اسلامي سیاست څه ته
وایې؟
د ښځو د نمايندګۍ مسئله
څرنګه چې د غربى جمهوريت بنسټ د [ ملى حاكميت ] په اساس ايښودل شوي دې نو
ددې امله هلته د نارينو په څير ښځې هم د دولت او حكومت مشرى کولاې شي ، او د لومړې و زير [صدراعظم ] په حيث
هم ټاكل كيدلى شي . خو په اسلامي نظام کې د ښځو اوږى د عملى سیاست يعنى حكومت د نظم و نسق د چلولو څخه
خالي دي ، څرنګه چې پارلمان [ د شورى مجلس ] يوه مشوره وركونکې انتخابى اداره ده چې د حكومت مشر ټاکې او هغه ته م
ورى وركوي ، قانون جوړه وي ، نو ایا د دې ادارى له پاره كومه ښځه د غړي په حيث انتخابيداى شي؟ ښه
خو دا ده چې په دې هكله د عابدينو فقهاوكومه ګډه پریکړه منځ ته راشي، خوهغه راى چې ما د شريعت د اصولو په رڼا
کې وړاندې کړي ده هغه دا ده چې ښځه د مشورى وركولودحق څخه په شرعي توګه نه ده منعه کړل شوي ، د قراّن او سنتو څخه
خو دا خبره په ډاګه ده ، چې ښځې په عمومى توګه د نارينو په مقابل کې د ناقص عقل(وجود) خاوندانى دي او همدا علت
دې چې نارينه ئى په ښځو باندې حاكمان ټاكلى دي. خوما ته ددې خبرى كوم دليل په لاس رانغى چې ګویا ښځه نه
ي کولاې چې مشوره ورکړي او یا د هغى په مشورى عمل كول ناروا دي. ، كله كله د ناقص عقل مشوره صائبه هم وي
او ځینې ښځې د نارينو په نسبت ډیرى ذهينى، پوهه او فقيهى وي ، خو په عمومى توګه د نارينه ذهانت په ښځې ډیر
دې ، همدا علت دې چې د دوه ښځو ګواهى ئى يو سړي د ګواهۍ سره برابره کړي ده ، د امام ابوحنيفه رحمة الله د
نظر په اساس[ ښځې د حدودو او قصاص پرته په نورو ټولو چارو کې قاضيه جوړيداى شي[1].]
د
امام ابن جرير رحمة الله د نظرئى په اساس[ د حدود و اوقصاص په شمول په ټولو چارو کې ښځه قاضيه ټاكل كيداى شي
او د نورو څلورو امامانو له نظره ښځې فتوي ورکولاې شي[2]].
امام ابن حزم رحمة الله د شلو داسى ښځو نومونه
اخيستى دي چې د صحابو رضى الله عنهم په وخت کې ئى فتوي وركولى[3] .
نوكله چې ښځه قاضى او مفتى ټاكل كيداى شي نو د مجلس شورى غړي څنګه نه شي ټاكل كيداى؟ ځکه چې د دې ادارى كارونه هم مشوره او فتوي و كول دي ، د پاليسى جوړولو او قانون جوړولو كارونه هم د فتوي يو برخه ده . كله چې په محكمه کې د دواړو ګواهانو د بیانونو د اوريدلو وروسته پریکړه كولى شي او یا د ګواه په توګه محكمى ته حاضريدلاې شي، نو بیا خو هیڅ داسى معقوله وجه نشته چې په شرعي پردې کې دې د شورى په غونډه کې ګډون ونه کړای شي او یا دې مشوره و نکړای شي. د ابوهريره رضى الله عنه په حديث کې د( اموركم الى ا نساءكم) څخه مقصد دې " مفوضه الى نساءكم " يعنى كله چى ستاسې چارى ښځو ته وروسپارلى شي او يوازى د هغوی په مشوره او پریکړى عمل وکولاې شي، نارينو په مقابل كى د هغوی پریکړى پوره اوكافى وګڼلى شي، نوپه هغه وخت كى د ځمكى خيټه تاسې ته د هغه د مخ څخه غوره ده. په دې حديث كى د ښځو څخه مشوره اخيستل او یا د هغوی په كوم صحيح نظر د عمل كولو څخه منع نه ده راغلې بلكه په ټولو پریکړو او تصاميمو كى د هغوی د اّزادو پريښولو څخه منع اغلي ده . په همدې توګه( الرجال قوامون على النساء ) ( سړي په ښځوحاكمان دې ) یا " لن يفلح قوم ولوا امرهم امراه ...» . ( هغه ملت به هیڅکله كامیاب نه شي چى هغوی د خپلو چارو واګي د ښځوپه اس كى ورکړي وي ) په دې اّيت او حديث كى ئى ښځې د مشورى وركولو، فتوي او تحقيق كولو یا پيشنهاد وركولو څخه نه دې منع کړي بلكه د حكومت نظام د ښځو په لاس كى د وركولو څخه ئى منع راوړى ده. په دې لړ كى يو (غلط او دد واغو) روايت په خلكو كى ډیر مشهور شوي چى( شاوروهن وخالفوهن) ( د ښځوڅخه مشوره خو اخلئ ليكن د هغه مخالفت كوئ او د هغوی په مشورو عمل مه كوي ) .
د دې روايت په اړه ملا على قارى حنفى چى په 1014 هجرى كال كى مړ شوي دې د علامه سخاوي 903 هجرى كال كى مړ شوي د كتاب ( المقاصد الحسنه فى بیان كثير من الاحاديث المشتهره على الا لسنه) په حواله ليكى چى: لايثبت بهذ المعنى ... و قال السخاوي رح مة الله لم اعرفه مرفوعا.... و قال السيوطى رحمة الله باطل لا اصل له)
( دا حديث پدې ا فاظوثابت نه دې ، سخاوي رحمة الله فرمايى چى په دې هكله د رسول الله صلی الله ع يه وسلم وينا ما ته معلومه نه ده، سيوطى رحمة الله فرمايى چى [دا د دروغو روايت دې چى هیڅ بنسټ نه ل ى][4].
د سیدنا انس رضى الله عنه څخه په همدې هكله يو حديث رانقل شوي چى الفاظ يى دا دې : (لايفعلن اح دكم امرا حتى يستشير فان لم يجد من يستشير فليسنشر امراه ثم ليخالفها فان فىخلافها البركه) ( تاسو هيچ يو دې د مشورى پرته څه كار نه كوي كه چيرى بل كوم مشوره كونكى په لاس ورنشي نو بیا د خپلو ښځې سره مشوره وکړئ خو په هغه عمل و نه کړي دا په دې خاطر چى د ښځې د مشورى په مخالفت كى بركت وي )[5] . خوشمس الدين سخاوي رحمة الله د دې روايت د نقل كولو وروسته لیکلي دې چى (فى سنده ضعف و انقطاع) ( د دې سند ډیرضعيفه او په منځ كى ئى ړۍ غوڅه شوي ده) .
محمد بن عراق رحمة الله په خپل كتاب( تنزيه الشريعه) 2 ټو ک 308 مخ كى لیکلي دې چى [دا حديث ابن لال د سیدنا انس رضى الله عنه څخه رانقل کړي دې خو عيسى بن ابراهيم الها شمى يى په سند كى راغلي او دې په درواغو ويلومتهم دې [6].]
د صحيح احاديثوله پاره د ثقه او عادلو راویانو م وجوديت شرط دې چى حافظى او یادښت يى هم ښه او درست وي او د سند د لړۍ اتصال هم يو لازمى خبره ده څنګه چى د پورتنى حديث يو روايت كونكى په درواغو متهم دې او سند ئى هم اتصال نه لري يعنى غوڅ او منقطع دې ، نو دا حديث هم د منلو وړ نه دې او " شاورهن و خالفوهن " په هكله خو دا هم څرګنده نه شوه چى دا چا رانقل کړي دې ملاعلى قارى دا په مر ات كى د سند پرته " و قد ورد " ( روايت راغلي دې ) په كليمو را نقل کړي دې ) [7].
خوپه خپل دوهم كتاب (م وضوعات كبرى ) كى ئى دې روايت ته بى اصله او باطل ويلي دي لكه څنګه چى ترمخه حواله ورکړل شوه .
په دې هكله يو بل حديث هم را وړاندې کړل شوې چى هغه سخاوي رحمة الله عليه په خپل كتاب «مقاصد حسنه » او سيوطى رحمة الله عليه په " اللالى المصنوعه فى الاحاديث الموضوعه» كى د حضرت عايشي رضى الله عنها او سیدنا زيد بن ثابت رضى الله عنه څخه د ابن عدې رحمة الله عليه ، ابن لال او الديلمى رحمة الله په حواله رانقل کړي دي چى( طاعه النساء اوطاعه المراه ندامه) ( د ښځو خبره منل د پيښمانى سبب ګرځي ) خو سخاوي رحمة الله عليه او سيوطى رحمة الله عليه دې حديث ته ضعيف کمزورې او ناکاره ويلي دي [8] .
ابن جوزى رحمة الله عليه چى په 597 هجرى قمري كال كى مړ شوې دې د سیدنا عايشي رضى الله عنها او سیدنا زيد بن حارث رضی الله عنه د روايتونو د رانقل كولوڅخه وروسته ويلى دې : ( هذان حديثان لا يصحان اما حديث زيد ففيه عنبسه قال يحيى ليس بشيء و قال ابن حبان هو صاحب اشیاء موضوعه لايجوز الاحتجاج به و ا بعثمان بن عبدالرحمن و اما حديث عائشه رضى الله عنها فقا ل العقيلى محمد بن سليمان يحدث عن هشام بواطيل لا اصل لها منها- هذا الحديث قال ابن عدې ماحدث بهذا الحديث عن هشام الاضعيف)
( دا دواړوه حديثونه صيحيح نه دي د زيد بن ثابت رضی الله عنه د روايت په سندكى عنبسه بن عبدالرحمان راغلي دې يحيى وايى چى د هغه هیڅ حيثيت نه شته. ابن حبان وائى چى نوموړى د درواغو او افواهاتو خپرونكى و ، نو په دې اساس د هغه روايت هم دليل نه ګرځي، او نه د هغه د شاګر د عثمان بن عبدالرحمان روايت دليل كيداى شي ، د سیدنا عایشي رضی الله عنها د وايت په سندكى محمد بن سليمان بن ابى كريمه راغلي دې چى هغه به هشام بن عروه ته د درواغو حديثونه م نسوبول چى هیڅ بنسټ به ئى نه درلوده – دا حديث د همغوي له ډلى څخه يو دې - ابن عدې رحمة الله عليه فرمايى چى د هشام څخه د دې حديث رانقلوونكى ټول راویان ضعيف دي ) .
د دې ډول ضعيفو او موضوعى روایاتو په م قابل كى، قراّن كريم او صحيح احاديثوكى د ښځو څخه مشوره اخستل ،اوكه چيرى رائى او نظرئى صحيح وي نو په هغه د عمل كولوجواز ثابت دې .1
1) كله چى د سیدنا شعيب عليه السلام لور هغه ته مشوره ورکړه او پي نهاد ئى ورته وکړ چى سیدنا موسى عليه السلام د خپل ځان سره نوكر كړي ځکه چى هغه قوي او امانت دار دې نو پيشنهاد معقول و او سیدنا شعيب عليه السلام نوكر ته اړهم و نو هغه د خپلى لور په مشوره عمل وکړ او موسى عليه السلام ئى د څه شرائطو په اساس د خپل ځان سره نوكر ونيوه ." د دې دواړوڅخه يوي وويلى چى اى پلاره هغه له ځان سره نوكر ونيسه داسى نوکر چى ته ئى غواړي ځکه هغه قوي هم دې او امين هم ...)
2) د بقرى د سورت په 233 اّيت كى د كوچنى د شيدو څخه د غوڅولو په معامله كى د ښځې او ميړه دواړو د ترم نځ يوه د بل سره د مشورى حواله ورکړل شوي ده او دا هم د ښځې په مشورى د عمل كولو يو ښکاره م ثال دې .
3) د حديبى د صلحى د تړون وروسته چى كله رسول الله صلی الله عليه وسلم حكم وکړ چى پورته شئ او د قربانئ ځناور حلال کړئ او د سرونو ویښتان و تراشئ او احرامونه پرانيځئ نو هیڅ څوک د خپله ځاىه څخه پورته نه شول. د دې خبرى د درى وارى تكرارولو وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلى مي منى ام المومنين ام سلمه رضى الله عنها خيمى ته تشريف يوړ هغې ورته مشوره ورکړه او پيشنهاد ئى ورته وکړ چى تاسو د چا سره د خبرو پرته د باندې ولاړ شئ او خپل د قربانۍ اوښ حلال کړئ او دسر ویښتان مو وتراشئ. كله چى سول الله صلی الله عليه وسلم په دې مشورې عمل وکړ، نو صحابه كرام رضى الله عنهم پورته شول او قرباني ئى وکړه څاروي ئي حلال کړل او يو د بل د سرونو په تراشلو بوخت شول[9].
ابن حجر رح مة الله عليه فرمايى : (و فيه فضل المشوره و...و جواز مشاوره المراه الفاضله)
( د دې حديث څخه د مشورى فضي ت معلومیږئ او دا هم را په ډاګه کیږي چى د فاضلو، راى او نظرد څښتنو او په معامله پوهو ښځو څخه مشوره اخستل روا دي ) [10].
4 - دوهم مثال ئى دا دې چى كله چى د سیدنا على رضى الله عنه او سیدنا معاويه رضى الله عنه په منځ كى دروان جنګ د پاى ته رسولو او د مسلمانانو ترمنځ د يووالي د را پيدا كولو له پاره ح كمين وټاكل شول نو د حكمينو د پریکړى د اوريدو له پاره بى طرفه صحابه كرام رضى الله عنهم هم راوبلل شول ترڅو چى ټول مسلمانان په يوه خبره متفق شي. سیدنا عبدالله بن عمر رضى الله عنه ته هم د راتللو بلنه وركول شوه ( چى بى طرفه و ) هغه د ام المومنين سیدنا حفصه رضى الله عنها څخه چى د ده خور وه مشوره وغوښته چى ولاړ شي اوكه نه ؟ په خپله ابن عمر رضی الله عنه د تګ اراده نه درلوده خو سیدنا حفصه رضى الله عنها ورته مشوره ورکړه چى سمدلاسه ولاړ شه كيداى شي چى ستا د نشتوالي په اساس په م سلمانانو كى بیا بيلتون را پيدا شي " فلم تدعه حتى ذهب سیدنا حفصه رضى الله عنها» هغې سیدنا ابن عمر رضى الله عنه ترهغى پورى پرى نښود ترڅو پورى چى هغه نه و تللى" [11].
دا دواړه پيښى په صحيح بخاري كى رانقل شوي دي. دا ښکاره خبره ده چى د ام سلمه رضى الله عنها او ام حفصه رضى الله عنها مشوره د كورنيو چارو په هكله نه وي . رسول اكرم صلی الله عليه وسلم د ام سلمه رضى الله عنها په مشوره عمل وکړ او سیدنا عبدالله بن عمر رضى الله عنه د ام حفصه رضى الله عنها په مشوره عمل وکړ او سیدنا شعيب عليه السلام د خپلى لور په مشورى عمل وکړ نو د دې ډول مستندو روایاتو په پرتله به هغه وایاتوته څه ځاى پاته وي چى ضعيف یا موضوعى وي او په هغه كتابونوكى راخستل شوي دي چى د محدثينو له نظره معتمد او متداول نه دې .
5- امير الموْمنين سیدنا عمرفاروق رضى الله عنه به هم د ښځوڅخه مشوره اخسته [12].
6- سیدنا عمر رضی الله عنه به د شفا بنت عبدالله قرشيه رضى الله عنها د راى او نظر ډیره قدردانى كوله د هغه راى به ئى مقدمه ګڼله. كله كله به سیدنا عمر رضى الله عنه دې ښځې ته د بازار د نګرانۍ كارونه هم ورسپارل[13].
7- سمره بنت نهيك اسديه رضى الله عنها چى يوه صحابيه وه او د ډیره عم ه پورى ژوندې وه، به د بازارونو دورى كولى ، خلكو ته به ئى په نيكۍ حكم كاوه او د بدۍ څخه به ئى منع كول او ج م كونكي به ئى په هغه دّورې وهل، چى له دې سره به موجوده وه[14]
8 - په نبوي دوركى به ښځو په غزاګانو كى شركت كاوه د زخمیانو علاج به ئى كولو، د شهيدانو لاشونه به ئى راپورته كول او مدينى ته به ئى اوړل او مجاهدينو ته به ئى اوبه وركولى[15] .
خوڅرنګه چى د ښځو اوږى د حكومت د چلولوڅخه خالى دي نو په دې خاطر غوره خو دا ده چى د انتخاباتو په عمومى مقابلوكى د ودريدو په ځاى ورته يوڅو چوكۍ ځانګړې کړاى ي،د دې نه پرته د نارينو له پاره چه كوم شرايط پورته ذكر شول ، هغه دوي ته هم په نظر كى نيول ضرورى دې او همدا راز ښځوته د شرعي پردې پابندې هم لازمى وګرځول شي، او د غونډې په وخت كى د هغوی د كښيناستو ځايونه د ټولووروسته وي. داهم كيداى شي چې د ښځو جداګانه شورى وي چه حكومت ته د ضرورت په وخت كى د مشورى وركولو او یا د خپلو غوښتنو د وړاندې كولو له پاره جدا غونډې وکړای شي .
وخت کې د مشورى وركولو او یا د خپلو غوښتنو د وړاندې كولو له پاره جدا غونډې وکړاې شي .
دا خو زما نظر و ليكن مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه د احزاب دسورت د ايت " وقرن فى بيوتكن ." او بعضواحاديثو په رڼا کې داسى استدلال كړ :
د قران مجيد د دغه روښانه او څرګند حكم په مو جوديت کې به ددى خبرى له پاره څه ځاې وي چې مسلمانې ښځې دې د شوراګانو اوپارلمانونو غړې شي ، له كور نه د باندى دې په ټولنيزو او اولسي فعاليتونو کې برخه واخلي . په دولتى اداروکې دې له نارينه و سره يو ځاې كاروکړي ، په پوهنتونونو کې دې له هلكانو سره یوځاې ښوونه او روزنه تر لاسه کړي . د نارينه و په روغتونو كي دې د ن سانو دندې تر سره کړي ،الو تكو او اورګاډو کې دې مسافر پالو نکې وټاكل شي ، د زده کړې او تحصيلاتو لپا ه دې اروپا ، امريكا ... ته ولیږل شي .
دكور نه د باندى د ښځو د فعاليتونو د روا والي په با ب چې كوم غټ دليل وړاندې کیږي هغه دا دى چې سیدنا عائشي رضى الله عنها د جمل په جګړه کې برخه اخيستى وه خو كوم خلك چې دغه استدلال وړاندې كوي هغوی ته ښائي دا نه وي معلومه چې په دى باب پخپله د سیدنا عايشي رضى الله عنها م فكوره او آند څه و .
عبدالله بن احمد بن حنبل رحمة الله عليه په زوائد الزهد کې او ا بن المنذر ابن ابى شيبه او ابن سعد په خپلو كتابونو کې د مسروق روايت نقل کړاې دي چې کله به سیدنا عائشه رضى الله عنها دقران كريم د تلاوت په وخت کې دغه د[ وقرن فى بيوتكن ] ايت ته ورسيده نو بې اختیاره به ئې ژړل تر دى پورى چې د هغې پړونى به لمديده ، ځکه چې په دى سره به هغې ته خپله هغه غلطى وریاديدله چې د جمل په جګړه کې و څخه صادره شوي وه[16].
(د جمل په جګړه کې دام المومنين دګډون دلاملونو او مقاصدو تفصيل زما په كتاب [ عورت کې حكمرانى قراّن و سنت کې روشنى مين ] د مستندو كتابونو د حوالو سره ليدلى شي )- ليكن پدى ګډون دام ا مومنين د پښیمانۍ او خفګان كومه حواله چې مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه ورکړې مناسب بولم چې د هغى عربى متن د احاديثو له كتابونو څخه وړاندې کړم .
ابن سعد چې په 230 هجرى كال کې وفات شوى په خپل كتاب کې لیکلي :عايشي رضى الله عنها به چې كله د " وقرن فى بيوتكن» آیت ته ورسیده نو « بكت حتى تبل خم ارها " دومره به ئى ژړل چې پړونې به لمديده[17] .
ابن ابى شيبه چې په 235 هجرى قمرى كال کې وفات شوى دى د سیدنا عائشه رضى الله عنها قول داسى نقل کړې دى : «وددت انى كنت غصنا رطبا و لم اسر مسيرى هذا» {د جمل د جګړې سفرته اشاره كوى } او وایي چې :[ زه ښه بولم چې دونې شنه لخته وى خو چې دا سفر مى نه واى کړ ې ] [18]
(" قالت عائشه لما سیدناها الو فاه ادفنونى مع ازواج النبى فانى كنت احدثت بعده حدثا) [ كله چې سیدنا عايشه رضى الله عنها ته مرګ راغى نو وي ويل چې : ما درسول الله صلى الله وعليه وسلم د نورو ښځو سره په عامه هديره کې دفن کړئ [ كوم امتیازي حيثيت مه راكوئ] ځکه چې ما د رسول الله عليه وسلم د وفات څخه وروسته يو نوى كار ايجا د کړ ې يعنى د جمل په جګړه کې مې ګډون کړ ې دې [19].
دام المومنين سیدنا عايشه رضى الله عنها پدى كار ډیرو صحابیاتو نيوكه کړ ې وه خو د هغى یادونه له دى امله اړینه نه ښکاري چې هغي پخپله دى كار ته غلط وايه او پرى پښیمانه وه بله دا چې د قران او سنت د ښکاره حكم په مقابل کې د صحابى قول یا عمل حجت او دلیل نه ګرځي .
ځیني خلك د رضيه سلطانه ، چاند بى بى او د بهوپال د شهزاد گيو حكومتونه د ښځو د سیاسي فعاليت لپاره د دليل او حجت په توګه وړاندې كوى خو پوښتنه دا ده چې که دام المومنين سیدنا عاي ې رضى الله عنها عمل او کړنه دليل نه شي كيداى نو د بادشاهانو او شهزاده ګیو کړنه به څنګه دليل وګرځي . ددى شهزادګیو او ښځو د حكومتونو د جواز فتوى خو علماؤ هم نه ده ورکړې ،كه علامه نواب صديق حسن خان بهوپالې په هغه وخت کې د دى ښځو د حكومت مخالفت نه وى کړ ې نو هغه به څه خاص حالات او مصالح په نظر کې نیولي و خو هغى هم دد ى حكومتونو د جواز فتوى نه ده ورکړې .
همدا راز په پاكستان کې د جنرال ايوب خان د دكتاتورى او امريت څخه د خلاصون په خاطر فا طمه جناح د صدر اعظمى لپاره كانديد کړاې شوى وه او مفتى محمد شفيع صاحب نظر ورکړ ې و چې د دوو بديو څخه دى كوچنۍ اختیار کړاې شي ، اوكله چې مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه د زندان څخه راخلاص شونو د مفتى صاحب د راى تائيد ئى وکړ خو دوى دواړو هم د ښځې د حكومت د جواز فتوى نه وه ورکړې بلكه د عدم جواز فتواى ئى ورکړې وه چې اوس هم په لیکلي ډول موجوده ده .
ښکاره خبره ده چې د
سترې بدۍ څخه د خلاصون په خاطر په موقت ډول دكوچنۍ بدۍ زغمل خو شوني دى مګر د هغى څخه د جواز د
يل را ویستل او مستقل اصول جوړول پكار نه دى که څه هم زما رائى دا ده چې په هغى وخت کې هم م
ونږ د(اهون البليتين) په اختیارولو مجبورنه وو ځکه چې د خپل كانديد د درولو لاره هم خلاصه وه اوبى طرفه پاتى
كيدل هم شوني وو ،او له دى پرته د فاطمه جناح د عظمى صدارت د( اهون البليتين) په اړه هم د راې او نظر اخت
اف كيد ى شي .
ځیني خلك ، په نبوى عهد کې جوماتونو ته د صحابیاتو د جماعت د لمانځه د اداء كولو
په خاطر تلل ،د ښځو د سیاسي فعاليت او ولسي ښیګڼو کې دهغوې د برخى د اخستيلو لپاره د دليل په توګه
نيسى مګر دا قیاس مع الفاروق دى چې د نرو او ښځو د ګډو غونډو او دكورڅخه د باندى دولسي فعاليتونو او په م
حلى حكومتونو کې د ګډون لپاره د جواز دليل نه شي جوړیدې .
په دى خبره کې د هيچا اختلاف نه شته چې په نبوى دور کې امهات المومنين او نورى صحابییاتي جوماتونو او د اختر لمانځل ځایو(عيدګاه) ته تللى او د سړو د صفونو شاته به ئى صفونه جوړول او لمونځ به ئى اداء كاوه ، او د سلام د اړولو نه سملاسى وروسته به كورونو ته تللى ، نبوى جومات کې د ښځو د تلو راتلو لپاره جدا لاره او دروازه وه چې تر اوسه پورى د باب النساء په نامه یادیږي ، مګر په بل طرف کې داسى احاديث روايت کړل شوى دى چې دا ورڅخه ثابتیږي چې د ښځو لپاره په كورونو کې لمونځ اداء كول ډیر غوره او افضل دى .
هغو ى ته جوماتونو ته د تللو اجازه ورکړاې وى ، خو حكم ندى شوى ، او دا اجازه هم په څه ځانګړو شرائطو مشروطه ده .
د دواړه ډوله احاديثو په رڼا کې امام نووى رحمة الله عليه ددى موضوع په اړه لیکلي دى چې :
[ ښځې جوماتونو ته د تللو څخه منع كول روانه دى م ګر دا اجازه هم په لاندى شرائطو مشروط ده چې علماؤ د نورو احاديثو په رڼا کې بیان کړ ې ده :
· عطر ئى بايد نه وى استعمال کړ ي.
· ول اوسينگا ر ئې نه وى کړ ې .
· په لاسونو او پښو کې ئى داسى زيور او ګاڼه نه وى اچولى چې اواز كوي .
· ښکلې او ښايسته لباس ئى نه وى اغوستى .
· په صفونو او لارو کې د سړو سره اختلاط او ګډون ونه کړي.
· چاپیریال او محيط داسى وى چې په فتنى او فساد کې د ککړیدو خطراو ويره تون و نه لري[20].]
حنيفى فقها و دهمدى لاملونو په اساس لیکلي چې اوس د فساد او فتنى ویره ډیره ده نو جوماتونو ته د ځوانو ښځو تلل مكروه دي [21].
د مالکې ، حنبلى او شافعى فقهاوْ رائى هم دا ده چې ښه خبره دا ده چې ښځې په كورونو کې لمونځ اداکړي ، خوكه د فتنى خطره او ويره نه وى نو جوماتونو ته تللى شي ، خو د فتى د م وجوديت په صورت کې جوماتونو ته د ښځو تلل مكروه دى[22].
مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه د موضوع په اړه د احاديثو د بیان څخه وروسته لیکلي :« دا مسئله د اسلام د مزاج او طبيعت سره څومره مخالفت ل ي ان تردى چې د الله جل جلاله په كورکې یې د عبادت په وخت کې هم دواړو جنسونوته د اختلاط او ګډون اجازه نه ده ورکړ ې .»
نو د اسلام په باره کې ددى تصور هم نه شي كيداى چې هغه دې په تعلميى ادارو، دفترونو ، كلبونو او غونډو کې د ښځو او سړو داختلاط او ګډون اجازه وركړي [23].
(جوماتونو ته د ښځو د تللو په اړه د احاديثو او احكامو تفصيلات زما په كتاب تفهيم المسائل دريم ټوك 317 – 324 م خونو کې وګورئ . )
اّیا دا احاديث د محلى حكومتونو، دولسي فعاليتونو او بلدییاتي مخلوطو او ګډو غونډو کې دشركت او برخى اخستو له پاره د دليل په حيث نيول او را وړل كيداشي ؟ هر څوك چې دخپل ضمير د ناعت او حق پلټنې په روحيه پدى سوال غوروکړ ي نو ځواب به يى منفى بیامومى .
د مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه او نورو راسخينو علماؤ ځواب د سوال په اړوند هم منفى دى مګر ځان ته قناعت و كولو ا ویا د ځواب وركولو په خاطر خو يو ويونكي ويلى شي چې ښځې دى په غونډو کې شركت نه كوي ، او كه كله دانتخاباتو اوټول ټاکنو وخت راځي اویاكومه بله مهمه خبره تر بحث او څیړنې لاندى نيول كیږي نو پړونې یا برقعه دې پرسر اچوى او د غونډې په كوم كنج کې دې کښینې خو په بحث کې دې برخه نه اخلى ، دا خو صرف يوه انګیرنه ده ، نوعيت له لاسه نه ورکو ي ، او د مسئوليت دقب ولو غوښتنه او تقاضاهم دا ده چې په غونډو او فعاليتونو کې فعالانه ونډه واخلي .
مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه دكتاب " اسلامى ریاست " په اتم باب کې د اسلامى دستور لس بنسټیز اصول بیا ن وى دى چې په هغوى کې شپږ م اصل د " ښځو منصبونه " ترعنوان لاندى داسى بیان شوى دى .
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ [سورت النساء 34 اّيت ]
[سړي په ښځو باندى قيموميت لرى ] .
لن يفلح قوم ولوا امرهم ام اة[صحيح البخارى ]
[هغه قو م به هیڅکله كامیابى ونه مومى چې خپل كارونه ئى ښځې ته سپارلى وي ] .
دا دواړه نصونه پدى اړه غوڅ او قاطع دلیل دى چې په هيواد کې د هیڅ ادارې غړېتوب او یا م دريت ښځو ته نشي سپارل كيدې، ځکه چې د اسلامى حكومت په دستورکې ښځو ته د احيثيت وركول او په هغى کې د داسې ځاې را پیدا کول د صريحو نصوصو خلاف كار دى ، ا ود الله او رسو ل تابع حكومت ا وریاست ددى مسئلى دمخالفت مجاز نه دى.
د دى تفصيلى تشريح د اسلامى ریاست په يولسم باب کې د [ په کورني سیاست کې دښځو رول ] ترعنوان لاندى په 506 – 517 مخونو كي راغلى ده .
مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه وايى، په اوسنى عصر کې دقانون جوړونکي مجلس [پارلمان Parliament ] كار يوازى د قانون جوړول نه دى بلكه په عملى ډول همدا [پارلمان Parliament] د ټول هيواد كنترول په لاس کې لرى ، همدا كابينه جوړه وى او و انوى ، د نظم انضباط او امنيت سیاستونه وضع كوى ، ا وهمدا د هيواد اقتصادى او مالې قانون جوړوى [24]. دجنګ او سولې ټول واك د پارلمان په لاس کې وى ، له دى پلوه د پارلمانونو مقام یواځې د يو فقيه او مفتى مقام نه بلكه د ټول هيواد د قوام او واكدار حثیت لرى . لدى څخه ورسته مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله ع يه د قرانى اّیاتو او نبوى احاديثو څخه ثا بته کړ ې چې دقيموميت مقام او دهيواد دسیاست او نظم مسْوليت ښځو ته سپارل داسلام خلاف كار دى ، د مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه له نطره قانون جوړونکي مجا س [ پارلمانونه Parliaments] قوام [ واكدارAuthoritative ] دى ا ود قرانى ایاتونو او نبوى احاديثو له رويه په هغى کې د ښځو ګډون غير اسلامى دى .
مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه په خپله راى ډیر اصرار كوى او وايى : پاتى شو هغه خلك چې دهغى په وړاندې دحق معیار يواځي د دنیا دغالبو قومونو کړچار او تگلاره ده او په هر حال هغوى همغه لورې ته ځي كوم لورې ته چې ډیره کي روان وي نو هغوى ته چا ويلى دى چې اسلام هم دځان سره روان کړئ ، چيرته چې دهغوى زړه ځي په شوق سره دى همغه لورې ته ولاړشي مګر لږ ترلږه بايد دومره رښتينى واوسي چې دچاپسى چې دوې روان وي نو دهغه نوم دې په جرأت سره واخلي ، او اسلام ته دې هغه خبرى نه منسوبوي چې د الله كتاب او د هغه د رسو ل سنت او د صحابه كرامو او تابعينو تاريخ له هغى څخه په زغرده انكار كوى[25] .
د همدى كتاب [ اسلامى ریاست ] په 515 صفحه کې ليکې :
اسلام په اصولى ډول د مخلوطى اوګډې ټولنى د جوړښت سره مخالف دى . او هيڅ داسى نظام چې دكورنۍ وجود او ټینګښت ته اهميت نه وركوى دا نه خوښوى چې د نرو او ښځو ګډه اومخلوطه ټولنه دى شتون ولري ، په غربى هيوادونو کې د دى [ ګډې ټولنى Mixed society ] ناوړه پایلې را ښکاره شوى ، او كه زمونږ ټولنى د هغى ناوړه پایلو د زغم له پاره تیارى وى نو ودې یې زغمي . خو ددى له پاره به څه اړتیا وي چې په اسلام کې د هغه كارونو له پاره په زور ځاې پيدا کړل شې چې اسلام په پوره ځواک سره هغه منعه کړي دي ، كه اس ام د جنګ په وخت کې د ښځوڅخه د پرستارى [ مرهم پټۍ كوونکې ] كاراخيستى دى نو د دى دا مطلب نه دى چې د سولې په وخت کې دى هغوى دفترونو ، كارخانو ، كلبونو او پارلمانونو ته رواستلى شي .
ښځې د سړو د كار په دائره کې د سړو په مقابل کې نه شي بري مندی کیداې ، ځکه چې هغوى ددى كارونو له پاره پيدا شوى ندى .
ښځې خو لا پریږده چې د موجوده پارلمانونو نارينه غړي هم د اهليت په شرعي معیارونو برابر نه دى ، ددى پارلمانونو ټول نظام د غربى جم هوريت په اصولو ولاړ دى ، او مونږ ددى پارلمانونو په ځاې د اسلام شوارئى نظام راوړل غواړو .
خو زما په نظر د شرعي احكامو او شرعي پردى په کولو سره ، ښځې د شورى او قانون جوړونکي پارلمان غړى جوړيداى شي ، ځکه چې اسلام ښځې د مشورى وركولو او قانون جوړولو څخه ندى منع کړې ، پاتى شوه د مخلوط او ګډو مجلسو او غونډو خبره ، نو د ښځوله پاره د سړو په غونډو کې د پردى او نقاب پرته ګډون كول حرام دى ، د اسلامى حكومت په مجلس شورى [ پار مان Parliament] کې دښځو دګډون لپاره دپردى او حجاب كول په قانونى ډول اړین دي . او همداراز داهم اړینه ده چې دښځو پاره دناستى دځايونو انتظام دسړو دکیناستو د ځایو او چوکیو شاته وشي . زماپدى رایه ډیرو علما ومخکې هم نیوکې کړ ې وې او نن ئې هم پرې كوي.
مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه خو ټول پارلمان ته قوام [ واكدارAuthoritative ] وايى ، زما د ناقصى راى په اساس پارلمان پخپله قوام نه ب که د قوام له پاره ټاكونکې اداره ده . قوام هغه چا ته ويل كیږي چې د هيواد د چارو د سمبالولو لپا ه د حكومت مشر ټاکې او دهغى احتساب هم كوى خو په عملى لحاظ د ملك د نظم او نسق چارى نه سمبالوى بلکې د هغى لپاره قوانین او قواعد جوړوى چې اسلام ښځې په داسې غونډو کې دبرخى اخستلو څخه ندى م نع کړ ې . زه د مولانا مودودى په وړاندې د خپلى كم علمۍ احساس كوم ځکه پخپله راى اصرار نه كوم . خو سیمه ایز حكومتونه [ د ولسواليو حكومتونه ] چې دپرويزیانو پلان او تحطيط دى په پارلمان [ دولسي جر گى Parliament] او ولايتى جر گو نشي قیاس كيدى ځکه چې دا ادارى او حكومتونه دقانون جوړونى او مشورى پور ى محدود نه دى بلکې دادګډې ټولنى او مخلوط تهذيب او كلتور د منځ ته راوړلو لپاره يو پلان او منصوبه ده ، بلدیاتي او ولسي فعا يتونه په مشاورتى او قانون جوړونكو ادارو قیاس كول قیاس مع الفاروق دى دا د سړو ډګر دى د ښځو دكار دائره نده .
پاته په نولسمه برخه کې ولولئ........
--------------------------------------------------------------------------------
- [1] هدايه كتاب القضاء - بدائع الصنائع 7 ټوک3 مخ 1974 زیږدیز كال د بيروت چاپ
[2] - المغنى د ابن قدامه ليكنه 2 ټوک 36مخ بدايه المجتهد2 ټوک 420 مخ
[3] - جوامع السير د ابن جزم ليكنه 332 مخ
[4] - موضوعات كبيرد ملاعلى قارى ليكنه 222 مخ 1921 زیږدیز كال بيروت چاپ
[5] - موضوعات كبيرد ملاعلى قارى ليكنه 322 مخ 1921 زیږدیز كال بيروت چاپ
[6] - دابن لال خگخه مقصد ابوبكر احمد بن على بن على .. بن لال الهمدانى چى په 398 هجرى قمرى كال مؤ شوى دى چى د مكارم الاخ اق تر عنوان لاندى يى يو كتاب هم ليكلى دى .
[7] - مرقات 10 ټوک 98 مخ د پاكستان ملتان چاپ
[8] - م وضوعا ت كبير 223 مخ
- صحيح بخارىكتاب الشروط لومړې ټوک 380 مخ
- فتح البارى6 ټوک 275 مخ الش وط.
- صحيح بخارى المغازى غزوه خندق 2 ټوک 589 مخ
[12]- تفسيرمظهرى په حاشيه 2 ټوک 153 مخ
[13] - الاصابه ابن حجر4 ټوک 341 مخ - الاستيعاب د ابن عبدالبر په حاشيه الاصايه 2 ټوک 241 مخ واسدا غابه5 ټوک مخ 487 په حواله د ابن عبدالبر او ابونعيم اصفهان
[14] - الاستيعاب به حاشيه الاصابه 4 ټوک 335 مخ
[15] - صحيح بخارى كناب الجهاد د لومړې ټوک 403 مخ
[16] - تفهيم القراّن 4 ټوك 90 مخ حا يه 48 سورت الحزاب
[17] - طبقات دابن سعد ليكنه 8 ټوك 81 مخ دبيروت چاپ كال 1958 م .
[18] - دابن ابى يبه مصنف 15 ټوك مخ ، مستردك دحاكم 3 ټوك 119 مخ
[19] - طبقات ابن سعد 8 سعد ټوك 84 مخ مصنف ابن ابى شبيه 10 ټوك 360 مخ
[20] - شر ح نووى په صحيح مسلم باپ خروج النساء الى المساجد
[21] - هدايه مع فتح القدير .لومړې ټوك 529 مخ ، در مختار مع رد المختار لومړې ټوك 529 مخ
[22] - المغنى لابن قدامه حنبلى 2 ټوك 202 مخ - الفقه الاس امى د ز حيلى ليكنه 2 ټوك 100 مخ
[23] - تفهيم القران سورت نور حاشيه 49 ټوك 3 مخ 390- 396
[24] - اسلامى رياست 8 باب ، 379 مخ چاپ كال 1985 م
[25] - اسلامى ريا ست 11 باب 513 مخ