دخپریدو نیټه : 2005-04-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
فلك ناز لاړ، او مسلم دوست راغى
عنايت ساپی ; کابل افغانستان
عنايت ساپی
عجيبه پيښى دى، له يوى سترگى مو دغم اوښكى څا څي او له بلى مو دخوښۍ دا رواني وي. دخداى عجيبه نظام دى.
زمونږ پر ادبي كړيوو ډيره داوړ پيښى خپل سيوري پريباسي. او ديوى شيبى لپاره مو دغه عجيبه پيښې هيښ ساتي. په هرحال نن به بيا ديوى عجيبي پيښى يادونه وكړم.
افغان ادبي بهير چى زمونږ په ادبي نړۍ كى دادب مينانولپاره ترټولو ستر او پيژندل شوى پوهنځى دى كله كله له عجيبو پيښو سره مخ وي. نن يي پر دريځ(ستيج) يو مينه وال ( ننگيال)د خپل ريښتوني ژوند لپاره شعر وايي خو سبا همدغه شعردده دريښتوني مرگ تعبير وي ، نن يي مينه وال (ساهو) له دريځه غږ كوي چى كه خداى كول مياشت وروسته به سره وگورو، خو پنځلس ورځى وروسته يي په مړينه گورو، نن يي مينه وال(مجاهد) له دريځه خپله مرثيه لولي خو اونۍ وروسته يي اورولى مرثيه بيرته دخپل مرګ لپاره تعبيروي. مينه وال يي (دولت زى)نن له دريځه دبهيروالو څخه مننه كوي چى زما پركتاب مو دمينى خبرى وكړى خو اونۍ وروسته يي بهيروال پر مرگ خبرى كوي، نن يي مينه وال (عبدالجبار جوهر) له ولولو څخه په ډك غږ خپل شعراوروي خو مياشت وروسته يي په سړه سينه دمرګ اوازى خپريږي، نن يي له دريځه م عثمان نژند دخپلو اوښكو په بدرگه دولس له دردونو ډك حال بيانوي خو سبايي ستونى بنديږي او نور حال ويلى نه شي. ښايي تاسى ته تيربهيردرپه زړه شي او زړونه مو ودرديږي ، ما نه غوښتل چى نور داسى څه وليكم چى تاسوپرى خفه شى خو څه وكړو دزمانى څرخ مو بيا بيا دذهن پردو ته ترنگ وركوي تخنوي يي او نه موپريږدي چى يوه شيبه دخپله ځانه پردي شو، ماته دبهير، دفرهنگي ټولنى او فرهنگي مركز ډيره غونډى په سترگو كى دي. له دريځه يي يو ځوان شاعر خپل شعرپه ترنم سره اوروي او له ناستو مينه والو څخه په واه واه ، بيا ووايه ، ډيرښه او نورو بدرگه كيږي، شاعرپه خپل ترنم كى لكه غوړيدلى گل دخوشالۍ احساس څرگندوي او لاخپل سبك ته زور وركړي، فلك ناز فريادي خپل شعرپاى ته ورسوي او له دريځه خپل ځاى ته راشي، مسكى وي خو اوشا وگوري، له هاغه بل كونج څخه ورته مسلم دوست صيب راغږ كړي، چى فلك ناز فريادي صيب ډيرښه شعر دى واوروه، داسى شعرونه اوروه دا ځنى ځنى خو هسى بى معنا شيان دلته راوړي. اونۍ وروسته مسلم دوست په غونډه كى نه ترسترگو كيژي، او موده وروسته داسى گونګسي ترغوږو شي چى مسلم دوست نامعلومو كسانو دشپى له خوا په موټركى واچاوه، بيا هيڅ خبرنه شو ، يومهال وروسته مو بل دردوونكي خبرترلاسه كړ چى دخوږى ژبى ليكوال(مسلم دوست) يي دګوانتانامو داوسپنيزو پنجرو شاته اچولى، نو بيا مو هرمهال دګوانتانامو دبل څرخي زندان خبرونه وخت پروخت څارل. نه به يي اوږدوو، همدغه اونۍ مو بيا دهمداسى يوى عجيبي پيښى شاهده وه، ډاكټرفلك ناز فريادي مو دمرگ كومي ته ولويد او مسلم دوست مو دژوندغيږى ته بيا راغى. له يوى سترگى مو دغم او له بلى دخوښۍ اوښكى روانى شوى.
انالله وانا اليه راجعون. - او - الحمدلله
كابل افغانستان