پښتون اقا شيرزاد = کابل
ادبيات د بشري ټولني د مادي او معنوي ژوند څرګندونه كوي او د هغي ژبي هنر دى چي په منثور، منظوم، شفاهي او ليكلې توګه منځته راځي چي آره ماده يې ژبه ده او ادب د ژبي په واسطه منځته راځي، كه ژبه غني وي، نو د هغې ژبي ادبيات هم غني وي.
بشر پېژوندكي په دې نظر دي چي ژبه او ثقافت د يوې سكې دوه مخونه دي. ژبه د غږونو او كلمو نښه ييز سيسټم دى چي د ژبو زده كړه د سوكاله ژوند لپاره ګټور او عملي كار دى. پښتو ژبه چي د بشري ټولنو د ژبو په لړ كي يوه تاريخي ژبه ده، ځانته ځانګړى تاريخ لري.
پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د اريايانو له نسل څخه يو نامتو، ننګيالى او وياړلى ملت دى چي دغه پښتان آريايان لومړى په بخدي كي او سېدل او له هغه لومړني ټاټوبي څخه دوى د هغه ځاى په نامه د (بخت، پكهت، پښت) په نوم له خپلي زړې ژبي سره له 1000 نه تر 1400 ق _ م پوري د آباسين د غاړو او د هيواد ختيځو غرونو ته لاړل، دوى خپل د بخدي، پكهت، پښت نوم د خپلي زړې او تاريخي ژبي سره يو ځاى وساته او تر اوسه هم په دغه نامه او په دغه ژبه مشهور دي.
د اصلي اريايي ژبي عمر ژبپوهانو له ميلاد څخه د مخه له 2500 تر 3000 ق _ م كلونو پوري تخمين كړى دى چي ژبپوهانو پښتو ژبْ د آريايي ژبو په ويشنه او د آريايي ژبو په لويه كورنۍ كي يوه ډېره تاريخي او پراخه ژبه ګڼلې ده، لكه څنګه چي پورته يادونه وشوه د پكهت، پخت يا پښت كلمي د هغه مېړني ملت نوم و چي د آريايانو د تاريخي نسل څخه يو لوى ملت و چي د دوى لومړنى ټاټوبى دآسيا په منځ كي د پامير لوړو برخو ته نژدې سيمي د آريانه ويجه يا آريانه ورشه په نامه يادى شوي دي، د دوى په تاريخي ژبه كي دا سيمه د اصليانو ځمكه يا د پاك لمنو ټاټوبى چي د دغه نسل په زيار سره لمرخاته، لمر لوېده د اوسني بلخ(بخدي)، جنوبي او مركزي برخو كي پسې خپاره او مېشته شول. ژبه يې د پكهـتو يا د اوسنۍ پښتو په نامه ياه شوې ده، كله چي معروف (و) د ځينو قومونو د نامه په اخر كي راشي د هغه قوم د ژبي مانا لري لكه چي پښتانه د هنديانو ژبه (هندكو) بولي او كه لږ څه سپك ادا شي نو (انكو) هم ورته وايي، البته دا يوه استثنايي قاعده ده. دغه ډول د ديګانو او پاړسو كلمي هم د پښتو د اوسني نوم د جوړښتن سره سمون لري چي پښتو د پښت د ټبر يوه تاريخي پراخه ژبه ده چي ننني پښتانه ورباندي د غږېدو وياړ لري. برسېره پر دې چي پښتو د دغه تاريخي ننګيالي او پتمن ملت تاريخي ژبه ده د دغي كلمې كلتوري او ثقافتي جاج هم د ننګ، غيرت او مېړاني، مېلمه پالني، وفادارۍ، وطندوستۍ، زياركښۍ او مهربانۍ په مانا هم راغلى دى.
