مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-12   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د جلال ابادپه خونړي لايون کي د تنکيو ځوانانو قاتلان څوک دي ؟

حبيب الله غمخور - سويډن

١٣٨٤ د غويي ٢٢ ( ليکنه حبيب الله غمخور - سويډن ) د انځورونو ټاکنه ( احسان )

 

پدي ورستيو کې په امريکا کښې په خپر ه شوي نشريي  Newsweek کښې  يو خبر خپور شو چي دکيوبا دگوا نتاناموپه زندان  کې  بنديانو ته دروحي شکنجي دورکولو په خاطر داسلام دمقدس دين سپيڅلي کتاب قران عظيم الشان سره سپکاوی شوی .

 

دا خبر ډير ژر دنړۍ په مطبوعاتو کي خپور شو لمړۍ غبرگون د ژورنالستانو سره په يوه مرکه کښي دافغانستان داسلامي جمهوريت دستري محکمي ښاغلي رئس مولوي فضل هادي شينواري ښکاره کړ ،او ويي ويل چي (( داکار اسلام ته سپکاوۍ دی ما دامريکا سفير ته تليفون وکړ خو هغه امريکا ته تللي ،زه به کوښښ وکړم چي ددي مسلي سپيناوۍ وکړم که دا کار رښتياهم شوی وي موږ به دا په کلکه وغندو....))ازادي راډيو.

 

له هغه نه وروسته نن دا دوهمه ورځ ده چي دجلال آباد په ښارکي محصلينو په لار يون لاس پوري کړ،لمړی ورځ دالاريون  سوله ايز و،نه پو هيږو چي څه پيښه شوه  ؟ چي په دا بله ورځ  يعني  نن بيا زموږ سپيڅلي اواحساساتي ځوا نو محصلينو  سهار وختي پر اتو بجو يو په يوه په  بل لاريون لاس پوري کړ اودلار يون څخه داسي گټه واخيستل شوه چې دجلال آباد په ښار کي دولتي او غيري دولتي ماڼيو ته اور واچول شو او ځينې  دوکانونه چور شول ، دبي بي سي دخبر په اساس پنځه نفره مړه او تر اويا (۷۰) نفرو زيات زخمي شوي دي .

 

سوال پيدا کيږي :

 

١_ تر اوسه دا ثابته شوې نده چي دا کار شوی او که نه ؟ زما په عقيده دمولوي صاحب شينواري  لمړنۍ مرکه چي خپره شوه د دغه توطي دشروع لپاره د عمده عامل په توگه ښه گټه ځيني پورته شوه . لازمه داوه چي هغه بايد لمړۍ دمسلي سپيناوۍ کړۍ واي وروسته له هغه دولسمشر او کابيني  سره په مشوره لکه چي په نړيوالو اړيکو کښي مامول دی دبهرنيو چارو دوزارت له لاري قرانکريم ته   دداشان سپکاوي او بي حرمتۍ پر ضددخپل ولس او دولت غبر گون ښکاره شوی واي  . په دولت کي هر چارواکۍ بايد ځانته دا حق ورنکړي   پر خپل سر هر څه چي يې زړه وغواړي دبل هيواد په اړوند اعلان کړي که داسي حق هر يوه چارواکي ته ورکړه شوی وي دا پدي مانا ده چي په دولتي اداره کي دتيرودوکلو پشان  دقانون پر ځاي شخصي ارادي مسلطي دي .

٢_ پر ټولو مسلمانانو دا فرض ده چي دخپلو ديني مقدساتو څخه دفاع وکړي .

 

ولي ددفاع شکل او شيوه فرق لري ،لاريو ن او دخپلو مقدساتو څخه ددفاع په هکله دغبر گون ښکاره کول پداسي شکل چي ملي شتمنيو او هر څه ته اور واچول شي  او چپاول گرو ته دچور زمينه برابر ه شي ضرور نه بريښې .

 

داسي معلوميږي چي ددموکراسی دښمنانو د موقع نه په پوره استفادي سره دوخت او موضوع څخه په زيات مهارت گټه اخيستنې سره  وکړاي شوه  زموږ  دپاکو احساساتو څښتن ځوانان بيله دينه چي فکر وکړي  چي ايايوازي موږ مسلمانان يو ؟ دا نږدي دوه مليارده مسلمانان څه کوي ؟ داسلامي کنفرانس غړي هيوادونه ،دعلماو شورا گاني او په افغانستان کي هغه چي ويل يي موږ داسلام لپاره جنگيږو ولي چوپه خوله دي ؟ هغو ولي مظاهره نه کوي؟  قرانکريم دنړۍ دټولو مسلمانانو لپاره مقدس کتاب دی . ددغو اسلامي هيوادو دولتي چارواکي او دعدليي وزارتونه څه نظر لري ؟ او دا څوک دي چي ځوانان دا ډول  لاريونو ته هڅوي ، دولتي ودانيو او يادهغو هيوادو دمرستي رسولو موسسو ته اور واچول شي کوم چي له افغان ولس سره مرسته کوي ،که چيري ددغو هيوادو له مرستو سره موافقت موجود نه وي ؟  زماپه اند ښه خبره داده چي له ښاغلي کرزي او ملگرو ملتو له سازمان څخه غوښتنه وشي چې دافغانستان سره خپلي ټولي اړيکي پرې کړي  .بيابه هغه دطالبانو توره دوره او دجهادله نامه څخه په ناروا گټه اخيستني سره هر څه له خاورو سره خاوري شي .  دقدرت پر سر به کور په کور جنگ اوهيواد به يو ځل بيا دبدبختي په بهر کي لاهو شې . پدې بايد ټول ښه پوه اوسو که دا ځل نړيوالو له افغانستان او افغانانو څخه مخ واړاوه حالات به له کنټروله داسي ووزي  چي د۱۹۹۲ کال په پاکستان کي دجوړشوي حکومت او تنظيمنو تر منځ دواک دتر لاسه کولو پر سر جگړي به په سترگو پوري رانجه کړو.

 

سياسي څيړونکي دا سي فکر کوي چي پدغه لار يون کښي هدف داسلام دمقدساتو څخه دفاع نه بلکه هغو ډلو چي په اوسنيو شرايطو کښي ددوي لپاره څنگه چي يې دوي غواړي حالات مساعد ندي غوښتل دداشان موقع نه په استفاده دځوانانو پر پاکو احساساتو سياسي تجارت وکړي  او افغانان  په ځانگړي توگه پښتانه يوځل بيا بد نام کړي .

 

جالبه او دسوال خبره داده چي دا شان لاريونونه په کندهار ،خوست ، لغمان  ،  شينوارو اواسعد آباد کښي تر سره شوه چي له نيکه مرغه هلته چارواکو دهر ډول خپل سريو مخه ونيول او په خوست کي خو بيا محصيلينو خپله دخپل لار يون دتنظيم لپاره بند وبست کړۍ و که څه هم دامريکا بيرغ ته يي اور واچاوه چي دا لويه تير وتنه ده ځکه دامريکا بيرغ دامريکا دولس ملي سمبول دۍ او پدي کار کښي که خداي نخواسته شوۍ هم وي ټول امريکايان مسوليت نلري ، هغه څوک چي غواړي افغانستان دا ځل دسليبي جگړواو يا  دمذهبو او اديانو تر منځ ددښمنۍپه ډگر بدل کړي تلاش کوي دداشان خبرو نه په استفادي سره دافغانانو احساسات راوپاروي. دالقاعدي سازمان او بن لادن يو ځل موږ دغلامۍ تر سرحده ورسولو نور بايد ونه غوليږو  ، موږ په خپل هيواد کښي پر ملي او ديني ارزښتنو باندي دتيرې پر ضد ددفاع مسوليت لرو په دې ټينگ باور لرم چي ددغه حرکت تر شابه بياهم دبهرنيانو او دهغو دلاس پوڅو سياسي ډلو ټپلو لاس لنډ نه و    .

 

هغوي د ننگرهار دا دښمن دسترگو په خار ښار کښي د خپلو سياسي کرغيړنو موخو دپوره کولو لپاره  دځوان نسل  له پاکو او سپيڅلو احساساتونه په پوره گټه اخيستنې سره  وتوانيدل ملي شتمني او دافغانانو پاک احساسات دخپل سياسي تعصب او کينې دښکاره کولو قرباني کړي  . 

 

پنځه هغه ځوانان چي مور او پلار يي ددوي راتلونکي ته سترگي په لار وه او د ربړونو په گاللو سره يې هغو ي تحصل ته هڅول  له بدمرغه دوطن ددښمنانو دشومو حوسونو قربانيان سول   . ددوي روح دي ښاد وي .                 دافغان په کور بيا دغم کمبله وغوړيده دهغوي خپلوان  او ټول  افغانان دادۍ يو ځل بيا دخپلو غوليدلو زلمو دوير پر ټغر کښينستل  .

 

زما مشوره دهيواد ځوان نسل ته ديو افغان په توگه داده چي غښتلۍ او پر وطن مين افغانان اوسۍ په پاک افغانې او اسلامې احساس دوطن ابادۍ ته ملاوتړی . ستاسو لپاره  دا کار هغه وخت شونۍ دې چي تاسو ځوانان تحصيل وکړۍ ،پوهه تر لاسه کړی ،خپل دوست او دښمن دعلمي پوهي په رڼا کښي  وپيژ نۍ .       ستاسو ملي دنده دپوهي تر لاسه کول دي ،زموږ هيواد پوهانو او عالمانو ته زښت زيات ضرورت لري  ،ښه به دا وې چې دخپل حق ،عقيدې او غوښتنو څخه  دکوتک او هر څه دويرانولواو سوځولو پر ځاي له منطقو او پوهي څخه کار واخيستل شي . هر هغه څو ک چي يو ځل بيا زموږ اولس او په ځانگړي توگه ځوان نسل داسي حرکتونو او کړنو ته هڅوي کوم چي پايله يې وراني او انسان وژنه وي   زموږ دولس دوستان نه اوځوان نسل به په دهيواد کښي ددموکراسی او ارامۍ دښمنانو د ارزوگانو قربانيان   بولم .

 

زه پداسي حال کښي چي  ددوي مرگ لويه ضايع بولم يو ځل بيا دخپلو گرانو شهيدو زلمو روح ته دعا ليږم او دلوي خداي له دربارنه دوي ته دبخښي هليه کوم او دکورنيو پاتي کسانو ته يي صبر غواړم   .

 

د څو تېرو ورځو د خونړيو لاريونونو انځورونه

Photo

دجلال اباد خونړی لاريون

Photo

Photo

Photo

Photo

Photo

د لوګر ولايت لاريون په انځورونو کي

Photo

په کابل کي لاريون

Photo

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery