د جګړې په ډګر كي د ژورنالسټانو حالت له جنګياليو سره څه توپير نه لري. له دويم نړيوال جنـګ څخه بيا د افغانستان تر اوسنۍ جګړې پوري نه يوازي دا چي په وسلو كي بدلون راغلى دى، بلكي د ژورنالسټانو په ژورنالسټيكي آلاتو كي هم ژور بدلون ترسترګو كيږي. مخكي به ژورنالسټانو د قلم او نوټونو په ذريعه د جګړې د ډګر حالات خوندي كول، اوس سټلايټ ټليفون، پام ټاپس او نويو ډجيټل كېمرو باندي دا كار ترسره كوي، دا ټول وسايل په ځانګړې توګه د ژورنالسټانو لپاره ډيزاين سوي دي او دومره مختصر دي چي ټول په يوه غوټه كي ځايېږي. ژورنالسټانو ته د جګړې د ډګر د خبررسولو لپاره ځانګړې روزنه وركول كېږي، دغه ټول آلات په دې وروستيو كي د كوساوو په جګړه كي وكارول سول، خو له اوسنيو شرايطو سره سم نور مختصر آلات هم جوړ سوي دي. په افغانستان كي د اوسنۍ جګړې پر مهال ژورنالسټانو له دغو حالاتو څخه كار اخيست او خپلو ورځپاڼو او ټلويزيوني كانالونو ته يې نوي خبرونه او انځورونه لېږل.
"دي ټايمز" لندنۍ ورځپاڼي په خپلو وروستيو ګڼو كي د" ګايلزوېگټل" يو ګزارش خپور كړ، چي په هغه كي د افغانستان په جګړي كي د ژورنالسټانو له خوا د جګړې د راپورونو لپاره د نويو كارول سويو وسايلو تفصيل ښودل سوى و او دا يې ويلي وو چي ژورنالسټان د نړۍ په يوه ستونزمنه سيمه كي خپله دنده په څه ډول ترسره كوي؟!
"ګايلز" په خپل راپور كي ليكي:
"اوس د سهار څلور بجې دي، هرې خوا ته تياره خپره ده، مخامخ سړك كنډو كپر پروت دى او د تلاښۍ پوستې هم ورانې دي، كېدى سي د طالبانو تر وتلو وروسته تاسو له لومړنيو كسانو څخه واوسئ چي دلته راورسېږئ او خبرونه ترلاسه كړئ، كه تاسي د برقي سامانونو په رانيونه كي لېوالتيا(علاقه) نه لرئ، نو تاسي به دلته په (كابل) كي له ځينو ستونزو سره لاس و ګرېوان سئ.ستاسو د پام ټاپ كمپيوټر او د لاسي سټلايټ ټليفون بټرياني به ډېري كمزوري سوي وي، ځكه چي وروستى كارنده جنراټور په مزارشريف كي و، خو تاسي به بيا هم ډاډه ياست، ځكه، كله چي لمر د افغانستان پر ورانه سوې پلازمېنه راوخېژي، نو ژورنالسټ خپل A.4 سايز سولر پينل ( له لمر څخه د برېښناي توليدوونكې دستګاه) راباسي، چي120 اسټرلنګ پونډه بيه لري. د لمر په وړانګو چلېدونكي دغه پينل په وسيله پام ټاپ كمپيوټر چارج اخلي، او كار پيلوي.
د يوه پرنټ راپورټر (چاپي رسنيو ته ګزارش وركوونكى) په توګه زه د غربي ورځپاڼو د ژورنالسټانو په دغه "پوځ" كي ګډ يم، چي د شمالي اتحاد تر ولكې لاندي سيمو كي پلى سفر كوو، تاسي هم له دې څخه نه سئ بېلېدى، ځكه چي تاسي له دې پرمختلونكي پوځ سره ياست، د افغانستان او برټانيې ترمنځ د اوو ساعتونو توپير دا مانا لري چي ستاسو وروستى راپورونه له چاپېدو څخه لږ څه مخكي مركز ته وررسېږي او ورځپاڼه به تر څو دقيقو وروسته د لوستونكو لاسته ورسېږي.
په تېرو كلونو كي عكاسانو او د ټلويزيون كاركوونكو تر استعمال لاندي آلاتو حجم د ټكنالوژي له پرمختګ سره يوځاى كميږي، اوس دغه خلك له كړاوجنو او ستونزمنو سيمو څخه خبرونه او انځورونه ژر لېږلاى سي، ددې ترڅنګ يې د سامان آلاتو حجم تر يوي كوچنۍ كڅوڼي راټيټ سوى دى، د غربي هېوادونو ژورنالسټان هغه مهال چي د افغانستان په بېلابېلو سيمو كي د روسي پوځونو بريدونه روان وو ورغلي وو، هغه وخت ډېرو ژورنالسټانو د ترانسپورټ اسانتياوې هم نه درلودې او په پلي توګه به يې سفر كاوه او د دوى رالېږل سوي راپورونه به د ورځپاڼو دفترونو ته تر يو مياشتني ځنډ وروسته رسېدل، اوس وخت ډېر لنډ سوى دى او ژورنالسټان خبرونه په لنډه موده كي لېږي".
د "دي ټايمز" فوټوګرافر (سايمن واكر) چي په دې اوس – اوس كي د پاكستان كوټې ښار ته راغلى و، وايي: كه تاسو پنځلس كاله مخكي په كومه جګړه ييزه سيمه كي په خبرونو ټولولو پسي تللاست، نو بايد دوه لوى بكسونه درسره واى، په يوه كي به پورټيبل ډارك روم ( د عكسونو لپاره د انتقال وړ تياره چاپخونه) او په دويمه كي به هينكر او د ليكلو ماشين و. ددې ترڅنګ به د فلمونو يو دروند بار هم درسره او ورسره به د ټليفون په ليكه پسي هم لالهاند واى، اوس له ماسره ډيجيټل كېمرې دي، چي په هغو كي د فلمونو پرځاى يو كوچنى هارډ ډسك، يو سټلايټ ټليفون او يو ليپ ټاپ وي، اوس زه له هره ځايه خپل مركز ته عكسونه مخابره كولاى سم، خو زما لپاره اوس يوازېنۍ خبره دا ده چي بايد څنګه خوښ او ژوندى پاتي سم.
له (سايمن واكر) سره په درنو سامانونو كي يوازي د هغه يو كيولرفليك جېكټ [يوډول جاكټ چي ګولۍ اغېز نه ورباندي كوي] دى. د 1980م كال په منځ كي (واكر) يو تور و سپين عكس د ګرين پيس پر يوې الوتكي د هغه وخت المنارسېټ سټلايټ په مرسته لندن ته ولېږي، دغه عكس لندن ته په رسېدو كي (25) دقيقې وخت ونيوه او (1500) پونډه لګښت پرې راغى، په پنځلسو كلونو كي عصري سټلايټ ټليفونونو دغه كار ډېر اسانه كړى او دا د كوساوو په جګړه كي هم په لويه پيمانه كارول سوي دي. پر دې ټليفون باندي (6000) پونډه لګښت راغلى و، له دې ټليفون سره نه رانغاړل كېدونكى انتن لګېدلى و او له ګړندي انټرنټ سره يې د نښلولو اسانتيا هم لرله، عكس اخيستونكو به د مجلې له معيار سره سم عكسونه يوازي په يوه دقيقه كي دفتر ته لېږل، وېډيوفون ټكنالوژي يو داسي شى دى چي د هغه په وسيله مطبوعات برى ترلاسه كولاى سي.
كه اخيستل سوي عكسونه واضح نه وي او د لفظونو له لاري كوم شكل نه سي وركول كېدى، نو د هغه د سمون او اېډېټولو لپاره آلاتو ته اړتيا سته. د دغو آلاتو وزن يوازي شل پونډه دى. مخكي به ددې كار لپاره يوې بشپړي سټوډيو ته اړتيا وه، چي وزن به يې لږ ترلږه يو ټن و.
(ټوكو) د يوې فرانسه يي خبري شبكې (فرانس ټو) پنځونه ده، دغې ادارې د 1990م كال په منځ كي د دغو آلاتو تيارى او ازمېښت پيل كړ.
د خبررسولو ادارو ترمنځ د كومي جګړې پر وخت ژر تر ژره د ځانګړو خبرونو لېږلو سيالي كوم نوى كار نه دى، خو اوس دغه سيالي يوې خوا ته سوې ده، بله هيڅ كومه اداره د امريكا د C.N.N يا بلې شبكې سره په لګښت او زيار كي سيالي نه سي كولاى، په تېرو ورځو كي دغو خبري شبكو د پاكستان اسلام اباد ته د خپلو خبريالانو رسولو لپاره شخصي جټ الوتكې په كرايه اخيستې وې او پر هر سړي (50) زره ډالره لګښت راغى. سي. ان. ان په يوه ښكلي هوټل كي دېرش كوټې هم كرايه كړې وې. چي هره اوونۍ به (20) زره اسټرلنګ پونډه لګښت ورباندې راتلى.
برټانوي خبريالانو هم خپلو هم مسلكو ته ماتې وركړه، خو فرانسه يي خبريالانو په افغانستان كي دغه كار په بله بڼه وكړ او د نړۍ د پام وړ وګرځېدل. فرانسه يي ژورنالسټانو پرمختللي پام ټاپ، تر ټولو تېز سټلايټ ټليفون، سولر پينل او ډېرو نورو هوسا وسايلو په ذريعه خپل كارونه پرمخ بېول. د ټايمز مخور ژورنالسټ (جينين ډي ګوويني) نوموړي فرانسه يي ژورنالسټان وستايل او ويې ويل: تل به يې پاك اغوستي وو او چلند به يې تر نورو ډېر ښه و، هغه سامانونه چي ورسره دي، هغه (سيسټم ډي) بولي. دا آلات دومره لږ دي، كه جاسوسي سامانونه يې وبولو بده به نه وي. په دغو كي كارول سوې ښيښې ډېري نازكي دي. ځيني د سګرېټو د ډبليو په كچه دي. او كېدى سي چي په راتلونكو وختونو كي ژورنالسټان په ستونزمنو سيمو كي په ډېرو لږ سامانونو خبريالي ترسره كړي اود وخت په تېرېدو سره نور نوي آلات هم جوړ سي.
د جګړې له ډګره د خبر لېږلو لپاره د ژورنالسټانو ځانګړې روزنه:
روسي پوهاند د درد او كړاو په حالت كي خپلي سترګي وموږلې، هغه ډېر په تكليف و، چيچنيايي سرتېرو د هغه يوه ګوته په چاقو پرې كړې وه. يوه سړي د هغه پر خوله لاس نيولى و او په وېډيو كېمره يې ددې وېروونكې صحنې عكاسي كوله، دغه پوهاند له داغستان څخه تښتول سوى و او وروسته يې دده پرې كړل سوې ګوته او وېډيو كسېټ روسي واكمنو ته ولېږه، د روسيې پرايم ټايم ټلوېزيون دا ټول حالات خپاره كړل او چيچنيايانو پوهاند تردې پېښي وروسته وواژه.
په دغه ډول پېښو كي د نيول سويو ټولو خلكو فلمونه په غربي نړۍ كي د ژورنالسټانو او د ټلويزيون كاركوونكو د روزنې لپاره كارول كېږي. چي له جګړې څخه په يوه اغېزمنه (متاثره) سيمه كي د كار په بهير كي له ګواښونو څخه خوندي پاتي سي، نو په دې لړ كي (اې، كې، اې) نومي يوه روزنيزه اداره جوړه كړل سوه چي په اصل كي د جاسوسي مشاورينو يوه اجنسي ده، (جم كېنډن) او د هغه يو ملګرى دغه اداره چلوي. پر دې سربېره په استخباراتو پوري يوه بله تړلې اداره هم سته، چي د (سي، ان، ان) او (بي، بي، سي) او (ټايم مګزين) [ټايم مجلې] سره اړيكي لري.
دغه روزنيزه اداره ژورنالسټانو ته د كار په بهير كي د پېښېدونكو ستونزو په اړه ارزښتمن معلومات وركوي. د روزني په وخت كي ويل كيږي چي تښگتونه د ژورنالسټانو لپاره يوه ډېره ژوره ستونزه ده. تېـر كال د بيمې كمپنيانو د تښتولو سويو ژورنالسټانو (35) مليونه ډالره تاوان وركړ. په دې لړ كي ژورنالسټانو ته لارښوونه كيږي چي خپلې دندې په ښه ډول ترسره كړي او ځان دي په هيڅ حالت كي شتمن نه څرګندوي. په افغانستان كي كاركوونكو ژورنالسټانو ته تر ټولو لويه ستونزه د خپلې بقا ستونزه ده. دغه ژورنالسټان هر وخت د تېښتې له ګواښ سره مخامخ دي. نو ځكه دوى ته ددې ښوونه كېږي، چي د تېښتې په وخت كي پر تښتوونكو مسخرې ونه كړې او له هغو څخه د تېښتې هڅه ونه كړي، ګنې د ګوليو نخښه به وګرځي. د جنـګ په وخت كي ژورنالسټانو ته د زيات شمېر پيسو د ساتلو لارښوونه كېږي. ځكه چي په دغو سيمو كي كرډټ كارډونه هيڅ ارزښت نه لري. د كار په وخت كي د ترانسپورټ كارونه هم خطرناكه تمامېدى سي. ځكه چي كېدى سي دغه ژورنالسټان په يو ځاى كي له بمونو او ګوليو سره مخامخ سي. نو په دغسي حالاتو كي بايد له ځان سره يو ځايي لارښود ولري.
د روغتيا په برخه كي هم ورته ځانګړې لارښوونه كېږي. چي تر وخت تېـر دارو ونه خوري. (اې، كې، اې) له خوا ژورنالسټانو ته د اړوندو دواوو يو فهرست وركول كيږي. د كيمياوي ګيس د كارونې په وخت كي ژورنالسټانو ته د داسي ستني لګولو لارښوونه كيږي چي د دې ګيس له زهرجنو اغېزو څخه يـې وژغوري او له نسناستي او دېته ورته نورو ناروغيو څخه د ساتنې لپاره ښوونه كېږي چي خپله وينه او نور توكي په بشپړ ډول معاينه كړي.
او د بيولوژيكي جګړې په وخت كي دا اداره ژورنالسټانو ته وايي چي د تبې د پيلېدو په وخت كي دCiproxin نومي دوا كارونه پيل كړي او هغه هېواد دي پرېږدي او په يوه بل خوندي ځاى كي دي روغتيايي مرستي ترلاسه كړي. او دداسي ناروغيو په وخت كي دي نور خلك هم خبر كړي، چي دغه ناروغي دلته خپره ده او ښوونه ورته كيږي چي له خطرونو څخه ډكي سيمي ته تر تـګ وړاندي Sterilistation ګولۍ وكاروي او له باكټرياوو څخه پاكي اوبه دي څښي. او ددې ترڅنګ بايد له ګاز خڅه د ژغورنې لپاره (ګيس ماسك) ولري، له ډزو سره د مخامخېدو په صورت كي دي له هغه ځايه ليري د يو شي ترڅنګ پټ سي كه يو موټر ته نژدې وي، نو د مخ له ټايرونو سره دي ځان پټ كړي. كېمره مين په دغو حالاتو كي تر ټولو زيات له ستونزو سره مخامخ وي. په (بلفاسټ كي كاركوونكي كېمره مين وايي چي د ډزو په وخت كي هغه ځان د فلم يوه برخه ګڼي او هغه په داسي وخت له سختو ستونزو سره مخامخ وي.
"دي ټايمز" ورځپاڼه وايي چي سږكال له جنورۍ څخه د اګست تر مياشتي پوري په بېلابېلو ځايونو كي (12) غربي ژونالسټان وژل سوي دي، چي په افغانستان كي وژل سوي ژورنالسټان په كي نه دي شمېرل سوي. (92) ژورنالسټان په بېلابېلو بنديخانو كي دي،. د تېرکال د نومبر له 13 څخه تر 16 پوري يو نړيوال خبري كنفرانس جوړ سو، چي په هغه كي د ذرايع ابلاغ بېلابېل استازي خطرناكو سيمو ته تر استولو مخكي يـې پر روزنې باندي غور وسو.