو په باب هم پريمانه آثار ليكلي دي. تر كومه ځايه چې له تبصرو ښكاري، د ده دغه برخه آثار د نوي ژبپوهني له اساساتو او د نويو څيړنو له موازينو سره برابر ليكل شوي دي.
٣ قاموسونه :
ده د نورو په ملګرتيا، واړه جيبي، درسي، واړه او پنډ روسي-پښتو او پښتو- روسي قاموسونه هم ليكلي دي او كار يې په دي برخه كې د ډير درناوي وړ دي.
٤ ژباړې :
ده د پښتو د شفاهي ادبياتو (نكلونه، وړي كيسي، لنډۍ، متلونه)، د پښتو زړو ادبياتو او د پښتو د معاصرو ادبياتو منظومي او منثوري نموني، او همدارنګه، د نور محمد تره كې د ځينو لنډو كيسو او ناولونو په شمول له پښتو نه په روسي ژبه ترجمه كړي دي.
٥ دشفاهي ادبياتو په برخه کي :
د پښتو د شفاهي ادبياتو او ليكلو ادبياتو په باب څيړني او ليكني چې په عام ډول د مقالو او د ځينو آثارو د مقدمو په بڼه چاپ شو دي.
۶.د پښتنو د فرهنګ او تاريخ په باب مقالي او رسالي:
د افغانستان او پښتنو په باب وروستي رساله يې په ۱۹۹۷م كال كي چاپ شوي ده.