دخپریدو نیټه : 2005-05-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ملي روغي جوړي بهير( څوک يې غواړي او څوک يې نه غواړي )
د بابوزي لیکنه
د بابوزي په قلم
ما د تير کال په اړه د کال ارزوني په دود يو لنډه ليکنه کړي وه ، هغه ليکنه يوشمير دوستانو لوستي او بيا يې خپل اندونه راسره شريک کړل ، له هغو څخه يوه خبره دا وه چي ما د تير کال ارزوني په لړ کي د کال تر ټول عجيبه ټاکنه ( مقرري ) د ښاغلي اسماعيل خان ښودلې اود کال تر ټولو ښه ټاکنه مي د ښاغلي مجددي ، ياده کړي وه . ( د هغې ليکني سر ليک : د نوي کال دمبارکيو دود )
د ښاغلي اسما عيل خان د مقررۍ عجيب والۍ به وروسته را ښکاره شي ، خو سمدستي د ښاغلي مجددي د ټاکني ښه والۍ دادۍ چي اوس اوس را برسيره کيږي . تيره ورځ د ښاغلي مجددې له خوا د ملي روغي د پلي کيدو په لړ کي هغه کرښه ليري شول چي د يوشمير کسانو د نه منلو لپاره جوړه شوې وه . زما په اند تر ټولو خبرو وړاندي د دې ډول پريکړو بيله ځنډه منل زموږ د هيواد داولس اوملي ګټو سره سمون لري ، د دې کرښي ليري کول په دې ارزښتمن نه دي چي سولي ته په رابللو کي يې د يو څو تنو نومونه را ياد کړل ، بلکي د دې وينا ارزښت په دې کي دۍ چي د ملي ګټو پر بنياد يې د استثنا کرښه ليري کړل . د دې وينا منطق پردې ټکي ولاړ دۍ چي : د انسانانو تر منځ د سياسي ، اقتصادي ، عقيدتي او جغرافيايې او دې ته ورته نورو داسو کرښو منځ ته راوړل چي پر بنسټ يې د يوالي او پيوستون ممانعت او مخنيوۍ وشي ، د انساني ارونو او انساني جوهر سره ډه ډه نه لګوي . د دې لپاره چي په هيواد کي د جګړي لمبې لږ او يا له سټي ورکي شي ، ښايې ټول هيوادوال د هر هغي وينا او وړانديز هر کلۍ وکړي چي پر بنسټ يې د هيوادوالولپاره د امنيت او هوسائي ډاډمن چاپير يال منځ ته راځي .
څوک په هيواد کي سوله غواړي ، او څنګه سوله غواړي دې پوښتني ته جواب دوې برخي لري يو ه برخه يې داده چي ټوله هيوادوال سوله غواړي ؛ دويمه برخه يې داده چي په ټولو کي بيا يوشمير د خپلو ګټو سره سوله غواړي .د دې دوو ډلو بيلوالۍ د هغو ۍ په سياسي او عقيدتي موقف کي تر لاسه کولای شو . لومړۍ برخه د هيواد هغه عام اولس دۍ چي د جګړي لپاره وسيله ګرځي او يا د سياسي رقابتونو قرباني کيږي . هغوۍ بيله شرط او بيله کومي غوښتني د جګړي پای ته رسيدل غواړي . دا عام اولس چي کله ناکله د خولې پټي اولس ( ملت خاموش ) نوم هم ورکول شويدۍ ، نه يوازي د اوسنيو جګړو قربانيان دۍ بلکي له بده مرغه د هيواد په تيرو شل پنځه ويشت کلن بحراني سياست کي پر اورونو وريت شوي سوځيدلي او مړه شويدي . همدا عام اولس وو چي د انقلابي په نوم د جګړي سنګرته وليږل شو او د شهادت وروسته يې د کورنۍ لپاره غمخور ، لاس نيونکۍ او وارث پيدا نه شو . همدا عام اولس وو چي د مجاهد په نوم د روسي توپ په لمبو وسوځل شو ، خو ديتيمانو سره يې د ژوند د درانه پيټي سره هيچا ملګرتوب ونه کړ ، يو شمير د جهاد تاجرانونه يوازي داچي د هغو شهيدانو يتيمان يې ونه ساتل بلکي د جهاد څخه د لا زياتي ګټي لپاره يې د نورو عامو خلکو ويني توۍ او د ځانونو لپاره يې په هغو سرو وينو سرې بنګلې جوړي کړې . د هيواد يوشمير مظلوم وګړي څه د طالبانواوڅه د ائتلافيانو په نوم د مرګ خولې ته ورکړه شول ، د هيواد دا خوار او ربړيدلۍ اولس د هيڅ شرط پرته سولي او ملي روغي جوړي هر اړ خيزه ملاتړ کوي .
هغه کسان چي د سولي او ملي روغي جوړي ته شرطونه ږدي هغه هم په دوو برخو ويشل کيږي ؛ لومړۍ هغه کسان دي چي د خپل ژوند ناروانعمتونه او مصنوعي مشرتوب په خړو پړو او جګړه ايزو خوځښتونو کي ويني ، هغوۍ چي د شهيدانو پر اخلاقي او مالي حقونو يې يرغل کړۍ، هغوۍ چي نه ده چا دژوند پروالري او نه دچا دمرګ، يوازي خپلو ناروا ګټو ته يې پام دۍ . دويمه ډله هغه کسان دي چي د خپل صلاحيت او واک څخه د بهرنيانو په وسيله بي برخي شويدي . هغوۍ ته يوازي د خپلو ملاتړکونکو بهرنيانو مرضی او مشوره د پام وړ ده . نو هغه کسان بيا د خان نوکران دي نه ده بانجاڼ ؛ ځکه د سولي او امن خبري د پرديو په کاڼو تلي .
يوه بله خبره هم د يادولو ګڼم او هغه دا چي دا ملي روغه جوړه کيداسي چي د يوه داسي شعار په توګه پاته شي چي پلي کيدل يې نه د هغوۍ زړه غواړي چي د طرحي په توګه يې وړاندي کوي او نه د هغو ۍ چي د طرحي په توګه ورته اورول کيږي . زما باور دادۍ چي د اولس او ملت غوڅ دريځ کولای شي ، ټولي هغه خواوي چي د روغي جوړي سره مخالفت کوي رسوا او له خپل باوره محروم او منزوي کړي .
په درنښت