احمدشاه ابدالي جرګه
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره
وژني وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
په افغانستان کې سوله څنګه او کله راتلاى شي
پدې وروستيو کې د افغانستان لپاره د "حل لارې" د موندلو پر لور يو ځل بيا هلې-ځلې ګړندۍ شوې دي. دا هڅې په لندن کې په رسمي او نارسمي توګه د غونډو او سيمينارونو پر بڼه ډېرى وخت تر پر زړه پورې او جذابو نومونو لاندې کېږي. داسې ښودل کېږي چې ګوندې نوښت يې پخپله د افغانانو په لاس کې وي. خو داسې نه ده. د غوونډو بهير د برتانوي اړوندو سياسي کړيو او مطبوعاتو له لوري کنترول ـ له يوې خوا د نيمه دروغو د وړاندې کولو په ترڅ کې ب تانوي ولس غولوي ـ او له بلې خوا د دې بهيرونو پايله پر هغه لوري روانوي چې چوکاټ يې هغوى جوړ کړى وي.
افغانانو ته، چې د خپل هيواد پېښې له نږدې څاري، جوته شوې چې د تېرو درۍ لسيزو په اوږدو کې د افغانستان لپاره د سولې هره هڅه د سولې تر نوم لاندې شنډه شوې ده. کله چې درد ځپلو افغانانو د خپلې غميزې په اړه غږ پورته کړى او په افغان هيواد کې د رښتينې سولې د موندلو پر خوا کوم رښتيونى تاند تکل پيل شوى، نو هغه ډېر ژر د سولې شنډوونکو پر اس، له زرغونېدو او غوټۍ کولو د مخه شنډ کړ شوى دى. د دې لامل دا دى چې سوله وژونکي داسې روزل شوي لوبغاړي لري چې له نورو ښې تمساح-ډوله دروغينې اوښې تويولى شي، هر ډول اسانتياوې ورته چمتو کېږي ـ او د سولې په نوم د سولې راتلو مخنيوى کوي.
وايي څو تنه غله د چا کورته ورلوېدلي وو؛ د کور قيمتي شيان يې غلا؛ په کټ کې يې پر پوزي اچولي وو او پر سر يې د کور څښتن تر تلتک لاندې په رسيو ټينګ تړلى و ـ په رڼا ورځ يې په اوږو کړى کټ د بازار په منځ کې تښتاوه. د کور څښتن به ناره وکړه چې او خلکو! د خداى لپاره دا غله دي يو يې وړم! ور سره به تر کټ لاندې څلور تنه غ و پر يوه غږ، غږ پورته کړ چې وروره تا دې خداى راجوړ کړي ـ موږ دې غله يو!
داسې نه ده چې ګوا کې څوک د افغانستان د تاريخي ستونزو پر واقعيتونو نه پوهېدل. رښتيا خبره دا ده چې د پرنګي پر لاس د ټوکر-ټوکر شوي، لوټل شوي افغان او ترې غلا شوې افغان خاورې د همداسې ساتلو لپاره د پرنګي له خوا داسې تور تم جوړ شوى و چې له سترګورو يې هم د ليدو شونتياوې تروړلې وې. په عمدي توګه يې د افغانستان د ستونزو د علتونو د راسپړلو پرځاى، زموږ ملت او نړيوالو ته د هغوى د معلولونو د ورمخ ته کولو دنده په خورا زرنګۍ سره مخ پر وړاندې بيوله. دا د داسې يوه طبيب نسخې ته ورته وه چې پر سرطان اخته يوه ناروغ ته د اساسي علاج پرځاى د ترياکو ګولۍ ورخوري؛ تر څو يې درد لږ څه کم؛ له ځان نه ناخبر، بېخوده او نشه د وخت په تېرېدو سره خاورو ته وسپارل شي.
پر افغانستان د شلمې پېړۍ د و وستيو دوه نيمو لسيزو تپل شوې جګړه د هغو تېرريو، جګړو او توطيو دوام و چې په بېلابېلو ـ او ډېرى وخت يوه بل ته د ورته پلمو په لمن کې ـ د يوه پياوړي افغان ملت پر لاسونو د يوه پياوړي مشر، احمدشاه ابدالي بابا، پر مشرۍ د معاصر تاريخي افغانستان له جوړېدو سره سم ، يا لږ تر لږه، د نونسمې پېړۍ له پيل څخه پيل شوې وې. د افغانانو هيواد د شمال-سهيل او لوېديز- ختيز په منځ او وړاندې پرتې خاورې په توګه د بېلابېلو وختونو او رنګونو د تاړاکګرو، نړۍ ورانوونکو او کلونياليزم لپاره د پُل حيثيت لاره، چې د هند "طلايي مرغۍ" ته د ځان رسولو په هڅه کې وو. نو لدې کبله د شلمې پېړۍ په وروستيو او يوويشتمې پېړۍ ته ننوتلې جګړې ته هم پدې چوکاټ کې کتل اړين دي.
نو پر خپل تاريخ د رڼا شعوري پوهېدو پر لور د يوه تکل پر هڅه به د داسې يوې پرځاى کتنې لپاره اړينه وي چې په لنډه توګه زموږ د هيواد د تېرو دوو پېړيو سياسي پېښې د نوې پيل شوې يويشتمې پېړۍ له روانو پېښو سره د تاريخي واقعيتونو د څو کي ييزو نېټو او بېلګو راغونډولو او چاڼولو په ترڅ کې وتړل شي.
***
دوه سوه کلن ناسور
زموږ د سيمې په تاريخ کې هېڅ خوځښت هم د افغانانو له ګډون پرته بريالى کېداى نه شو. افغان پتمن ولس او نوميالو مشرانو يې، چې د سيمې تاريخ پرې وياړلى، ښکلى او ډک دى، تل له خپل ټاټوبي په مېړانه دفاع کوله او تر استبداد لاندې نورو ملتونو ته يې هم د مرستو لپاره ځان ور رسولى و.[1] خو دا واقعيتونه په قصدي توګه پټ او بېساري هڅې روانې وې چې د هغوى مسخ کړل شوې بڼه زموږ د ملت په ذهنونو کې ورځاى او پخه کاندي. د دې دندې سرته رسولو په موخه، افغان دښمنانو، له يوې خوا د افغانانو د تاريخ ليکنې لپاره "افسانه ليکونکي" استخدامول، او له بلې خوا يې تل په وير کې ددې ولس د ښکېلولو او ښکېل ساتلو له لارې، هغه ته دا موکه په لاس نه ورکوله چې خپل ځان راټول کړي، ځان سمبال کړي او خپل تاريخ په خپله وليکي. د شلمې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې پر افغانستان د روسانو د يرغل او نورو افغان غليمو ځواکونو په اړه د افغان ملت له تاريخ سره هم کټ مټ همداسې لوبه روانه وه.
د افغانانو د اتحاد او ملي اتفاق فکرد ١٧ پېړۍ په بهير کې د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا په حماسي اشعارو کې ځان راڅرګند کړ. کله چې په هند کې د بابري مغُلو "عدل و انصاف" ورڅرګند شو، او کله چې ورته په دکن کې د حيدراباد نظام له تقيه خانو او سپېځلو ځايونو څخه د خپلو اسونو لپاره د غوجلو جوړولو په ترڅ کې پر اسلام د اورنګزيب تظاهر بربنډ شو، نو له هماغه دمه خوشحال بابا د افغان پر ننګ توره وتړله او د پښتنو د يوه موټي کولو له لارې يې غوښتل مغُلو ته د سبق ورکولو په ترڅ کې د فريدخان [شېرشاه] روح خوشحاله کړي.
د ميرويس نيکه پرلاس د گرگين ماتېدل او پر اصفهان حکومت کول د افغانانو په ککرو کې د خپل ځانګړي دولت د جوړولو د سوچ پيل و. که څه هم تر هماغه دمه، له هغه نه د مخه او بيا وروسته، زموږ خاوره د سيمييزو امپراتوريو [مغُلو او صفويانو] د تاړاکونو ډګر و، خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ځانګړو ملي دولتونو د جوړولو دود او نظريه په عامېدو وه.
په ١٧٤٧ کال کې د قزلباشو [سورخوليو] پرلاس د نادرشاه افشار وژلو ٢٥ کلن احمدشاه ابدالي ته ـ له فُرصته پرځاى ګټې پورته کولو ـ دا وياړ ورپه برخه کړ چې د افغانستان په نوم د افغانانو د خپل پياوړي دولت د بنسټ پر ټينګولو لاس پورې کړي. د دې عمل د پلي کولو پر ور، احمدشاه بابا تر هرڅه لومړى د افغانستان د هغو طبعي پولو د ساتلو په فکر کې شو چې د افغانانو ټاټوبى و. پدې خوا د خوځېدو لپاره تر هرڅه اړينه وه چې د ګرد افغان اولس د يو موټي کېدو په تکل کې شي. دراني بابا دا تکل په عملي توګه هغه وخت په بريالۍ توګه پيل کړى و چې د يوويشتمې پېړۍ بې سياله زبرځواک، شمالي امريکا، د هسپانويانو او انګرېزانو کالوني وه ـ او بيا د معاصر افغانستان له جوړېدو ٢٩ کاله وروسته، ١٧٧٦ کال ـ د اوږدې مبارزې په پايله کې د جيورج واشنګټن پر لاس د امريکا "متحده ايالاتو" د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
پر دې لور د احم دشاه بابا لومړى ګام د کابل نيول وو. د خپل لومړي کمپاين د لګښتونو لپاره يې د پارسيانو له خوا له هند څخه ټول هغه مالياتي مالونه ضبط او "عطاياى حضرت يزدان" وبلل، چې د کابل او پېښور له لارې پارس ته روان وو. په کابل کې هغه مهال د تُرک-توکمه قزلباشو يو پوځي ګارنيزيون و چې د نادرشاه افشار له خوا يې پر کابل ولکه لرله. د کابل پر نيولو پسې، يوځل بيا ".. ستر سوبمن او د مېړونو مشر.."، درانى احمدشاه، د "کابل سين په ناوه کې" ځان پياوړى کړ. د خپل ملت او هيواد د جوړونې دې سپېڅلي هدف او سوبې پر لاس ته ور وړلو پر لور، احمدشاه ابدالي بابا پر لوى خداى توکل، پر خپل صداقت باور او د خپل غيرتي ملت پر ملاتړ ډاډ درلود ـ او ترشا يې "د هندوکش [غرونو] ملاتړ او پر وړاندې يې [په هند کې] د محمدشاه مغُل بې سېکه شوى کاواکه ځواک پروت و.[2]
په ١٧٤٩کال پر هند د لومړي ي غل په پايله کې، دراني لښکرو د بابري "ابوالفتح ناصرالدين محمدشاه خجسته اختر پادشاه غازى شاه جهان" پوځونه م ات کړل. نوموړي خپله پلازمېنه، ډهلى، يواځې هغه وخت خوندي وساتلى شو چې د اباسين د غاړې لوېديځ ته له پرتو افغاني خاورو څخه يې لاس واخست. پر هغه سربېره يې د سند ايالت هم افغانانو ته پرېښود. پدې توګه افغانانو په سهيل کې د پښتنو او بلوڅو د ګډ ټاټوبي، بلوچستان، په شمول او په ختيځ کې د اباسين تر ختيزو غاړو پورې خپل هيواد خپل کړ، په ګودر او کراچۍ کې يې د عربو سمندر ته لار وموندله. غلام محمد غبار د "افغانستان در مسير تا يخ" په ٣٦١ مخ کې ليکي چې: ".. په همدې سفر کې و چې احمدشا په پېښور کې يوسفزي قبايل "بر درانى" [لر دراني] وبلل. د اباسين ښيو غاړو ته پرتو ټولو خلکو او قبايلو ډېر ژر خپل ځانونه، پرته له دې چې د چا پوزه وينې شوې وي، د ابدالي دولت اتباع وګڼل.."، د همغږۍ او همکارۍ ملا يې ورسره وتړله. دا پداسې حال کې وو چې هېڅ بهرنى ځواک د ګرد تا يخ په بهير کې بېله جګړې او وينې توئېدنې ـ يا د تېرېدو له حق ورکونې پرته ـ د خيبر له درې نشو تېرېدلى. دا واقعيت د ګرد افغان ملت د هغو تودو هيلو ښکارندوى و چې له هيواده يې د پرديو لاسونو لنډول او د ملي خپلواکۍ تامينول غوښتل. احمدشاه چې له کندهاره تر پېښوره د افغانستان د مليونونو وګړيو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو، زړه يې ډاډه، پياوړى او د هند پر لور وخوځېد."[3]
د افغانستان د پولو پخولو پر لور بهر ته د احمد شاه دراني دويم سف د هندوکش لوېديځ او شمال لوېديځ خوا ته و. پدې سفر کې، "نادرى حاکم، اميرخان عرب؛ او بهبودخان مروى، د ولس د غوښتنو پرخلاف" د دراني لښکر پر خلاف ودرېدل، "يوه بل ستر خان، درويش خان هزاره، د احمدشاه په پلوي اقدام وکړ." هماغه و چې درانيانو لومړى "له ١٤ مياشتو اوږدې کلابندۍ وروسته" پر هرات ولکه ټينګه کړه؛ خراسان يې ونيو او تر نيشاپور پورې يې ځان ورساوه. د خراسان والي، د نادر افشار کړوسى، شاهرخ، سولې ته غاړه کېښوده. احمدشاه بابا نوموړي ته ـ د افغانستان تر حمايې لاندې ـ پر هغه ولايت د حکومت کولو اجازه ورکړه.[4]
د همدې سفر په بهير کې يې يو پر بل پسې د باميانو لوړې، او د امو سين سهيل ته له بدخشان نه تر ميمنې پورې ټولې هغه سيمې چې له شمال او لوېديځ څخه د ".. داړه اچوونکو او تښتوونکو تُرکمنو.." تر يرغلونو لاندې له اوسېدونکو خالي، شاړې شن ې شوې وې، ونيولې.
په ١٧٥٦ کال کې دراني لښکرو، د نجيب الدوله پر مشرۍ د روهلکنډ پښتنو په ملاتړ، د ډهلي ښار په پنځلس ميله واټن کې د عزيزالدين عالمګير ثاني له خوا هرکلى او ښار ته ننووت. د اباسين ختيځ ته د پنجاب ايالت له نيولو وروسته يې، خپل زوى، تيمورشاه، د هغه والي وټاکه. پدې توګه په شمال، سهيل، ختيځ او وېديځ کې له اته کاله پوځي عملياتو وروسته، احمدشاه بابا په شمال کې له امو سين بيا تر هرات، سيستان او اباسين پورې د افغانانو د ټاټوبي طبعي پولې ټينګې کړې وې. او پر هغه سربېره يې په شمال، لوېديځ او ختيځ کې له امو تر اباسين پورې له بهرنيو تېريو څخه د افغانستان د پولو د خوندي ساتلو لپاره [بخارا، خراسان او پنجاب] د حايلو دو تونو [Buffer States] په توګه ساتل؛ مشري يې يا پخپله دراني ته وفادار سيمييزو مشرانو او يا افغانانو ته ورکو ه.
فرېزر- ټايټلر د افغانستان په اړه د خپل اثر په ٦٥ مخ کې ليکي چې د احمدشاه دراني پرڅېر "نابغه د افغانانوپه منځ کې هم، لکه د نورو توکمونو په شان، لږ وي. او له بلې خوا، په ټولېزه توګه، افغانانو خپلو موخو ته د رسېدو وړ موخييز استقرار نه درلود چې پر هغو وېړو خاورو ولکه ټينګه کړاى شي چې احمدشاه نيولې وې، او يا يې د زوال په درشل کې د مغُلو د امپراتورۍ پرځاى د يوه پياوړي سلطنت خښته اېښودلې واى."[5]
د دې خبرې له منلو سره- سره، چې د ټايټلر شننه د دراني هيواد د پايلو پر پايله ولاړه وه، خو هغه د افغانانو د ذهني معيار د ټول واقعيت، تاريخي چاپېريال او سياسي موخو ښکارندويه نه وه. له يوې خوا د افغانانو د هيواد له طبعي پولو څخه اته تېرېدلو په ترڅ کې د احمدشاه بابا د حماسو هدف امپريالستي نه، بلکې د خپلو پولو د ټينګولو لپاره يې د هغو ر يبانو مخنيوى و چې زموږ پر تاريخي هيواد بلوسېدل. او له بلې خوا يې، په ځانګړې توګه په هند کې، د هغو مسلم انانو او روهيله افغانانو غږ ته هرکلى وايه چې " کفارو تر تاړاکونو لاندې" پرې خپل ټاټوبي اور ګرځېدلي وو.
په ١٧٥٦ کال د ډهلي له نيولو وروسته، کله چې احمدشاه بابا د اباسين لوېديځ ته د افغاني خاورو د حايل په توګه د پنجاب ايالت حکومت خپل زوى، تيمورشاه، ته وسپاره، نو له يوې خوا په مرکزي هندوستان کې د مرهټه و ځواک پياوړى شوى و، پر شمالي هند د افغانانو د حکومت پرخلاف يې هڅې پيل کړې وې. او له بلې خوا د پرنګي "دختيځ هند شرکت"، چې تر هماغه دمه په بنګال او د دکن په سورت بندري سيمو کې پر "پسارۍ" بوخت، او فاسدو يو د بل پرضد ولاړو مغولي هزادګانو ته "د اجيرو عسکرو" د برابرولو او يوه او بل پر ضد يې د جنګولو دنده خپله کړې وه، پر هند د حکومت کولو خوبونه ليدل.
په ١٧٥٨ کې، [د پرنګي پر اشاره]، د مرهټه و کنفدراسيون پر پنجاب يرغل وکړ او د پنجاب والي، تيمورشاه، يې مجبور کړ چې پنجاب خوشى او د اباسين لوېديځو غاړو خپلې خاورې ته پر شا لاړ شي. يو کال وروسته، په ١٧٥٩ کې احمدشاه درانى پنجاب ته، د پېشوا پر مشرۍ د مرهټه پوځونو پرخلاف لښکر واستاوه. د مرهټه و په ماتو و پسې، دراني ځواکونه لاهور ته ننوتل ـ او "پداسې حال کې چې له هند څخه افغان روهيله ځواکونه يې مرستې ته را سېدلي وو.." ـ د اندور د مُلهرراو هولکار ځواکونه يې مات کړل. د دې ماتې په پايله کې مرهټه وو يو ستر ځواک چمتو، د هند شمال ته يې واستاوه او په لاره کې د راجپوتو او ګڼ شمېر نورو "هندو مشرانو" لښکرې ورسره يوځاى شوې. د ١٧٦١ کال د جنورۍ پر ١٤ نېټه د ډهلي شمال ته په څه دېرش ميله واټن کې پراته د پاني پت په ډګر کې د افغان او مرهټه- اجپوټ ځواکونو ترمنځ "په نړۍ کې د پرېکنده جګړو" له ډلې يوه جګړه پيل شوه. که څه هم پدې جګړه کې د ونډه لرونکو ښکرو د شمېر او د هغې د بهير په هکله بېلابېل نظريات خپاره شوي ـ د هغوى ډېرى د دې ښکارندوى وو چې دراني لښکرو شم ېر د مرهټه-راجپوت له ځواکونو څخه لږ و ـ خو "احتمالاً داسې برېښي چې له دواړو خواو له اتيا زره تر سل زره عسکرو پورې" د يوه بل مقابلې ته وردانګلي وو. په پايله کې دا جګړه لدې کبله د افغانانو په ګټه پاى ته ورسېده او دښمن ماتې وخوړه کله چې ".. مرهټه و د افغانانو پرخلاف د ځورونې [خرپ او ترپ] له دوديز تاکتيک څخه لاس واخست او مخامخ جګړې ته ورووتل.." تر تنکي ماذيګره هم لا وروستۍ پايله نه وه څرګنده، خو په ډګر کې د مرهټه ځواکونو د ستر کوم ندان، د پېشوا زوى، سُداشېر بهاوو، تر وژل کېدو وروسته د هغوى لښکرې ماتې، او د سر او مال درانده تاوانونه ورو سېدل. تر دې د مخه ".. هېڅکله هم دومره بشپړه ماتې چا نه وه خوړلې ...مرهټه و بيا هېڅکله هم شمالي هند ونه ګواښاوۀ؛ په پاني پت کې ماتې، بېله شکه، د پېشوا پرستيژ ولړزاوه او په راتلونکې کې يې د برتانيا پراختيا غوښتنې ته لاره هواره کړه."[6]
د انګرېزانو په تاريخ کې ١٧٦١ کال د خورا غوره نېټې په توګه ياد شوى دى. د ټايټلر پر اند په پاني پت کې د افغانانو او مرهټه و ترمنځ جګړه "لکه د نن پرڅېر پر شمالي هند د مسلمان يا هندو د ولکې ساتلو پر سر وه." پداسې حال کې چې په شمالي هند د سُني بابرد اخلافو ولکه وه، په مرکزي هند، دکن، کې د شيعه حيدراباد نظام حکومت کاوه. تر منځ يې په راجپوټانه او "مرکزي ايالتونو" کې د راجپوټ- مرهټه و د فدراسيون هغه ځواک پروت و، چې ابدالي احمدشاه مات کړ.
***
د انګرېزانو د "ختيځ هند شرکت"، له يوې خوا په بنګال کې د هند د شمال پر ور خپلو نامريي غزېدو ته دوام ورکاوه. او له بلې خوا، له يوه بل لوېديځ رقيب اجورتي امنيتي-تجارتي فرانسوي رکت سره ـ شيعه مغولو، د حيدراباد نظام، ته د چوپړ او نږدې کېدو لپاره سره په مقابله کې ولاړ و. نو په پاني پت کې له سوبې وروسته، انګرېزان دې ته په زيرکۍ متوجه او په هند کې د يوه بل پر خلاف د هندو او مسلمان د پارولو او د افغانانو په مقابل کې د درولو پلان يې تر لاس لاندې ونيو. په لومړي ګام کې د ختيز هند شرکت وکولاى شول چې په دکن کې خپل اروپايي رقيب، فرانسوي قوت، مات کړي او د حيدراباد شيعه نظام د ساتلو چاره پر غاړه واخلي. نو پدې توګه، له هغې زمانې [دوه پېړۍ] وروسته چې اورنګزيب په مرکزي هند کې د پارسي شيعه اقليت مغولي نظام ځپلى و، اوس حيدراباد بيا پر پښو ولاړ او په ډهلي کې د مغولو له سُني نظام سره دښمنۍ ته يې دوام ورکاوه. انګريزانو د مغولي شهزادګانو ترمنځ له خپلمنځي توپيرونو څخه په ګټه پورته کولو، نه يواځې د شيعه- سُني دې کرکې ته، بلکې د هندو- مسلمان ترمنځ دښمنيو ته هم لمن وهله- او تر ټولو د همېشني غوره دود په توګه د اقليتونو د اجيرولو له لارې- ګام پر ګام د خپلو راتلونکو پلانونو د پلي کولو پر لور مخ پر وړاندې خوځېدل.
له پاني پت څخه وروسته، د انګرېزانو پام افغان ځواک ته اوښتى و او خپلو راتلونکو موخو ته د رسېدو لپاره، له هماغه راهيسې د يواځني پاتې پياوړي سيال، افغان ځواک، د کمزوري کولو په هڅه کې شول. ټايټلر ليکي چې په ١٧٦٢ کال لاهور ته نږدې د سيکانو ه ماتولو وروسته، احمدشاه دراني د کشمير ناوه هم ونيوله او پدې توګه يې ".. د امپراتورۍ پولې له اټريک [Atrek] سين تر ډهلي او د تبت له پولو تر هند سمندر پورې غزېدلې وې. خو عمر يې دومره اوږد نه و." ځکه چې د افغانستان د يوه حايل دولت په توګه پر پنجاب د سيکانو له يرغلونو، چې د پرنګي له خوا هڅول کېدل، څرګنده وه چې "د مرکز په توګه له کندهار څخه د شمالي هند اداره کول شوني نه وو." نو له يوې خوا له همدې خاطره، او له بلې خوا د ناروغۍ له کبله، احمدشاه بابا په ١٧٦٢ کال ډهلى مغُل شهزاده، دويم- شاه علم، ته وسپاره. پر هغه پسې بيا څه و وسته، په ١٧٦٧ کال، پر هند د نهم يرغل په ترڅ کې ـ سيکانو ته چې دا مهال خورا پياوړي شوي ووـ بيا هم ماتې ورکړه. خو پوهېده چې د پرنګيانو له خوا پارېدلي سيکان نور نو د کابو وړ نه وو، مرکزي پنجاب يې هغوى ته خوشى کړ.
ابدالي بابا د ١٧٧٣ کال په جون کې وفات شو.
***
پر مخ د سرطان د دانې له کبله د احمدشاه بابا له وفات وروسته يې سلطنت ته د هغه له لوري نومول شوى دويم زوى، تيمورشاه، پر ځاى کېناست. نوموړي، چې سلطنت يې په کندهار کې د يوه مشر ورور، سليمان ميرزا، له خوا وننګول شو، د هيواد پلازمېنه کابل ته ولېږدوله. که څه هم چې پرضد يې د سليمان ميرزا بغاوت وځاپه، خو يو لړ نادوده ګامونه يې پورته کړل چې د افغانانو د کرکې لامل شول. ه دې سره-سره چې د محمدزيو د ټبر مشر، پاينده خان، يې د خپل سلاکار په توګه وساته، خو نور سلاکاران يې له داسې وګړيو څخه وټاکل چې په ځانګړې توګه دۀ ته "وفادار" وو. پر دې سربېره يې د افغانانو پرځاى د قزلباشانو يو دولس-ز يز لښکر د خپل ځان د ساتنې لپاره تر خپلې شاوخوا چاپېر کړ. دې کار د خپل ولس پر وړاندې د ده اتبار ته نا غېدونکى تاوان ورساوه.
که څه هم چې د خپل پلار، احمدشاه بابا، پر څېر د اداري وړتيا خاوند نه و، تيمور اه وکولاى شول چې د خپل واک په شل کلنه دوره کې له پلاره پر ورپاته مورني هيواد او حايلي ملحقاتو يې ولکه وساتي. ټايټلر ليکي: په پنجاب کې سيکان دا مهال چې ".. لا د برتانوي ځواک ريښې نه وې غزېدلې.."، د افغانانو تر "نفوذ لاندې" وو؛ په لوېديځ کې د قاجار امپراتورۍ بنسټ اېښودونکي، اغا محمد خان قاجار، ځواک دې کچې ته نه و رسېدلى چې د خراسان په فکر کې شي او يا پر هرات وبلوسېږي؛ او په بخارا کې د باغي خان ازبک خاني وه. پدې توګه په ١٧٩٣ کال کې کله چې تېمورشاه ـ ممکن په زهرو د ورخوړلو له کبله ـ مړ شو، دراني سلطنت د اباسين او امو ترمنځ د افغانانو پر طبعي پولو سربېره له کشمير، لاهور، ملتان، سند او خراسان څخه ماليه راټولوله.
د پرنګي د بربنډوتوطيو پيل
يا ربه! د کفچه له زهرو، د کوږ له داړو او د پرنګي له شيطنت نه مو وساتې! افريقايي متل
د تيمورشاه په مړينه پسې، زمان شاه، قدرت ته ورسېد. نوموړى د تيمورشاه د ٢٣ زامنو له ډلې پينځم زوى و، او ځکه پر تخت کېناست چې عملاً د هيواد په پلازمېنه، کابل، کې موجود او پر دې سربېره يې د محمدزيو د پياوړي مشر، پاينده خان، ملاتړ درلود. "ځوان زمان شاه د ټينګ پولادي هوډ خاوند و. د فرېير پر وينا تيمورشاه يو ذکي، زړور، بصير او فعال مېړه و ... د افغانستان خلک نوموړي ته، د تيمورشاه د نورو زامنوو په پرتله، ډېر درناوى لري.[7] خو فرېزر ټايټلر ليکي چې کله ".. له دوه استثناو پرته.."، د تيمورشاه نور زامن کابل ته د نوي مشر د ټاکلو لپاره راغلل، هغوى ".. په جبر او زور.." دې ته مجبور کړل شول چې زمان شاه ومني. د پرديو په نامريي مرسته او لمسون دا د راتلونکې ".. توپاني ادارې د پيل پر لور يو بدمرغه پيل .." و. پداسې حال کې چې پر هيواد يې ولکه لا نه وه ټينګه کړې، يوه ورور يې، همايون، په کندهار کې پاڅون وکړ. همايون ته په ماتې ورکولو پسې، کله چې بيا زمان شاه سهيل ته د سند د ياغي شوي مير د سمولو په موخه سفر وکړ، بل ورور يې، محمود، له هرات څخه پرضد وخوځېد.
دا درسته ده چې کورنيو ميراثي شخړو د دراني دولت د ستنو په کاواکولو کې د يادونې وړ نخچ لارۀ، خو هغه څه چې ټايټلر پرې سترګې پټوي، هغه پدې پړاو کې د انګرېزانو نخچ دى. واقعيت دا و چې انګرېزانو دا وخت د افغانستان پر لور خپل غلچکى پرمخ تګ پيل کړى و. دا په شمالي هند کې د پرنګي د نفوذ د غزولو د هغې پروسې دوام و چې اساساً د ١٧ پېړۍ په درشل کې پيل شوې وه.
په ١٦٨٨ کال کې د [مرکزي هند] د سورت [بندر] ".. رئيس او سلاکار د يوه رپوټ په ترڅ کې ليکي چې يو شمېر زيات غوره وګړي دلته شته چې غواړي ـ د امنيت په خاطرـ له خپلو کورنيو سره يوځاى، زموږ [پرنګي کالونۍ] په منځ کې واوسېږي. د [ختيځ هند] شرکت د حاکميت په لومړيو اووه کلونو کې د بمبيي [م ُمباى] نفوس شپږ چنده زيات شوى؛ دا واقعيت د دې بندر د ځورېدلو خلکو لپاره د امنيت د نشتوالي په هکله پوخ شهادت دى چې د مرهته او مغولو تر منځ د اوږدو جګړو د پيل په پړاونو کې ور سره لاس و ګرېوان وو، "[8]
ټايټلر ليکي چې په ټول سهيلي او مرکزي هند کې دا مهال د يواځني باثباته ځواک په توګه، برتانيا د خاورو په نيولو او ځان پياوړي کولو لاس پورې کړى و. خو يواځې د ١٨ پېړۍ د پاى په درشل کې وو چې برتانيا شمالي هند ته په باوري توګه خپله اغېزه وغزوله او د لومړي ځل لپاره د مرکزي اسيا په فکرکې شوه. ټايټلر بيا ليکي چې پر شمالي هند د احمدشاه له وروستي يرغل څخه يواځې څلوېښت کاله تېر شوي وو او ياد يې لا د خلکو په ککرو کې تازه و. نو د هند د برتانوي حکامو په وړاندې د افغانانو پياوړى ځواک داسې انګېرل کېده چې د نيمې وچې د شمال- لوېديځ سيمو امنيت ته ګواښ و، او د ټايټلر پر وينا، پر هند د افغانانو يرغل به د "نامتمدنو هنديانو د متمدنولو" پر لور د پرنګي پر وړاندې خنډ ګرځېدلى واى. له پرنګي سره دا وېره هغه مهال لا پسې ډېره شوه کله چې په ١٧٩٨ کې د زمان شاه له لوري ورته يو ليک ورسېد چې پکې يې پر شمالي هند د افغانانو د يرغل نيت لاره او مارکويس ويليسلي ته يې ـ چې په حيدراباد او ميسور کې يې د مسلمانانو پر ملاتړ په تظاهر کاوه، او په مرکزي هند کې له پاتې مرهټه و سره په ګرېوان کې لوېدلى او پوره بوخت و ـ وړانديز کړى و چې په ګډه له مرکزي هند څخه د مرهټه و ځواک بېخي پوپنا کړي.
دا هغه وخت و چې زمان شاه ته څرګنده شوې وه چې په هند کې وضع د انګرېزانو پر ګټه په بدليدو وه، او نوموړى د کشمير، ملتان او پنجاب په شمول د افغانستان د حاي و سيمو پر ټينګولو لاس پورې کړ. خو زمان شاه پوهېده چې د افغانستان د خاورې او امنيت تضمين هغه وخت کېداى شو چې په هند کې ګرد فعال ځواکونه د پرنګي اشغالګر پوځ پر ضد پورته کړي. سر جان کې ليکي چې ".. په هند کې د انګرېزانو د ټولو دښمنانو سترګې افغانستان ته اوښتې. د هندوستان د شمال له اوده او سهيل له ميسور څخه د افغانستان پاچا ته بلنه او د هر ډول ملاتړ ژمنه ورکړه شوه. وزير علي او سلطان تيپو د افغانستان پاچا هڅاوه چې له خپلو ځواکونو سره پر هند يرغل وکړي."[9] نو له همدې کبله وو چې زمان شاه شپږ ځله په [١٧٩٣، ١٧٩٤، ١٧٩٥، ١٧٩٧، ١٧٩٨ او ١٧٩٩] ک ونو کې پر هند يرغل وکړ. اسلام اباد ته نږدي په حسن ابدال کې د زمان شاه د لښکرو د تورو ځلا، نېزو او ډالونو ش نګا پر خپل وطن هر افغان په خپله ککره کې انځورولى شي.
خو ټولو هڅو يې کومې مثبتې پايلې نه لرلې ځکه چې له کو نيو او بهرنيو دسيسو سره لاس او ګرېوان و. له همدې نيټې څخه وو چې لارد ويلسلي، له يوې خوا د ".. پارس له حکومت څخه وغوښتل.." چې پر هند د يرغل پرلور د افغان مشرپروګرام شنډ کړي. د پارس "شاه" ژمنه ورکړه چې پر هند د يرغل د تکل په صورت کې به".. د افغانانو هيواد تباه او ويجاړ.."، او له هرې وسيلې نه په کار اخستلو به ".. دا ملت مضمحل او پر ګونډو کړي." له بلې خوا پرنګى په ختيځ بنګال کې له خپلو اډو؛ او په شمال کې د سيکانو د پارولو له لارې د اباسين ختيځو غاړو ته د افغانانو د هيواد پرضد وخوځېد. او پدې توګه يې زمان شاه ته، چې په يوه پړاو کې لاهور ته د خپلې اداري پلازمېنې د لېږدولو او له ګرد هند څخه د پرنګى د شړلو په فکر کې و، دومره ستونزې وزېږولې چې د "اس له زينه د ښکته کېدو موکه يې نه لرله" کله به چې يې په مرکزي پنجاب کې د سيکانو بغاوت وځاپۀ، نو د لوېديځ له لوري به د قاجاري پارس له تېريو سره مخامخ و.
پر افغانستان تپل شوې وروستۍ دېرش-کلنه غميزه هم پر بشپړه مانا همداسې او د افغانانو پر ستونيو هماغو بېرحمه ګاونډيانو چړې يښې وې.
په پايله کې د زمان شاه ابدالي يو ورور، شاه م حمود، چې د وزير فتح خان ملاتړ ور سره و او د قاجاري پارس له خوا تمويل، چمتو او لمسول کېده، په ١٨٠١ کال کې له ځواکه د زمان شاه پر لرې کولو بريالى شو. "بېکفايته" محمود بيا پخپل وار، له يواځې درۍ کاله حکومت څخه وروسته، په ١٨٠٣ کال کې د شاه شجاع له خوا نسکور شو. له دې سره پرنګي ته ډګر خوشى شو چې د هند په نيمه وچه کې د خپلو کلونيالي موخو پر لور ګامونه ګړندي کاندي. په ١٨٠٣ کال کې، د دهلي و اګرې په نيولو پسې يې د مرهته او م يسور ځواکونه وځپل او د دکن نظام يې مقابلې ته زړه ښه نه کړ. او د «هولکر» مشرۍ لاندې پياوړى پوځ، چې د دانګرېزانو پرخلاف په زړورتيا جنګېده، په ١٨٠٤ کال کې له منځه ولاړ. له همدې سره يوځاى، د رنجيت سنګه په مشرۍ په پنجاب کې يو بل ځواک راپورته شو. رنجت سنگه هغه "تابعدار" څوک و چې زمان شاه پر هند د ١٧٩٨ کال د يرغل په مهال د لاهور او پنجاب ايالتونه ور سپارلي وو. خو رنجيت سنګه، لکه ١٦٠ کاله وروسته د نوموړي د خلف، جنرال ضياالحق پرڅېر،[10] دومره "تابعدار" ونه خوت. د نوموړي د پرله پسې بغاوتونو په پايله کې د کشمير او سند په سيمو کې د ا فغان حکامو ادارې کاواکه او وضع دې ته ورسېده چې په ١٨٠٩کال د شاه محمود پر لاس له ځواکه غورځېدلي شاه شجاع د رنجيت سنگه د بار ته پناه يوړه.
***
پرنګى، سيکان اوشاه شجاع
په ١٨٠٧ کال د تيلسيت تړون له مخې، د روسيې تزار اليکساندر او فرانسې ناپليون بوناپارت ځان چمتو کړى و چې په هند او پارس ګډ يرغل وکړي. په اروپا کې ددې بدلون له راپنځېدو سره سم، برتانيا په ختيځ کې په هلوځلو لاس پورې کړ او پر وړاندې يې د "نوي ګواښ" د مخنيوي لپاره د اتحادونو د جوړولو په لټه کې شوه. د همدې موخې لپاره، په ١٨٠٩ کال کې د برتانيا حکومت خپل يو استازى، مونسټيوارټ الفنسټون، په پېښور کې د شاه شجاع دربار ته او بل استازى، متکا ف، يې په لاهور کې د رنجيت سنګ دربار ته ـ چې زمان شاه پر قدرت کېنولى و او لا هغه مهال يې هم افغانانو ته ماليه و کوله ـ واستول. دا لومړى ځل و چې انګرېزانو له افغانانو سره مخامخ ليدنه او معامله کړې وه. خو د شاه شجاع او الفنسټون "تړون" کوم ځاى ونه نيو، يواځې دومره چې پرنګي ته اوس د افغانانو په هيواد کې د مخامخ لاسوهنې او ک ونيالستي موخو د پلي کولو موکه پر لاس ورغلې وه. "څو اونۍ وروسته" د محمدزي وزير فتح خان په مرسته په پارس کې د چمتو شوي محمود د دويم تکل په پايله کې شاه شجاع له واکه ګوښه او لوديانې ته وتښتېد. او ورپسې بيا د محمود ه خوا د وزير فتح خان د وژلو په پايله کې، د سدوزيو او بارکزيو ترمنځ د نفاق او جګړو ډرامه پيل، د احمدشاه بابا افغانستان د تنزل پر لور روان او تر ١٨١٨ پورې د سدوزيو دور پاى ته ورسېد.
د وزير فتح خان په وژلو پسې، هيواد د انارشي په اور کې لاهو شوى و. محمود او زوى يې، کامران، له کابل نه تښتېدلي او پر هرات يې ولکه ټينګه کړې وه. محمد عظيم خان پر کابل د حکومت ټينګولو په لار کې له ستونځو سره لاس و ګرېوان و، او په سهيل کې د خ اسان له پولو تر غزني پورې د هيواد سهيلي ولايتونه ـ په کندهاري سردارانو مشهور ـ پردل خان او نورو محمدزي و وڼو په لاس وو. له اته کاله کورنيو جګړو او د سردار محمدعظيم خان له مړينې وروسته، په ١٨٢٦ کال کې د پاينده خان کشرى زوى، دوست محمد خان، وتوانېد چې د قدرت واګې په لاس کې ونيسي.
په افغانستان کې د اته کلنې انارشۍ په بهير کې، پرنګي له رنجيت سنګه سره خپل اړېکي نږدې او د هڅونې په پايله کې يې د سُتليج او اباسين ترمنځ پر شمالي پنجاب ولکه ټينګه کړې وه؛ ملتان يې نيولى و؛ او پر پېښور او کشمير، چې د دوو محمدزايي وروڼو، سلطان محمد خان او جبار خان، په لاس کې وو سترګې سرې کړې وې. ډېره موده يې ونه نيوله چې پر کشمير يې تېرى وکړ؛ او د اباسين وېديز ته د افغانانو پر خاوره وبلوسېد. سلطان محمد خان "طلايي" چمتو شو چې رنجيت ته د "کوچنۍ جزيې" ورکولو په بدل کې يې پېښور تر ولکې لاندې پاتې شي.
دوست محمدخان پداسې وخت کې د يوه وېشلي هيواد واګې په لاس کې ونيولې چې له لوېديځ لوري پرنګي په غېږ کې نيولي زړور شوي قاجار د محمود تر ولکې لاندې هرات ګواښاوه؛ او له شمال ختيځ څخه سيکان پرې راخوځېدلي وو. پر دراني ميراث ناست، د دوست محمدخان تکل ـ لکه د مخه نيکونو په څېر يې ـ دا و چې افغانستان، د کندهار او هرات په ګډون، له امو تر اباسين پورې بېرته راغونډ کړي. خو تر ټولو لومړۍ دنده يې دا وه چې د رنجيت تېرى ـ چې تر دې مهاله يې د هري سنګهه تر کومندې لاندې پېښور ته ځان رسولى و او پر افغانانو يې سور اور بل کړى و ـ پرشا وتمبوي. د دې موخې د پرلاس ته وروړلو پر لور، افغان لښکرو ـ د وزير محمد اکبرخان په مشرۍ ـ په جمرود کې پر سيکانو بريد وکړ؛ هري سنګه يې وواژه او د سيکانو پوځ يې مات کړ. پرنګى ديپلومات، فرېزر ټايټلر، ليکي چې د وزير اکبرخان د دې سوبې په پايله کې "..ممکن امير پېښور بيا نيولى واى. خو نوموړي دا ښه وبل ه(!!) چې د ده او د سيکانو د مشر ترمنځ د توپير د لرې کولو لپاره په هند کې د پرنګي د نوي ګورنر-جنرال لارد اکلند، منځګړتوب وغواړي."[11] امير په ١٨٣٦ کې، پداسې حال کې چې په سيمه کې د پرنګي له پوځي ځواک او ورته له وفادار رنجيت سنګهه سره يې پر "اتحاد" خبر و، اکلنډ ته يو ليک واستاوه. انګريز غليم خو دا مهال له پروګرام سره سم د مرکزي اسيا پر لورـ د سمرقند، تاشکند او د امو سين شمال بازارونو ته د رسېدو په تکل روان و، او پدې پوهېده چې پنجاب به"د [رنجيت سنګهه] له مړينې وروسته بيا ټوټه-ټوټه شي.."، او انګرېز به پرې ګونډه ووهي ـ همداسې يوې موکې ته سترګې پرلار و، او بېله ځنډه يې پر افغانانو د خولې لګولو پرېکړه وکړه.
د دوست محمد خان د ليک په ځواب کې لارد اک ند وليکل چې "مهاراجا رنجيت سنګهه" د انګرېزانو "پياوړى او وفادار" ملګرى دى، که افغانان د پرنګي د ".. ښېګڼې په هيله وي، نو د پياوړي رنجيت د ټپي کړو احساساتو [په جمرود کې د ماتې او هري سنګهه د وژلو] له کبله دې ترې نه بښنه وغواړي ... او په خاورو يې [يانې په پېښور] له تېري څخه لاس واخلي." خو کله چې امير دوست محمدخان د پرنګي د نه منلو وړ دا شرطونه ونه منل، نو اکلند پر افغانستان د يرغل او د برچې په زور له قدرت څخه د افغان امير د لرې کولو پر تکل شو.
پر افغانستان د تېري لپاره، پرنګي ته ـ لکه د ټول ښکېلاکګر تاريخ په بهير کې يې ـ يوې پلمې؛ يوه ګوډاګى، چې له "مشروع حقوقو"! څخه يې دفاع وکړي؛ کورني څرک او کورنيو اجنټانو؛ او داسې يوه متجاوز حريص لاسپوڅى ځواک، چې د پرنګي چوپړ وهلو ته تيار وي، اړتيا درلودله. پلمه: د برتانوي هند پرخلاف له روسانو او ايران سره د دوست محمدخان د اړېکو تور و ـ پداسې حال کې چې تر دې نېټې [١٨٣٨-١٨٤٢] پورې روسان له مرکزي اسيا څخه يو زر ميله لرې وو ـ او قاجاري پارس پخپله د پرنګي په لمسون د افغانانو خاورې ګواښولې؛ ګوډاګى يې په لاس کې تيار ف اري شاه شجاع و چې د خپل پلار نيکه پر تاج و تخت د "مشروع حق" ادعا يې لرله؛ په کابل کې يې اجنټان هم ل ل، او متحد يې "وفادار"، رنجيت سنګه "شېر پنجاب" و.
سيد مهدى فرخ د "تاريخ سياسى افغانستان" د لومړي ټوک په ١٥٥ مخ کې ليکي چې: ".. د کابل د قزلباشانو ټولنې فتح على شاه ته عريضه وليکله او د حسينقلى خان جوانشير پر لاس يې تهران ته واستوله. [په عريضه کې يې ليکلي وو:] له دې کبله چې موږ د قزلباشانو ټولنه ايران ته نږدې او له پخوا زم انو څخه د ايران د پاچاهانو اتباع يو، تاسو يو شهزاده د يوه لښکر پر مشرۍ دلته راواستوئ، موږ به هم له هغه سره يوځاى شو، د پاينده خان د زامنو له شره به ځان خلاص او هغوى به د ايران دولت ته وسپارو.
خو څنګه چې د ايران [پارس] دربار له روسيې سره په جګړه کې خورا تاواني او ستومانه شوى و او د انګرېز له دولت سره يې هم ژمنه رله چې هغې خوا ته لښکر وانستوي، نو د جوانشير له غوښتنې سره سم يې د سند واليانو ته يو ليک وليکه او حسينقلى خان ته يې لارښوونه وکړه چې د سند له لارې هيواد ته ستون شي. رنجيت سنګهه هم د افغانانو له وضع څخه پر ګټه پورته کولو، تر کشمير، پنجاب او اټک پورې پرتې ټولې سيمې ونيولې."[12]
په همدې مهال و چې د رنجيت سنګهه په بند کې ٣٠ کاله پراته شاه شجاع: رنجيت او انګرېزانو ترمنځ د "درۍ اړخيز تړون" پر ببنسټ، د ١٨٣٨ کال د اکتوبر پر ومړۍ نېټه لارد اکلند له سيملې څخه يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغې کې پر امير دوست محمد خان تور لګول شوى و چې د هند پرخلاف له تزاري روسيې سره په توطيه بوخت و.
ټايټلر وايي چې پدې "لاسوند کې وړاندې شوي حقايق داسې نه وو چې ګورنر- جنرال يې فکر کاوه." د دې پلان ټوله انګېزه د سيملې د اعلاميې په يوه جمله کې ځاى شوې وه: هغه دا چې ".. په ختيځ کې زموږ د ملکيتونو ښېګړه اجابوي چې موږ بايد په خپله لوېديزه پوله کې، د داسې مشرانو پرځاى چې يوه غليم ځواک ته د خدمت لپاره چمتو وي او د لويي غوښتنې پر موخه د فتوحاتو په سوچ کې وي، داسې يو متحد ولرو چې د تېري په م ابل کې مقاومت وکړي او د ارامي له منځ ته راوستلو سره زړه-تړاوى ولري."[13]
د ١٨٣٨ کال په دسامبر کې لارد اکلند او رنجيت سنګهه د پنجاب په فيروزپور کې د "اندوس ارمي" له کتنې وروسته، پرنګي په افغانستان لومړى تېرى وکړ. د "مهاراجا رنجيت سنګهه او لارد اکلند" ترمنځ دا لومړنۍ او وروستنۍ کتنه وه. شپږ مياشتې وروسته رنجيت ومړ، پرنګي پنجاب وداړه او تر ستوني يې تېر کړ.
که څه هم چې انګرېزان له افغانستانه په ټيټ سر او ماتو ه وکو وشړل شول، خو د افغانانو پر وجود پرېښودلي ټپونه يې هېڅکله روغ نه شول. د ١٨٤٢ کال په بهير کې د پرنګي کسات اخستونکو پوځونو شاته پر اور اړولى کابل پاته و. د ١٨٤٣ کال د جنورۍ په مياشت کې دوست محمد خان د اهور له لارې بېرته کابل ته ستون شو او د دويم ځل لپاره پر تخت کېناست.
ټايټلر ليکي چې په افغانستان کې د پرنګي لښکر د ماتې خبر هندوستان ته خپور شو او د "بنګال پوځ" په زړونو کې د لومړي ځل لپاره دا هيله پيدا شوه چې "برتانوي باداران" يې ماتېدلاى شول. له همدې نېټې څخه وو چې د انګرېزانو پر ضد د هغه پاڅون زړي، چې هغوى يې د "هندي بغاوت" په نوم يادوي، وکرل شول.
د افغان-پرنګي له لومړۍ جګړې وروسته، انګرېزانو يوه لسيزه له دوست محمد خان سره اړېکي نه وو نيولي. خو د ١٨٥٤ کال په پسرلي کې، کله چې د روسانو او متحدينو [انګرېزان، فرانسه، المان او عثماني ترکيه] ترمنځ د کريميا جګړه حتمي شوې وه، نو پرنګي يو ځل بيا د افغانانو "دوستۍ" ته اړتيا احساس کړه. که څه هم د هند نوي ګورنر-جنرال، لارد دالهوزي، د هند پر خلاف د روسانو خوځښتونه، چې لا دا مهال هم له مالي هند څخه په ٢٠٠٠ ميله لرې واټن، اورنبورګ، کې وو، ګواښمن نه بلل، خو دا يې ښه ګڼله چې ".. افغانستان د روسي تېري په وړاندې په اغېزمن خنډ واړوي، او يا افغان ولس وهڅوي د داسې يوه دښمن پرضد داعيه کې ورسره ګډ شي چې د هغه بريا به د افغانانو او برتانوي ځواک دواړو ګډو ګټو ته مرګونې وي."
واقعيتونو او مخکني تاريخ دا د لمر په څېر ثابته کړې وه چې پرنګي د افغانانو له "ګټو" سره کوم زړه سوى نه لاره، خو دوست محمدخان په ١٨٥٧ کال پرنګي تر اشغال لاندې پېښور ته ولاړ او هلته يې د افغانانو د سر او مال له اشغالګر غليم سره د "خورا ښې دوستۍ" تړون لاس يک کړ. ټايټلر ليکي چې دوست محمدخان "ټول هغه څه تر لاسه نکړل چې غوښتي يې وو"، خو له دوو "سترو انګرېزانو، جان لارنس، [د پنجاب ګورنر]، او [د پېښور ګورنر]، هربرت ايدوارديس، سره يې ليدنه او خبرې وکړې."(!!) دا چې هغو "سترو انګرېزانو" به په شفاهي توګه ورته څه ويلي او پرڅه به يې تطميع کړى وي، لږ تر لږه تر دې دمه پورې ما [ليکوال] ته څرګنده نه وه، خو ورپسې راتلونکې پېښې ښيي چې دوست محمدخان په هغو تشو ژمنو ځان بيا غولولى و چې غدار پرنګي د افغانانو د خاورې د استرداد په اړه ورکړې وې.
ټايټلر ليکي چې "امير په خپله ژمنه ودرېد." د نوم وړي ژمنو هند پداسې يوه حساس پړاو کې خوندي وساته کله چې د پنجاب ګورنر، جان لارنس، هر يوه ځانګړي وګړي ته اړتيا لرله چې د ١٨٥٧ کال "هندي بغاوت" د ځپلو لپاره يې هلته واستوي. ".. موږ بايد خداى ته شکر وباسو چې د دې بُحران له رارسېدو د مخه يې له افغانستان سره زموږ اړېکي په بريالۍ توګه ټينګ کړي وو. او که نه، زه پوره باور لرم چې که چېرې د افغانانو ذهنونه د امير له خوا مخکې له مخه نه لاسوهنې ته چمتو شوي نه واى، نوموړى به پدې نه واى توانېدلاى چې [پېښور ته] د غرونو پر کنډوونو د [افغانانو] د ډلييزو راتويېدو مخه ونيسي. دې کار به په پېښور او ټول سرحد کې زموږ ستونزې خورا زياتې کړې واى."[14]
***
امير دوست محمدخان په ١٨٦٣ کال کې مړ شو اوپر ځاى يې شېرعلي خان پر تخت کېناست. نوموړى هم د لومړيو درۍ کلونو په بهير کې له خپلو وروڼو، په تېره بيا سردار محمد اعظم خان، سره په شخړو کې ښکېل و. محمد اعظم خان، د خپل زوى عبدالرحمن خان په پوځي وړتيا وکولاى شول چې د يوې لنډې مودې لپاره په کابل کې ځان امير اعلان کړي. خو شيرعل خان تر ١٨٦٨ پورې وتوانېد چې کابل ونيسي او خپلې پښې ټينګې کړي. په پايله کې يي سردار عبدالرحمن خان، د امو ها خوا ته پناه يوړه.
د افغانستان پر وړاندې د پرنګي دسيسو دوام لاره. که څه هم چې امير شېرعلي خان ـ دانګريزانو له خوا د بېلابيلو ګواښونو او نارواو سره- سره ـ هڅه کوله چې هغوى ته د بيا پوځي تېري پلمه پرلاس ورنکړي. حتى تر دې پورې چې په ١٩٦٩ کال د جنوري په مياشت کې هند ته د وايسراى، لارد مايو، لېدنې ته ورغى او ژمنه يې وکړه چې: ".. که د خداى رضا وي، تر هغه پورې چې زه ژوندى يم، او تر هغه پورې چې زما حکومت وي، نو زما او د پياوړي برتانوي حکومت د دوستۍ او ښه نيت بنسټ به کاواکه نه شي."
خو دا هر څه بېګټې وو. هند ته د نوي برتانوي وايسراى، لارد ليتن، له رارسېدو سره پرنګي تصميم لاره هغه څه ".. پلي کړي چې ـ که افغانانو غوښتل او يا نه ـ د [پرنګي] د مخ پر وړاندې تګلارې غوښتنه وه ... د هند دفاعي پوله هغه ځاى ته ورسوي چې د اسوکا او [جلال الدين] اکبر په دور کې وه ـ يانې د هندوکش شمالي څنډو ته." او د دې کار د کولو لپاره پرنګي نيت لاره چې ".. له امير سره اختصاصي [exclusive] اتحاد وکړي، او که نه د افغان سلطننت مات، او د شيرعلي پرځاى داسې يو څوک وټاکي چې زموږ [برتانيا] له ګټو سره زړه تړاوى ولري او زموږ م اتړ ته اړ وي." د ١٨٧٨ کال د نوامبر پر ٢١ نېټه برتانوي ځواکونو پر افغانستان يرغل پيل کړ چې په پايله کې يې د ١٨٧٩ کال د فبرورۍ پر ٢١ نېټه، امير شېرعلي خان، په مزار شريف کې، چې د تزاري روسيې د مرستې په هيله هلته په انتظار کې ساتل شوى و، ناهيلى او "زره چاود" شو.
"د گندمک تړون"
پرنګي له يعقوب خان سره، چې د انګريزانو په لمسون د خپل پلار، امير شيرعلى خان، پر خلاف د توطيې له کبله بندي او په هماغه ورځو کې خوشى شوى و، د "سولې خبرې" پيل کړې، چې په نتيجه کې يې د ١٨٧٩ کال د ميې پر ٢٦ د گندمک بدنام "تړون" لاسليک کړ. پدې تړون کې د پرنګي د کسات اخستونکي پوځ تر برچو لاندې لاس او پښې تړلي يعقوب خان ومنله چې خپل بهرني اړېکي به د انګرېزانو له لارې ساتي؛ په کابل او نورو سيمو کې به دايمي پرنګى- توکمه استازى مني؛ او د هغوى او پ نګي سوداګرو د امنيت ساتل به پر غاړه اخلي. دا هغه ټول مواد و چې د نه منلو له کبله يې د ده پلار، امير يرعلى خان، هم خپل تخت او هم خپل ژوند دواړه له لاسه ورکړي وو.
او پر هغه سربېره:
٢ ماده: د افغانستان او د هغه د ملحقاتو جلالتمآب امير ژمنه کوي، چې د دې تړون له تبادلې او تصويب سره به، د بشپړې بښنې اع ان خپروي چې د هغې پر بنسټ به خپل ټول هغه اتباع، چې د جګړې په مهال يې له برتانوي ځواکونو سره همکارۍ کوله، له ټولو مسئوليتونو څخه تبريه کوي. او له دې کبله به د ټولو داسې کسانو، په هره کچه چې وي، له سزا ورکولو د خوندي ساتلو تضمين کوي.[15]
هو! پرنګي د خپلو اجنټانو غم خوړلى وو. دا هماغه "خوبولي" اجنټان وو چې په افغانستان کې د ننه د پرنګي څرک او د افغانانو د هيواد ورونه يې ورته پرانيزل. همدا وګړي وو چې نر او ښځه يې د انګرېزانو چوپړيان وو او پرنګي، هم د هغوى د رپوټونو پر بنسټ، د افغان- پرنګي لومړۍ او دويمې جګړې په بهير کې د بېوسلې او بېګناه کسانو په شمول، په سلګونو غازيان د پرنګي توپونو خولې ته ورکړي وو. او باور لرم چې د هماغو وګړيو اخلاف- لمسي، کړوسي او کودي وو ـ چې لا د يوويشتمې پېړۍ تر درشله او تر هغې شاته تر دې مهاله يې "خوبولي" ساتل او د اړتيا په وخت کې يې پرې غږ کاوه.
٩ ماده: د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د اتحاد د نوي کېدلو په پام کې نيولو سره، چې [د دې تړون] د مخکنيو مادو په ترڅ کې تائيد او خوندي شوى دى، د برتانيا حکومت د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير ته د کندهار او جلال اباد ښارګوتي ـ له کُرمې، پشين او سيبي پرته ـ د ګردو هغو سيمو په ګډون چې دا اوس د برتانيا د پوځ په لاس کې دي بېرته ور سپاري. د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير، له خپله لوري، موافقه کوي چې د کُرمې، پشين او سيبي سيمې به، [له دې لاسوند] د مله [ضميمه] پلان له حدودو سره سم، د برتانيا د حکومت تر حمايې او ادارې لاندې پاتې شي. د دې مانا دا ده چې نوموړې سيمې به د ګومارل شويو سيمو په توګه پېژندل کېږي او په داس