مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-03   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

د افغانستان د علومو د اكاډمي مشر په افغان تجارتي مركز كې

خيبر - ماسکو روسيه

په مسکو کي د بېنوا ويبپاڼي خبريال ( خيبر ) راپور 

دافغانستان د علومو د اكاډمي مشر، د سر محقق مرستيال، عبدالباري راشد، چي د روسيې د فدراسيون د علومو اكاډمۍ په رسمي بلنه، مسكو ته په سفر راغلي دی، د افغان تجارتي مركز د مشر، غلام محمد په بلنه، له دغه مركز نه د «سيواستوپل» د هوټل په سيمه کې، پرون د جمعې په ورځ  هم ليدنه وكړه.

 

په دغه كتنه كې چې له غرمې نه وروسته تر سره شوه، د افغان تجارتي مركز پر مشر بر سيره، د دغه مركز د رهبري غړيو او يو شمير فرهنګيانو او د افغانستان د لوي سفارت دويم سكرتر، ښاغلي عزيزالرحمن فايق او د روسيې د علومو د اكاډمي سلاكار، ډاكټر زرمتي هم برخه اخيستي وه.

 

د كتني په پيل كې، د افغان تجارتي مركز ريس، ښاغلي غلام محمد، د دغه مركز د كار او فعاليت په هكله، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ مشر ته، بشپړ معلومات وړاندي كړل.

 

ښاغلي غلام محمد، د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د دي مركز د كار په سيمه كې په مسكو كې د ميشتو افغانانو لپاره د كار او تجارتي فعاليت زمينه برابره شوې ده، او دلته تر ډيري اندازې د افغاني ټولني ستونزو ته ځواب ويلي شوی دی.

 

هغه وويل چې د دي مركز په سيمه كې ، يو ښوونځی، يو وړوكتون، يو جامع جومات، ملا امام، د «نويد روز» په نامه ورځپاڼه، «افغان ټلويزيون» چې په ورځ كې څلور ساعته خپروني لري، خياطي او همدارنګه سلماني كار او فعاليت كوي. هغه زياته كړه، چې دا مركز، نه يوازي يو تجارتي او سوداګريزمركز دي، بلكي دا يو ټولنيز او فرهنګي مركز هم دی. دا ځكه چې د دې مركز په نوښت ملي او مذهبي جشنونه او مراسم په ډير شاندار ډول لمانځل كيږي.

 

همدارنګه، د دغي كتني په ترڅ كې، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ مشر، عبدالباري راشد، په افغانستان كې د علومو د اكاډمۍ د كار او فعاليت په هكله په دغه كتنه كې حاضرينو ته معلومات وړاندي كړل.

 

د سر محقق مرستيال، عبدالباري راشد، وويل، د روسيې فدراسيون ته زما سفر، د دواړو هيوادونو د علمي ملګرتيا د بيا پيل كولو، د علمي تجربو، د علمي آثارو د را كړي وركړي، د پوهانو د تګ راتګ، د ګډو كنفرانسونو او سيمينارونو د جوړولو، په افغانستان، روسيه او منځني آسيا كې د ګډو څيړنو، د آثارو د ليكلو، د افغانستان – روسيې د اړيكو د تاريخ لپاره يو نوي باب  پرانيزي.

 

د يو بل خبر له مخي، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ مشر او د افغان تجارتي مركز مشر، او د دغه مركز د رهبري غړيو، د يو تن افغان د فاتحې په مراسمو كې چې د دغه مركز په جامع جومات كي تر سره كيدل، هم برخه واخيستله.

 

د فاتحې په مراسمو كې له گډون وروسته، ښاغلي راشد او په كتنه كي ټولو برخه والو د افغان تجارتي مركز د مشر د كار په كوټه كې د غرمې ډوډۍ وخوړله او بيا يې د افغان تجارتي مركز له ځينو شركتونو او مغازو نه هم ليدنه كتنه وكړه.

 

ښاغلي راشد د بېنوا ويبپاڼي لپاره د مرکې پر وخت وويل :  په مسكو كې د علومو د اكاډمي د مشر او د بيلا بيلو څانګو د مشرانو سره د هغه ليدنه كتنه ډيره گټوره وه، او دواړه خواوي، دي موافقې ته ورسيدل، چې د دواړو خواو د علمي اړيكو د بيا ټينګولو او پراختيا لپاره بايد د يو هر اړخيز تړون سند ډير ژر برابر شي. دغه سند به له پوره غور نه وروسته، بيا يا په كابل او يا په مسكو كې لاسليك شي.

 

همدارنګه، هغه زياته كړه، چې له افغان تجارتي مركز نه د هغه ليدنه كتنه، د هغه لپاره په حقيقت كې په دغه مركز كې د افغانانو د ديو ځاي كار او روزګار د سر ته رسولو تر څنګ، د افغانانو د يووالي او اتفاق يو رمز  و، او دا د هغه لپاره د ډيري خوښۍ او خوشحالۍ ځای دی، چې افغانان د كډوالۍ په شرايطو كې هم خپل ملي يووالي ساتي.

 

له پنځلسو نه د زياتو كلونو نه وروسته، دا لومړي ځل دي، چې د افغانستان د علومو د اكاډمي مشر، د روسيې د فدراسيون د علومو د اكاډمي په بلنه، مسكو ته په  رسمي  سفر راغلي دي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery