مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٣مه برخه )

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

ليکوال ( کريم ميثاق )

 ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ

 

ښوونځی او ښوونکی

 

هر هیواد چې وغواړي د سولې، امنیت، پرمختیا او عدالت پر لار لاړ شي باید له وړکتون څخه نیولي تر پوهنتون پورې ښوونځي او ښوونکي ته ځانګړي پاملرنه وکړي  او په ټولنیزه توګه د ښوونې او روزنې لارې چارې پیاوړي کړي .

 

د بشر تاریخي تجربې ددې رښتوني خبرې ویاندوی دي چې د هر هیواد ډیره ستره ارزښتناکه پانګه د هغه هیواد خلک دي .خو دغه ارزښتمنه پانګه هغه مهال غوره رول لوبولی شي چې اقتصادي، سیاسي،فرهنګي او ټولنیزه پوهه ولري . ښکاره ده چې د هر هیواد خلک هغه مهال له دغه ډول پوهې څخه برخمن کیدای شي چې لوړې زده کړې یې په نصیب شوي وي او لوړې زده کړې هم په ټولنیز ډول په ښوونه او روزنه پورې اړه لري .

 

د هر هیواد خلک چې ملي شعور ولري خپله زیاته پاملرنه ښوونځي، ښوونکي، پوهنې او روزنې ته ور اړوي او په دې پوهېږي چې ښوونځی او ښوونکی او ښوونه، روزنه د هر هیواد د ملي ژوند بنسټ جوړوي دا ځکه د پرمختیایې پلان د جوړولو پر مهال د ښوونې او روزنې غزونې، بشپړتیا او غښتلتوب ته زیاته پاملرنه کیږي او د لګښتونو ډیره برخه ښوونې او روزنې ته ورکول کیږي  .

 

داسې هیوادونه شته چې د طبیعي سر چینواو زېرمو له کبله ډیر غریب دي خو د ژوندانه او پراختیا له مخې په ډیرو لوړو پوړیو کې دي دا ځکه چې دغه هیوادونه ډیر د لوړو زده کړو لوستي کسان او کارپوهان  لري او د دوی دغه پوهه د لوړ ملي ژوند او د هر ډول پرمختیا جوړونکي ده چې کیدای شي په دې هکله د بیلګې په توګه د جاپان نوم واخلو .

 

زموږ د ګران هیواد افغانستان خلک د ډیرې لوړې هوښیارۍ او ذکاوت خاوندان دي؛ که چیرې د ښوونې او روزنې لاره ورته اواره شي او دهیواد د ټولو تعلیمي موسسو لپاره د لوړو زده کړو پوه او مسلکي ښوونکي وروزل شي باور دی چې ددغه هیواد ډیر زامن به په بیلا بیلو علومو کې داسې وتلي نووښتګر او نابغه ګان  را ووځي چې ددوی د علم رڼا او کرونده به زموږ ګران هیواد افغانستان د ترقۍ او نیکمرغۍ په لاره روان کړي .

 

د ښوونې او روزنې د ارزښت په پوهیدو سره زموږ ملي ګټې حکم کوي چې د افغانستان دولت او خلک ډیره زیاته پاملرنه ښوونځي او ښوونکي او په ټولیزه توګه ښوونې او روزنې ته ور واړ وي . څومره به ښه وي چې ښوونکي او استادان د سوکاله ژوند خاوندا وي، له خپلې سپیڅلي دندې سره سم سر لوړی ژوند ولري او خپله ټولنه یې د زړه له کومې درناوی وکړي ، ښه ده د ښوونکو او استادانو تنخاوې داسې برابرې شي چې د کورنۍ په ګډون یې ټولې اړتیاوې پکې ترسره شي ، په ښه سیمه کې ښکلي کورونه ورته جوړ شي او بیه یې د اوږدې مودې په قسط ترې واخیستل شي، د دوی کورونه دې د ښکلا او سوترګۍ له پلوه یوه بیلګه وي تر څو نور د لوړو زده کړو لوستي کسان هم د معلمۍ او استادۍ دندې ته وهڅیږي . هر کال دې د ښوونکي ورځ په ډیروپرتمینومراسموسره ولمانځل شي. هڅه دې وشي چې په دغه ورځ د لوړو چارواکو او د زده کوونکو د کورنیو له خوا د سوغاتونو او ګلانو په ډالۍ کولو سره وهڅول شي، په ټولو خبري رسنیواو خپرونو کې دې د دغه ورځې مراسم خپره شي او تر راتلونکي کاله دې هره ورځ ددغه ورځې لنډې صحنې د تلویزیون پرمخ ښودل کیږي تر څو د ښوونکي او استاد نوم په رښتوني توګه خلکو ته ور وپېژني او د دوی په زړه کې د درناوي ځای پیدا کړي .

 

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery