رحمت اريا - اټاوا کاناډا
١٣٨٤ د غويي لسمه
ددغه مطلب ریښې به له سیاسي پلوه وڅیړو اووبه وینو چي دداسي چینل خپریدل دپښتنو په گټه دی او په ریښتیا دپښتو ژبي دودي لپاره په څپو شویدی او که بله موخه لري.
پدې وروستیو کي د خیبر په نوم ټلويزيوني خپروني په پښتو ژبي په څپو شوي . له بده مرغه دغه ټیلويزيوني چینل دپښتون افغان شاعر خدای بخښلي ملنگ جان شعر (دازمونږ زیبا وطن) چي دټولو افغانانو لپاره یې د ملي حماسې سندري بڼه درلوده او لري یې په بله بڼه اړولې چي له امله یې دګڼ شمیر افغانانو احساسات راپارولي او یوشمیر تبصرې او احتجاجیه لیکونه پرې لیکل شویدي او د خیبر ټيلوزيون له چلونکو څخه یې غوښتنه کړې چي رسمي معافي وغواړي او ژمنه وکړي چي په راتلونکي کي پداسي پارونکو خپرونو لاس پوری نه کړي.
په لومړیو کي ددغه ټلوزيوني خپروني دپښتنو لپاره یو ښه زیری وو چي ګڼي د پښتو ژبي او ثقافت دودی لپاره به جوگه شي ځکه چي د کابل داطلاعاتو او کلتور دوزارت دمور اومیرې سلوک له پښتو ژبي سره د پښتنو هیلي له خاورو سره یوکړي او له خپل هیواد څخه یې دا هیله نه نلرله . نوځکه له پاکستان څخه پښتو ټلوزيوني خپرونو ته یې زړه ښه کړی وو. خو په عین حال کي د افغانستان دولت په خاصه توگه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ټلوزيوني خپروني یې په یوې ځانگړي زیرکي وغندلی . یو شمیر احساساتي پښتانه وروڼه ددغي غندني په اړه خپله ناخوښی هم څرگنده کړه . داچي ولي ددغه ټلوزيوني چینل خپروني غندل شویدي ډیري ژوري سیاسي ریښي لري . که څه هم داوسني اطلاعاتو اوکلتور وزارت څخه دا هیله نه کیږی چی خپله یو اړخیزه پالیسي دپښتو په اړه یو ځل له سره وڅیړی خو فکر نه کیږي چي دغه غندنه ددې په خاطر شوي وې چي دپښتو دژبي اوثقافت دودي د مخنیوي لپاره کومه ځانگړې مو خه ولري . اوس به پر دغو سیاسي ریښو یو ډیر ځغلنده نظروکړو او وبه وینو چي دغه سیاسي موخې کومي دي او ولي پداسي حساس وخت کي چي افغانستان د یونوي بهیر په لور روان دی داسي یوه سیاسي ننداره دټیلی ویژني خپرونو تر نوم لاندی دپښتنو په خاطر او دپښتنو تر نامه د پاکستان ددولت له پلوه په سیمه کی سټیج ته راځی؟
پدې اړه لومړنۍ پوښتنه چي را برسیره کیږي داده چي کله چي دافغانستان خلک له سرو لښکرو سره په جگړې کي دخپل هیواداوآن د پاکستان دخاروي ساتنه کوله ولي یې په خپلو رسنیو کي دآزادۍ یا خیبر یا کوم بل نوم تر عنوان لاندي داسي یو ټیلی ویژني چینل په څپو نه کړ چي په هغو کي افغانانو ته دا حق ورکړی وای چي له سرولښکرو سره په خونړۍ جگړه کي دیوې موثرې خپلواکۍ تبلغاتي وسیلې په توگه کارواخلي او دا مجال ورته پیدا شوی وای چي خپلي آزادي بخښونکي کارنامې یې نړیوالو ته ښولی وای . او یا یې په هغه وخت کي دپښتونخوا د سیمي لپاره اودپښتنو اودپښتو دودي لپاره داسي امکانات ورپه برخه نه کړل چي نن دخیبر ټي وي تر عنوان لاندي داسي خپروني په څپو کړي دي؟
دپاکستان له جوړیدو څخه نږدی شپږ لسیزي تیریږي . دا دیوه هیواددسیاسي ژوند او دتاریخ په پرتله دومر لنډ عمر دی چي حساب یې دخپلو گاونډیو هیوادونو دعمر په پرتله په ملي مایکرون هم نشي اندازه کیدلای اودادیوه نوي زیږیدلي ماشوم بڼه لري چي نه په خبرو پوهیږي، نه په لاره تلای شي او نه پرته د خپلي مور او یا میرې له مرستي خوراک اوڅښاک کولای شي . څه رسي دا چي دا عجیب الخلقه ماشوم په نورو د واک چلولو نارسیدلی بیرتونه تاوکړي او یا دولت او حکومت صادر کړي . څرنگه چي دغه خام آزمایښت یې پر ټوټې ټوټې افغانستان او ددغه هیواد پر کړیدلو او ځوریدلو خلکو وکړ.
دپاکستان له جوړیدو څخه راپدیخوا دپښتونستان لانجه د افغانستان او پاکستان ددولتونو (نه خلکو) تر مینځ دیوې دردناکي غوټي په توگه پاته شویده . د پاکستان دولت تل له دې خبری ویریدلی چي د پښتونخوا سیمي ته دپاکستاني پنجاب په پرتله خود مختاري ورکول د پاکستان دولت ته خطرناک تمامیږي . له هند سره په دریو جگړوکي پاکستان دخپلي خاوري یوه لویه برخه اووگړي ( بنگله دیش) له لاسه ورکړ چي دداسي یوه نوی هیواد رامینځ ته کیدل دپنجابي جنرالانو اوسیاستوالو لپاره داسي یوه نه هیریدونکې څپیړه وه چي درد به یې په پیړیوپیړیو له یاده و نه وزي . دافغانستان دولت که غوښتلای چي خپله ادعا شوې خاوره او وگړي په هغه وخت کي له پاکستان څخه تر لاسه کړي نو کله چي پاکستان له هندسره په جگړو بوخت و کولای يې شول چي په یوه کوچني وسله وال خوځښت دا سیمي له پاکستاني منگولو څخه خلاصي کړي . ولي دافغانستان د هغه وخت دولت دپاکستان دولت ته ډاډ ورکړ چي له خپل گاونډی ورور سره به دژوند اومرگ پداسي حساسي مرحلې کي داسي ونکړي چي دهغه گټو ته تاوان ورسوي بلکي په هغه وخت کي افغانستان دگڼ شمیر پاکستانیانو کوربه شو اوروته یې خپله غیږه په سخاوت پرانستله.
دبنگه دیش په له لاسه ورکولو، دپاکستان دولت له دغی ویری څخه په سبق اخستنی دا هڅه وکړه چی دپښتونخواوسیموته دآزادو قبایلو تر غولونکی نوم لاندی یوه داسی آزادی ورکړی چی ګڼي ددولت سیاسی واکمنی به ددوی په سیمو کی په اجباری توگه نه تحمیلیږی اودوی ته یی دغه آزادی پدی شرط ورکړه چی دپاکستان په جغرافیایی حدودو کی به پاته کیږی.
دغی سیاسی بډی پښتونخوا د پاکستانی پنجاب په پرتله دومره له پرمختگ څخه په ځانگړی توگه له اقتصاد او زده کړی څخه لیری پریښود چی ددی سیمی بیوزلی خلک دی ته اړشول چی د خپلی بقا او پایښت په خاطر کله دافغانستان له دولت سره دیو اړخیزی دوستی سر وښوروی او کله هم پنجابی واکدارانو ته دا ډاډ ورکړی چی ګڼي مونږ له تاسو سره یو.
دغی دژوند اړتیادسیمی خلک دی ته وهڅول چی دخپل پایښت اوورځنی ژوند لپاره دقاچاقو هډی جوړی کړی او دناقانونه وسلو دجوړولودکاخانو انبارونه آباد کړی. ددغی سیمی خلک په وسلو سمبال شول حال دا چی دپنجابی پاکستان وگړو ته پوهنتونونه او ښوونځی جوړل شول. دوسلو فرهنگ په دوی وتپل شو او خلک یی دپاکستانی واکدارانو په نظر کی شریر اوسرکښ وبلل شول. له بله پلوه دا سیمی پداسی نامعلومه برخه لیک کی ښکیل شولې چی پاکستانی سیاست جوړونکی وکولای شی په راتلونکی کی له هغوڅخه دافغانستان پر ضد دخیز دتختی په توگی وکاروی. افغانی ضد هډی او ډلی یی وروزلی او هیواد ته دورانکاری لپاره راولیږلی.
دافغانستان او پاکستان تر مینځ دغی غوټی،افغانستان دی ته اړ کړ چی د خپل جغرافیایی موقعیت پر بنسټ چی له سمندری لاری محروم او وچی ته محدود یو هیواد وو دپخوانی شوروی و حکومت ته له اقتصادی پلوه ډیر نږدی شی او آن داروپایی هیوادونو او نورو لویدیځو هیوادونو په سر کی یی امریکا،افغانستان دروسیی د قمر یو غړی وګڼي . دسیټو په تړون کی د پاکستان گډون افغانستان ته یو بل سیاسی گوزار وو چی په سیمی کی دوسلو سیالیو ته لمنه وهله اوافغانستان دی ته اړ شو چی نور هم روس ته ورنږدی شی او په روس پوری وتړل شی. دی کار افغانستان دهغی عنعنوی پالیسۍ کمبله ورټوله کړه په کوم چی افغانستان د یوه بفر ستیټ یا حایل هیواد په توگه غوښتل ددواړو زبر ځواکونو دساسیتونو اومرستو برابر انډول وساتی او افغانستان غوښتل چی داروپایی هیوادونو او نوری لویدیځی نړی له اقتصادی سیالیو څخه اعظمی گټه دهیواد دآبادی لپاره وکاروی. خو دغه پالیسی دډیرو مرسته کونکو هیوادونو په پام کی یوه دوه مخیزه پالیسی وه چی نی شوای کولای یو لوری هم خوښ وساتی نه ختیځ زبر ځواکان او نه لویدیځ. مگر له دې سره سره لکه څرنگه چی وویل شول افغانستان د روسیی په قمر کی پریوت او روسانو دآسانو پورونو دورکړی تر پلمی لاندی دافغانستان په ټول سیاسی او اقتصادی ژوند کی منگلی ښخی کړی او په غیر مستقیمی توگه یی افغانستان دخپلی امپراتوری یو جزٴو ګڼلو. کله چی خدای بخښلی سردار محمد داود دنوی جمهوریت په مینځ ته راوستلو غوښتل دروس له ولکې څخه افغانستان ځان او هیواد خلاص کړی خپل ځان او کورنی یی له لاسه ورکړه او هیواددسره وږی ښامار او دهغه دروزل شویو لیوانو په لاس کی پریوت او هیواد وران ویجاړ شو.
افغانستان تل داهیله لرله چی دروسیی له دغه تړاو (وابستگی) څخه ځان خلاص کړی او لویدیځه نړی یی دی ته هڅوله چی په افغانستان کی پانگه اچونه وکړی او پرمختایی پروژی پلی کړی. په ١٩٦٢ زېږديز کال کی افغانستان او پاکستان دواړو یو تړون لاسلیک کړ چی افغانستان دکراچی دسمندری بندر له لیاری د هند سمندر ته دآزاد ترانزیت لاره وموندله خو دغه تړون ددواړو هیوادنو تر مینځ ونشو کولای چی موجوده خړه پړه سیاسی فضا روښانه کړی او دپښتونخوا لانجی ته د پای ټکی کیږدی.
دلویديځی نړۍ دمرستو د راجلبولو پالیسی که څه هم وتوانیدله چی ځینی پرمختایی پروژې په هیواد کی پلی شی مگر دا پروژې د روسیې دسخاوت او نذرانی په پرتله دومره لږی وی چی نه شو کولای یو له بل سره یی پرتله کړو. لویديځی نړی په ځانگړی توگه دامریکې متحده ایالاتو او بریتانیې دخپلو مرستو او پرمختیایی پروژو غزول و افغانستان ته پدې شرط وځنډول او یا محدود کړل چی د افغانستان دولت د پاکستان له حکومت سره دپښتونستان لانجې ته پای ورکړی. افغانستان هڅه کوله چی دا لانجه دی په سیمی کی په ریفرانډم کیښوول شی او دپښتونخوا خلکو ته اجازه وکړل شی چی آیا له پاکستان سره پاته کیږی یا له افغانستان سره او یا هم جلا دولت غواړی،ولی دپاکستان دولت پر دی خبری ښه پوهیده چی پښتونخوا هرمرو له افغانستان سره یو ځای کیدونکی ده او ددی سیمی پښتانه غواړی چی له خپلو افغانی پښتنو وروڼو سره چی گډ نیکونه اوټبر لری یوځای شی او دډیورند کرښه یی یوه شرمونکی تپل شوی کرښه ګڼله او دپښتونخوا په هری سیمی کښی او په هر دیوار باندی دا کرښه په سره رنگ لیکلی شوی وه چی (دډیورند لاین نه منو) او دا تر اوسه موجودی دی. دپښتونخوا سیمی خلک تر اوسه ځانونه پاکستانیان نه بولی. آیا دپاکستان حکومت ته تر دې بله کومه لویه ویره شته؟ پایله دا شوه چی د پاکستان حکومت نه غواړی او نه یی غوښتل چی دغی سرطانی غوټی ته پدې بڼه دپای ټکی کیږدی او دخپلی ادعا شوی خاوری یوه بله برخه په مفته له لاسه ورکړی. پاکستان ته د سرطان لومړی غوټه دبنگله دیش مسله وه،دوهمه لا علاجه سرطانی غوټه له هند سره دکشمیر لانجه ده اودریمه غوټه دپښتونخوا لانجه ده. له هند سره په سیالی کی دې اړ شو چی داټومی ځواک څښتن شی.
دپاکستان ستره لانجه داده چی دغه هیواد نه یو تاریخی هویت لری او نه پاکستان کی میشت توکمونه یو له بل سره ژوری گډی تاریخی ریښی او اړیکی لری.لکه بیل شوی بنگالیان،کشمیریان،بلوڅان،سندهیان، پنجابیان اوپښتانه. له همدی امله ده چی دپاکستان ددولتونو سره ستره ویره د بیلتون غوښتونکو توکمونو اوپاڅونونوڅخه ده. دوی ډیر ښه پوهیږی چی ددغو پاڅونونو په راپورته کیدلو او د بیلتون غوښتنی د میچنی په یوه څرخ سره به دنړۍ دنقشې پر مخ به دپاکستان په نوم څه پا ته نشی.
پرافغانستان باندی دسرولښکرناځوانمردانه خونړی تیری اودروسانوپه لاس دجوړشويو گوډاگیو گوندونو اوجاسوسانو په وسیلی دغوایی خونړی کودتا، دسیمی اونړی پام په افغانستان کی نویو حالاتو ته راواړو چی له ټولو څخه لومړی دپاکستان دولت ته یی یوه نوی سا ورکړه او دپښتنودبیلتون غوښتنی له خوځښتونو څخه یی زړه ډاډه شو اوټول پام یی دکشمیر سرطانی غوټی ته نیغ کړ چی په پای کی له هندوستان سره په سیالی کی د اټومی ځواک څښتن شو. خو له پښتنو اوآزادو قبایلو سره دپاکستان هماغی عنعنوی لاری دوام وموند. دغوایی کودتا په افغانستان کی پاکستانی سیاستوالو ته نوی دمه ورکړه. دغه غوایی له ځانه سره یوه بلاربه غوا درلوده چی پاکستانی سیاستوالو ته یی په افغانستان کی دجگړی داور دتودساتلو تر پلمې لاندی ښه کوچ،ماسته اوشیدې برابرولې .دوی دغه غوا دومره وشاربله چی په غوا کی نور څه پاته نشول او بیا یی دهغی په غوښی، پوستکی اوهډوکو پسی چړی راواخیستلې . خبره دی ځای ته ورسیدله چی دغه هیواد پر افغانستان دواکدارۍ کولو بریتونه تاوول اوافغانستان یې له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدیخوا دخپلی خاوری یوه صوبه ګڼله . افغانستان ته یې دروسانو په شان درژیمونو په صدور پیل کړل. داهغه خونړی ناکامه اشتباه وه چی ددوی تر سترگو او ددوی تر مخ روسانو آزمویلی وه. دهیواد په کورنیو چاروی کی نیغ په نیغه لاسوهنه،درژیمونو لیږدونه اوړنگونه دپاکستان دسیاست یو جزٴوو. ددغه سیاست لومړی برخه داوه چی دافغانستان وسله وال ماشین ټوټی ټوټی کړی ځکه چی روسانو له خپلی ناکامی تیښتی وروسته خپل لاس پوڅی رژیم ته یی ستر وسله وال ماشین پری ایښی وو او پاکستانی جنرالان ښه پوهیدل چی که افغان مجاهد جنگیالی چی له روسانو سره په جگړه کی د ښه روزل شویو کماندویانو په توگه روزل شوی او دکمونیستی رژیم دوسله وال پوځ سرتیری اوافسران سره له یوه لوی وسله وال ماشین په گډه داسی یو ځواک جوړیدای شی چی ددغه آزمایښت شوی نوی ځواک ماتول هم پاکستان او هم دسیمی نورو هیوادونو ته څه آسانه کار ندی او ایران هم له همدی ویری ورته پالیسی ته ملا وتړله او دهیواد دوسله وال پوځ په ټوټی ټوټی کیدلو کی له هیڅ راز بی شرمیو څخه دریغ ونکړ او یواځنی آسانه لاره داوه چی ټول یو له بله سره وجنگوي.
دوهمه پالیسی پر ملی شتمنیو تیری، چور او تالا کول، دعادی وگړوشتمنی ویجاړول او غیر منقولی شتمنی دبمب او باروتو په اور کی تباه کول او پولی انفلاسوین ته وده ورکول وو چی هیواد له هره اړخه په خپل اقتصاد پوری وتړی. دا انفلاسیون تر دی حده اوچت شو چی په هیواد کی دننه وگړی دی ته اړ شول چی خپل هیواد کی دپردی هیواد، پاکستانی کلداری، وچلوی او دا ددوی ژوند یوه برخه شوله. کله چی د یوه هیواد پولی واحد په بل هیواد کی په عملی توگه په چلند راشی نو سپینه اوبر بنډه خبره ده چی هغه هیواد ته نور څه پاته دی اوملی هویت او جغرافیه یی د له مینځه تللو په حال کی ده. تر دی وروسته یی د هیواد تاریخی آثارو پسی راوخیستله او هر څه یی چی له لاسه وشول ویی کړل. آن داچی نصیرالله بابر دپاکستان دکورنیو چارووزیر او دطالب دپروژې یو اصلی لوبغاړی په خپل کور کی دافغانی تاریخی غلا شویو آثارویو موزیم جوړکړ.
کله چی طالب پروژه په هیواد کی پلې شوله بیا نو پاکستان ددې نارې سورې پیل کړې چي مونږ یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لرو. هو! وروسته له دومره ورانیو او تباهیو کله چی مو زړه ډاډه شو چی افغانستان کی نور څه پاته نه دي او پاکستانی سوله او ثبات غواړي او پر خپلو ایراني او تاجیکي سیالانو مو لاس بر شو بیا مو دسولی اوثبات ناریې سورې پیل کړې؟ دسعودی عربو او امریکایی دتیلو دکمپینو په ډالرونو مو طالبی پروژه پیل کړه اودسوچه اسلام بیرغ مو په لاس کی ورکړ. دهیواد ملی شتمنی مولوټ او تالا کړلې . دبامیانو بت چی پنځه زره کلن تاریخی عظمت یی درلود دړی وړی کړ. افغان امپراتور سلطان محمود غزنوی چی په هندوستان کی یی د سومنات بت مات کړ، داسلام سپه سالار او حامی وو او دخلکو په باور چی د خدای ولی وو په هغه وخت کی یی د بامیان بت ته یی لاس ور نه وړ او دهغه تاریخی ارزښت ته یی په درنښت وکتل. ولی پاکستانی طالبانو دخپلو پنجابی جنرالانو په لارښونه په افغانستان کی هغه یواځینی تاریخی هستی هم له مینځه یوړه.
له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدېخواپاکستان له خپلو سیمه ایزو سیالانو سره په سیالی کی دافغانستان د تجزیې لوبه پیل کړه. دخراسان کبیر، تاجیکیستان کبیر او لوی پښتونستان نقشی جوړی شوې . ایران پاکستان ته بیرتونه تاوول چی لالا زه له تا څخه کم یم. زه هم دمیلونونو افغانانو کوربه یم او حق لرم چی افغانستان زه د(فلات ایران) په نوم یادوم پدی خاوری باندی منگولی ښخی کړم. بیا له تاجیکستان سره گډه ژبه لرم او ځینی افغانان خو لا ایران (خانه فرهنگی مان) بولی . نو ایران خو دا پلرنی ؟؟؟ حق ځانته ورکولو چی له خپلو پاکستانی سیالانو سره زور آزمایی وکړی.او پدي سیاسی سیمه ایزی نندارې کی ایرانی سیالان پر پاکستانیانوسیالانو دخپلو تاجیکو انډیوالانو په مرستی بر لاسی بریښیدل. تاجیکیستان ته خو روسانو ښه درس ورکړی وو او روسان د افغانانو پر ټولنیز جوړښت ډیر ښه پوهیدل او آن دا چی داسی گوندونه او کسان دننه په افغانستان کی لا تر لاوسه شته چی ددغی پالیسی پلی کوونکی دي . پدې ډول دبیلتون غوښتنی دغه درسونه خو روسانو خپلو لاس پوڅو ته په ښه ډول ورکړی وو. پدې ډول دبیلتون غوښتنی له هغه اور څخه چی پاکستانی جنرالان دپښتونخوا له پلوه ورته په ویره کی وو هغه یې په افغانستان کی بل کړ. خو لکه څرنگه چی وویل شول په افغانستان کی مېشت وگړي گډي تاریخي ریښې لری او هیڅ ځواک نشي کولای چي دغه توکمونه یو له بله بیل کړی.
له بله اړخه کله چی دغه سیالان پدې وپوهیدل چی دافغانستان دټوټې ټوټې کیدلو لمبې به ددوی کورونو ته وغزیږی نو لدې ناولي پالیسۍ څخه لاس په سر شول . ځکه چیي له یویې خوا یې نړۍ ملا تړ نه کاوه او له بله اړخه ددغه هیواد په له مینځه تللو به داسی نوی نور دولتونه جوړ شی چی دوی ته به یو لوی درد سر پیدا کړی او مخه به یې بیا هڅوک ونشی نیولای . لکه په ایران کی د کردانو پاڅونونه، په پاکستان کي د پښتونخوا اوکشمیر لانجې او داسی نور.
لویديځی نړۍ ته هم دا گرانه وه چی دغو نویو رامینځ ته کیدونکو هیوادونو سره جلا جلا معامله وکړی او بلي خوا دهغوی سمیه ایزو گټو ته زیان رسوی . په حقیقت کي دغه کار منځنۍ آسیا، عراق، ایران،هند او پاکستان ته اور اچول وو. دا هغه له خطره ډکه خونړی لوبه وه چی دګڼ شمیر افغانانو له وینو تویولو وروسته دسیمي سیالان په سر کي یې پاکستانیان متوجې شول او په خپلي پالیسۍ کي یې له سره بدلونونه راوستل.
دا ټوله بد بختی هله پیل شوله چی کله چی په افغانستان کی روس پلوی گوډاگی رژیم نسکور شو. لویدیځي نړۍ په سر کي یر امریکا په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته ورساوه او افغانستان یې له ١٣ کالو جگړووروسته ( ١٩٧٢- ١٩٩٢ ) دسیمي د سیالانو په منگولو کي یوازي په میدان پریښود. بې ځایه نه ده چي دامریکا دبهرنیو چاورو سکرتره (وزیره) میرمن رایس له افغانستان څخه د تیري میاشتي لیدني په وخت په ډانگ پیلې توگه وویل چي مونږ به افغانستان نور یوازي نه پریږدو. داسفر پداسي یوې موقع کي تر سره کیږي چي امریکا خپل ځانگړی افغان ټبری استازی او سفیر زلمی خلیلزاد دافغانستان له ماموریت څخه گوښه کوي او عراق ته یې دورته ماموریت لپاره لیږي . داسي بریښي چي ښاغلی خلیلزاد دپاکستانیانو په پټو کارنامو ښه خبر و او په حقیقت کي په پاکستان باندي یې دا نیوکه لرله چي دالقاعدې په لټون پسي دپاکستاني لوري هڅی هیڅ اویا له دوه مخي سیاسیت سره ملگري دي . پاکستان ډیري هلي ځلي وکړې تر څو امریکایي مشران پدې وهڅوي چي خلیلزاد له افغانستان څخه بیرته وغواړي . ولي امریکایي مشرانو دا خبره نه منله تر څو چي پاکستان دخپل بادار او ولي نعمت انگریز په میځگړیتوب امریکا دې ته وهڅوله چي خلیلزاد له کابله لیري او عراق ته واستوي ځکه انگریزانو ته پاکستان هومره ارزښت لري لکه چي په خپله انگریزان وامریکایانو ته . نو له دې امله د میرمن رایس خبره وروسته د خلیلزاد له لیري کیدلو په مخامخ ډول و پاکستاني جنرالانوته وه چي نور به افغانستان ستاسو لاسوهنو ته یوازي نه پریږدو.
دروسیې دسرې امپراتوری له دړي وړي کیدلو وروسته چي دافغانستان دملت په مټ او دلویدیځي نړۍ په مالي مرستي تر سره شوه پاکستان تل دا ناولې هڅه کړې چي دا لاس ته راغلی تاریخي افتخار په ځان وتړي او په مفته بیه دافغانستان له لاري دمینځنی آسیا دنویو په دولت رسیدلو هیوادونو بازارونو او طبیعی زیرمو ته په آسانۍ لاره پیدا کړي . هند چي د پاکستان سیمه ایز سیال دی هم غواړي چي په هر راز وی پدې لوبه کي تر پاکستان د مخه شي . بې ځایه نده چي د تاجیکستان په سیمه کي هندي پوځیان او مشاورین لومړی د مسعود دډلی ملگرتیا کوله او دامریکایي له ځواکونو له راتگ څخه وروسته دهغوی ککرۍ په بربنډه توگه له تاجیکستان څخه راپورته شولې.
د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپتامبر د یولسمی پیښی په نیویورک کي، افغانستان ته داسي یوه ځانگړتیا ورکړه چي نه یې پاکستاني جنرالانو اوسیاست جوړونکو دا خیال کولو او نه ایراني توري پگړیو ملایانو اوآیت الله گانو، نه تاجیکي او ترکمن گاونډیو دا انگیرنه درلوده چي نړیوال سوله ساتونکي ځواک په سر کي یې امریکا به یوه ورځ افغانستان ته راشي او هلته به دلویدیځي نړۍ او یا هم ورسره جوخت دافغانانو دملي گټو پربنسټ به یو نظام رامینځ ته کړي چي د گاونډیو د ټولولاسوهونو ریښې به له بیخه وباسي او دخوبونو نړۍ به په داسي ډول ونړیږي . دا ددوی په فورمولو کښي نه وه محاسبه شوې . دغی پېښي پاکستاني جنرالان او ایراني آیت الله گان هک پک کړل. له دې امله دې ته اړ شول چي یو ځل بیا دخپلو میزونو تر شا کښیني او نوي رامینځ ته شوي بهیر ته په ځواب کي نوي پلانونه جوړ کړي او له هغو سره ځانونه عیار کړي.
افغانستان ته دامریکایي پوځونو په راتگ سره یوځل بیا دپاکستاني جنرالانو غوا بلاربه شوه او بیا دمفته کوچو،شیدو او مستو په خیال یی خپلی سترگي دافغانستان په لوري په بله بڼه نیغي کړې او هغه دا و چي په څه راز له امریکایانو سره په معامله کي له هغوی څخه د القاعدې د ټکولو تر بهانې لاندي نوي ډالر تر لاسه کړي . لومړی یې له امریکایانو څخه ښه ډالر تر لاسه کړل تر څو دالقاعدی وړې او خورې ورې ډلي گرفتاري کړي . له بلې خوا یې خپلو سرکشو ملایانو ته د یوه سیاسي رشوت ورکولو په بدله کي د صوبه سرحد دواکدارۍ ځواک په بربنډه ورځ په لاس کی ورکړه ترڅو دهغوی خوله پدې ډول پټه وساتي کوم چی دا ملایان په خپله دالقاعدې اصلي بازیگران وو او دطالبانو په وخت کي د همدغو ملایانو په لاس یې پاکستاني اسلامي شریعت پلي کړ او دپاکستان له پلوه دوی د طالبانودملا تیر ګڼل کیدل چي دپاکستان دولت خپلي مالي اووسله والي مرستي په پټه له دغه چینل څخه افغانستان ته لیږلې . داسي دومخیزه لوبه چي هیڅ چا یې تصور هم نشو کولای.
دالقاعدې دپاته شونو دعملیاتو تر نامه لاندي دپښتونخوا په سیمي کي پاکستان ډیري ستري سیاسي گټي واخیستې. دا په اصطلاح د القاعدې ضد عملیات ورته الفایده شول . پاکستان هیڅکله پدې نه وو توانیدلي چي د پښتونخوا په سیمو کي دخپل عنعنوي سیاست پر بنسټ پراخ پوځي عملیات وکړي . په پښتونخوا کي دپراخو پوځي عملیاتو ننداره هغه هم دامریکا په مالي مرسته چي پاکستاني جنرالانو ته پرته له کومه مصرفه تمامیږي پاکستان ته دا توان ورکړ چي د پښتونخوا دسیمو مشرانو ته خپله سره سترگه ورښکاره کړي او بله اړخه پاکستاني دولتي حاکمیت ټینگ کړي چي دپاکستان له رامینځ کیدلو وروسته د پاکستان دولت پدې نه و توانیدلای چي پدغو سیمو کی پداسي عملیاتو لاس پوري کړي.
کله چی دپښتونخوا په سیمي کي دپاکستان ددولت منگولي ښخي شولې نو اوس وار ددې دی چي دپښتنو دغولولو لپاره د یوه سیاسي رشوت په ورکولو هغوی خوشحاله کړي او هغه د خیبر د ټیلی ویِژن خپریدل وو. دپاکستان پدې لوبه د پښتونخوا اصلي پښتانه بچي په سر کي یې د هغی پښتنی سیمی روڼ انده قشر او لیکوالان نه غولیږي او پرې ښه پوهیږي نو ځکه دخیبر ټیلی ویِژن خپرونکو ته نه خپلي مقالې او نه شعرونه ورکوي . هغوی ښه پوهیږي چي دهغوی حقه حقوقو ته پاکستان په سپکه کتلي .هغوی ځانونه په اصل کي پاکستانیان نه بولي بلکي هغوی ځانونه پښتانه بولي او دا شعار یې تل له پښتني خولې وتلی چي( لر اوبر یو پښتون یو افغان یو آواز). نو خیبر ټیلی ویژن دپاکستان ددولتي حاکمیت دپلي کونکي اویوې پاکستاني (نه پښتني) جمعې رسنۍ په توگه د پاکستاني روحیې د تقویې په خاطر دې ته اړ دی چي د(ښکلی پاکستان) کلمه دخدای بخښلی ملنگ جان دشعر په وروستي بند ور زیاته کړي.
د خیبر د ټیلی ویژن خپروني پدې خاطر هم شویدي چي پاکستان له ایرانیي رقیب سره په رقابت کي خپلي پایڅې بډ وهي او دا دوه مخیزه سیاست په سیمه کي پر مخ یوسي . ځکه یو شمیر پلورل شوي افغانان لکه څرنگه چي د مخه وویل شول ځانونه له فرهنگي پلوه ایرانیان بولي (ایران خانه فرهنگی من است- لطیف پدرام د جمهوری ریاست کاندید )
ددغو لوبو په ترڅ کي دغو ښاغلو لوبغاړو او دهغوی لاس پوڅو ته باید یو ځل بیا دتاریخ پاڼي راواړول شي او دتاریخ درس دي له سره ووایي اوافغانستان دي د خپلو سیاسي لوبو ډگر نه جوړوي . ددې خاوري پښتون، ازبک، تاجیک،هزاره،بلوڅ،نورستانی، ایماق، ترکمن ،پشه یې ،عرب او هندو ټول سره یو دي او اوبه هیڅکله څوک په ډانگ نشي بیلولای . نن که هر څه وي سبا ددې خاوري زامن بیرته هماغه ورونه دي او دافغانانو دتورو هیبت دلته په دې میړنۍ خاروه کي ډیر په گونډو کړیدي.