دخپریدو نیټه : 2009-07-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
محاسن الاسلام(۲۴)برخه،په اسلام کښي دښځوارزښت
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل
بسم الله الرحمن الرحيم
محترموو
وڼو دمحاسن الاسلام په تيروبرخوکښي ماوتاسي ته په دې باره کښي معلوماتونه درکړل چی داسلام ترظهورله مخه
له ښځوسره په کومه اندازه بدسلوکی کیدله اودارنګه څونه دوۍ په نړۍ کښي بې ارزښته وې او ترکومه حده پوری دظلم
اودشکنجوښکاروې اوله دې سره سره می په موجوده روانودوروکښی دغیرمسلموهیوادوله ښځوسره دظالمانه سلوک هم ځنی
بېلګی بیان کړې،اوس په دې حقله تفصيلات درته وړاندی کوم چی وروسته له هغه چی داسلام مقدس دين ونړۍ ته راغلۍ نو
بيااسلام دښځو دحقوقواحياپه څونه اندازه وکړه اودارنګه ئې ددوۍ عظمت اوارزښت ونړۍ ته په څه ډول څرګندکړ،
اسلام له يوه طرفه په نړۍ کښي داجمال اودخلاصې په توګه وټولونړيوالوته دادرس اوتعليم ورکړچي ومطلق بشرته
که نروی اوکه ښځه الله جل جلاله عزت اوکرامت وربخښلې دۍ اودبشرودغو دواړو نوعو ته بايد دشرف اوددرنښت اودزيات
قدراوارزښت په سترګووکتل سی لکه چي په قران پاک کښي دسورت اسراء په اويايم آيت کښي الله جل جلاله فرمايلی دی،
(ولقدکرمنابني آدم وحملناهم في البر والبحر ورزقناهم من الطيبات وفضلناهم علی کثيرممن خلقنا تفضيلا )
يعنی اوخامخا په تحقيق ډيرعزت ورکړيدۍ موږواولاددادم ته اوسواره کړی مودی دوی پرمرکوباتوباندی په وچه کښي
اوپه سيندکښي اورزق، روزی موورکړيده دوۍ ته له طيباتوپاکيزه ؤشيانواوغوره کړي مودی دوی پرډیروله هغه چاچي
پيداکړی مودی په غوره کولوډیروسره،
په دغه مبارک ايت کښی دبنې لفظ کوم چی وآدم ته مضاف دۍ ونارینه
اووښځوودواړوته ورشامل دۍ ځکه که څه هم دبنې لفظ کوم چی په اصل کښی بنین دۍ وځامنوته ویل کیږی خوداعلمی قانون
اواصل دۍ چی کله چی دغه لفظ مضاف سی نوبیا ونراووښځی دواړوته ورشاملیږی،وروسته له دې چی ددغه مبارک آیت په کلم
اتوکښی تامل اوتدبروکړسی نوداخبره په ډاګه کیږی چی اسلام په خپل دغه یوه هدایت سره دنړۍ ټولی ظالمانه مفکورې
کومي چی دښځوپه با ره کښی بې درلودې منسوخه اولغوه ګرځولی دي اوله مختلفووجوئی ښځه اونرغوږپه غوږاوسره ب
ابر دقدراوارزښت خاوندان ګڼلی دی چی تفصیل ئې دادۍ
،اول، په دغه آیت کښی وعالم بشریت ته داتعلیم و
کړسویدۍ چی ښځه اونردواړه دډیرعزت ،شرافت اوکرامت خاوندان دی اوودواړوته دغه اعزاز اواکرام دکائناتودخالق
اومالک له لوری څخه وربخښل سویدۍ،
دوهم،په دغه آیت کښی دښځی اودنرترمنځ په دې کښی برابروالئ اومساوات
په ډاګه سویدۍ چی دواړه بشراوانسان بلل کیږی اودهغوکفارودجاهلانه نظريی تردیدئې کړیدۍ کوم چی ښځه ئې یاپرمخ
دانسانیت له نوعی څخه خارجه بلله اویائې ددې بشریت ناقص بشریت ګاڼه لکه ی په تیروبرخوکښی ددوئ ددغوجاهلانه م
فکوروبیا موږوتاسی ته وکړ،
دریم،په دغه آیت کښی دنر اودښځی تړون اودنسبی رشتې مساوات بیان سویدۍ په دې
ول چی نراوښځه دواړه دیوه پلاراواده اوپه یوه پلار کښی سره ګډدی،
څلرم،په دغه آیت کښی الله پاک په خپل
دغه قول کښی چی وحملناهم فی البرښځه اونرسره برابرکړیدی په دې معنی چی نعمت دحمل فی البر اودحمل فی البحرپ
دواړوباندی یوشان الله جل جلاله کړیدی،
پنځم،الله جل جلاله په خپل دغه مبارک کلام کښی ،چی ورز
ناهم من الطیبات،ونراوښځی ته په یوه سترګه کتلی دی په دې معنی چی له پاکیزه اوحلالوشیانو څخه د رزق اوروزی و
کولوپه انعام اواحسان کښی ودواړو ته الله جل جلاله په نظردرحمت کتلی دی اودواړه دالله دورکړسوی رزق مالکان
جوړیدلای سی،
شپږم،ددغه آیت په اخیری جمله کښی چی یوبل ډیرغټ احسان کوم چی الله له بشرسره کړیدۍ چی هغه
دبشرډیرفضیلت اوبهتروالی دۍ پرډیروله مخلوقاتوڅخه، ذکرسویدۍ نوپه هغه کښی هم ښځی وونرته په یوه سترګه کتل
سویدی،اوله بله طرفه اسلام دښځوپه شان کښی له داسی عدالت اوانصاف څخه کاراخیستئ دۍ چی ترهغه پورته له ښځوسره
دانصاف تصورلاهم نسی کیدلای چی په راتلونکوبرخوکښی بې مکمل توضیحات انشاء الله درته راسی ،والسلام ومن الله
الوفیق نوربیا