مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-07   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژنئ ! ٤٤ مه بر خه څو ليزي ، څينزي او حسين خيل

دکتو ر لطيف ياد


 د پښتني قبيلو په لړ کې به دا ځل درې نورې قبيلې ګر انو لو ستو نکو ته ور و پيژ نو چې دا درې واړه قبيلې د پښتنو په غلجي ټو لنيز ګ وپ او ډلې پو رې اړه لر ي..

١- څو ليزي :
که چيري د څو ليز يو د نسب شجره په غور سره و څيړو نو څو ليزي د غ جيو په ټو لنيز ګروپ پورې يوه تړ لې قبيله ده چې زيا تره يې کو چيا ني ژوند پر مخ بيا يي، خو د څو ليزيو د قبيلې نه يو شمير يې کليوالي ژو ند هم غوره کړی دی٠

څو ليزي چې په سليمان خيلو غلجيو ور ګډيږي ډير شمير خلک يې د ننګر هار ولايت د چپر هار و لسوالۍ د څو ليز يو په کلي کې ا ستو ګنه لري،چې دغه کلی ددوی د استو ګنې په و جه د څو يز يو د کلی په نا مه سره مشهور شوی دی٠ دننګر هار په و لايت کې ميشته څو ليزي دکر نې او ما لدارۍ په چارو بو خت دي٠ که څه هم ددوی د استو ګنې سيمه و چه او په پوره او کا في اندازه او به نه لري،خو دوی ميږې، پسونه، وزي او او ښان هم سا تي٠ ځيني خلک يې د سو داګر يو په چارو هم خپلې شپې او ورځې تيروي٠
څو ليزي دينداره، غيرتي او په هيواد او خپلو اکۍ مين خلک دي٠ درو سانو د ير غل په وخت کې د روسي تيري کوونکو سره په نره جنګيدلي او دوی ته يې خو له ما توونکي ګو زارونه ور کړي دي٠
د څو ليزيو د قبيلې يو شمير خلک د کابل د بګر اميو په سيمه کې هم استو ګنه لري ٠ ددغې قبيلې په مشر انو کې ارواښاد ملک نور جان  مشهور سړی تير شوی دی٠ د ننګر هار ولايت د څو ليزيو مجموعي شم ير د ٤٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښودل شويدي٠

٢- څينزي :
څينزي د غلجيو پښتنو په مينځ کې يوه مشهوره قبيله ده ٠ ددغې قبيلې زياتره شمير د ننګر هار ولايت په حصارک غلجايي  ولسوالۍ کې مېشته دي چې ددوی مجمو عي شمير د٠ ١٠٠ تنو په شا او خوا کې ښو دل شوي دي٠ همداراز د څينز يو د قبيلې يو شمير خلک د لغمان و لايت د قر غيو په ولسوالۍ او د عز يز خان کڅ په سيمه کې هم استو ګنه لري. ٠

څينزي زياتره د کر کيلې او سو داګر يو په چارو بو خت دي٠ دوی دښو کړووړ څښتنان دي٠ په دوی کې ميلمه پا لنه ډيره ده او د پښتني عنعنو او دودونو ته ډير در ناوی لري٠ څينزيو هم د خپلو نورو پښتني قبيلو په څير خپلو اکي غو ښتو نکي خلک دي٠ دوی د انګر يزي ښکيلا کګرو سره دافغان- انګريز په درو ګو نو جګړو کې په ميړ نتوب سره جنګيدلي او خپل هيو ادنی رسالت يې په ښه تو ګه سر ته ر سولی دی٠ دروسي ير غلګرو په وړاندې هم د څينز يو دقبيلي شاه زلميو خپله پښتو نواله او افغا نيت په ښه تو ګه ثا بته کړې ده٠

پاتې دې نه وي چې يو شمير څينزي په ټول افغا نستان او په تيره بيا د غلجيو پښتنو په سيمه کې په خواره واره ډول ژوند کوي٠

٣- حسين خيل :
حسين خيل په غلجيو پښتنو کې يوه نا متو قبيله ده٠ ددغې قبيلې خلک دلغمان ولايت م ر کز مهتر لام ته نږدې  په يو شمير کليو په تيره بيادده زيارت په کلي او يو شمير يې د کا بل د بګر اميو د و سوالۍد شيوه کيوپه شا او خوا سيمه کې ژوند کوي٠ د پر وان و لايت په يو شمير و لسو اليو په تيره بيا په قره باغ اومير بچه کوټ کې هم يو شمير حسين خيل او سيږي٠ همدارا دميدان او وردګو ولايت مر کز ته نږدي اوهم  د نر خ په ولسوالۍ کې يو شمير حسين  خيل غلجي ميشته دي٠ دننګر هار ولايت د چپر هار ولسوالۍ د ما ڼو په کلي کې هم يوڅو کوره حسين خيل شته چې ويل کيږي د ميدان ولايت نه ډيره موده پخوا دغې سيمې ته ليږديد لي دي٠ پا تې حسين خيل د افغا نستان په بيلا بيلو بر خو کې په خواره واره ډول  استو ګنه لري٠

حسين خيل ميلمه پا لو نکي، په علم او پو هې مين خلک، پر مختګ غو ښتو نکي، غيرتي اوپه هيواد او خپلو اکۍ مين خلک دي٠ دوی زياتره د کر کيلې او سو داګرۍ په چارو بو خت دي٠ يو شمير خلک يې دو کا نو نه لري،ځينې حسين خيل دولتي دندې هم لري٠

پايليکونه :
١- معلو مات مختصر در باره اقوام و قبا يل ولا يات سر حدي کشور، دشير رحمن دوړ تاليف،د قو مو نو او قبا يلو چارو وزارت،١ ٦٣ کال، کابل٠

٢-پښتني قبيلې، دد کتورلطيف ياد تاليف، د پيښور چاپ،١٣٨٥

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery