مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژ نئ !٦ ٤ بر خه ( خا کو اڼي )

دکتور لطيف ياد- استر اليا

خا کو اڼي چې د خا وګا ني او خا ګو اڼي په بڼو هم را غلی دی د پښتنو د سړ بن د ټو لنيزې ډلې او د پنج پای په ښا خ پورې يوه تړ لې قبيله ده او با يد دا قبيله د هغو خو ګيا ڼيو سره چې د ننګر هار ولا يت په خو ږ يا ڼيو ولسوالۍ کې استو ګنه لري او په اصل کې کر لا ڼي پښتا نه دي اشتباه نه شي او يو ونه ګڼل شي٠

ددغې قبيلې د وګړو شمير ډير لږ دی، خو د قبيلوي پلوه په دوو بر خو  ويشل شوي دي چې يوه بر خه يې سترخاکو ا ڼي او بله بر خه يې کو چني خا کو ا ڼي دي چې په کند هار او د نو ر زيو د قبيلې په سيمو کې ميشته دي٠                              &nb sp;    

همداراز يو شمير خا کو اڼي په هرات او د هرات په بيلا بيلو ولسو اليو کې ميشته دي٠د  غز ني  په ولا يت او دغه ولايت په بيلا بيلو ولسو اليو کې  هم  د خا کو اڼيو د قبيلې خلک استو ګنه لري او داسي ويل کيږي چې ددوی څو کلي د ما کو د کليو تر څنګ پر ا ته دي چې خلک دوی د خا کو ا ڼيو ماکو انو په نا مه سره يادوي ٠

خا کو اڼي زيار کښه او ر ښتيني خلک دي٠ دوی په ميلمه پا لنه او پښتني ننګ او غير ت با ندې ولا ړ خ ک دي٠ په ټول افغا نستان کې ددوی شمير د لسو زرو تنو په شا او خوا کې ښو دل شوي دي٠ 

تا ريخ حيات افغاني چې له نن ورځې نه ١٤٤ کلونه وړ اندې ليکل شوی او مؤ لف يې ډپټي محمد حيا ت خان دی په  ديره ااسماعيل خا ن کې د خا کو ا ڼيو د مشر انو په اړ وند داسي ليکي :

 د  خکو ا ڼي په قبيله کې غلام سرور خان خا کو ا ڼی چې دديره اسما عيل خا ن او سيد ونکی دی د خلکو  په مينځ کې د ډير قدر وړ او په در نه ستر ګه ور ته کتل کيږي٠ دده زوی عطا محمد خان هم ډير ښه او بختور سړی دی ٠ حيا ت افغا ني په ديره اسما عيل خان کې د خا کو ا ڼيو شمير په هغه وخت کې اتيا کو رنۍ ښو دلي دي٠

په اتلسمه عيسوي  پيړۍ کې خا کوا ڼيو پر ملتان با ندې حکم چلو لی دی او نوابي يې در لوده چې په د غو نو ابا نو کې يو هم نواب علي محمد خان خا کو اڼی و چې د ملتان د سيمي مقتدر ګورنر او نواب و چې افغا نستا ن د ستر ټو لواک احمد شاه با با دفر مان له مخې د ملتان ګورنر ټا کل شوی و٠ دده دنوا بۍ او ګور نرۍ په وخت کې  ملتان دکرنې او زراعت په بر خه کې ډيره وده و کړه او د هغه ځای خلک په ډير امن ، خو شالۍ او سو کا لۍ کې پې او ور ځې تير ولې٠ همداراز نو موړي په کال ١٧٥٧ ع کال کې په ملتان کې يو ستر جو ما ت هم و دان کړ چې تر ننه پورې دغه جو ما ت شته٠

دملتان د خا کو اڼيو د دقيق شمير په اړوند مې معلو ما ت تر لا سه نه کړ ای شول، خو په او سني و خت کې  د ملتان د خا کو ا ڼيو نه ددوو مشهورو کسا نو نو مو نه د يا دونې وړدي٠ يوهم مشهور و کيل او قا نو نپوه محمد نديم خان خا کو اڼی او بل هم د کر نې د چارو ما هر او متخصص محمد سهيل خان خا کو اڼي دي٠

پاي يکو نه :
١- تا ريخ حيا ت افغا ني، د پيښور چاپ ١٦٩ - ١٧٠ مخونه
٢-پښتني قبيلې، د دکتور لطيف ياد تاليف، د پيښور چاپ، ١١٠ مخ
٣-http://encyclopedia.stateuniversity.com/pages/15513/Multan.html
http://en.wikipedia.org/wiki/Multan٤-
٥-http://www.answers.com/topic/multan
٦- معلو مات مختصر در با ره اقوام و قبا ئل ولا يا ت  سر حدي کشور،١٠ مخ٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery