مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محاسن الاسلام۲۳برخه دحقوقولړۍ

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل

بسمه تعالی

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته


محترمووروڼو دمحاسن الاسلام په دوه ويشتمه برخه کښي ما وتاسي ته داسلام ترظهورله مخه دنړۍ دبيلابيلوقومونو له جملې څخه دځينوقومونوله ښځوسره دظالمانه سلوک اواستبدادی م عاملوبیان وکړ په دې برخه کښی دځینونوروقومو نوپه هغه وخت کښی له ښځوسره دظلم اوناوړه رويې بیان کوم اودارنګه په موجوده روان عصرکښی دکفری هیوادودظلم اوتجاوز ځنی نمونې درته ذکرکوم کوم چی دوئې له ښځوسره کوی

اغری یان،داسلام دمقدس دین ترظهوردمخه داغریقیانونظردښځی په باره کښی داؤوچی ښځه   د یوې زهرداره درختی په مثال ده اوښځه رجس اوپلیت شي ده اود شیطاني اعمالوله جنسه څخه ده  ،مسیحیان،دغه نصاری اومسیحیان چی نن ت هرچاوښځوته خپل ځانونه ډیر سکنیان ور بولی سره له دې چی اهل کتاب اودآسمانی علم دعوه ئې هم کوله ددوی عقیده دښځوپه اړه په دې ډول وه په  پنځه سوه اوشپږ اتیا میلادی سنه کښی په دې باره کښی عیسایانو یومجلس شوری دائ کړچی ایاښځه انسان ده اوکه نه ده اوایاروح لری اوکه ئې نه لری اوکه روح ولری نوبیاایا دغه روح ددې حیوانی روح ده اوکه انسانی روح ده اوکه چیری دښځی روح انسانی وی نوبیاایادغه روح ددې دنردروح په شان ده اوکه ترهغه کښته ده وروسته دنظروله تبادلې څخه ددوی دمجلس شوری اخیری نتیجه داراووتله چی ښځه انسان ده مګر داسی انسان ده چی دنارینه دخدمت دپاره ئې تخلیق سویدۍ دارنګه ددوی داتم هنری ملک انکلترپه زمانه کښی انګریزی پارلمان دښځوپه باره کښی دافیصله صادره کړه چی دعهدجدیدکتاب کوم چی عبارت دۍ له تحریف سوی انجیل څخه ویل اووراخيستل دښځی دپا ه ممنوع دۍ ځکه چی ښځه نجسه اومرداره ده،عربیان،داسلام ترسپیځلی دین دمخه دعربوسلوک له ښځوسره دجهل اوحماقت ه دائرې څخه لاهم وتلئ ؤوپه دوئ کښی چی به دیوچالورپیداسوه نودونی به خفه ناراضه اوله قهره څخه ډک سوچی تعبی ئې نسی کیدلای له لوڼوسره ددوی رویه غالبًا په دری ډوله وه یابې وغروته له اوښانوسره شړله اوبیابه ټول عم وکورته نه راتلله اویابې ژوندۍ په خاوروکښی ښخه وله اویابې وڅاه ته ورواچوله اویابې دحیوان په ډول خرڅوله حتی له يو شخص څخه روایت دۍ چی ده دجاهلیت په زمانه کښی اویا لوڼی درلودې اوټولی ئې ژوندۍ ښخی کړې داسلام پیغمبرت نبوت دمخه ډیري نجونی ددوی له پلروڅخه دمال دورکولوپه وجه له دې څخه خلاصی کړې چی ژوندۍ ښخی کړی سي،اودارنګه دمیړه سلوک له ښځی سره ترحدوتلئ ظالمانه سلوک ؤواوښځوددوی په قانون کښی دهیڅ شی واکداری نه درلوده اودارنګه له میراث څخه په دوی کښی ښځی علی الاطلاق محرومه وې بلکه ښځی به په خپله غریبانی دمال اوجائداد په ډول په میراث وړلي کیدلې اودارنګه هغه نارینه ؤوهم په میراث کښی کومه برخه نه درلوده چی جنګ بې نسوای کولای لکه صغیران،

 په موجوده زمانه کښی له ښځوسره ظلم اوددوی په حقوقوکښی تجاوز،

په دی اړه اول دمقدمی په ډول بایدووایم چی  یوشی په داسی لارکښی کاره ول کومه چی دده موضوع له نه وی اودده دجوړښت اوفطرت له تقاضاسره م خالفه وی نودانامشروع،غیرمعقول،اوظلم دۍ اودارنګه دیوه شی دحقوقوتشخیص چی دعقل په توسط وکړسی سره له دې چی  ساخت اوجوړښت دهغه الله جل جلاله کړیدۍ اوالله جل جلاله  تنهااویواځی  دهغه شی له موضوع له اودهغه له تمایلاتواوتقاضاؤودفطرت دده څخه خبردۍ نوداداسی مثال لری لکه چی یوڅوک دیوشی ایجاد وکړی اودهغه شی دکاره ولولاری دیوداسی شخص له خواوټاکلی سی کوم چی ددغه شی له ساخت اوجوړښت سره نااشناوی نوپه همدې سبب ددنیاحقوق پوهانوچی دښځوحقوق صرف دوجدان اودعقل په توسط راڅرګندکړیدی نودابه    حتماً له افراط اوتفریط څخه خا ی نه وی اوپه دې سبب چی دوی دښځوله فطری تمایلاتو څخه ناخبره اوپه پر ده کښی دي که څه هم دښځودوستان وی خودښځو به جاهلان دوستان وی اودجاهل دوست شان هغه دۍ کوم چی  شیخ سعدی رحمه الله تعالی ئی په دې بیت کښی بیان کړیدۍ

،،ترااژدهاګربودیارغار،،ازان به که جاهل بودغمګسار،،

سربیره پردې باندی چی که یوڅوک دښځو حالات په غیرمسلمو هیوادوکښی په غورسره وڅیړی اوله حق څخه سترګی پټی نکړی نوخامخابه دافیصله وکړی چی په غیرمسلم انوهیوادوکښی اوس هم ښځی مظلومی بې آبه  اوپه اخیره درجه بې پته اوبې عزته دی اوسره له سختوبې پتیوښځې په کفری هیوادوکښی غالباًتروهلواوټوکلولاندی شپې تیره وی دمثال په ډول په قول د دکتورجون بيريه کوم چي د کارولينا په جامعه کښي دعلم النفس استاذدۍ په امريکا کښي نه اويافيصده نارينه خپلي ښځي په داسي ډول وهي چي دښځو دمعيوب والی سبب ګرځی اواُوَلَس فيصده ښځی دخپلوميړو دوهلو په وجه وهسپتالوته دمعالجې دپاره راوړلي کيږي،  دارنګه دامريکا  دمرکزي وکالت دتقرير مطابق په امريکاکښي  ځنی داسی ښځی سته چي دخپلوميړو له لوری په هروات سوثانيوکښي يوځل وهلی کيږی اودارنګه ديوې امريکايی ورځپاڼي په قول په امريکاکښي له هرولسوښځوڅخه يوه ښځه دم يړه له لوری وهله کيږي اوديوې بلی ورځپاڼی په قول  په هرودؤوښځوکښي يوه ښځه دخپل ميړه  ترظلم اوترعدوان اندی وی دارنګه په فرانسه کښي په قول  دميشيل اندریه له ښځوسره ترحيوانانوزيات بدچلن کيږی ،دارنګه په ب طانيه کښي پنځوس فیصده ښځي  دخپلوميړو له طرفه  په هرقسم وهلوسره وهلی کيږي اوياوژلې کيږي، انظرکتاب نساءحاکمات وغيره، تمت ومن الله التوفيق

نوربيا.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery