مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محاسن الاسلام ،۲۵ برخه ،دښځودحقوقولړۍ

علامه محمدمعين الدين ابوا فضل


علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسمه تعالی
محترمووروڼوداسلام مقدس دين له خپل ظهورسره سم چي وښځوته کوم ارزښتونه ورکړيدی اوله کوموتياروڅخه چي اسلام  ښځي راوايستلې دمحاسن الاسلام په راتلونکيو برخوکښي به دهغه  بيانونه درته راسی په دې برخه کښي  دوې مهمی مقدماتی خبری درته عرضه وم

 ، اوله خبره داده چی داس ام مخالفين چی په موجوده وخت کښي له ښځوسره ددوستۍ په عنوان کښي ښځولره دداسی حقوقو تشخیص کړيدۍ چی اسلام  هغه ښځولره ددوۍ دحقوقوپه حيث نه پيژنی اوداسلام دښمنان په دې وجه پراسلام باندی بې ځايه اعتراضونه اوتن يدونه کوی نوهغه په حقیقت کښی دښځودحقوقواحیا نه بلکه دښځودحقوقواماتت اوپایماله کول دی،هغه دښځودپت اودعزت خوندی کول ندی بلکه دښځوبې پته کول اوبې عزته کول دی،هغه دښځودانسانی اوبشری ارزښتونودخوندی کولولاره نده بلکه دښځودبشریت اوانسانیت دټولوشرافتونودله منځه وړلواوبربا ده ولولارده،هغوئ دغه تشخیصات ددې دپاره ندی کړی چی ښځی آبداره کړی ،په ټولنه کښی دښځوتلف سوی حقوق بیرته راژوندی کړی بلکه هغوئ غواړی چی ښځی دیوې آلې په توګه داسلام په بدنامه ولوکښی کار کړی اوسربېره پردې باندی ښځی ترهغه په ډېربدترحالت کښی راولی کوم چی ښځی داسلام ترظهوردمخه ورسره مخامخ وې، ددې خبری داثبات دپاره په الادیان والمذاهب کښی دحزب تحرېرالمراة بحث وګورۍ،محترمووروڼوتراسلام دمخه نه چادچاحق پېژندی اونه څوک له عدالت اوانصاف څخه خبرؤ،اونه په نړۍ کښی کوم نظم اوانسجام موجودؤ اونه له نظا فت ظا هری اویاباطنی څخه څوک ا ګاه ؤاو نه یوصحیح سیاست چاپېژندۍ،هوداتنهااویواځی اسلام ؤ چی نړۍ وال يې په هرڅه پوه کړل،تاسی تاریخ تمدن اسلام وعرب کوم چی یوه انصافداره مسیحی مورٌخ جوړکړیدۍ ،وګورۍ نوبه ځما ددغی مذکوره خبری اثبات نورهم درته وسی،محترمووروڼوهرقسم سالمه پوهی ،نظم،ادب،اخلاق،بشری احترام، وغیره که په کفاروکښی موجودوی نومأ خذاوسرچشمه ئې داسلام مقدس دین دۍ ،اوهرقسم فساد اوبې اخلاقی که په مسلمانانوکښی وجودولری نودهغه نقل ومسلمانانوته له کفاروڅخه راغلی دۍ ، که چی په دې اړه ځمایوشعردۍ،،اصلی حسن اوکمال واړه ځمادۍ،،که زمین دۍ که اسمان پردې ګواه دۍ،،که بیاهم یوڅه له تاسره موجودوی ،،هغه تاوړۍ له ماڅخه په غلادۍ،،بدرنګونه له ازله ستامیراث دۍ ،،که له ماسره بدرنګ وی هغه ستادۍ ،،دامشهورمتل پرماباندی صادق سو،،چی له ما څخه پیدا په مالګیادۍ،،محترمووروڼودوهمه مقدماتی خبره داده چی په موجوده عصرکښی ډیرومسلمانان په خپله هم داسلام دبدنامۍ سبب ګرځیدلی دی ځکه ډېرمسلمانان په اسلامی تعلېماتوعمل نکوی اوبالخصوص دښځوهغه ټول حقه حقوق ئې پایماله کړیدی کوم چی اسلام وښځوته ورکړی دی اودارنګه ئې نورهم ډېراسلامی اخلاق وشاته غورځه ولی دی اوداسلام دښمنان داسلام له اصلی منابعوڅخه اخذنکوی بلکه ددغونات اشه مسلمانانوله اخلاقوڅخه داسلام په باره کښی معلومات اواستدلالات ترلاسه کوی دمثال په ډول که تش په نامه یومسلمان و وینی چی دروغ وايي غلاکوی ،فاسده معامله کوی،شراب خوری بدفعلی کوی،وعده خلافی کوی پر ښځوباندی ظلم کوی نوداسلام دښمنان داکارونه پراسلام ورتپی اودافکرکوی چی ودغوخلګوته همدغسی تعلیم اسلام ورکړیدۍ،ددې خب ی دښه وضاحت دپاره ویوې قصې ته ځیرسۍ،یوه متقی عالم وماته قصه کوله چی موژ یوڅونفره وامریکاته تللی ؤاوهلته په یوه مسجد کښی یووخت سره ناست ؤکه ګورو یوه امریکايی موټرودراوه راکښته سواوموږته ئې وویل چی وماته کلمه داس ام راوښیاست زه ایمان راوړم موږدده له ایمان راوړلوڅخه وروسته له ده څخه پښتنه وکړه چی ستادایمان راوړ وسبب کوم شی وګرځیدی ده راته وویل چی ماداسلام کتابونه مطالعه کړی ؤاوپه دې پوه سوۍ وم چی اسلام حق دۍ خوکله چی به می هغه مسلمان ولیدل کوم چی به دلته امریکاته راغلل نوددوئ کړه وړه به یوډول ؤاوداسلام مطالعه چی ماکړی وه هغه بل ډول وه نوپه دې سبب به زه شکمن سوم خواوس چی می تاسی ولیدلاست نوستاسی هرڅه ځماله اسلامی مطالعې سره موافق راغلل،افسوس صدافسوس پر داسی تش په نامه مسلمانانوباندی چی ددوی اخلاق اواعمال خلګ له اسلام څخه په نف ت کښی اچوی،والسلام ومن الله التوفیق ،نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery