دخپریدو نیټه : 2005-04-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د افغان ادبي بهير مننليک
افغان ادبي بهير
پرون په پېښور کې دافغان ادبي بهير اونيزه غونډه تر سره شوه٠
پرونۍ غونډه پسرلنۍ مشاعرې ته ځانګړې شوې وه،چې ډېرو ځايي شاعرانو او ليکوالو په کې ګډون کړې و٠
دغونډې په اخر کې بهيروالو يومننليک هم خپور کړ چې داسې په کې ليکل شوي و:
استاد محمد اصف''صميم''او نازکخيال شاعر استادمحمد صديق'' پسرلی''
د اوسمهالي پښتو ادب دوه وتلې څهرې او پياوړي ليکوالان دي٠
موږ ددوی ادبي او فرهنګي هڅو،کار او زيار ته په درنه سترګه ګورو او ،وياړنه ولمانځنه يې کوو٠
داچې په اوسمهال کې دوی دا فغان ادبي بهير مشران هم دي ،داهم دبهيروالو لوی وياړ دی٠
بهيروال په ګډه سره دافغان اطلاعاتي او فرهنګي مرکز ادارې''ايينې'' ،دبېنوا فرهنګي ټولنې دمشرتابه ، دکندهار دهڅانده زلميانو او ملي سوداګرو ته دنومو ړو استادانو دژوند لمانځنې د علمي او ادبي دوه ورځني سيمينار دجوړولو او په او ښه تو ګه سرته رسولو دزړه له تله مبارکي وايي ،اوله ټولو ليکوالو اوګډونوالو نه يوه نړۍ مننه کوي چې په ګډون سره يي دغه علمي اوادبي سيمينار ته ښکلا وروبخښله ٠
د قدر منو استادانو داوږد او نېمرغه ژوند په هيله؛
دياد شويو فر هنګپالو او فرهنګيالو نه په مننه؛
دپښتو ادب دودې او پرمختيا په تمه؛
په درنښت ؛
په پېښورکې دافغان ادبي بهير خپرندويه پلاوی