دخپریدو نیټه : 2005-04-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٠مه برخه )
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
متحده جبهه
متحده جبهه د ډول، ډول ګوندونو تر منځ په ځانګړي او یا ټولنیزو موضوعګانو باندې د ګډ عمل کړنه ده . دغه ګډ عمل د بیلابیلو کشالو په هکله په بیلو، بیلو ډولونوترسره کیږي. دبیلګې په توګه کله چې دهیوادخپلواکي اودخاورې بشپړتیا له خطر او یا تېري سره مخامخ کیږي ټول ګوندونه خپل داخلي مخالفتونه یوې خوا ته پرېږدي او د خپل هیواد له ملي ګټو څخه د خوندي ساتلو لپاره په یوه متحده جبهه کې راټولیږي. هو ! پداسې مهال کې باید ټول ګوندونه د خپلو ملي او عمومي ګټو لپاره په یوه متحده جبهه کې سره یو ځای شي .
له دې پرته کیدای شي چې ګوندونه په بیلو، بیلو جبهو کې سره راټول شي لکه د ولسمشرۍ او اولسي جرګې ټاکنې او داسې نورې لارې چارې . ښایې څو داسې ګوندونه چې د ورته اندونو او وړاندلیدونو خاوندان وي او کړنلارې یې سره نږدې وي د ولسمشرۍ له یوه کاندید څخه ملاتړ وکړي یا د ښاروالۍ او ولایتي جرګو په ټاکنوکې داسې پرېکړې ته سره ورسیږي چې هر یو ګوند د خپلې اغېزې سیمه په نښه کړي او په هره سیمه کې د ډیرې اغېزې له وړ کاندید څخه په متحده جبهه کې راټول شوي ګوندونه په ګډه ملاتړ وکړي .
ډیرځله داسې ملي اونړیوالې مسالې منځ ته راځي چې د ګوندونوپه منځ کې د متحدې جبهې جوړول اړین کوي . په ځینو ښکاره او ځانګړو ربړو او لارو چارو باندې د موضوعګانو د ارزښت په پام کې نیولو سره ځنې ګوندونه لومړی پرېکړې ته سره رسیږي او بیا د لاس لیک شوي پلاټفورم پر بنسټ د لنډې او یا اوږدې مودې لپاره د ګډ دریځ لپاره ګډ عمل کوي .
خو د عمومي مسالې لپاره لاسلیک شوي پرېکړې ته اړتیا نه شته، د ګوندونو تر منځ متحده جبهه او یا ټول خلک له لاسلیک کړي پلاټفورم پرته ګډ کار او عمل کوي. لکه همدا اوس چې په افغانستان کې د تل تر تله امنیت، سولې او ولسواکۍ ټېنګښت، په ټول هیواد کې د وسلې ټولول، دملي پوځ او ملي پولیسو پیاوړي کول، دقانوني حکومت او د قانوني حاکمیت ټېنګول، د ولسواکۍ په چوکاټ کې ددیني او فرهنګي او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ارزښتونو خوندي ساتل اودرناوی چې د ډیرو زیاتو افغانانو غوښتنه او هیله ده .