كه چيري په ټولنه كي سياسي او اقتصادي ژوند په عادلانه بنسټ ولاړ وي، نو په باوري توګه يې ادبيات پرمختګ او سمه وده كوي. شاعران او ليكوالان د هغو په سيوري كي خپل اثار ليكي، له بلي خوا هر كله چي په كومه ټولنه كي بې عدالتي روانه وي نو عموماً يې ادبيات هم همغسي ظالمانه وي او كه عادلانه روحيه غښتلې وي، نو ادبيات يې هم عادلانه رنګه پيدا كوي. شاعر او ليكوال يې انساني ژوند زده كوي او خپل ادب د خلكو په ژوند كي پلى كوي. شاعر او ليكوال د ټولنيزو اروايي پېښو او پديدو څخه متاثره كېږي او پخپل موثر بيان كي د موجوده ژوند هنري تصويرونه منځته راوړي. شاعر او ليكوال د خپلي ټولني ټولنيز عادي ژوند سره سم حركت كوي، شاعر او ليكوال پخپله هنري ادبي وسله انسانان د رښتيانۍ مبارزې په لور په رښتيانۍ توګه هڅوي، يعني دا چي شاعر او ليكوال د بشري ټولني لارښوونكى دى. دوى زموږ سره په ټولنه كي د ژوند تر اخري سلګۍ پوري په هره خوښي، غم، بري او ماتي كي برابر رول لري او هر اړخيزي مرستي كوي، تر څو چي موږ خپل ځان خپل هيواد، تېر او راتلونكي يادګارونه هېر نكړو.
دا يو څرګند حقيقت دى چي زموږ د هيواد لرغونى نم آريانا او خلك يې آريايان نومېدل، د آريايانو ځمكه يا د اصيلو، نجيبانو او پاك لمنو خلكو هيواد په نامه چي تقريباً څلور زره كاله پخوا يې د مېلاد څخه ژوند كاوه د تاريخ په زرينو پاڼو كي په په سترو وياړونو ياد شوى دى، آريايان هم لكه د نن په څېر د قبيلو څخه تشكيل شوي وو ګړدودونه، فرهنګ او كلتور يې درلود او لا تر اوسه پوري يې لري. د آريايانو د استوګني په اړه دمورخينو سره د اند يووالى نشته، ځكه چي ځيني وايي چي د توري بحيرې د شمالي غاړي اوسېدونكي دي، بله ډله يې د ختيځ او شمالي غاړي(آريايانو اصلي مركز بولي) ځيني وايي د آريايانو اصلي ټاټوبى د پامير لوړي څوكي او د امو د سين سرچينې دي، د اوستا د متن څخه معلومېږي(چي پر دوى د نفوس د زياتوالي په وجه خپله ځمكه يا سيمه تنګه شوې) او هجرت يې كړى د هندوستان او ايران خواته تللي دي. خو زياتره پوهان او ليكوالان په دې باوري دي چي د آريايانو اصلي ټاټوبى د آسيا په منځ كي د پامير لوړي سطحي ته نږدې و چي د مختلفو اقوامو د رواياتو او د آريايانو د هجرت له لاري هم دغه سيمي ياديږي.
"پرس سايكسي" نومى پوه ليكي چي: دا ځاى د امو او (ايزو كلاس) په منځ كي پروت و چي دغه ځاى پامير او بدخشان ته نژدې دى. دې لرغوني هيواد او ټاټوبي ته دوى په خپله لوغونې ژبه (آريانه ويجه يا ويجو) ويله. په اوستا كي چي شپاړس آريايي هيوادونه يادوي (آريانه ويجه) نوم يې م ياد كړى دى، په دې ډول په ښكاره ويلى شو چي آريايانو د لوېديځي خوا په مهاجرت پيل كړى او په بخدي (اوسني بلخ) يا باختر كي يې استوګنه غوره كړې چي موږ يې د آرياينه ويجه څخه وروسته د لرغوني تمدن زانګو بللى شو.
د آريايانو په اړوند چي كوم ليكلي اسناد لاس ته راغلي، هغه د ويدي كتاب او بل د اوستا كتاب. د ويدي كتاب چي (ويد) يا (ويدا) نومېږي، هغه ټول آريايي څرګند سرودونه دي چي موږ ته لاس راغلي څلور برخي لري لكه ريګويدا، اترويد، سماويد او يجور ويد چي په اصل كي د هغه وخت مذهبي تخيلات دي چي د ښكلي اهنګ لرونكو او موزونو الفاظو په قالب كي يې د شعر بڼه او شكل موندلى دى چي زياتره يې شفاهي بڼه لري او زياتره يې د باختر په آريايي برخو پوري اړه لري. (كه چيري نورو خلكو ته د شفاهي ادبياتو په دوره او موضوع باندي پوهېدل څو قدر سوزمن او مشكل وي؟خو موږ افغانانو ته هيڅ مشكل نه لري، ځكه چي د پښتو ژبي داسي اوږده دوره تېره كې چي ځانته تاريخ لري او د دې ژبي د شفاهي ادبياتو دوره ډېره اوږده ده.) څنګه چي پښتو ژبه د آريايي باختري ژبو يوه څانګه ده، نو د شفاهي ادبياتو يوه اوږده دوره يې هم تېره كړې ده (شفاهي ادبيات د ژبي زمزمه او د زړه اواز دى، چي په ژبه ويل كېږي. دا ادبيات په يوهژبه او يا ډېرو نورو ژبو كي تكرار شويدي. چي د غوږونو د لاري يې په حافظو كي ځاى نيولى دى.د داسي ادبياتو ځاى ته حافظه، ژبه او غوږونه دى. شفاهي ادبيات د تحريري ادبياتو په نسبت ډېر طبيعي او ولسي رنګ لري، څرنګه چي موږ يې څېړنه كوو. همدا شان د دې دوري سرودونه اومنرومې هم بې تكليفه منځته راغلي اوپيدا شوي دي. كوم شى چي په سترګو ليدل كېږي، انساني دماغ يې احساسوي له ژبي څخه راوزي او په ژبه ويل كېږي، نو دا چي ټول خلګ ژبه لري نو په هدې اساس د دنيا ټول خلګ شفاهي ادبيات لري.
دا هم ويلى شو چي د رسم الخط څخه مخكي او وروسته د هر قوم سره شفاهي ادبيات موجود وو.
آريايان څلور زره كاله مخكي له ميلاده د باختر ځمكو او د هندوكش لمنو كي مېشت وو. اوس له ډېره وخته دوى دلته ډېر شول. لوېديځ او ختيځ لوري ته يې هجرتونه وكړل، د شرق خوا ته تر آباسين تېر شول او په شمالي هندوستان كي يې خپل مدنيت خپور او جوړ كړ او هلته دوى په هغه ژبه چي له اصلي آريايي ژبي څخه جوړه شوې وه، يو كتاب وليكه چي ويدا نومېږي، اوس يې هم څلور برخي موجودي دي. ريګويدا، سامويدا، يجورويدا، اتهرويدا.
د آريايان چي د ويدا سندري يې ويلي له افغانستان څخه هلته تللي وو، نو په ويدا كي د افغانستان ځايو، خلكو، قبيلو، غرونو او دريابونو نومونه راغلي دي چي د دې مطالعه د پښتو ژبي په ادبئ تاريخ كي ډېر اهميت لري.
دويمه ډله هغه آريايان دي چي د افغانستان غربي خواته تر استانبول پوري يې خپل مدنيت جوړ كړ چي له دوى څخه په دوو ژبو ځيني ليكني پاتي دي. يو د اوستا كتاب دى چي زردشت له بلخ څخه نشر كړ او په ټول ايران كي ومنل شو. په دې كتاب كي هم لكه د ويدا په شان د افغانستان د ډېرو ځايونو نومونه او د واكمنانو او خلكو نومونه راغلي او ډېر كلمات يې د پښتو ژبي سره نږدې دي چي البته د دې كتاب په مطالعه سره د پښتو ژبي په ادبي تاريخ كي ځيني نوي اغيزې څرګندېداى شي. دويمه ژبه پاړسو ده چي پخوانيو آريايانو د افغانستان په غربي برخه كي وله چي ځيني ليكني يې په ځينو ډبرو باندي موندل شوي او مطالعه يې د پښتو د ادبي تاريخ لپاره ګټوره ده، د افغانستان په شمال كي (سغدي) او خوارزمي داسي ژبي شته چي پښتو ژبي ته ډېري نږدي او سره ورته كلمات لري.
لازمه ده چي د آريايي لرغوني ژبي ځيني كلمات چي لا تر اوسه په پښتو كي موجود دي د نمونې په ډول تر نظر تېر كړو.
هغه ژبه چي تر آريايي هجرت د مخه ويل كېده، د آريايي قومونو ژبه يوه وه چي اريك نومېده، وروسته په نورو ژبو تبديله شوه،پوهان وايي چي د 2400 ق _ م په شاوخوا كي دغي ژبي بدلون بيا موند.
خو د 1400ق _م كال د ځينو آريايي كلماتو له څېړني څخه داسي بريښي چي په پښتو كي تر اوسه پوري هم هغه پخوانۍ آريايي سوچه كلمي شته لكه د آرياكلمې مانا اوسني مورخين اصيل _ نجيب او زارع بولي. ډاكټر جيګ المانى محقق وايي چي د آريا كلمه له (ار) څخه نيول شوې ده چيپ ه سانسكرېت كي د اصيل او بنياد په مانا وه.
يو عالم د مكس مولر په نامه وايي (ار) د كرني مانا لري، نو له دې سببه (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا و چي دا دواړه ماناوي اوس هم په پښتو ژبه كي شته او ځينو شاعرانو او ليكوالانو پخپلو شعرونو كي راوړې ده، لكه ملا الف هوتك چي وايي:
دى له اړه و ښاغلى څه كه و په وير نتلى
يا زموږ بل شاعر وايي:
شېخ مټي چي خليلي و دى له اره لوى ولي و
او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كي رواج لري لكه (اره لوري پر غاړه) چي په دې ځاى كي د كرني مانا وركوي او دا ښكاره ده چي آريايانو د كرني سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كار و. هغه وخت چي آريايي قبيلو له خپل اصل ځاى څخه باختر خواته هجرت نه و كړى، دوى خپل لرغونى ځاى (آريانه ويجه) باله چي مانا يې د آريايانو ځمكه ده او دا كلمه اوس هم د پښتنو په ځينو سيمو كي داسي استعماليږي لكه بريالى خپل تربور د خداى پر ويجه هم نه پرېږدي، چي له دې جمله كې ويجه يا ويجو د ځمكي مانا وركوي. يو بل ژوندى مثال يې دا چي پخوانيو آريايانو كورنۍ او خاندان ته (كولا) وايه چي دا كلمه اوس هم په پښتو ژبه كي د كاله او كهول په بڼه مستعلمه ده، عام او خاص خلك يې په ژبه وايي او مانا يې كورنۍ ده. بل ژوندى مثال يې د (ستان) كلمه د ه چي په سانسكريت كي د ځاى او هيواد مانا لري چي په پښتو ژبه كي اوس هم ژوندۍ ده او ښكارندوى غوري پخپل شعر كي په همدې مفهوم راوړې ده:
د الله د دين شهاب د نړۍ لمر دى
تورستان يې كړ رڼا په جهادونه
د بغلان په كتيبه كي هم ځيني كلمات ليدل شوي چي اوس هم په پښتو ژبه كي كټ مگټ يا په لږ تغير سره استعمالېږي لكه د (بګ) كلمه چي په اوستا او زړه پارسي كي د (پګه) په سانسكريت كي د (بهاګه) په شكل راغلى دى چي مانا يې غټ او لوى دى.
اوس د پښتو ژبي په محاوره كي هم د لوى او غټ په مانا استعمالېږي لكه د كندهار پښتانه چي وايي: احمد خان بګ سړى دى. يعني احمد خان جسماً غټ سړى دى او همدغه كلمه د پښتو ژبي ستر شاعر شمس الدين كاكړ (1250هـ ق) داسي استعمال كړې ده:
هسي شوم طالع زما دى
باطن ووړ په ظاهر بګ
په همدې ترتيب سلګوني كلمې شته چي په ويدا او اوستا كي راغلي او د پښتنو آريايي توب ترې څرګندېداى شي. لكه د ريګويدا په كتاب د 1400ق _ م په شاوخوا كي د پكهت قبيله راغلې ده چي مورخينو او شرق پېژندونكو د پښت او پښتون د كلمو سره اړوندتوب وركړى دى، همدارنګه په 400ق _ م كي يوناني مورخ هيرودت د پكتين كلمه د پښتون لپاره استعمال كړې ده او بطليموس جغرافيه پوه د پكتويس كلمه د پښتون لپاره استعمال كړې ده چي دا ټول د پښتون ملت پخواني نومونه دي
د ښکلا څخه په مننه