مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان لړۍ اومه برخه درمضان مبارک تمرينی فلسفې

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

درمضان لړۍ اومه برخه درمضان مبارک تمرينی فلسفې
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحیم،
محترمووروڼودرمضان دلړۍ په دغه اومه برخه کښی ددغی مبارکی میاشتی دتمرینی  ګټواوفائدوپه باب معلومات درکوم،قدرمنووروڼو
تمرينی
ګټی د دغه مقدسی مياشتی درمضان دوه قسمه دي، اول باطنی اوقلبی ګټی  دوهم ظاهری اواعضائی ګټی ، باطنی اوقلبی ګټی ئی دادي چی په دغه مياشت کښی دعباداتو اومختلف النوعه نيکوکاروپه وجه دمسلمان زړه اوروح اونفس تصفيه کيږي اوله اخلاص اوتعلق بالله سره اودارنګه پرمسلمانانوباندی له ترحم اوشفقت کولوسره اوله حسن نيت سره اوله مينی اومحبت سره له خپلومسلمانووروڼوسره خوئ ګراوعادتی ګرځی اودنالايقه اخلاقولکه حسد ، بغض ، حقد ،عداوت ،بخل ،پرترک اوپريښولو باندی تمرن ورته حاصليږي اودارنګه دمسلمان ټول بدنی قوتونوته له غلطوتمايلاتوڅخه تنفر اوله نيکوتمايلاتو سره تعوديعنی خوی اوعادت نيول حاصليږي اودظاهری اواعضائی نيکوتمرنانو شرحه په دې ډول ده چی درمضان په مبارکه مياشت کښی دمومن ژبه اوخوله دقران کريم له تلاوت سره اودالله جل جلاله له ذکره سره اوله نيکوخبروسره عادت نيسۍ اودغيبت کولودروغ ويلواودفضول ګوئی عادت ئی ياختميږي اويااقلا کمزوری کیږی اوضعف پکښی پيداکيږي اودارنګه دانسان غوږونه دقران اودالله د ذکرله اوريدلوسره تعلق اومينه پيداکوي اودوعظ اونصيحت له اوريدلوسره خوئ ګرکيږي اودفضولوخبروله نه اوريدلوسره عادت نيسی اوهمدارازدانسان دبدن وټولواعضاووته درمضان دمبارکی مياشتی په برکت دالله پاک له عبادت سره تمرن حاصليږي سربيره پردې باندی په دې سبب چی هره شپه په رمضان شريف کښی هرمسلمان وپسليمی ته راپورته کيږي
نوپه دې وجه په مسلمانانوکښی دتهجد دلمانځه ملکه اوقوه پيداکيږي
اودارنګه دفرضی اونفلی لمونځونوپه صحيح توګه اداکول ئی خوئ اوخصلت ګرځی اوهمداراز په دغه مبارکه مياشت کښی ومسلمانانوته دهمدردی او دحوصلی سخاوت اودميړانی دکارو تمرن حاصليږي اوله نيکی روئې ښه سلوک اوداسلامی اخوت دحقوقو له مراعاته ولوسره اوله وصيله رحمی حسن جواراوداسی له نوروښوکاروسره تمرن اوعادت پيداکوی  ،والسلام ومن الله التوفیق
نوربیا   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery