مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افراطيت او يوويشتمه پېړۍ

فضل محمد کټوازی - کوريا

فضل الرحمن کټوازی- سهيلي کوريا

 

زه چي په مطبوعاتو کي په خاصه توګه دغربي مطبوعاتو نه دمذهبي عقايدو په اړه څه اورم ډيرمي زوروي،او حيران په دې يم چه داديوويشتمي پيړۍ په انسانو څه شوي،چه دومره افراطيت په مذهبي عقايدو کي ښيي ،بيا په خاصه توګه په غربي نړۍ ، ولي چه څه موده مخکي  دا غربي نړۍ وه چي داعتدال درس يې ورکولو ليکن اوس يې مطبوعاتو دمذهبي تبليغ او دفاع لپاره مټي رانغښتی دي..

 

هره شيبه او هره ورځ بايد دمذهبي پلارانو په باره کی يوه څه نشر کړي داڅو ورځی خويي صرف او صرف پوپ جان پال دويم ته ورکړي.

 

دومره زيات يي صفت کيږي چي  ګنی داروحانی ملا دټول غرب او په تيره بيا دمتحده ايالاتو دوحدت يو سمبول وي ،او دنياته يوداسي انځور مخي ته راوړی چه ګمان کيږي  چه غرب یو بېل تشخيص لري،غرب او باقی نړي سره بېل دي.

 

دداسي قسم مطبوعاتو تر شا که هغه په اسلامي نړۍ کي دي او که په غربي نړۍ کي تر شا يې پټ لاسونه کارکوي.

 

ددی پټو لاسونو دخپلو عقايدوسره هم کومه مينه نشته دا صرف خپلی ګټي په نظر کي نيسي،اوددنيا دلرغونو تمدنونو تر منځ واټن رامنځ ته کول غواړي.

 

حتی چه داپټ لاسونه زمونږ هغه نوي نسل ته چه په غرب کی دپناه او ديوه اسوده ژوند په شوق تللی او ياتلل غواړی نوي نوی جنتونه او خيالی دنيا ته رابولی او ددوي Brain Wash کيژی.

 

زه دټولي متمدني نړۍ دروڼ آندو سياست مدارانو څخه دزړه له کومی خواست کوم چه دې افراطيت ته دي دپای ټکی کيښيږدي، او که چیرته داسی ونه شي نو هغه دنيوټن قانون چي دعمل ردعمل ضرور شته.

 

بيا به اوبه دورخه تيري وي ،او دنيا به ديوې نوي بلا په منګلو کي ښکيل شي يعني Clash of Civilizations چي دمخکي نه يې بعضي مخورو وړاند وينه هم کړې ده.

 

ملګرو ملتونو ته پکارده چه ددې نوي بلا دمخنيوي لپاره بايد چټک قدمونه واخلي ،او يوه داسي جرګه دملګرو ملتونو په مقر کي جوړه شي.

 

چه هلته دټولو لويو دينونو عالمان را جمع کيږي او هرکال دمذهبي روادارۍ او اعتدال په هکله پريکړي کيږي.

 

ترڅو موږ وکولای شو چه نوی نسل ددې لويي بلا يعني افراطيت نه خلاص کړو،او دټولو مذهبونو ترمنځ دمينی او ورورولۍ فضا جوړه کړو .

 

د بېنوا ويبپاڼي يادونه : د ښاغلي کټوازي نظر نه يوازي داچي د بېنوا ويبپاڼي نظر نه دی ، بلکي په ليکنه کي يې د بېنوا ويبپاڼه هم د پاپ جان پاول دخبرونو د خپرېدو په سبب په نيوکه کي راځي .

موږ د خپلو درنو لوستونکودمالوماتو په اړه د پاپ وروستي خبرونه خپاره کړي دي ، که د ښاغلي کټوازي  د نيوکي تر سوټي لاندي هم راغلي يو ، د ليکني د راليږلو نه يې مننه  کوو !

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery