مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتنو توکمي جرګې جوړول ديوې ټولنيزي اړتيا له مخي !

ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا

 ټوله شپه مي ياره ستا په غم ژړلي دي

ته ولي راته وائې چي تا کم  ژړلي دي

په ډير خواشينۍ سره بايد وويل شي چي د څه د پاسه د يوې پېړۍ راهيسي او په ځانګړې توګه په وروستيو درې لسيزو کي د پښتنو سيمي او پښتانه  بې له کوم جرم څخه زيات وځپل شول . پښتانه په ډله ايزه توګه د ژوند د نعمت څخه محرومه کړل شول  ، پښتانه د خپلو کورونو نه  د وژني ، وهلو او ټکولو سره وايستل شول  او په ځينو برخو کي د پښتنو مالونه تالا او په ناموس ئې تېری وشو .

د پښتنو مشران په بمونو او راکټونو ووژل شول ، د پښتنو ښادۍ او ودونه په وينو ولړل شول ، پښتنه ناوې د خپل خاوند کور ته د تګ په لاره کي شهيده او په وينو لړلې ډولۍ ئې هديرې ته يو وړل شوه د پښتنو تنکي زلميانو او کوچنيانو پداسي حال چي په لوبو اخته ول دبمباريو او راکټونو د اورولو له امله د بدن غوښي په هوا کي خپرې شوې  ، د پښتنو په سرونو کي ميخونه ټک وهل  شوه ، سترګي ئې وايستل شوې   او غوږونه ئې پريکړل شول .

او هغو چي په سهېلي برخو کي ددې ناورينو ، ناخوالو نه ژوندي پاته ؤ د خپل سردساتني لپاره د خپل پلرني سيمو پرېښېدو ته اړ او په ډله ايزه توګه د افغانستان سويلي سيمو ته کډوال شول ، چي نن د د سپين بولدک ، ژړې  دښتي کمپونو او نور ځايونو کي د نامعلوم ژوند شپې او ورځي تېروي .

ترهغه ځايه چي ما دا کمپونه وليدل  دا خواره کډوال شوي پښتانه هلته په ژمي کي د يخنۍ او په اوړي کي د مارانو د چيچلو څخه مري  ، د ملګروملتونو راپورونو کي ددې بالجبره کډوالو شمېره ٤٠٠٠٠څلوېښتو زرو تنو ته رسيده .

ملي ژبه چي دملي پيوستون يا ملي يووالي راوړلو کي اساسي عنصر دی د بده مرغه د افغانستان پلازمينه کابل کي په دولتي دفترونو کي د پښتو ويل جرم ګڼل کيږي او داهم وليدل شول چي څوتنه پښتني ځوانان چي په بله ژبه نشو ږغيدلای د پاکستاني په نامه د مرګ تر پولي وټکول شول ، د پښتنو ميليونونه کتابونه  په اور  وسوځول شول  ، پښتو د راډيو تلويزون  او اخبارو څخه په بشپړه ټوګه وايستله شوه ، کابل کي ١٣٠ ورځپاني ، مجلې او نور ي خپروني منځ ته راغلې چي صرف ٥ ـ ٧ ېې په پښتو دي او بس .

بې له کومي دقيقي سرشمېرني نه د ستميانو  او شورا نظار د ډلو لخوا نړيوالو رسنيو ته د پښتنو نفوس چي د ٥٥٪ څه تر ٦٢ ٪ پوري وي  هغه ئې د څلويښت نه کم ښودلي  . دا ځکه کابل ښاري څانګو کي په تذکره کي د پښتون کام پرځای پښتون ئې تاجک ښودلی .

د تش په نامه بيارغوني کي پښتني سيمي په دې بهانو چي هلته امينت نشته هلته القايده او طالبان اوسي هيڅ کار ورته ندی شوی پداسي حال کي چي د پښتنو سيمي ټولي لکه د برلين ښار د دوهمي نړيوالي جګړې پای کي د خاورو سره برابري شوي دي  ، د راپورونو پر اساس د دوهمي نړيوالي جګړې  وروسته د افغانستان پښتني سيمو باند ي زيات بمونه اچول شوي دي  او د بده مرغه دا لړۍ تر ننه پوري دوام لري .

مشهور متل دی ( پوهنه رڼا ده ) خو ددې رڼا نه پښتنې سيمي بې برخي دي هلته د پښتني ضد ډلو د پوهني وازرت ئې  په قبضه کي و او دا پروپاګنډې کولې چي پښتانه د تعليم سره ضديت ښيې  . د بلي خوا د يوې دسيسې په اساس څرنګه چي پلان و چي کابل د پښتنو نه تش کړي د څو لسيزو راهيسي عملاً په کابل کي د پښتنو انجونو او زامنو لپاره يو د لمړنۍ او يا لوړو زده کړو ښونځي وجود نه درلود دا له دې امله و چي پښتانه قصداً بېسواده وساتي اوس يې نو دا ډنډوېه پيل کړې ده چي پښتو ويونکي او غير پښتو ويونکي پښتانه ،  معلومه نه ده چي راتلونکي  کي به پښتانه به څه نومونو بېلوي  .

دا چي ضد پښتني ډلي د پردو په پيسو په خپلو خپرونو او ويناو کي د پښتنو باباګانو ،مشرانو ، نيکونو ته سپکي سپوري وائې  دا پدې دليل چي د پښتنو وياړني له منځه يوسي د تاريخ پيښي د ځان په ګټه بدلي  کړي  ددې ټولونو نه موخه داده چي د ګران هيواد ملي هويت له منځه يوسي او دا ټولو ته جوته ده  چي بې هويته هيواد او ملت باندي هرڅوک تېرې کوي . او هغه د ځان بولي ، چي دا غميزه نن د پښتونخوا په سيمه کي په ټول قوت سره پر مخ ځي .

نن چي د ساينس او ټکنالوژي نړی ده د پښتني ضد وګړي حتی د فلمونو نه د خپل کرغېړن پلان د پاره کار اخلي په دې ورستيو وختو کي زيات ليدل کيږي  چي ټول بدکاره ، ناوړه او منفي رولونه پښتنو ته ورکوي تر څو نړې ته وښيي  چي پښتانه داسي بد کاره ناپوه خلک دي . په کتابونو کي هم د هغوی ټول ناروا او منفي کارونه پر پښتنو تپلي دي .

ددې ټولو ناخوالو ، نادودو او جفاګانو سره بيا هم دوئ په ټولي بې شرم سره پښتون قام غاصب ، فاشيست ، بيسواده او بې تمدونه بولي . تر هغه ځايه چي د تاريخ په مخونو کي ليکل شوي دا سيمه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي د پښتنو سيمه ده او پښتنو په خپل سرښيندنو  دا سيمه ساتلې ده او که چيري کوم فاتح نوري سيمي نيولي هغه هم دپښتنو د توري د شرنګ له برکته ؤ . ولولئ چي د سلطان محمود غزنوي د وخت يو شاعر دا مسئله په خپل شعر کي څرنګه راوړې ده .

ترک و نامردو و دانګل له جنګه

زه پښتون ولاړ د سلطان تر څنکه

سوال دادی چي اخير تر څه وخته به موږ داسي در په دره ، لوږي ، بربنډه بېسواده پاتي يو ؟ . او تر څو به زموږ ځوانان په يو او بل نامه وژل کيږي يا په جيلونو کي د زولنو سره شکنجه کيږي نن موږ ټول پدې پوهيږو چي د منطق او استدلال دوران دی .

پښتنو ستاسو توره او ټوپک د تاريخ په اوږدو کي د يرغلګرو څټه وايستله . خو نن زمانه بدله شوې راځی چي دخپلو پلرونو او نيکونو د هغه خدای ورکړي اهليت اولياقت د رعايت او پوهي نه په ميراث اخستلو سره کار واخلو او په سوله ايزه ټوګه خپل حقه حقوق تر ﻻسه کړو ، مهتماګاندي ددې سياست څخه په کار اخيستلو سره انګريزان د بهارت څخه وايستل .

