هــــــــــــــــــوا
د (. پنجاه شد بسته کو!) ږغ سره د کانتينر ور له بهر نه وتړل سو.د دوبي د لمر سوځونکو وړانګو له کانتينر نه سور تنور جوړ کړی و له ديوالو نه يې لکه د سرې تبۍ بړاس پورته کيده، د هر چا ﻻس، پښه يا مخ به چې ترې وموښت د اه کريغه به يې له خولې ووته.هلته لکه قبر توره تياره وه، تکه توره شپه وه، څه نه ښکاريده، څنګ تر څنګ وﻻړو تخته سوو انسانانو يو بل نه لېده، هوا بنده وه ، هلته کومه کړکۍ، سوری او يا درز نه و، دا تنور وو چې انسانان په کي اچول سوي وه .
د کانتينر په اخير کي د تبۍ غوندي سره ديوال ته يوه ډډه لګولې وه په دوو ګوتو په داسي حال کي چې ځنګونونه يې پورته درولي او ﻻسونه يې پر راڅرخولي وه ناست او په دوو ګوتو يې تسبې اړولې او ورو ورو يې له ځانه سره څه وويل.
تودوخه، تياره او د هوا نستوالۍ او د ځای تنګوالۍ د پسو غوندي تخته سوو انسانانو نارې، غلبلې، شور، بکاو،چيغې ، فرياد ،اوف خدايه نارې ، زګيروي او کوکارو د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
هوا! هوا! هوا !هوا! ...
يوه په بوغارو بوغارو ويل: اه خدايه ستا په دې ارته نړۍ کي داسي انسانان هم سته چې هوا يې په بل نه ده پيرزو!
د يوه سپين ږيري زګيروی و په خوله کې يې ګوتي اچولي وې او نور يې له ځانه پوري واهله او نارې يې واهلې :
هوا! هــــــــــــــــــــــــــــــــوا! ...
خو په وﻻړي يې په سلګۍ سلګۍ سا ورکړه، اوپه يو بل وﻻړ ور ولويد،هغه ږغ کړه : وروره ځان ټينګ که خو د هغه بدن لکه لرګی وچ وو.
هغه سړي بيا نارې کړې :
دا خو مړ دی!
يوه وويل :وروره همداسي پورته يې تکيه کړه!
يوه بل په خواشينۍ ږغ کړل :
وړونو د کانتينر ديوالونه وډبوۍ!
هغه چې د کانتينر ديوالو ته نژدې وه د کانتينر په ډبولو يې پيل وکړچا په ﻻسو چا په پښو چا په خپلو چمپلانو او چه وټو چا په خپلو څنګلو د کانتينر ديوالونه ډبول، دې ډبولو ازانګې جوړې کړي وې
ډبه ډبه ... ډبه ډبه ... ډبه ډبه ...
خو بهر هغه چا نه اوريده لکه چې ټول کاڼه او ړانده سوي وه يا يې سر نه خلاصاوه يا له خدايه نه وېرېدل ...
نور په پښو ، ﻻسو او څنګلو کې توان نه وو پاته نو سرونه يې د وسپني ديوالو ته ونيول :
ډبه ډبه ... ډبه ډبه .... ډبه ډبه ...
د کانتينر ديوالونه په وينو ورنګېدل او لکه په تبۍ چې اوبه واچوې د وينود وچيدو بړاس ترې پورته سو .
خو دا چا نه اوريده لکه چې بهر د انسانانو په څيره کې ماشينان وﻻړ وه .
نور نو د نهيلۍ څپه خپره سوه خوږمن زړونه نور هم نا اومېده او خوابدي سوه د يوې شېبې لپاره چوپه چوپتيا سوه . د لسو_ دولسو تنو پښې سوستي او بې واکه سوې او پر نورو ورولوېدل هغو نورو دهوا د بچت په خاطر ځانونه پانسۍ کړي وو.
په سترګو ايله اوس دومره ښکاريده چې څوک مړه او څوک ژوندي دي خو هر ژوندي يو مړی په غېږ کي نيولی و او دواړو رډ رډ کتل، يوه نارې کړې :
شهيدان د کانتينر و اخير ته يو د بل په سر پرېباسۍ!
د مړو تيرول دا زګيروی او نارې نوري هم زياتي کړې همدا د بې وسو او بې کسو د نااوميدۍ زګيروی و.
هوا! هوا! هوا!....
يوه ناري کړه : وګورۍ وړونو په کوم سوري او درز پسي وګورئ!
يوه د اورلګيت د خاشی په اندازه يو سوری وموند او له خوشالۍ يې چيغې کړې دا دی يو سوری او هڅه يې کوله دا سوری غټ کړی او نوکان يې ورته ونيوله : ګريږه ګريږه ....
هر هغه څوک چې ځګندن ته نژدې و هغه به يې د خاشې سوری ته ورنژدې ګړ او هغه به چې خپله خوله د کانتينر ديوال ته ور وړه د شونډانو به يې جز سواو پوست به يې د کانتينر په سور ديوال وموښت .
يو ځوان چي خپله سينه يې په سوک ډبوله او سا يې په اوږو شړله، ايشيدلې تبه يې وه، ژبه يې له خولې راوتلې وه او په سا نيولې سا نيولې يې ويل :
هوا! هوا! اوبه !
يو هلک چې د پنځلس شپاړس کالو و خپل خامکي دسمال چې د خور د ﻻس نښه يې وه په خپلو خولو لونداوه اود هغه په شونډانو يې تېرا وه
دې ځوان دا هلک وپيژانده او ورته يې ورو وويل :
جانانه! او څو ځله يې سترګې ورَپولې او زياته يې کړه :
دا زما مور ته ووايه! او په وړو وړو سلګيو يې په وﻻړی سا ورکړه .
د بهر نه بيا د مرميو ږغ پورته سو دلته بيا ډبول پيل سول :
ډبه ډبه... ډبه ډبه... ډبه ډبه...
يوه پر سوري سترګه برابره کړه، با ڼه يې پر ديوال وموښتل خو څه يې ونه ليدل .
يوه په خولې کې ګوتي اچولي وې او خپله خوله يې سره کشوله، سينه يې راپړسېدلې وه ژبه يې راوتلې او شونډان يې رپيدل خو له خولې نه يې څه نه وتل ټول بدن يې ريږديده پر جانان يې تکيه کړې وه جانان به خپل خامکي دسمال په خپلو خولو لوند کړ او د هغه په شونډو به يې ورتير کړ،نبض يې زيات په غورځېدو سو
هغه د جانان په وينو لړلی ﻻس ونيوی د هغه په سترګو کې اوښکې لغړيدې مازی يې د ومره وويل :
جانانه! دا زما.. زوی ...زوی ..نور يې ژبه ګنګوړه سوه .
د سترګو تور او سپين سره وﻻړل ﻻسونه او پښې يې سست سول اوولويد جانان هغه تکيه کړ. اوهغه يې ﻻس په ﻻس د کانتينر اخير ته تېر کړ. يو بل بيا ﻻسونه لپه نيولي او سا يې ورکړې وه او همداسي شخ ( وچ ) پاته و
شپږ اووه چې سرونه يې له وسپني له ديواله سره جنګولي وه يو په بل پسي سا ورکړه .
جانان په خپلو خولولوند دستمال د يوه يوه په خوله او شونډانو موښه، د اخير نه د دعا ږغ ودريد ، د هوا هوا نارې وار په وار کمېدې
يو يو ﻻ اوس هم سوري ته ورنژدې کېده خو سوری هم هوا ورته نه پريښودله
د جانان و سترګو ته يې خور ودريده هغې ورته ويل: زما د ﻻس نښه ورکه نه کړې...
. د جانان بدن هم سست سو خور يې ورته کږې وږې ليکي سوې او دا ليکي يې سترګو ته دوري هوري کېدې، اوږې يې درنې وې خپل خامکي دسمال يې په ﻻس کي ټينګ کړ
نوره چوپه چوپتيا خپره سوه .
کله چي د کانتينر ور پرانستل سو د هغه مړي لکه د نورو کانتينرونوغوندي يوې کندي ته وغورځول سول . د جانان ﻻسونه وښوريدل او چيغې يې کړې خو بيا هم چا نه اوريدل، خلکو ورته کتل او ورباندی يې خندل او بيلدوزر خاوری ورباندي تويولې. جانان ايله په وينو او خولو لړلی خامکی دستمال له خاورونه را بهر کړ او هغه يې د دی ټولو شهيدانو جنډه وګرځوله .
جنډه په رپيدو سوه تر اوسه دسهار نرۍ وږمې د دې کوچنۍ جنډې د رپيدو د ږغ موجونه تر ليروليروسيمو ، د خلکو تر غوږو رسوي . ليکوال : (( محمود نظري ))