مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښووني او روزني وزارت ته وړانديز !

حبيب الله غمخور - سويډن

حبيب الله غمخور - سويډن ١_٤_٢٠٠٥

 

يوازي کابل ټول افغانستان نه دی ، په يوشمېر ولايتونو کښي زده کوونکي تباشير نه پېژنې ، ځکه توره تخته نشته چي ليکل پر وکړي !

پدي شپو او ورځو کې په هيوادکښې دننه او له هيواد نه بهر په مطبوعاتوکې دنوې ښوونيز کال دشروع،دښوونځيو او شاگردانو دشمير ، دلږستونزو او زياتو برياو په هکله تبليغات کيږي .
دا دخوښۍ ځاي دۍ چي پسله څو کلونو توري او وحشت نه ډکي دوري نه وروسته يو ځل بيا افغان ماشومانو دا امکان تر لاسه کړ چي هلک او انجلۍ دواړه يو ځاي ښوونځيو ته ولاړشي ، تعليم زده کړي او بيا لوړاو مسلکي تحصيلات تر سره کړي .


دا يو څرگند حقيقت دی دبيسوادۍ دله منځه وړلو پرته د هيواد بيا رغاونه ، دډيموکراسۍ پلي کول او مدني ټولني جوړيدل ناشوني کار دی ، تر څو زموږ هيواد وال دديموکراسۍ او متمدن ژوند په مفهوم او ارزښت دعلم او پوهي په برکت پوه نشي دهغو دلاسته راوړلو لپاره به يې تلاښ وړه او لازمه پايله ونلري . همدا علت دی په هغو هيوادو کښې چي ولس يې دسواد له نعمت څخه محروم وي دډيموکراسۍ ، اجتماعي عدالت او متمدني ټولني په هکله تلاښونه دهغوډلو له سر سختانه مقاومت سره مخامخ کيږي کوم چي خپلي سياسي او اقتصادي گټي دولسونو په نالوستوب کي لټوي ، هغوي دعقيدو او زړو ناوړ دودونو څخه په پراخه استفادې سره دخپل حاکميت دبقا او پايښت لپاره هڅي کوي ،تعليم او تحصيل دخلکو په منځ کښي ديوه عبث او کله کله يي د مذهب خلاف کړني په نامه تبليغوي ، تر څو دنالوستو خلکو په ذهنونو کښي دصنعتي ،علمي او فرهنگي پر مختگ په هکله دنفرت احساس پيدا شي .


زموږ هيواد يو د هغو هيوادو له جملي څخه دی، کله چي دلته چا دمعارف او تحصيل خبره کړې سمدستي بل چا بيا په يوه او بل نامه هغه دکافر په نوم رټلی او دښوونځيو دجوړيدو مخه يې نيولې ده . همدا علت و چې زموږ دهيواد داوسيدونکو ” ۸۵ ” په سلو کي نارينه او” ۹۵ ”پسلو کي ښځينه نالوستي پاته شويدي .
سږکال دښوونې او روزني دوزارت لخوا داسي تبليغات کيږي چي گواکي”شپږ ميليونه” شاگردان به مکتب ته ځي او هر څه گل او گلزار دي ،مگر پدغوتشو تبليغاتوکښي حقيقت او واقيعت ډير کم ليدل کيږي .
زه دا نه وايم چې دچارواکو په اعتراف چي دکابل دښار او ولايت په گډون په ټول هيواد کښي د ((۷۱۳۷ )) ښو ونځيوله جملي نه (( شپږ زره او اته سوه)) زياتي ښوونځي په کنډوالو تبديلي شوي او تر اوسه همدا شان پاته دي او د شاگردانو لپاره دښوونځۍ عادي تعمير نشته ، شاگردان په يخنۍ اوددوبي په گرمۍ کښي دبهرنيانوپه خيراتي خيموکي پر مځکه درس وايي ،کتابونه ،تخته او تباشيردرک نلري،ميز او چوکۍ کي خو دټولو هير دي او په زياتو ځايو کښي يې لا پيژني هم نه ، په سلو کې اتيا دمسلکي معلمانو کمښت دمعاش دلږوالي له درکه ، دلابراتوارو او نورو درسي وسايلو دنشتوالي مسله چي په اوسني عصر کي دتدريس او زدکړي لپاره لازم او ضروري دي که څه ووايم ټول به راباندي په قهر شي . ولي حقيقت  دادی چي داهرڅه ډير ساده سرته رسيدای شي که څوک ددې ټاټوبي دراتلونکي سره مينه ولري او په صداقت سره ددغي ملي ستونزي دله منځه وړلو لپاره مټي راونغاړي . درې کاله زموږ هيواد ته بهرنې ډالرونه يو په بل پسي سيل غوندي راروان دي ، هر بهرنی ميلمه چي افغانستان ته راځي نو هرومرويې يه بوجۍ او يا يو بکس ډالر له ځانه سره را اخيستي وي ، په کابل راډيو او تلويزيون کښي هره ورځ ديوه بهرني هيواد دمرستو خبر نشر ته سپارل کيږي ، هغه دچا خبره اوس ټول د ډالرو خبري کوي ، مگر ښوونځی او دعالي تحصيلاتو موسسې مو په شرموونکي او زړه بوږنوونکي حالت کې قرار لري . واېې پخوانيو چارواکو به ډير خپله اخيستل خو يو څه به يې ولس ته هم ورکول ، فکر کيږي چي اوس دا دود بدلون موندلی او چارواکي ټول ځانته اخلي !

هغه ماشوم چي ددرس ويلو په وخت کي پر بټې بيابان ناست وي دقلم ،چوکۍ،ميز ،کتاب او توري تختې درک نه وي څه به زده کړي؟

ايا معلم صاحب چي دکميا ،رياضي، فزيک او بيالوژي درس شاگردانو ته وايي ددرس ورکولو په وخت کښي دڅه نه استفاده کوي؟

بيله هغو ضروري موادو او لوازمودشتوالي ياني لابراتوار نه چي ددغو مضامينودتدرريس لپاره حتمي دي دا درس کومه پايده نلري .


دښووني او روزني وزارت بايد خپل ټول مالي او مادي امکانات او بهرنۍ مرستي دښوونيزو چارو د ښه سمبالتيالپاره پکار واچوي دمسلکي استادانو او معلمينوروزلو ته زياته توجه وکړي .
دمعلمانو او استادانو دژونددسطحي دلوړتيا ته پاملرنه ، په ښوونيزو چارواو کارونو کښي دپراخ گډون او هر اړخيزه هلو ځلو دسرته رسولو په خاطر دهغوي هڅونه به دهيواد دښونيزو چارو پر مخ بيولو کښي حياتي ارزښت ولري . که معلم خوشحاله او راضي نه وي ؟، دژوند له ستونزو سره لاس او گريوان وي څنگه کيداي شي توقع ولرو چي ددي هيواد راتلونکۍ نسل دي لکه څنگه چي دوخت او زمان غوښتنه ده تر بيه شي ؟ او زموږ هيواد دي دعالي کدرونوڅښتن شي؟

ماشومان ميز ، چوکۍ او نور ټوله هغه لوازم چي د لوست په وخت کي په کاريږي نه لري ، که کومي خيريه موسسې ورته بستې نه وای ډالۍ کړي دا انځور يې هم زموږ لاسته نه راتلی .

گرانو لوستونکو له بده مرغه زموږ پلرنی ټاټوبی دقدرت او واک تږو داسي تيکه تيکه کړی چي هر څه پکښي سوژه ده او پر يو وړه خبر کتاب ليکل کيږي ،ځکه په کلونو کلونو ډيرو زياتو واکدارو په اوبو کې لوټه ايښې او پر تير شوې دي .


پدي وړانديز کي زما موخه يوه بله مسله وه چې ددغو ورځو په تبليغاتو کښي يې زما توجه ځانته واړوله : هغه دکابل د ښار دمکررويانو په سيمه کي دانجونو دمکتب نوم ؤ . دا څو ورځي په تبليغاتو کي داا ورم چي هلته يو دانجونو مکتب د(( الفتح )) په نامه ياديږي ،لمړی مي دځان سره فکر کاوه چي ممکن مايې نوم غلط او ريدلی وي ولي کله چي ډير ځير شوم او څو ځله مي واوريده دافغان په توگه داسوال راسره پيداشو چي پر دغه مکتب دانوم کوم ښاغلي او کوم عربي پلوه چارواکي ايښی دی ؟

الفتح د يو سياسي سازمان نوم دي چي په فلسطين کي وسلوال فعاليت کوي دا چي داسازمان په نړۍ که څه ډول شهرت لري په ماپوري اړه نلري ، او نه دهغه سپيناوی زمادنده ده .ولي دحيرانتيا  خبره داده چي  زموږ په هيواد کي لږ تاريخي شخصيتونه تيرشوي دي ؟،اياموږ دا دنده نلرو چي دهغوي ياد دداشان علمي مؤسيسو په نومولو سره هميشنۍ کړو؟

په لاندني انځور کښي افغان زده کوونکي تر ونو ( درختو ) لاندي په درس ويلو بوخت دي .

ايا په کوم عربي هيواد کي دلوي احمد شاه بابا ،ميرويس نيکه ،زرغوني انا، ملالۍ او نورو په سلهاو سترو او تاريخي نه هيريدونکو شخصيتونوپه نامه کوم شی شته ؟ او يا کوم ځاي ددوی په نامه نومول شوی دی؟ يوازي پاکستان په ډيره بېشرمي سره پر خپلو وژونکو وسلو هغه نومونه ايږدي چي زموږ دافتخاراتواو ملي غرور سره نيغ په نيغه اړيکې لري خو موږ ورته چوپه خوله ناست يو!!!
وړانديز او کلکه غوښتنه مي داده : دکابل دښار دانجونو پر ښوونځۍ دالفتح د نامه په ايښودلو سره زموږ دهيوادولو پر پاکو او سپيڅلو اسلامي احساساتو سياسي تجارت ته دپاي ټکی کښيښودل شي . څرنگه چي پدې ښوونځی کښي افغاني ميړنۍ پيغلوټې درس وايي دا ښوونځی ډير ژر د الفتح په عوض ديوي افغانې ښځې چې نوم او کارنامې يې زموږ دهيواد وياړوي په نامه ونومول شي .

انځور ښيې چي يوه ښوونځی د جنګسالارانو په توپونو ورانه ويجاړه ولاړه او زده کوونکي تر ونو لاندي په سرو غرمو کي په زده کړه بوخت دي . په دې ځای کښي ښوونکی هم د ناستي لپاره چوکۍ نه لري .


ددولت ملي دنده ده چي زموږ دملي او تاريخي څيرو ،دعلمي او فرهنگي شخصيتونو دکارنامو او قهرمانيو ياد په هيواد کښي دهغوي په نامه دعلمي موسيسو ،ښارونو او واټونو په نومولو سره تل پاتي وساتي .
دا وطن دافغانانو دی .

دافغاني اتلانو ،دعلم او فرهنگ دسالارانو نيکي او درني خاطرې دي ابدي وې .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery