مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

۲۱له محاسن الاسلام څه دښځودواقعي حقوقوتحفظ دی

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل

 

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمومسلمانانويو ويشتم له سترو اوبې مثاله ښيګڼواومحاسنوداسلام څخه داده چي داسلام مقدس دين  وښځي ته هغه منزلت اومقام مشخص کړيدۍکوم چي له کامل عدالت اوانصاف سره اودارنګه دښځي له فطرت سره په کامله وجه موافق دۍ اودارنګه داسلام مقدس دين دښځوحقوق په هغه ډول وضع کړي اومعلوم کړ يدي چي دښځي  له فطري تقاضاؤوسره برابردي اودښځي  دآبرواوعزت اوددې دعفت اوددارينو دسعادت دتحفظ اودتحصل تضم ين کوي اوله افراط اوله تفريط څخه خالي دي لکه چي  دنړۍځينوستروپوهانوفرمايلي دي، لايوجدُ تشريع سماوي و اارضي سابق ولا لاحق کرم المرءة  وانصفها وحرسها مثل التشریع الاسلامي ،یعني نه تراسلام په سابقو دورو کښي اونه داسلام له ظهور څخه په وروسته دوروکښي نه اسماني اونه زمیني داسي تشریع اوقانون پیدا سویدۍ چي داس امي قانون په شان دی په  هغه کښی وښځوته اکرام ورکړسوی وي اوداسلام په ډول دي په هغه کښی  له ښځي سره انصاف  سوی وي اوددې دحقوقو او دارنګه ددې دپت اوعزت مراعت اوتحفظ دي په هغه کښي سوی  وي داځکه چي ښځه هم دنورو مخلو قاتو په څیر دالله پاک مخلوق ده اوخالق دخپل مخلوق له حال څخه اودده دفطرت له تقاضاؤو څخه تره چاښه خبردۍ اواسلام دالله پاک دین دۍ نوکوم مقام چي اسلام وښځي ته منتخب کړی دۍ اودارنګه کوم حدودچي اسلام وښځی ته ټاکلی دې نوهغه دهمدغه ذات له طرفه دی کوم چي دښځي اودتمام جهان مالک اوخالق دۍ نوکه په دي اړه یوڅوک له اسلام سره ددښمنی په وجه اویاله اسلام څخه دبدبختۍ ولوری ته دسررغړه وني    په سبب کوم  اعتراض کوی نوهغه په حقیقت کښي پرالله پاک اعتراض کوي اواعتراض کول پرخدای باندی دغټ کفر اوحماقت نتیجه ده   قدرم نومسلمانانوپه موجوده عصراوزمانه کښی داسلام دشمنانودښځواودښځودحقوقومسأله خورا په شدت اوګرمي سره راپو ته کړیده خوداپه دې خاطرنده چي واقعا دوی دښځودوستان دی اوکوم څه چی دوی ئی دښځودپاره غواړی هغه دښځوپه نفعه تمامیږي بلکه داداسلام ددښمنانوله هغولاروڅخه یوه لارده کومی چی دوی ئې داسلام دسپیځلي دین دبدنامه ولودپا ه لټوی لکه چي په  کتاب دالاسلام وسائرالادیان کښی داخبره د مستندو سرچینوپه حواله ذکرسویده چي په ځینوکفري هیوادوکښی په دې باره کښي یوه لویه غونډه جوړه سوه چي کومي لاري به داسلام اودمسلمانانو دبدنامولو اوتارپه تارکولودپاره  ډیری موثري تمامي سي، دمجلس اوغونډی په اختتام کښي ئی ترټولوډیره موثره لارداوب له چي موږباید دښځودازدۍ موضوع په نړۍ کښی راسربیره کړواوداخبره په  عالم اسلام کښی نشرکړوچی کومی پابندیانی چی اسلام پرښځوباندی لګولي دی نوهغه سراسرظلم دۍ  نوپدی سبب ئی حزب تحریرالمرأة یادښځودآزادۍ ح زب تأسیس کړاوپه اسلامی نړۍ کښی ئی هم ددغه شیطانی جال ریښې وغځولې چي ترټولو دمخه په دغه کفری لومه کښی مصرڅپ سوچی هلته دحزب تحریر المرأة په نامه یوحزب جوړ اوپه رسمیت سره وپیژندل سومحترمومسلمانوداسلام ددښمنانوپه دغه ډرامه کښی کومه چی دښځو دحقوقو په نامه ئی راسربیره کړیده دښځوخیرخواهی مقصدنده بلکه په دې کښی ددوی هدف داسلام بدنامه ول دی وبس

ځکه که ددوی  په دغوکفري ویناؤوکومی چي دوئی دښځودحقوقوپه حقله کوی په نړۍ کښی عمل وکړسي نودښځوهرقسم آبرومندی اوکرامت اوشرف  به تباه اوبربادسی ګرانوخوندو اووروڼو هره عاقله اوهوښياره ښځه عام له دې څخه که کافره وي اوکه مسلمانه وي چي  داسلام هغه مقدس هدايات په غورسره مطالعه کړي کوم چي دښځو دشرف اودهغوۍدحقوقو دتحفظ اودتشخيص په اړه يې کړيدي اوبيايې دښځوله حالاتوسره اوددوۍ له فطرت سره م وازنه وکړي اودارنګه داسلام ددښمنانوهغه خبري هم وسنجه وي کومي چي دوۍ  ئې دښځو دخيرخواهي په عنوان کوي او هغه هم دښځوله حالاتو اوددوۍ له فطري تقاضاؤوسره مقايسه کړي نوحتماً به دافيصله وکړي چي بيشکه تنها اويواځي اسلام دۍ چي وښځوته يې داحترام اودشرافت په نظرکتلي دي اوودوۍ ته يې ددوۍ واقعي اونفس الامري حقوق ورکړيدي اوپ ته له اسلامه په بل هرمذهب کښي ښځه توهين سويې اوتوهينيږي اودمسلمانانوڅخه پرته هرڅوک چي دي هغه دښځودپت اوعزت دښمنان دي، محترمومسلمانانو په دې وجه چي داسلام دښمنانو دحقوقوموضوع له اسلام سره ددښمني په وجه په موجوده زمانه کښي ډيره په شدت سره په نړۍ کښي راپورته کړيده زه غواړم چي داموضوع له هره اړخه مکمله وڅيړم نوپه دې وجه  زه خپل بيان  پردروبرخوباندي ويشم چي اوله برخه ئې په دې باره کښي ده چي داسلام ترظهور له م خه په نړۍ کښي له ښځوسره څنګه چلند کيده اودوهمه ئې په دې باره کښي ده چي کله چي اسلام ظهور وکړ نو اسلام  دښځو دحقوقوترکومه حده پوري احياوکړه اودريمه برخه په دې باره کښي ده چي په موجوده وخت کښي چي داسلام دښمنان په څه ډول  دښځودحقوقو مطالبې کوي نوايادادښځودپاره توهين دۍ اوکه يې احترام دۍاوداله ښځوسره دښمني ده اوکه ورسره دوستي ده دمحاسن الاسلام په راتلونکوبرخو کښي به په دې اړه انشاءالله تفصيلات درته راسي والسلام ومن الله ا توفيق    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery