پوهنوال محمدبشير دوديال
د پلان تعريف:
ډيره ستونزمنه خبره دا ده چې د بيلابيلو اقتصادي، ټولنيزو او سياسي شرايطو لاندې د اقتصادي لرې ليد"دورنما" پروګرامونو لپاره د مطروحه دندو تعريف يا پلان جوړونه يا بل هر هغه هر اړخيز مفهوم غوره شي چې د ټولو لپاره صدق ومومي، خو موږ دلته عمدتاً د اقتصادي پرمختيا د مضمون په اړه د پلان لنډ مفاهيم توضيح كوو؛
پلان جوړونه هغه وسيله ده چې د ټاكل شويو موخو پر خوا چې د هيواد دچارواكو له خوا پخوا په پام كې نيول شول شوى، ټولنه روانوي، او لارښونه ورته كوي. د پروفيسور" جاګان" په وينا: موږ د پلان نومونه ډير زيات او په ډيرو مواردو كې كاروو، دا د يو كوچني شخصي كار تدبير او تر سره كولو څخه نيولى بيا د رسمي او سترو چارو ترسره كولو پورې خپلو خبرو كې راوړو. مګر دلته زموږ مقصد له اقتصادي اجتماعي پلان جوړونې Cociol- economic Planning څخه دى او هغه داسې تعريفولاى شو:
11
پلان جوړونه د هغو تدابيرو مجموعه ده چې د چارو مسوولين يې په يو ټاكلې وخت كې، يو يا څو هدفونو ته د رسيدو لپاره په پام كې نيسې. يو شمير اقتصادي پوهان وايي چې د پلان جوړونې علم، په ځانګړو شرايطو كې اقتصادي قوانين د هغو د ټاكلو علتونو په پيژندلو سره او د ټولنې د عايداتو د لوړولو، د مجدد توليد د عمليې د ښه كولو، د اقتصادي پرمختيا د چټكولو لاره په ډير ښه صورت سره د تطبق وړ ګرځوي. يو شمير نور پوهان وايي د پلان جوړونې علم، اقتصادي قوانين په ځانګړو لارو چارو تر څېړنې لاندې نيسې او د اقتصادي پرمختيا لار پرې هواروي او آينده يي سنجوي.
له پورتنيو تعريفونو څخه دا نتيجه اخلو چې: پلان د هغو منسجمو تدابيرو مجموعه ده چې دهغو په پلې كولو سره په ټولنه كې د بيلابيلو سكتورونو لكه، كرنې، صنايعو، مالدارى، ترانسپورت، كانونو، ښوونې او روزنې، عامې روغتيا، ښارجوړولو، اوبو رسولو او نورو برخو كې هغه اهداف چې دټولنې د اقتصادي ځانګړتياو او عيني قوانينو يا شرايطو په پام كې نيولو سره په نظر كې وي، تر لاسه شي. د پلان جوړونې په هكله د اقتصاد د علم نامتو پوهانو لكه،Dr Dalton, Prof.Lewis, Dickinson,Zeweig, Myrdal او نورو له خوا بيلا بيل نظريات وركړل شوي دي چې داسې يې خلاصه كولاى شو.
پلان جوړونه هغه آګاهانه جريان دى چې د ټاكلو اهدافو، د ترلاسه كولو لپاره ترسره كيږي او د راتلونكي لپاره يو له بل سره تړلې فعاليتونه او اقدامات وړاندې كوي. د اقتصادي پرمختيا په اړه په مشخصه توګه ويلاى شو چې پلان جوړونه د هغو ټولو تدابيرو مجموعه ده چې داقتصادي پرمختيا په مگنظور د يو اقتصادي مقام لخوا د هغو اهدافو د رسيدلو لپاره ترسره كيږي كوم چې دهغو څخه اصلي مقصد د اقتصاد پرمختيا او په ټاكلې وخت كې د پرمختيايي اقتصاد د مشخصاتو، نښو او معيارونو له منځه وړل او د يو پرمختللې اقتصاد د معيارونو رامنځته كول وي.د اقتصادي پلانونو تيوري يوه نوې اقتصادي ښكارنده"پديده" ده چې په تيره بيا د شلمې پيړى په دويمه لسيزه كې يې غوره پايلې تر سترګو شوې.
د پلان جوړونې تيوري لاندې درې موضوعات رااخلي:
پلان ټولنيزه او اقتصادي برخه، د ټولنې د اړتياوو د پوره كولو لپاره د مجدد توليد او ملي عايد د لوړولو د تدابيرو عملي والى يا د تطبيق ممكنه لارې چارې يې.
د پلان د اسلوب پيژندلو برخه د اقتصادي تعاملاتو علمي پيژندنه ده چې هدف ته د رسيدو تجربه شوې لارې چارې څرګندوي.
د پلان د تنظيم برخه، د پلان د تخنيكي او تشكيلاتي چارو ترتيب او په ټولو ټولنيزو او اقتصادي برخو كې د پلان اجراء څېړي. د دغو ټولو برخو تر منځ يو دياليكتيكي" سره پيلې" اړيكي شته.
دا چې د اقصاد علم په مجموع كې هغه ټولنيز علم دى چې د ټولنې پراخو غوښتنو ته محدودي سرچينې بيلوي، په تيره بيا په پرمختللو هيوادو كې هر راز سرچينې" منابع" لكه طبيعي منابع، بشري او سرمايوي منابع ليږي دي. نو له دغو محدودو منابعو څخه ډيره ښه او ګټوره استفاده د يوې ټاكلې كړنلارې لاندې د پرمختيايي اقتصاد راتلونكې تګلورى جوړوي، داسې تګلورى چې دهغې له مخې له محدودو منابعو نه اعظمي ګټه پورته شي او هغه بدلونونه رامنځ ته شي. دا خبره بايد هرو مرو په پام كې ونيسو چې پلان جوړونه يوازې پرمختيايي هيوادونو كې نه تطبيقيږي، بلكې پر مختللې صنعتي هيوادونه هم پلان جوړونه تطبيقوي خو پدې بحث كې زموږ له يوه پرمختيايي اقتصاد څخه دى نو ځكه په دې هكله زيات تماس نيسو. سره له دې چې نن روځ په اقتصاد كې د پروګرامينګProgramming نومونه هم دود دي خو په معنى كې هماغه د تدابيرو مجموعه افاده كوي. په دې ډول نه يوازې پرمختيايي اقتصاد بلكې پرمختللى اقتصاد هم د پلان جوړونې په ذريعه خپل بنسټونه كلكوي.
په يوه پرمختيايي اقتصاد كې له ټولو مادي او معنوي منابعو مناسب تنظيمول د هغاوى د ترقى راز دى. په پرمختيايي هيوادونو كې اقتصادي پرمختګ او وده په عمومي ډول ډيره ورو او ځنډنى ده او هغه اقتصادي ستونزې چې دوى وروسره مخامخ دي، پرته د يو مركزي ارګان له مداخلې په بشپړ ډول له منځه نشي تلاى. په دې ډول پلان جوړونه د يوې مركزي كلكې كړى په توګه د پرمختيايي هيواد اقتصاد رهبري كوي، د علم او تخنيك د پرمختګ، د ملي عايد لوړيدو، د اقتصاد ټولو څانګو دائمي او دوامداره اوچتول، د خلكو د ژوند د مادي او معنوي اړخونو ښه كول، دټولنيز توليد د مثمريت او د كار د مولديت زياتول د پلان مهم مفهوم جوړوي.
د پلان جوړولو نړيوال تجارب:
لكه چې وويل شو پلان جوړونه د اقتصادي علومو يوه نسبتاً نوې څانګه ده، نن ورځ هيڅ يو داسې هيواد نشته چې په هغه كې پلان په يوه نه يوه بڼه رواج نه وي. دا ناسمه خبره ده چې پلان جوړونه ګواكې په يو اقتصادي ځانګړي سيستم پورې تړلې وبلل شي. بلكې د اقتصاد د علم كلاسيكو علماوو او بيا ان دا چې د شلمې پيړى پوهانو په بازار كې د اقتصادي تعادل مسلې ته ډير اهميت وركاوه. د اقتصاد پوهانو له نظره اقتصادي بې كړكيچه پرمختيا او وده پرته د دولت له مداخلې بې له لارښوونې ناممكنه ده. په بيلابيلو صنعتي هيوادونو كې د اويايمې لسيزي او وروسته تر هغه د څو اقتصادي بحرانونو له پيښيدو، د بيكاريو د رامنځ ته كيدو( چې په المان كې آن په سلو كې تر 12% ورسيده) دغو بې ثباتيو وښوده چې بايد د اقتصادي، اجتماعي ودې لپاره د دولت له خوا پلان تطبيق شي. د دې تر څنګ هغه هيوادونه چې پرمختيايي اقتصاد لري، د خپل ځانګړي خصوصيت له مخې په كلكه سره پلان جوړولو ته اړتيا لري. په تيره بيا په اوسنيو شرايطو كې چې موږ ژوند كوو له يوې خوا د اقتصادي امكاناتو د لا پراخوالې او برتري طلبي تلوسه موجوده ده، له بلې خوا دا يو ضرورت دى چې يو وده موندنكى اقتصاد په منطق او معقوله توګه استوار شي. د پرمختيايي هيواد وګړي د هغه لوى واټن له كبله چې ټولنيزې پرمختيا له مخې د وى او د پرمختللو هيوادو تر منځ موجود دى ځوابيږي. د وروسته پاتې هيوادو چارواكې بايد ثابته كړې چې كولاى شي خپلې اقتصادي ستونزي له منځه يوسي او د علمي معقولو پلانونو په اجراء او تدوين سره خپل مادي او معنوي ژوند بسيا كړي. لكه هماغسې چې تقريباً ټول پرمختللې صنعتي هيوادونه په يوه ملي مقياس سره دپلان جوړونې بيلا بيل ډولونه عملي كوي نو پرمختيايي هيوادونه لا مجبور دي چې په پلان جوړونه كې ښه تجارب تر لاسه كړي. د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو په تيره بيا وروسته تر 1929-1933 كلونو پورې اقتصادي پروګرام او پلان جوړولو ته ملا وتړله. تجاربو دا وښوده چې فرانسگې، ايټاليا، جاپان او د سكندنوياوي هيوادو كې د اقتصادي پرمختيا د پلانونو طرحه يو مناسب كار وو. له همدې امله فرانسې له 1949 كال راهيسې څو څو ځلې د يوې ټاكلې مودې پلانونه طرحه او عملي كړل او مثبت تجارب او نتايج يي تر لاسه كړل. خصوصاً په 1967 كې د دوى اووم اقتصادي پنځه كلن پلان ډير بريالى و. برتانيا هم د 60 لسيزي پلانونه او ايټاليې خپل دوه Pieraccini Plan او Vanoni Plan ډير بريالي تطبيق كړل همدا وخت جرمني هم دا تجربه ومنله او خپل پلانونه يي طرحه كړل. په همدې وخت كې Shanfield او Perroux د پلانونو په هكله ځانګړې علمي تحقيقات ترسره كړل، خصوصاً V.Luz په 1969 كې په لندن كې خپل يو اثرPlanning for the market economy په نوم خپور كړ او په هغه كې يې دفرانسې د اقتصادي پرمختيا تحليل ترسره كړ. د دوى خصوصياتو په اقتصادي پلانونو كې حتى تشويقي، حمايوي موارد، د شركتونو ګډې همكارى، مستقيمې او غيرمستقيمې سبسايديې ته پاملرنه وكړه. دوى ځكه هم دقيق، پيش بيني شويو، لارښودو پلانونو ته اړتيا درلوده چې ځينو انحصارنو" مونوپولونو" دومره پياوړتيا ومونده چې ورو ورو يي ټول سيستم " بازار" تر اغيزې لاندې راوست او حتى د " قاتلانه رقابت" ويره موجوده وه، بل دا چې خصوصي متشبيثين يا علاقمندان نه وو، يا يې دا توان نه درلود چې عام المنفعه تاسيساتو، پروژو لكه بندونه، ويالو، سړكونو، د بريښنا تاسيسات، ښارجوولو او نورو كې پانګه واچوي. نو ځكه د دغو برخو پانګه اچونه او هغه هم معقوله علمي او پلانيزه بڼه د دولت په غاړه ولويده او تر ټولو مهمه دا چې د طبيعي شتمنيو او منابعو د ساتنې په هكله هم د دولتي پلانونو دنده ډيره مهمه وه لكه د ځنګلونو ساتنه، د ځانګړو ځايونو ساتنه او د كرنې او څښلو لپاره د اوبو رسول او نور. دغه راز دولتونو دا اړتيا احساسوله چې بايد نوى رامنځ ته شوې صنايع د وارداتو له رقابت څخه وساتي او د استخدام لازم فرصتونه ايجاد كړي.
نو ځكه د پلان جوړولو له لارې يې د بازار د نواقصو اصلاح كولو ته ملا وتړله او منابع او سكتورونه يې ټاكلې لورې ته رهبري كول.
تر 1928 پورې مكزيك يو وروسته پاتې هيواد بلل كيده، دغه وخت د دې هيواد جمهور رئيس Plutarco يو اقتصادي پلان تر اجراء لاندې ونيو، چې ډيره ښه پايله يې لرله چې د نوموړي نوم تر اوسه ژوندى دى.
دغه راز په 1933 كې ستر سياستمدار ښاغلي M.Visvesvaraya د ملي عايداتو دوه برابره كيدو لپاره د ميسورې پرنسيبونو يو پلان پر مخ بوت، هند د نامتو شخصيت فقيد" جواهر لعل نهرو" د پلان لپاره يوه ملي كميټه رامنځته كړه. مرحوم جمال عبدالناصر داسې مدبرانه پلانونه په نظر كې لرل چې ټولو عربو هيوادو ته سرمشق كيداى شول. همدارنګه په 1969 كې د اګست په پنځلسمه د فوق العاده فرمان له مخې دولتي صلاحيت لرونكي ارګان د پلان لپاره توظيف شو. الجزاير هم يوه ډيره لوړه دولتي شورا دپلان د طرحه كولو ته او د هغه تطبيق كولو ته اړم كړه چې پايله يي له 1969-1971 كلونو پورې صنعت په سلو كې 60 زياتوالى و. په دې توګه دغو تجاربو زيات شمير نور هيوادونه پلان جوړولو ته وهڅول. په 1960 كې 14 آسيايي، افريقايي او دلاتينې امريكا هيوادونه د ملګرو ملتونو د څانګې تر نظارت لاندې پلان جوړونه او د اقتصادي اجتماعي پلان تطبيق وآزميل چې ارقام يي په ترتيب سره له 18 څخه تر 26 ته لوړ شول" په اوسط ډول" نو د لاتينې امريكا نامتو اقتصاد پوهPaul Prebsch ځكه په اقتصادي پلان جوړونو ډير تاكيد كاوه. په 1968 كال كې د پرمختيا د يوې نړيوالې ستراتيژى په لور د ملګرو ملتونو د نيويارك د كنفرانس د دويمې غونډې هم د مثبتو تجاربو له مخې د پلان جوړولو په خپل اووم كنفرانس كې دپلان په هكله خپل تجارب شريك كړل. ملګرو ملتونو د 1965 څخه تر 1971 پورې د ټولنيزو پلانونو د تطبيق په پايله كې په 37 هيوادو كې د اقتصادي ودې زياتوالې په منځنى توګه په سلو كې 5،5 وښوده.