مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان مبارک لړۍ ، پنځمه برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
درمضان مبارک لړۍ ، پنځمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمومسلمانووروڼودرمضان مبارک دلړۍ په دغه پنځمه برخه کښی غواړم چی درمضان دمبارکی میا شتی د سیاسی فلسفو اوګټوپه اړه وتاسی ته معلومات درکړم،محترمولوستونکودغه مبارکه میاشت بیخی ډېری سیاسی فلسفې اوګټی لری خوله تطویل څخه داجتناب په وجه یوڅومهمی ګټی اوفلسفې ددغی مبارکی میاشتی درته ذکرکوم چی شرحه ئې داده،اوله سیاسی فلسفه ئې داده چی د غه مبارکه مياشت اوپه دغه مياشت کښی روژه نيول وټولی بشری نړئ ته دعالم اسلام اودمسلمانانو دوحدت اويو والي منظره څرګنده وي ځکه په دغه مياشت کښی ټول مسلمانان  په متحدډول له صبح صادق څخه بيا ترماښامه پوري دروژې نيولومقدس عبادت ترسره کوي اوتمامه غيراسلامی نړۍ د دوئ دهمدغه يووالی اواتحاد ننداره کوي،دوهمه سياسی فلسفه درمضان مبارک اودرمضان دمبارکو روژوداده چی دامياشت او د دې مياشتی روژې دمسلمانانو پريکړون اومخالفت له کفری دنيا سره په ډاګه کوي اودمسلمانانو ذهنيت اوفکر ودې مهم لوری ته راګرځوي چی دمسلمانانو اودکفارو خط سيرسره جلا دۍ نولهذا مسلمانان بايد پرخپل خط سيرباندی روان وي اودکفارو له نقش قدم څخه مطلقا بايدخپل ځانونه وژغوری
دريمه سياسی فلسفه ئې داده چی دغه مبارکه مياشت اود دې مياشتی روژې ومسلمانانوته دورور ګلوۍ اودوحدت درس ورکوي اودالله جل جلاله ودغوارشاداتو ته ئې چی ،انما المؤمنون اخوة ،واعتصموبحبل الله جميعاولاتفرقوا ، ولاتنازعوافتفشلواوتذهب ريحکم ، متوجه کوي څلرمه سياسی فلسفه ئې داده چی د دغه مبارکی مياشتی روژې نيول په مسلمانانو کښی قوت اوطاقت د دې پيداکوي چی داسلام اوداسلامی خاوری دتحفظ په خاطر داسلام د دښمنانو په مقابله کښی تکليفونه اوزحمتونه برداښت کړي ځکه دتکاليفو برداښت وقوي تحمل اوصبرته حاجت لري اوروژه داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم نيمئ دصبربللې ده اودرمضان مبارکه مياشت يې دصبرمياشت بللې ده اودارنګه په دغه مياشت کښی مسلمانان دلوږی اوتندی له ګاللوسره اوله بيدارۍ سره عادي کيږي کوم چی ددښمنانو په مقابلو کښی سخت ضرورت ورته پيداکيږي ، پنځمه سياسی فلسفه د دې مبارکی  مياشتی اوددې مياشت دروژو داده چی اميران د مامورينو له حال څخه اوغنيان دفقراوو له حال څخه اوبې حاجته خلګ دحاجتمندو له حال څخه اودارنګه ماړه اواوبه خلګ دوږيو اوتږيو انسانانوله حال څخه اګاه کوي چی په نتيجه کښی ئی په اسلامی جامعه اوټولنه کښی ترحم شفقت اوهمدردی اوتعاون پيداکيږي، اوشپږمه سياسی فلسفه ئی داده چی رمضان مبارک اود دغی مياشتی روژه مسلمانان وهغه وخت ته متوجه کوي چی دمسلمانانواوداسلام ترقی اودبدبه ورځ په ورځ مخ په عروج وه اودکفری نړۍ پرله پسې تنزل شروع وو اودارنګه ئی دخپلی همدغی ترقئ وعواملوته متوجه کوي ځکه چی درمضان دمياشتی دروژې فرضيت دهجرت په دوهم کال دبدرترغزا يوه ورځ دمخه راغلئ دۍ کوم چی داسلام دبدبه مخ په زياتيدو وه   اودبدرغزاپه همدغه مبارکه میاشت کښی اودارنګه فتح دمکې هم په همدغه مبارکه میاشت کښی تحقق موندلئ دۍ،والسلام ومن الله التوفیق ،نوربیا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery