د حكومت په جوړښت کې
د وزيرانو اهميت
دهیواد د نظم په جوړولو کې وزيران لكه د انساني جسم د غړو په څير اهميت لري
كه څنګه چې انساني جسم د غړو پرته كار نه شي كولاې ~ په همدى ډول د حكومت مشر هم د وزيرانو او انصارو د كومك پ
ته د حكومت نظم و نسق پر مخ نه شي بوتلاې .
عبدالله بن المقفع چې په 143هجرى قمرى یا 142هجرى قمرى کې په قتل رسيدلې كه څه هم په د ينى فكر کې تر يوى اندازى پورى مشكوك و خو د سیاست او وزارت په م وضوعاتو ئى د پوهى او حكمت نه ډکې جملى لیکلي دى - نوموړي د وزارت د اهميت په هكله ليکې چې :
(لا يستطاع
السلطان الا بالوزراء و الاعوان ولا ننقع الوزراء الا بالموده و النصيحه )
[ د وزراء او اعوانو پرته د حكومت
نظم و نسق پرمخ نه شي تلاې او وزيران د مننى او خير غوښتنى پرته حكمران ته هيڅ گټه نه شي رسولاې[1]].
په
بل ځاې کې ليکې چې[ د حكمران سره يو ځاې ناسته د غونډې ښاسيت او د رعيت ژبه وى . ]
ابن الربيع چې په 272 هجرى مرى كال ئې د( سلوك المالك فى تدبير المالك) تر عنوان لاندې يو كتاب لیکلي . په دى كتاب کې هغه د وزارت د م وضوع په هكله لیکلي چې : [كه چيرى څوك د وزارت څخه بى پرواه واى نود هرچا د مخه به ترې سیدنا محمد صلى الله ع يه وسلم اوسیدنا موسى عليه السلام بى نیازه او بى پرواه شوې واى] - وزير د خليفه په كارکې شريك وى د حكوم ت د نظم تدبيرونه جوړوى او هغه په خپله وينا او عمل کې دښه تدبیر خاوند وي ] [2].
علامه ماوردى او قاضى ابويعلى رحمة الله عليهم دواړو په يو ډول الفاظو کې لیکلي دى چې[ كله چې د نبوى فريضى په اداء كولو کې وزير نيول روا دى ، نو په امامت او خلافت کې خو بالكل روا دى ]، خلیفه د امت چارى په ځانکړې توګه د نائب پرته سرته نه شي رسولاې، ځانته د كار كولو په نسبت د كار شريك يو كس د وزير په توګه جوړول ډیر ګټه ور دى چې د دى په كومك سره به د احكامو نفاذ په ښه توګه صورت نيسى. د خليفه اوږې به سپكې وي ، وزارت د غلطيو څخه د لري والي له پاره ډیره ښه ذريعه ده [3].
مشهور مورخ محمد بن على ابن طباطبى رحمة الله عليه چې په 709 هجرى مرى کې وفات شوى او د ابن الطقطقى په نوم ئى شهرت مندلى و. وزير ته د اړتیا په هكله فرمايى : [وزير د حكمران او عيت ترمنځ واسطه وى نو دى ته اړتیا ده چې د هغه يو اړخ داسى وى چې د حكمرانانو سره مناسبت ولري او بل اړخ ئې د رعيت سره، ترڅو هغه په مقبوليت ، امانت او محبت کې د دواړو اړخو سره په ښه طريقه كار وکړې [4].
علامه ابن
خلدون رحمة الله عليه چې په 808 هجرى قمرى كال کې مړشوى دى لیکلي چې : (الوازره هى ام الخطط السلطانيه و الرتب ا
ملوكيه )
[ وزارت د حكومت په ټولو څانګو او منصبونو کې مركزى مقام لري ] [5].
د تفويض وزارت او د تنفيذ وزا
ت
ماوردى او ابويعلى رحمة الله عليهما وزارت په دوه برخو ويشلي دى او دواړه ئى روا ګڼلى :
(دتفویض
وزارت او د تنفیذ وزارت )
(فاما وزاره التفويض فهو ان يستو زر الامام من يفوض اليه تدبير الامور ب
ائه او امضاها على اجتهاده)
[ د تفويض د وزارت [صدارت عظمى ] څخه مقصد دا دى چې امام دى هغه سړي خپل وزير وټاکې ، چې هغه ته د ټولو چارو او د نظم او نسق پوره واك ورکړل شوى وى. نوموړي د خپل راى او اجتهاد په اساس څه مناسب تدابير نيولاې شي او هغه تدابير نافذ ولاې هم شي].
د تفويض د وزير په واك کې، د احكامو جارى كول ، د ښكته مامورينو ټاكل ، محكمى جوړول ، عسکرې تنظيم راوستل او د هغوى وسله والول ، او د هغوى مشرى په غاړه اخستل، د هغوى د ډلې څخه یو کس دهغوې د قوماندان په صفت ټاكل ،د انتظامى امورو په هكله پريکړې كول شامل دى خو په دى ټولو كارونوکې خليفه د وروستۍ پريکړې واك لري ، هغه د تفويض وزير عزل كولاې شي او جارى کړل شوى احكام ئى منسوخ كو لاې شي.
د تفويض وزير د خپلو پریکړو او د مامورينو د ټاكلو څخه خليفه با خبره سات ،او په هر كار کې به د هغى څخه منظورى اخلى ~ ترڅو چې دى په عملى تو ګه مطلق العنان و نه ګرځي، خليفه به د خپل وزير د تدبيرونو او پریکړو پوره نګرانى كوى او د هغه سهي او قانونى پريکړې به د اجراء وړ بولي او غير قانونى پريکړې به ئې منسوخوي[6] .
جلاالدين سيوطى رحمة الله عليه چې په 911 هجرى قمرى كال وفات شوى دى د تفويض د وزير د اختیاراتو په هكله داسى تشريحات ورکړې دى :" په حقيقت کې وزير د خليفه هغه نائب وى چې د هيواد ټولى چارى ورته سپارل شوى وي ، د قاضیانو او والیانو مقررول د عسكرو منظمول، تنخواه ګانو او وظيفو و كول، تنخوا ګانو کې كموالي او ډیر والي، رتبه لوړول یا رتبه ټيټول ، پريکړې كول یا د پريکړې منسوخول، د چا سره اړيکې ټينګول یا غوڅول او په خزانه کې واك كول او دهغى خرڅول دهمدې وزير له مسئوليتونو او اختیاراتو څخه دى " [7].
نن ورځ د تفويض وزیر ته صدر اعظم وائى او د تفويض د وزارت ذكرشوي جوړ ښت ته پارلماني جوړښت وائى .په پارلماني نظام کې صدر اعظم د ریاست د مشر لخوا ټاكل کیږي خو هغه بايد د پارلمان اود شورى مجلس له خوا نه د اعتماد راى واخلي چې د اكثريت د اعتماد د لاس ته راوړلو پرته هغه د خليفه یا د حكومت د مشر لخوا عزل كيداى شي ، صدر اعظم په عملى تو ګه د انتظامى امورو مشري په غاړه لري او د خپل ځان له پاره د ضرورت په اندازه كابينه جوړو لاې شي ترڅو د هغوي په كومك د ملت چارى پر مخ بوزى - دى ډول نظام ته ماوردى ، ابویعلى او ابن خلدون رحمة ا له عليهم د تفويض د وزارت نوم ورکړې دى.
دصدر اعظم ټاكل:
د عباسى دورى په ملوكيت کې به صدر اعظم د
پادشاه لخوا ټاكل كيده د ابوالعباس سفاح او منصور په حكومتونو کې صدر اعظم خپلواکې او د ډیر قوت خاوند نه
و .
ابن طباطبائى لیکلي دى چې خپله د منصور دبدبه دومره ډیره وه چې د هغه په مقابل کې د وزيرانو د بدبه ډیره كمه پاتى شوي وه ځکه په خپله وزيران به د هغه څخه هر وخت په لړزان او ويره کې وو [8].
د وزارت ظالمانه تگلاره د هارون الرشيد په حكومت کې شروع شوه - ابو عبدالله محمد بن عيددوس الجهشیارى رحمة الله عليه چې په 311 هجرى قمرى كال وفات شوي دى په خپل كتاب (الوزراء و الكتاب) کې ليکې چې : [كله چې هارون الرشيد د حكومت مسئو يت په غاړه واخست نو يحى بن خالد بن برمك ئى دربار ته راوغوښت [ چې پلار به ئى ورته وايه] او ورته ئى وويل اى پ ارجانه : تا د خپل نيك تدبير په اساس زه دى منصب ته راورسولم ~ له دى امله ما د خپل رعيت ټولى چارى تا ته در وسپارلى ~ (قلد تك امرالرعيه ...) [ زه به ستا په هيڅ معامله او کړو باندې غور او فكر هم و نه کړ م ] او په دى ډول ټول دفترونه د ابن خالد په لاس کې ورواچول شول .
ابن خلدون لیکلي چې :[د عباسیانو د ظالم حكومت مركز کې به ك ه صدر اعظم بدل شواو كله به پادشاه، د ځواك له پاره هلى ځلى كيدى او د واك او اختیاراتو مركز به بدليده را بد یده [9].]
په اسلامي حكومت کې به خليفه د ورځنې عامو كارونو د پریکړو څخه پرته ، په ټولو مهمو چارو کې د شورى د پريکړې پابند وي . څرنګه چې د وزيرانو او نورو مهمو منصبونو له پاره د اهل كسانو ټاكل د مهمو امورو څخه دى نو په دى خاطر د "امرهم شورى بينهم " د شرعي قاعدى لاندې خليفه مكلف دى چې د صدر اعظم او د وزيرانو د ټاکنې او یا د كابينى د انحلال دمنظورۍ له پاره د شورى غونډې ته مراجعه وکړي او دهمدې غونډې څخه دپ یکړې د اخستلو پابند وى، او وزارت د پريښولو له پاره هم باید د شورى د غونډې پریکړه اساسى شرط وي. څ نګه چې صدر اعظم په عملى تو ګه حكمران دى نو بايد د اسلامي ټولنى له خوا منتخب او د هغى اعتمادئى تر اسه کړې وي. غير معتمد وګړي ته د حكومت وركول شرعاًَ روانه دى. لكه څنګه چې د " الشورى " په څیړنه کې د هغه د د ا ئلو یادونه شوي ده .
د صدر اعظم صفات:
(ويعتبر فى تقليد هذه الوزارء شروط الامامه)
[ د صدر اعظمى یا ( د تفويض دوزارت ) د منصب له پاره همغه شرائط دى چې د امامت او خلافت له پاره پخوا یاد کړل شوي دي[10]]. يعنى( ايمان ، علم،تقوي په معامله پو هيدل ، جسمى قوت ) .د دى شرائطو م وجوديت په صدر اعظم کې ، همداسى اړین دى لكه څنګه چې د خليفه له پاره اړین و ځکه چې صدر اعظم په عم ى ډول د مملكت چارى په غاړه لري .
علامه ماوردى رحمة الله عليه د صدر اعظم ددې صفتونو په هكله داسى تشريح ات ورکوي :
(د تفويض وزیر یا [ صدارعظم ] په اخلاقى توګه باید پاك او سپيڅلى وي او د تدبير له پلوه ئى كار پوخ وي. تجربى او روزنى هغه مهذب کړې وي ، د حكومت د اسرارو امين وي ، د مسائلو د حل له پاره ملا تړلي ولا ړ وي ،د پراخى حوصلى او علم وذهانت خاوندوي ، د يو حكمران په څير رعب ولري ، او د پو هانو په څير سنجيده وي ْ د علماؤ په څير تواضع او د فقهاو په څير پوهه ولري، نيکې پيژندونکې او صابر وي ، سمدستى لږ ې گټى ته په را تلونکې ستر تاوان ترجيح نه ورکوي ، او د خپلې خوږې وینا او بیان په اساس د خلكو زړونه لاس ته راوړې شي [11] ].
