دخپریدو نیټه : 2005-04-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
جاپان خو عفوه وغوښته خو آيا........ ؟
فضل الرحمن کټوازی -کوریا
فضل الرحمن کټوازی -کوریا ( ٢ غويی ١٣٨٤ لمريز
ګرانو لوستونکو دجاپان اولسمشر دخپل هغه تاريخي استبداد او کړو وړو په نتيجه کي چي دګاوندي هيوادونو پرخلاف يې کړي و او د باباګانو څخه ورته په ميراث کي پاتي وو عفوه ووغوښته،دعفوي دې اعلان دجاپان د خلکو عظمت ته لاښکلا او لویوالی ورپه برخه کړ.
ليکن سوال داپيداکيږي چي دزاړه جاپان دا ظلمونه خو اوس کيسې دي دهغوکیسو پاتي شوني خو اوس په کتابونو کې ليدل کيږي ليکن داداوسني دور ښامارانو چي څه اوکړل ددې نه هروخت سترګي پټي شوي .
حتی زما او ستا بعضي ماديت پرسته سیاستمدارو او پوهانو هم دخپلو شخصي،سمتي او نورو ناوړه ګتو په درشل کې د دې ښکاره ظلم او استبداد نه سترګي پټي کړي او د دې قضاوت يې تاريخ ته پريښی، ولي چي دپردي کلتور دخدمت داعزازي دکتوري به یې بیا کله په نصیب شي.
خو زه غواړم چي دلته د دې ښکاره تيري او بيا د دوی سره د دوستۍ نه پرده پورته کړم ترڅو به زمونږ وجدان ويده وي ترڅو به له مونږ سره دخپلو لويو ملي ګتو احساس نه پيداکيږي.
اوس وخت راغلی چي هرڅوک دجاپان په شان د دې يوویشتمي پيړۍ په کړووړو نه صرف عفوه ووغواړي بلکي جبران يې هم ورکړي .
زما دا سوال دافغانستان دبربادۍ لوی عامل روسيې ته متوجه دی بعضې خلک يې زړه روسيه بولي خو زما په نظر که دخره نه کته بدله شي خرهم هغه خر دی او بياهغه چاته چاچي دافغانستان کلتور په فرهنگ بدل کړو او د دې ترڅنګ هغه چاته چا چي داسلام دمبين دين دخادمانو په نامه زما او ستا دلويواو ميړنو باباګانو توري بادوري او نورې تاريخي نښانې دخپلوپر دوبادارانو د ميوزيمونو او بنګلو دښکلا لپاره لوټ کړلې.
داڅه موده کيږي چي دمتحده ايالاتو سره دافغانستان داوږدې همکارۍ خبري کيږي،زما په اند که چيرته په راتلونکي کي دافغانستان دسپيڅلو سرحدونو دفاع اود ملاتير يعني ملي اردو تجهيز غواړو بايد هرهغه چاته ددوستۍ لاس ورکړو څوک چي مو د دې ښامارانو څخه ساتي .
اوس سوال دا پيداکيږي چې آيا په يوويشتمه پيړۍ کي به زما اوستا دبربادۍ عاملين دااستبدادي قوتونه هم دخپل تاريخي رسالت له مخې عفوه وغواړي، نه هیڅکله نه،عفوه خو پريږده اوس يې زما او ستا دکابينې په جوړښت کي هم ګټوته بايد لومړيتوب او خونديتوت ورکړل شي.