ن – اکيس ، کابل
څوکالونه وړاندې کله چې دجهادي تنظيمونو له خواکلي په کلي کې پا چايانې جوړې وې ، اودغلطو رهبريو له امله يو ديوبل وينو ته تږى ګرځېده ، زمونږ په ولايت کې هم همدا حال و .
زمونږ دکورونو مخ ته دتوتانو شنې ونې ولاړ ې وې ، لاندې يې پسته شګه چې تل به پرې نابللي وسلوال ميلمانه ناست ووغوړېدلې وه .
هغه ورځ راته داسې ياده ده لکه همدا پرون چې تېره شوي وي ، ديوقوماندان وسلوالو کسانو په توشکو ډډې وهلې وې اود غريبو کليوالو په ډوډۍ يې لکه دغنيمت مال شخو ند واهه . يو نا څاپه قو ماندان له کلاشينکوف سره پورته شو، دټيټ ديواله شاته چې مخکې وړه لاره تېره وه ودريد ، شيبه وروسته يو بل قو ماندان چې درې څلورتنه وسلوال ورسره و ښکاره شو ، لو مړني قو ماندان يو نا څاپه دهغه پر او ږه ټوپک کيښود او دکلاشينکوف له خولې لمبه ووته .
قو ماندان تک ژيړ شو چې شاته يې وکتل ټکنى شو خو کله چې يې په ديره کې نا ست دخپل سيال وسلوال وليدل چپه خوله بېرته روان شو .
قو ماندان نه دډز کولوپه اړه پو ِښتنه وشوه ، هغه په خندا وويل : داسې مې وډار کړ چې په عمر کې به راته پورته ونه ګوري .
که څه هم حامد کرزي ته له پنځو ميليونو زياتو هغوهېواد والو چې لا دده ورته ذره قدرې خير هم نه دى رسيدلى رايې ورکړې ، دواک پر ګدۍ يې کينو او په دې تو ګه يې ترشاه ودرېدل خو دکرزي په غوږونوکې جنګ سالارانو داسې ډز کړى چې اوس هم ددومره هيوادوالو او بهرنيانو له ټينګ ملاتړ سره څو تنو ته پورته نه شي کتى .
خبره رانه او ږده شوه ، مطلب مې له دې او ږدې کيسې دملي سرود مسله وه .
ملي سرود د ١٣٨٢ کال دلويې جرګې له ناندريزو مسلو څخه و ، ډيرى کسانو چې ځانونه يې دخپلو خلکواستازي ګڼل داسلام او اخوت له چيغو وهلو سره دې ته حا ضر نه وو چې، هغه دى په پښتو ژبه وي .
ډېرو جهادي مشرانو چې غوښتل يې او غواړي خپل جنايتونه او له اسلام نه ناوړه استفادې پټې کړي ملي سرود ته يې بله بڼه ورکړه ، دالله اکبر سپيڅلې کلمه چې دوى دخپلو ور وڼو او وطن ويجاړولو کې له خولو راو يستله په ملي سرود کې په ځاى پر ځاى کولو ټينګار درلود .
چا خو بيا دمقاومت کلمې ( چې په نتيجه کې يې په زرګونو هيوادوال مړه ، ټپيان او بې پته شول او هېواد په کنډوالو بدل شو ) په ملي سرود کې ننه ويستل غو ښتل .
په هرصورت حق حقدارو ته ځي ، ملي سرود په پښتو ژبه ، دالله اکبر دسپيڅلې کلمې په زياتولواو دقو مونو په يادولو ومنل شو .
که څه هم په اساسي قانون کې دافغان کلمه په ټولو وطنوالو اطلاق کيږي خو لکه دحفيظ منصور په څېر پردي او پلورل شوي کسان چې له افغان کلمې سره يې حساسيت درلود ، په ملي سرود کې يو بل بيرو بار جوړ کړ او دقو مونو نومونه هم په کې ځاى پرځاى شو ل .
ملي سرود ته غو نډه جوړه شوه ، داستاد حبيب الله رفيع شعر دداودخان دجمهوريت دملي سرود په پيروى چې لو مړى بند يې هماغه دمرحوم عبدالروف بينواو، نوى ملي سرود ته غوره او له اساسي قانون سره سم درايو په اتفاق جوړ شو .
شعر کميسيون پاس او کرزى ته واستول شو، دغه را ز دنوموړي کميسيون دغړو پر وينا شعر دکمپوز له پاره باندې هم وليږل شو او وروسته له څو مياشتو ورته نږدې شل کمپوزونه جوړ شول .
خويو شمېر جهادي رهبران چې تل يې په خړو اوبو کې ماهيان نيولي او نيسي يې يو ځل بيا لکه مچۍ راوکټېدل اوله (ملي ) کېدو سره يې بيا خپل مخالفت وښود .
يوازي څو هغه کسان چې دسياليو په اورونو کې له ٦٠ زرو ډېر کابل ښاريان ووژل شول او کابل ونړېد ، يو ځل بيا يې سرونه راهسک کړل او ملي سرود يې شاته وغورځاوه .
رباني يو ځل بيا په ملي سرودکې له څو مياشتو وروسته دمقاومت دکلمې دځاى پرځاى کولو ټينګار کړى او دکميسيون دومره کړې خواري يې په او بو لا هو کړې دي
دحيرانتيا خبره داده چې تراوسه درباني ملي سرود چې نه کميسيون تايد کړى او نه له اساسي قانون سره برابر دى په ښه درز غږيږي .
کرزي چې په غوږونو کې تراوسه هم دهماغه ډز انګازې دي ، په پوره پوره سپين سترګي توب دغه سرود رد کړى او دبل سرود دجوړولو غوښتنه يې کړې ده .
کرزي په دې اړه ويلي چې ، بيا بيا شعر وکتل شو نونيمګړتياوې په کې وې ، ديوداسې هېواد چې ټول له نيمګړتياو ډک دى ، ولسمشرته چې له دوه مياشتو وروسته نيمګړتيا ښکاري ،دهغه ملت دې الله مل شي .
.