ابن طباطبائى رحمة الله عليه ليکې چې :
(دیانت لرل، ريښتونى ، پوخ كاره ، پوهه ، ويښ فكره او سیاسي پوهه د صدراعظمى لازمى عناصر دى د صدر اعظم له پاره ، نرمى ، وقار ، متانت ، ح يت ، حلم، پراخه حوصله ، ميړنىتوب ، زړورتوب ... دا ټول صفتونه اړین دي [12] .
علامه ماوردى رحمة ال ه عليه د «اّداب الوزير »په نوم يو كتاب لیکلي دى او د دى كتاب په شروع کې هغه يوه اوږده سريزه لیک ي ده، د هغى سريزى لنډيز په دى تو ګه دى : [اى وزيره !: ته حاكم هم ئى او محكوم هم " سائس و مسوس " د رعيت سیاست ستا په لاس کې دى خو په خپله ستا سیاست دهيواد د مشر په لاس کې دى ، د دى له پاره دى ته اړيتا ده چې ستا د فكر يوه خوا د هغه رعيت دګټو او رفاه په لور وي چې ته پرى حكمرانى کوي او بله خوا د هغه حكمران په ور وي چې د هغه پيرو ى په تا فرض دي. د هيواد نظم او نسق ستا په لاس کې دى او د هر قسم خرابۍ مسئوليت ستا په غاړه دى. ددى له امله ته د وينا د ژبى په ځاې د عمل د ژبى څخه كار واخله .]
[اى وزيره ! تا ته د دى هيواد نظم او نسق درسپارل شوي چې بيناد يى داسلام سپڅلى دين دى ، ددغه سپڅلى دين قائد وګرځه او حق خپل لار ښود وګرځوه نو هر قوي شخص به ستا تر مخ كمزورى شي ، او هر سخت كار به درته اسانه شي، د اسلام د دين انصار او كومكونکې موجود دى ... د دى انصارو زړونه لاس ته راوړل ستا له پاره يو توخه ده ، د ځیني پوهانو څخه پو ښتل شوي چې د دفاع له پاره كوم ډول لښكر په كار دى ؟هغوي ځواب ورکړ ی چې دين . بله پوښتنه ئى ورڅخه و کړه چې د ټولو څخه ډیر قوي فوج كوم يو دې؟ پوهانو ځواب ورکړ عدل او انصاف .
حكمرانى په حقيقت کې دين ته وركول شوي نو دا دين خپل كوم كونکې و ګرځوه ، نو د خلكو زړونه به ستا په مقابل کې نرمى اختیار کړې ، د مملكت استحكام د دين دجارى كولو پورى تړلى دې. د عدل مثال د يوي شنى ميوه لرونکې ونى په څير دى خو ظلم هغه و نه ده چې د هغى بيخ او جرړى پرى کړل وي دى ] [13].
نور په پنځه ویشتمه برخه کې ولولئ.....
--------------------------------------------------------------------------------
[1] - رسائل البغاء الادب الصغير 23 مخ د نظام الحكم په حواله 224 مخ
[2] - سلوك المالك 123 م
خ په حواله د نظام الحكم 423 مخ
[3] - الا حكام السلطانيه د ماوردى 22 مخ - الاحكام السلطانيه د القاضى
ابويعلى 29 مخ
[4] - الفخرى فى الاداب السلطانيه و الدول الاسلاميه اردو ترجمه د مولانا محمد جعفر شاه 182 م
خ 1962 عيسوى كال چاپ لاهور پاكستان چاپ
[5] - مقدمه ابن خلدون فصل فى مراتب الملك و السلطان و القابها
186مخ
-[6] الا حكام السلطانيه د ماوردى 22 مخ - الاحكام السلطانيه د القاضى ابويعلى 29 مخ
[7] - حسن المح
اضره د سيوطى رحمه الله عليه 2 ټوك 121 ~123 مخونه
[8] - الفخرى اردو ترجمه 208مخ
[9] - مقد مه د ابن خ
دون 188 مخ
[10] - الا حكام السلطانيه د ماوردى 22مخ - الاحكام السلطانيه د القاضى ابويعلى 30 مخ
[11] - الا حكام السلطانيه د ماوردى 22 مخ
[12] - الفخرى 182 مخ
ادب الوزير 3 مخ په حواله د نظام الح
كم 432 مخ