جلال خپلواك
پوهېږم؛ ځينې لوستونكي به دا ګومان وكړي چې بيا ورڅخه موضوع وركه شوې او اوس يې لكه چې دا بله ربړه رامنځته كړې ده. زه د هر يوه خبره منم، خو له خپلې خوا ورته دا وايم چې نن د خپلې پوهې او عقيدې له مخې دومره تر فشار لاندې راغلى يم چې په زوره هم له څه ليكلو ډډه نه شم كولاى. زه شعر لولم، اورم او ډېر يې وايم. شعر خوند راكوي، هر ډول چې وي؛ چې په هره پاڼه كې يې ووينم، نو لولم يې، كه چېرې يې اورم نو آرام غوږ ورته نيسم، د ساري په توګه زه داسې بيتونه د ليندۍ لپاره په كمربند كې تيار ايښودل شوي غشي ګڼم:
كله لرې ميكدې ته، كله برې ميكدې ته
هغه رند يمه چې درومم هرې هرې ميكدې ته
تېروتم د يار په سترګو كله باز كله شاهين شم
ماوې راغلې له جومات نه برګ وزرې ميكدې ته
(د ښاپېرۍ ورغوى:152مخ)
زموږ ښكلې پښتو الحمدلله نن سبا ښه ښايسته او بېشماره شاعران لري، كه چېرې موږ ورته پر يوه مهال صحنه جوړه كړو،كېدى شي چې هره ډله يې راته روښانه شي او ورسره بلد شو. زموږ ځينې شاعران ايله اوس راويښ شوي، ځينو يې له كټونو څخه پښې راكښته كړي او اوس يې تش د ښكلا د بدرنګ قاتل د اعدام خبر اورېدلى دى. ځينې هاغه دي راروان دي، څوك به را روانېږي او څوك به راورسېږي. خو ددې ټولو زلمو شاعرانو په سر كې داسې غښتلي او تكړه كسان هم لرو، چې
تيار يې كمربندونه له غشو ډك او د هنر ليندۍ په لاس، د ښكلا د بدرنګ قاتل د اعدام په ډګر كې به د لومړي تكبير د اورېدلو انتظار كوي. ان شا الله دوى ته به د ښكلا د بدرنګ قاتل د ا
عدام پر ورځ د لومړي تكبير ويلو پر وخت د هر ډول چوپو احساساتو او كږو څرګندونو پروړاندې د امنيت ستونزمنه دنده ورسپارل كېږي. دا چې څوك به د ښكلا بدرنګ قاتل اعداموي، دا بېله خبره ده او له ځانګړې زاويې څخه كتنه غواړي. كه چېرې موږ د زلمو شاعرانو د ډلبندۍ پروخت لږه نوره ګستاخي هم روا وګڼو، نو دا كسان به زموږ ددې فرهنګي يون په سر كې هغه ځوان او تكړه غشي ويشتونكي وخېژي، چې د هر ډول ښكار چل يې زده او هررنګه نښه ويشتلاى شي. لكه پيرمحمدكاروان، عبدالباري جهاني، دروېش دُراني، رحمتشاه سايل او نور… زه دا نه شم ويلاى چې ګنې موږ دا درې څلورتنه سالاران لرو، د سايل صيب تر نوم وروسته مې ځكه د (او نور) مشخص تورى وليكه. ما وې هسې نه چې خبرې مې د چا د زړه د ماتېدو سبب شي. الحمدلله ډېر نور ځوانان مو هم غواړي چې د ښكلا د قاتل د قصاص پروخت له همزولو سره امن وساتي، د ساري په ډول پيكار صيب هم كار پيل كړى، چې خپل خواره واره غشي كمربند ته واچوي او پر ياده شوې ورځ ځان د امنيت ساتونكو له ډلې ثابت كړي. خو دلته به يوازې د همدې ليكنې د ښكلا لپاره دهغو غشو پر سرعت، د هدف ويشتو پر څرنګوالي او نورو ځانګړنو باندې وغږېږو، چې ځينې يې د چا د ښكلې ښاپېرۍ په ورغوي كې، ځينې يې د چا له ستورو څخه په ډكه لمن كې دي؛ څوك چې داسې پوښته كوي (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟) خو خامخا به غشي ورسره وي او دا هم كېدى شي چې د يوه داسې قاتل د سر لپاره يې ساتلى وي، چې قوم يې ترېنه وژلى او قومولي يې ورشهيده كړې ده.
زما د جرم د ليل دا و پښتنو ملګرو!
چې له دې خپلې پښتونخوا نه مې كشميرجوړاوه
(د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:74مخ)
دا منم چې زموږ شاعرانو به هروخت د شهيدانو ستاينې كولې، كله به يې ورته له خدايه حورې غوښتې، كله به يې اووه واړه جنتونه ورته منسوبول او لكه به يې د هغه وينې او زخمونه يادول، خو داسې يې نه ورته ويل چې:
ته چې دارنګه روان يې د جنت پرطرف باندې
اى شهيده!پرېږدي چاته وران كارونه ددې مځكې
(ستوري په لمن كې:186مخ)
هرچا ته لنډۍ (ټپه) خوند وركوي، هرڅوك پرې پوهېږي، ټول خلك يې پېژني او له دې څخه هم خبر دي چې همدې لنډۍ د پښتنو د ژوند څرنګوالى، د چاپېريال محدوديتونه او ځانګړتياوې، د وخت ناخوالې په غرونو او رغو كې د ساده مينې شاهكارې افسانې تردې ځايه په اوږو ورسره راوړي دي. خو دا پوهه، پېژندګلوي او خوند، زموږ د ډېرو بېژبو وګړو په زړونو كې ترهغه وخته چې لنډۍ لولي يا اوري ژوندي وي او د قوميت حس يې د تمدن پر لوري نه شي ورټېله كولاى، دا ځينې ځيرك او پاكنفسه كسان وي چې د خپل هېواد او ملي احساس په زور لنډۍ ته داسې امتياز وركوي، چې د (اوستا) سياله يې بولي.
حق دى چې موږ يې د زمريو پر څرمن وليكو
دې پښتنو ټپو سيالي د اوستاكړې ده
(د ښاپېرۍ ورغوى:145مخ)
مين د معشوقې لپاره هرڅه كوي، هره خبره يې مني او هر نظري يې ورته ښه ښكاري؛ مينه خوند كوي، كه انسانانو په خپلو كې يو تربله مينه نه درلوداى، نو كېدى شي په نړۍ كې هرڅوك داسې يو له بله سره ورك واى، لكه له شاعر څخه چې كله كله توري تري تم شي. هرڅوك خپلې محبوبې ته د ډول ډول قربانيو ژمنه كوي، څوك د مجنون په څېر ورته له تن څخه غوښې پرې كوي او څوك د منصور په څېر په دار باندې هم "انالحق" نارې وهي.
خو سايل خپلې محبوبې ته د يوه رښتيني پښتون مين په ډول خبردارى وركوي چې:
چې ستا د سترګو دلداري پر سر د دار ونه كړم
په ټيټو سترګو به دې خدايږو چې ديدار ونه كړم
حق به لرې چې ماته خپله وفا ونه بښې
كه په سنګر كې د جنګ هم ستا انتظار ونه كړم.
(د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:153 مخ)
په شعر كې هره خبره په ښه يا په نيمه ښه توګه كېدى شي، يانې په شعر كې د يوې ښكلې ونې صفت په داسې ژبه شونى دى، چې د تشبيهاتو، استعارو او ځانګړو خطابونو له امله په كمو ټكو كې به يې د ښكلا او طبيعت يوه برخه هم بې ستاينې يا بې غندنې پاتې نه شي. همداراز په شعر كې يوه ښكلا داسې انځورېدى شي، چې د هغې ټول شتون او كله كله خو د هغې اروايي او باطني غوښتنې د ځان پروړاندې داسې جوړې شي، چې د هر انسان د اروا او عقل سطحه تر اغېز لاندې راولي. لنډه دا چې: شعر د هر صفت او غيبت لپاره يوه بشپړه وسيله ده، خو ذوقونه بېلابېل دي. ماته خپله په شعر كې دا ډول پرځاى غرور ډېر خوند راكوي چې په هرحالت كې زموږ د پښتنو د طبيعت ځانګړتياوې ونه بايلي. هغه كه له چا سره د ديدن پر وخت وي، كه د جګړې يا تباهۍ او يا د خپلې دفاع په حالت كې. د ټولو په استازيتوب به په شعر كې د دا ډول غرور څو بېلګې راواخلم:
مالك د محلونو خو لوټمار وي د جونګړو
كېدى نه شي د خاورو د كورونو څوكيدار
(د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:115مخ)
له پړانـګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړي
پر څانګه ناسته مرغكۍ د كاڼي وار نه كوو
(د ښاپېرۍ ورغوى:153مخ)
د لمر وجود زغملاى نه شي، د لمر نُور نه مني
جانان مې خوى د پښتنو لري، تربور نه مني
په تندي باندې ستوري مه وړه غبار يوسه يار ته
د خاورو قدر شايد وكړي، خو غرور نه مني.
(ستوري په لمن كې:239 مخ)
د بحث پرخلاف؛ خو له موضوع سره سم به دلته د پيكار صيب له ځولۍ څخه هم يو غشى راواخلم، چې هغه دسر دنښې ويشتو وار مې دى. زه پوهېږم چې دا غشى بشپړ كار وركولاى شي:
دوى چې وېرېږي د محل له ساتندويو غشو
دوى په بې وره خړو جونګړو كې خواران خوړلي
(راز:70مخ)
د 1379 ل كال د يوولسمې مياشتې(سلواغې) څوارلسمه نېټه ده، مخكې راته يو لوى اليكين ايښى دى، تر كاغذونو لاندې د سباوون مجلې يوه ګڼه پرته ده، مخې ته مې (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟)، ښي لوري ته مې د هيلې مجلې دوه ويشتمه ګڼه ايښې ده. دې سره جوخت يوه (لمن ستوري) هم راته ايښي دي، د پيكار د (راز) نيمه څنډه پرې رااوښتې ده ، تردې لږ هاخوا د1379 ل كال د زمري د ديارلسمې نېټې سهار ورځپاڼه هم تر سترګو كېږي.
د اوونۍ لومړۍ شپه ده او د ښاپېرۍ ورغوى مې كيڼ خوا ته پرانيستى پروت دى. په 158 مخ كې يې دا بيت د خپل درد او دخپلو سرحدونو په منځ كې د ځاني حس دټكور او دلاسې لپاره په زړه كې لولم:
نيمه شپه ده ويښ يم له يو چا سره غږېږم
بيا مې د سندرو له پاچا سره غږېږم
كله چې د ښكلا پر ښارونو واكمن دېوان الوتل او كله چې ناانساني پاليسۍ مثبتې وې، د دوزخونو بدرنګ قاصد پر نيمه اسيا واكمن و، دى د خپل غرور په جامه كې نه ځايېده، يوه ورځ له برې خوا يو سوداګر چې لويې لويې هندارې يې په لاسونو كې نيولې وې ښار ته راننوت.د دوزخ قاصد چې د وينو او هډوكو په سودا پسې له درباره راوتلى و، خداىY يو دم د سوداګر پر لوري وربرابر كړ، ناڅاپه پر ځمكه راولوېده، الوتونكي د ېوان پرې راټول شول، دى چې شكل يې د بلا غوندې اوښتى و، د سوداګر په لاس هنداره كې يې خپله بدرنګه څېره ليدلې وه، الوتونكو دېوانو ته يې په لړزېدلي غږ وويل: هغه سوداګر له ښاره د برچو په څوكو وباسئ!. پر دې وخت يو لېونى او اورنى شاعر هم دې تماشې ته ولاړ و، د دوزخ د قاصد وروستۍ خبرې په اورېدو سره چې الوتونكو دېوانو ته يې وكړه د اورېدو پروړاندې ده هم له ځان سره په شونډو كې زمزمه كړه:
له ښاره د هندارو سوداګر باسي په زوره
خپل شكل وېرولي دي بلا غوندې څه خلك
(ستوري په لمن كې:213مخ)
انسان خامخا د ناخوالو تر اغېز لاندې راځي، كه چېرې تقدير وغواړي انسان به د هرې ستونزې په مقابل كې عاجز او بېوسه وي، يو انسان چې كله چې تر زغم زيات فشار لاندې راشي، كېدى شي چې خپله هستي يا د خپل چاپېريال هستي له ياده وباسي او يا له هغې څخه ګټه بېوخته او بې پايلې وبولي.
له چا څخه يې مرستې غوښتنو ته هم زړه نه كېږي. ځكه چې خپله مايوسي د بل مايوسي ده، انسان كه چېرې په يوه سخت كار "لكه د سكرو د ډبرو په كان كې" وګمارل شي، چې دده د مړينې خطر په كې وي، ، نو كېدى شي چې د خپلې ستونزې له امله دومره نهيلى شي چې يوه غوښتنه هم په زړه كې راجوړه نه شي كړاى. يوه ستړي ته كه څوك د امريكا خبرې راواخلي(البته چې دى يو غرنى وي) چې:امريكا داسې ښكلې ده، داسې هوټلونه، ودانۍ، پلورنځي، پاركونه او نور ښكلي ځايونه لري، نو كېدى شي چې ده ته خپل هېواد يوه كنډواله وبرېښي. ځكه چې وړاندېنۍ خبرې يې پر ذهن ژور اغېز ښندي. د هغو خبرو له لارې چې څومره له امريكايي چاپېريال سره بلد شوى وي، نو خپل چاپېريال ورته ناروغ برېښي. خو شاعر بيا داسې نه دى، شاعر ته كه هرڅوك ډېر ښكلي ښكلي شيان ور وښيي، په ښكلو ښكلو ماڼيو كې يې وګرځوي او د خپل هنر ښې بېلګې ورباندې وويني دى بيا هم له خپل چاپېريال څخه زړه تورى كېږي. بلكې په زغره او بېباكه وايي:
كلى لرو، غر لرو، له ستورو ډك اسمان لرو
شين د بوډۍ ټال ګوره نرى نرى باران لرو
داسې نه ده هم چې ګنې وخت ته وركوو ديكه
زړونه لرو، مينه كوو، ښه ښكلى جانان لرو
(د ښاپېرۍ ورغوى: 165مخ)
له چا سره مينه كول له خداىY سره مينه كول دي، ځكه چې خپله اللهY فرمايي: څوك چې زما لپاره له چا سره مينه كوي، زه له هغه سره مينه كوم. د مينې هر مازيګر، ماښام او له شوګيره ډكه هره شپه د مين لپاره د قدر وړ وي، په مينه كې هر اسوېلى ورته د زړه ټكور او هر درد ته وياړ ښكاري. مينه له هرې چټلي او بدګوماني څخه (يو بېنيازه تورى دى). مينه د تور او سپين يا په ټوليز ډول د (چا) پروا نه كوي. خو كله كله وختونه هم رقيبان شي، چې بيا په داسې حال كې مينې ته د نيا داسې يو قفس ښكاري چې زه به په هغه كې د ژوند يا په هغه كې د مين د ژوند څرنګوالي د څرګندوونكو لفظونو پرځاى دا ډول ټكي… كېږدم، خو رحمت شاه سايل وايي:
وخت دې زموږ نظر له اوس هم زولنې جوړې كړي
موږ چې په سترګو كې له يو بل نه سلام اخلو
د دنيا خلك دې په موږه بدګومانه نه شي
موږ خو سندرو له له مينې نه ا لهام اخلو.
(د وينو رنګ…31م)
دا درې كسه زلمي شاعران د نثر او نظم څو څو ټولګې هم لري، د دوى د غزلو ترڅنګ نظمونه، منظومې او ازاد شعرونه هم لولو او خوند ترېنه اخلو.
د شعر د بري په اړه مې لومړى نظر دا دى چې: ښه شعر بايد د پياوړي رديف ترڅنګ سندريز او څپاند اهنګ ولري. قافيه يې له رديف سره پيوسته او پخلا وي، د هر لفظ تحرك لپاره مقدس، نرم خو، له مينې ډك توري بايد راوړل شي، چې موضوع نېغه د لوستونكي زړه ته ورسوي، خو ددې ترڅنګ ژوندى بيت هغه يو دى چې ژوندى انځور ولري، يانې د موضوع ترڅنګ د تجربې د ښه عملي كېدو په خاطر له موضوع سره په بيت كې يو داسې چاپېريال وكارول شي، چې له خپل پيوست څخه توري منځته راوړي او لوستونكي هغه موضوع په بيت كې داسې روښانه وويني، لكه څوك چې يې چاته په ګوته ورښيي. خو زموږ چاپېريال بل ډول دى، دلته هرڅوك له ځانه مخې څوك نه خوښوي، د هېچا هم يوه بل ته څه نه لورېږي.