دسوله ايزي مبارزې سره نو څوک نه شي کولای پر موږ د القايده يا طالب ټاپه ولګوي . دا پرحقه پاڅون د کوم امتياز غوښتني لپاره نه بلکې د حق غوښتني په خاطر وي  ، ټول بايد ځانونه په دې پوه کړو چي حق غوښتنه زموږ طبعي حق دی او حق غوښتنه امتياز غوښتنه نه ده . دا خوځښت بايد ډله ايز وي نه په ځانګړې ټوګه ، په ځانګړې توګه مبارزي تل ځپل شوي دي  نو دډيرو سوچونو او ژورو رو څېړنو نه زه دې پايلي ته ورسيدم چي :

دپښتنو د توکمي جرګې د جوړولو وړانديز ټولو پښتنو او په هيواد دننه څه چي  بهر هم  وکړم .

جرګه د پښتنو په تاريخ کي يو منل شوې باصلاحيته مرجع ده ، دجرګې غړي د پوهو ، پخو او ريښتنو خلکو څخه ټاکل کيږي ، دجرګې غړي بايد د پښتونوالي  په ټولو اصولو او مقرراتو وپوهيږي که چيري مسئله ملي بڼه ولري نو د ټول هيواد څخه جرګې ته استازي رابلل کيږي  چي په هغه صورت کي ورته لويه جرګه وائې .

دپښتونولۍ جزائي حقوق دومره په غور سره وضع شوي چي هيڅ قانون به ونه کولای شي ورسره سيالي وکړي دلته دا څرګندونه ضروري بولم چي ارواښاد بېنوا د پښتونولي په اړه کړې .

(( پښتونولي د بشريت عامي ښېګڼي اود اسلاميت لوړ اخلاق دي ))

کله چي پښتنو جرګه وټاکله نو بشپړه صلاحيت هم ورکوي  او هيڅوک نشي کولای د جرګې د پريکړي نه سرغړونه وکړي  ، نن چي پښتون قام د تاريخ په خورا حساسو شېبو کي قرار لري لازمه ده چي د تدبير نه کار واخلي اودپښتنو توکمي نړيواله جرګه دي جوړه کړي  او بيا دا جرګه د پښتون قام په استازيتوب سره د پښتنو غمجن حالت د کابل د ادارې مشر ، د ملګرو ملتونو  استازواودامريکې چارواکو سره مخامخ خبرو اترو لپاره مطرح کړي ، هغه مسايل چي زما له نظره مطرح شي دا لاندي ټکي دي :

١ : ـ  پښتون قام چي په په افغانستان کي غوڅ ډيره کي دي په کومه  ګناه د هغو سيمي بمباري او خلک ئې وژل کيږي .  

٢ : ـ ولي پښتانه صرف د پښتو ويلو په جرم په جيلونو کي اچول کيږي  او سزاګاني ورکول کيږي .

٣ : ـ د تاسو د اساسي قانون په اساس پښتو ملي ژبه ده ولي پښتو د حکومتي ادارو ، راډيو تلويزيون او اخبارو څخه ايستل شوی .

٤ : ـ څرنګه د افغانستان پلازمينه کي يو لمړنۍ ښوونځۍ د پښتنو ماشومانو لپاره نشته .

٥ : ـ تعلمي نصاب بايد ٥٠ ٪ انډول مراعات شي .

٦ : ـ دپښتنو سيمي ولي عمداً او قصداً  ويجاړي  ساتل کيږي د بيا رغوني پرګرامونه هلته بايد پلي شي .

٧ : ـ مطبوعات د تنګ نظرو متعصبو له منګلو نه خلاص شي .

٨ : ـ نند پردو ځواکونو ددايمي شتوالي خبري اوريدل کيږي پدې هکله جرګه پريکړه وکړي  .

٩ : ـ دپښتنو د حقه حقوق نه دي سترګي پټي نه شي  کار دي اهلي کار ته وسپارل شي

١٠ : ـ بهرنۍ سفارت خوني دي  د يوه کلي او يوې سيمي  له وګړو د قبضې څه خلاص او د ملت پوهو مسلکي خلکو ته وسپارل شي .

 

ډاکټر سبحان هاتفي

P.O.Box 331 – ALAMEDA,CA 94501
 شمالي کلفورنيا ، متحده ايالات

 

 

دپښتنو د توکمي جرګې  د جوړيدو د اړتيا  په اړه تاسي کولی شی چي خپل وړانديزونه او تبصرې دلته وليکئ او د نورو ليکني وګورئ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery