مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وروستۍ مظاهرې او لاريونونو ته يوه کتنه

ولي شاطبيب - کندهار

١٣٨٤ د غويي ٢٢مه

ولس شا طبيب کندهار

 

  

داچه  دنيوزويک دمجلي په حواله د اخواشيني کوونکۍ خبر نشر سويدی ، واقعا ډير زيات دانديښني وړ ده ، چه دقران عظيم  ااشان سره دامريکايي عسکرو  لخوا  بي احترامي کيږي  او داددوي عمل په کلکه غندو ، دهرمسلمان  ايماني او وجداني وظيفه ده چه غمجن واوسي او خپل احساسات دلاريون ، مظاهري او کاربندي په ډول ښکاره کړي ، اما که چيري لاريون او مظاهرات داسي شکل اخلي چه هغه دخرابۍ ، تاوان  ،وهلو ټکولو او ورانولو باعث ګرزي ، نو حتما دادپريشانۍ سبب ګرزي ،او سړي ته داسوال پيدا کيږی چه حتما په دي کي دنورو ناپاکه لاسونه دي چه وايي اوبه خړي که او کبان ونيسه ، ددغو بهرنيوو لاس وهونکی چه هم مسلمانان دي په خپل ملک کي ارام ناست دي ، نه لوټ مار کوي نه خپل وطن خرابوي اونه خپلي ملي شتمنۍ ته تاوان پيښوي ، دوی دافغانستان دخرابۍ لپاره ملا تړلي ده ، دافغانانو دپاکو احساساتو څخه په دغسي مواردو کښي ډيره استفاده کوي او ددغه وران ويجاړ وطن دخرابۍ لپاره هلي ځلي کوي .  موږ دا ارزو لرو چه خلګ په سوله ايز ډول مظاهري وکړي ، دراډيو ،ورځپاڼي له لاري خپل نظر او خواشيني څرګنده کړي ، خو د وژلو ،وهلو ،ماتولو او خرابولو او سوځلو څخه دي دخدای ج په لحاظ  مخنيوی وکړي  ،  .څه پاته دي په دي وطن کي چه هغه نور هم خراب کړو، دا وطن خو داديرش کاله وران سوی دي ، ايا بيله دي چه ملي شتمني ته خرابي پيښه  کړو نه سو کولای چه خپل احساسات او غوښتني څرګندي کړو ؟ کولای سو چه په ډير سوله ايز ډول لاريون وکړو او خپلي غوښتني رابرسيره کړو .    په جلال اباد کښي چه څلور کسه وطنوال په حق رسيدلي دي او ۷۰ کسه ټپيان سوي دي موږ ډير خواشيني يو او ددوی کورنيو ته صبرجميل غواړو ، او داچه د ۳۰ نه زيات دولتي او غير دولتي  وداني وراني سوي ،چور سوي او يا سوځول شوي دي  . څومره ددي غريب وطن لپاره تاوان دي .

موږ دقران مجيد سره بي احترامي او بي حرمتي  چه دهرچا لخوا وی  په کلکه غندو . او داغوښتنه لرو چه ګناه کارو ته سخته او سخته سزا ورکړه سي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery